هریټ ټابمن

هریټ ټابمن (د ۱۸۲۲ ز کال مارچ – د ۱۹۱۳ ز کال د مارچ ۱۰مه) د تور پوستو د غلامۍ د اصولو له منځه وړلو پلوۍ او سیاسي فعاله وه. ټابمن د غلامۍ په حالت کې وزېږېده، بیا وتښتېده او ورپسې یې د غلامۍ ضد فعالانو د شبکې او «تر ځمکې‌لاندې رېل لارې» په نامه د امن کورونو په کارولو سره د خپلې کورنۍ او ملګرو په ګډون د شاوخوا ۷۰ غلامانو د ژغورنې لپاره ۱۳ ماموریتونه تر سره ذکړل. د امریکا د کورنۍ جګړې په جریان کې يې د وسله‌‌والې څارونکې او جاسوسې په توګه د پوځ اتحادیې ته کار وکړ. ټابمن د ژوند په وروستیو کلونو کې د ښځو د رایې د حق غوښتلو غورځنګ له فعالانو نه وه.[۱۹][۲۰]

هریټ ټابمن
(انګلیسي: Harriet Tubman)[۱]  د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هریټ ټابمن
هریټ ټابمن

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Araminta Ross د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۶ مارچ ۱۸۲۲[۲]
مړینه 10 مارچ 1913 (91 کاله)[۳][۴][۵][۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل سینه بغل   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات [۷][۸][۹]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نسل امریکی افریقی [۱۰][۱۱][۱۲]  د (P172) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب عيسويت [۱۳]  د (P140) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ليکوال [۱۴][۱۵][۱۶]
رنځورپاله
د بشري حقوقو فعال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۷]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه د غلامۍ پای [۱۸]
د ښځو حقونه [۱۸]
د رای حق [۱۸]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
هریټ ټابمن
هریټ ټابمن

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ټابمن د «مریلنډ» ایالت په «ډورچسټر» ښار کې د غلامۍ په حالت کې وزېږېده، په ماشومتوب کې د خپلو بادارانو له‌خوا وهل او ټکول کېده. د ژوند په لومړیو کې یې یوه غوصه‌ناک سړي پر بل غلام د درندې اوسپنیزې ټوټې وار وکړ، خو هغه ټوټه د دې پر سر ولګېده او ټپي شوه. دغه ټپ یې په وروستي ژوند کې د سر ګرځېدو، درد او خوب د ګډوډۍ لامل شو.

ټابمن په ۱۸۴۹ز کال کې «فیلاډلفیا» ښار ته وتښتېده، خو تر لنډې مودې وروسته بېرته د کورنۍ د ژغورلو لپاره مریلنډ ته را وګرځېده. ورو ورو یې یوه ډله خپلوان له ځان سره له ایالته بهر بوتلل او په پای کې یې لسګونو غلامانو ته د آزادۍ اړوندې لارښوونې وکړې. په ۱۸۵۰ ز کال کې یې د تښتېدلي غلام د قانون تر تصویب وروسته شمال ته له تښتېدلیو غلامانو سره مرسته وکړه چې د بریتانیا شمالي امریکا (کاناډا) ته لاړ شي او له تازه ازادو شویو غلامانو سره یې د کار په موندلو کې مرسته وکړه. ټابمن به ۱۸۵۸ ز کال کې له «جان براون» سره وکتل، له هغه سره یې مرسته وکړه چې په ۱۸۵۹ ز کال کې پر «هارپرز فري» د برید لپاره پلان جوړ کړي او ملاتړي را جذب کړي. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

ټابمن د کورنۍ جګړې د پیل پر مهال د اتحادیې د پوځ لپاره لومړی د آشپزې او نرسې په توګه او وروسته بیا د وسله‌والې څارونکې او جاسوسې په توګه کار کاوه. دا لومړۍ ښځه وه چې په جګړه کې یې د وسله والې مبارزې مشري کوله، اغلې ټابمن د «کامباهي فري» د برید مشري وکړه چې تر ۷۰۰ ډېر غلامان یې ازاد کړل. تر جګړې وروسته په ۱۸۵۹ ز کال کې تقاعد شوه، د نیویارک ښار په ابرین سیمه کې یې په خپل کور کې ژوند پیل کړ او د خپلې زړې مور او زاړه پلار پالنه یې کوله. ټابمن د ښځو د رایې د حق ترلاسه کولو په غورځنګ کې تر هغه وخته فعاله وه چې ناروغي یې جدي شوه او د افریقايي‌الاصله زړو امریکایانو لپاره په هغه کور کې بستري کېدو ته مجبوره شوه چې کلونه وړاندې یې په جوړولو کې مرسته کړې وه. اغلې ټابمن د زړورتیا او ازادۍ پر سمبول بدله شوه. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

زېږون او کورنۍ سمول

په متحدو ایالتونو کې د نورو غلامانو په څېر د ټابمن د زېږېدو دقیق وخت او ځای نه دی معلوم او تاریخ‌پوهان هم د دقیقې نېټې د اټکل په اړه سره یوه خوله نه دي. «کیټ لارسون» د څو تاریخي سندونو پر بنسټ، دا نېټه ۱۸۲۲ ز بولي، خو جین هومېز وايي: "اوسني شواهد ښيي چې ټابمن په ۱۸۲۰ ز کال کې زېږېدلې، خو ښايي یو یا دوه کاله توپیر ولري." کاټرین کلینټن وايي چې: ټابمن د خپل زېږون نېټه ۱۸۲۵ز بللې، خو د مړینې په کارت کې یې د زېږون نېټه ۱۸۱۵ز او  د قبر پر ډبره ۱۸۲۰ ز ذکر شوې ده.

د ټابمن مورنۍ انا «موډسټي» د غلامانو د لېږد په یوه بېړۍ کې له افریقا نه امریکا ته راوړل شوې وه. له دې پرته د اغلې ټابمن د پلرونو او نیکونو په اړه معلومات نه‌شته. ټابمن ته په ماشومتوب کې ویل شوي وو چې: د شخصیتي ځانګړنو له امله اشانتۍ [یوه قبیله وه] ته ورته ښکاري، که څه هم د دغه اصل او نسب د رد او تایید لپاره هېڅ سند پیدا نه‌شو. مور یې ریټ (چې ښايي پلار یې سپین‌پوستی وي)، د بروس د کورنۍ آشپزه وه. پلار یې یو ماهر ځنګل‌ساتونکی و چې د ټامپسون په کرونده کې یې د لرګیو د کار مدیریت کاوه. دوی د ۱۸۰۸ ز کال په شاوخوا کې واده وکړ او د محکمې له سوابقو سره سم یې ۹ بچیان لرل: لینا، ماریا ریټي، سوف، رابرټ، مینټي (هریټ)، بن راشل، هنري او موسېس.[۲۶][۲۵][۲۷][۲۸][۲۹][۲۱][۲۲][۳۰][۲۳][۳۱][۳۲]

ماشومتوب سمول

د ټابمن مور د یوې لویې کورنۍ د خدمت لپاره وټاکل شوه او د خپلې کورنۍ لپاره یې لږ وخت درلود. ټابمن ته په ماشومتوب کې د یوه کوچني ورور او نوي زېږېدلي ماشوم پالنه ور په غاړه شوه. کله چې پنځه یا شپږ کلنه وه، بروډس د «سوسن» په نامه ښځې ته د خدمتګارې په توګه وټاکله. ټابمن ته وویل شول چې: د زېږېدلي ماشوم پالنه وکړي او د خوب پر مهال یې زانګو وزنګوي. کله چې ماشوم له خوبه پاڅېد او په ژړا شو، بادارانو یې ووهله. بیا به دا هر سهار پنځه ځله وهل کېده چې د دغو وهلو ټپونو ټول عمر وځوروله. دې د مقاومت لپاره ډېرې لارې ولټولې، لکه د پنځو ورځو لپاره تېښته او د وهلو ټکولو پر وړاندې د څو جوړه جامو اغوستل. [۳۱][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

د رایې د حق ترلاسه کولو فعالیت سمول

ټابمن د ژوند په وروستیو کلونو کې د ښځو د رایې د حق ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړې. یو وخت یوې سپین پوستې ښځې ترې وپوښتل: ایا باوري یې چې ښځې باید د رایې حق ولري که نه؟ دې ځواب ورکړ: "زه پوره دردېدلې یم چې پر دغه باور وکړم". ټابمن د ښځو د رایې د حق ترلاسه کولو د ادارو په غونډو کې ګډون کول پیل کړل او د «سوسن بي انټوني» او «ایملي هاولنډ» په څېر ښځو سره یې کار پیل کړ.[۲۴][۴۰][۴۱]

ټابمن نیویارک، بوسټن او واشنګټن ډي سي ته ولاړه، چې د ښځو د رایې د حق په ګټه خبرې وکړي. د کورنۍ جګړې پر مهال او تر جګړې وروسته یې خپلې کړنې څرګندې کړې او د ښځو او نرانو پر برابرۍ یې د شاهدې په توګه د معاصر تاریخ په جریان کې د ډېرو ښځو سرښندنې وستایلې. کله چې په ۱۸۹۶ ز کال کې د افریقايي‌الاصله امریکايي ښځو ملي فدراسیون جوړ شو، د فدراسیون د لومړۍ ناستې اصلي ویناواله ټابمن وه.[۴۲][۴۳][۴۲][۴۴]

ناروغي او مړینه سمول

ټابمن د عمر په لوړېدو سره د سر درد او په ماشومتوب کې د سر ټپي کېدو لا هم ځوروله. د ۱۹۸۰یمې ز لسیزې په جریان کې یې د بوسټن په «ماساچوسټ عمومي روغتون» کې د مغز عملیات وکړ. [۴۵]

تر ۱۹۱۱ ز کال پورې د ټابمن بدن کمزوری شو او د ارام لپاره یې په هغه کور کې بستري کړه چې د دې په ویاړ نومول شوی و. یوې نیویارکۍ ورځپاڼې «ناروغه او بې‌پیسو» وبلله، خو دا خبره د دې لامل شوه چې ملاتړي یې د مالي مرستو نوی پړاو پیل کړي. اغلې ټابمن د سینه بغل ناروغۍ له امله د ۱۹۱۳ ز کال د مارچ میاشتې په ۱۹مه نېټه مړه شوه. په نیمه پوځي مراسمو سره په ابورن سیمه کې د «فورټ هیل» په هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه. [۴۶][۴۷]

میراث سمول

ټابمن د ژوند پر مهال پوره پېژندل شوې او د درناوي وړ ښځه وه. تر مړینې وروسته پر امریکایي یادګار بدله شوه. د شلمې پېړۍ په پای کې یوې نظر پوښتنې تر کورنۍ جګړې وړاندې د امریکا په تاریخ کې د مشهورو ملکي کسانو له ډلې وبلله او تر «بټسي راس» او «پول ریور» وروسته درېیمه وه. دا د افریقايي‌الاصله امریکایي نسلونو هڅوونکې وه چې د برابرۍ او مدني حقونو لپاره یې مبارزه کوله. په سیاسي برخه کې د ټولو مشرانو له‌خوا وستایل شوه. د ټابمن په یاد یې سرښندنو ته د درناوي په مراسمو کې «بوکر ټي واشنګټن» هم وینا وکړه. [۴۸][۴۹][۵۰][۵۱]

موزیم او تاریخي برخې سمول

په ۱۹۳۷ ز کال کې «امپایر سټېټ د ښځو د اتحادیو فدراسیون» د هریټ ټابمن لپاره د قبر ډبره جوړه کړه. په ۱۹۹۹ ز کال کې يې قبر د تاریخي ځایونو په ملي نوملړ کې ثبت شو. د هریټ ټابمن کور تر ۱۹۲۰ ز کال پورې ورک و، خو وروسته د AME Zion کلیسا له خوا بیا ورغول شو او د موزیم او روزنیز مرکز په توګه پرانیستل شو. د «هریټ ټابمن یادګاري کتابتون» هم همالته نږدې په ۱۹۷۹ ز کال کې پرانیستل شو. د افریقایي‌الاصله امریکایانو د تاریخ او فرهنګ په ملي موزیم کې هغه شیان موجود دي چې په ټابمن پورې اړه لري،  لکه د ډوډۍ خوړلو لوښي یې، د شعرونو کتاب او هغه کتاني او ورېښمین شال یې چې د بریتانیا ملکې «ویکټوریا» ورکړی و. د دې تر څنګ یې په ۱۹۱۳ ز کال کې د تدفین د مراسمو درې تصویرونه دي.[۵۲][۵۳][۵۴][۵۵][۵۶][۵۷]

د ډالرو نوټ سمول

د ۲۰۱۶ ز کال د اپریل میاشتې په ۲۰مه نېټه د متحدو ایالتونو د  خزانې وزیر «جېک لیو» وویل چې: غواړي د ټابمن عکس د ډالر د شل‌ګون نوټ پر مخ را چاپ کړي او د ولسمشر «انډریو جکسن» عکس چې هغه خپله د غلام څښتن و، د نوټ شا برخې ته ولېږدوي. لیو د نقاشۍ او چاپ دفتر ته لارښوونه وکړه چې د بیاځلي طراحۍ پروسه ګړندۍ کړي او تمه کېده چې نوی قانون به تر ۲۰۲۰ ز کال لږ څه وروسته عملي شي. په ۲۰۱۷ ز کال کې سټیون منوچین چې د متحدو ایالتونو د خزانې وزیر شو، وویل چې: د ډالر د شل‌ګون نوټ پر مخ د ټابمن عکس چاپولو ته ژمن نه دی او زیاته یې کړه چې: "خلک د ډېر وخت لپاره پر نوټونو پاتې شول. دا هغه څه دي چې موږ به یې په پام کې ونیسو. اوس مهال موږ تر دغه کار ډېر مهم موضوعات لرو،چې باید تمرکز پرې وکړو." په ۲۰۲۱ ز کال کې د بایډن په حکومت کې د خزانې وزارت د ډالر پر شل‌ګون نوټ د ټابمن د عکس چاپولو لپاره له سره هڅې پیل کړې او هیله من و چې دا پروسه ګړندۍ شي.[۵۸][۵۹][۶۰][۶۱][۶۲]

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://vocab.getty.edu/page/ulan/500340125 — پیدا کوونکی: Getty Research Institute
  2. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1247 — د نشر نېټه: ۲۰ مارچ ۲۰۲۱
  3. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Harriet-Tubman — subject named as: Harriet Tubman — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6ms4s8z — subject named as: Harriet Tubman — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1247 — subject named as: Harriet Tubman — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. subject named as: Harriet Tubman — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=27387 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. http://www.nytimes.com/2003/11/08/opinion/where-the-streets-have-too-many-names.html
  8. http://www.nytimes.com/2007/06/24/books/review/Bell.html
  9. http://www.nytimes.com/2007/06/24/books/review/Bell.html?pagewanted=print
  10. دوتنه: Glenn O. Phillips — سرليک: African American Leaders of Maryland — خپرونکی: Maryland Center for History and Culture — ISBN 978-0-938420-69-9
  11. دوتنه: Jessie Carney Smith — سرليک: Notable Black American Women
  12. دوتنه: Lawson A. Scruggs — سرليک: Women of Distinction — خپرونکی: Lawson A. Scruggs
  13. http://www.harriettubmanbiography.com/harriet-tubman-biography.html — دوتنه: Kate Clifford Larson — ارزښت: She and her family probably integrated a number of religious practices and ideas into their daily lives, such as Episcopal, Baptist, and Catholic teachings
  14. http://www.3quarksdaily.com/3quarksdaily/2008/02/harriet-tubman.html
  15. http://www.3quarksdaily.com/3quarksdaily/2011/02/on-the-trail-of-harriet-tubman-.html
  16. http://www.3quarksdaily.com/3quarksdaily/2012/02/harriet-tubman-1822-1913.html
  17. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb14562881b — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  18. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0279874 — د نشر نېټه: ۱۷ فبروري ۲۰۲۴
  19. Larson 2004، ص. 16.
  20. Larson 2004، ص. xvii.
  21. ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ Larson 2004، صص. 311–312.
  22. ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ Larson 2004، ص. 10.
  23. ۲۳٫۰ ۲۳٫۱ Clinton 2004، ص. 5.
  24. ۲۴٫۰ ۲۴٫۱ Clinton 2004، ص. 192.
  25. ۲۵٫۰ ۲۵٫۱ Clinton 2004، ص. 13.
  26. ۲۶٫۰ ۲۶٫۱ Humez 2003، ص. 14.
  27. ۲۷٫۰ ۲۷٫۱ Larson 2004، ص. 33.
  28. ۲۸٫۰ ۲۸٫۱ Larson 2004، ص. 34.
  29. ۲۹٫۰ ۲۹٫۱ Clinton 2004، ص. 10.
  30. Clinton 2004، ص. 6.
  31. ۳۱٫۰ ۳۱٫۱ Clinton 2004، ص. 4.
  32. Humez 2003، ص. 12.
  33. Larson 2004، ص. 56.
  34. Larson 2004، ص. 38.
  35. Clinton 2004، ص. 19.
  36. Larson 2004، ص. 40.
  37. Humez 2003، ص. 13.
  38. Clinton 2004، صص. 17–18.
  39. Humez 2003، ص. 205.
  40. Clinton 2004، ص. 191.
  41. Larson 2004، ص. 287.
  42. ۴۲٫۰ ۴۲٫۱ Larson 2004، ص. 275.
  43. Larson 2004، ص. 281.
  44. Larson 2004، ص. 273.
  45. Clinton 2004، ص. 209.
  46. Clinton 2004، صص. 209–210.
  47. Larson 2004، ص. 285.
  48. Clinton 2004، ص. 215.
  49. Larson 2004، ص. xx.
  50. Larson 2004، ص. xv.
  51. Hobson 2014، صص. 50–77.
  52. Clinton 2004، ص. 218.
  53. "Salem Chapel BME Church Harriet Tubman Underground Railroad NHS Canada". Salem Chapel NHS. د لاسرسي‌نېټه August 27, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  54. "Tubman, Harriet National Historic Person". Parks Canada. د لاسرسي‌نېټه July 10, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  55. (په December 18, 2014 باندې). Timeline: The Long Road to Establishing the Harriet Tubman National Historical Park in Cayuga County. Auburn Citizen.
  56. (په August 1, 2008 باندې). Congressman, Senators Advance Legislation on Tubman Park. Auburn Citizen.
  57. Sernett 2007، ص. 267.
  58. (په April 21, 2016 باندې). Harriet Tubman Will Be Face of the $20.
  59. (په April 20, 2016 باندې). U.S. to Keep Hamilton on Front of $10 Bill, Put Portrait of Harriet Tubman on $20 Bill.
  60. (په January 25, 2021 باندې). Biden's Treasury Will Seek to Put Harriet Tubman on the $20 Bill, an Effort the Trump Administration Halted. The New York Times.کينډۍ:Cbignore
  61. (په August 31, 2017 باندې). Mnuchin Dismisses Question about Putting Harriet Tubman on $20 Bill. Politico.
  62. (په April 20, 2016 باندې). Harriet Tubman Ousts Andrew Jackson in Change for a $20. The New York Times.