هارسټ کوهلر

هارسټ کوهلر
(الماني: Horst Köhler د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هارسټ کوهلر
هارسټ کوهلر

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۲ فبروري ۱۹۴۳[۱][۲][۳][۴]
تابعیت جرمني  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د اولادو شمېر 2   د (P1971) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
دنده سياستوال[۵]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) آلماني ژبه  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سياست[۶]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی ملگري ملتونه (۳۱ جولای ۲۰۱۲–)  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
سټيګر جايزه  د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
هارسټ کوهلر
هارسټ کوهلر

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

هارسټ کوهلر Horst Köhler (الماني: [ˈhɔʁst ˈkøːlɐ]، زوکړه: د ۱۹۴۳ فبروري ۲۲) يو الماني سياستپوه دی، چې له ۲۰۰۴ ز کال څخه تر ۲۰۱۰ ز کال پورې يې د المان د ولسمشر په توګه خدمت وکړ. د دوه عيسوي ديموکراتيک خور ګوندونو یعنې CDC (چې نوموړی يې غړی دی) او CSU او همدارنګه ليبرال FDP ګوند د نوماند په توګه Köhler د ۲۰۰۴ ز کال د می پر ۲۳ مه نېټه د فدرالي جرګې (Federal Convention) له لورې د نوموړي د لومړۍ پينځه کلنې دورې لپاره وټاکل شو او په پای کې يې د ۲۰۰۴ ز کال د جولای پر ۱ نېټه د پرانيستې دود تر سره کړ. نوموړي د ۲۰۰۹ ز کال د می پر ۲۳ مه نېټه د دويمې دورې لپاره يو ځل بيا وټاکل شو. يوازې يو کال وروسته د ۲۰۱۰ ز کال د می پر ۳۱ يې له خپلې دندې څخه په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د لیدنې په رڼا کې، د المان Bundeswehr د ونډې په اړه په يوه کړکېچنه تشرېحي وينا (تبصره) کې له دندې څخه لاس واخيست. د ولسمشر په توګه د نوموړي د دورې پر مهال، چې اداره يې زياتره وخت د دود اړوند موضوعګانو سره اړيکه لري؛ کوهلر د لومړي وزير Gerhard Schroder او وروستۍ لومړۍ وزيرې Angela Merkel دواړو په پرتله يو غوره پېژندل شوی سياستپوه و او د تصويب او کتنې کچې يې له هغوی څخه پورته وې.[۷]

Köhler د مسلک له مخې يو اقتصادپوه و. د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدلو څخه مخکې، نوموړي په سياست، کورني يا مدني خدمت کې او د بانک د اجرائيه رئيس په توګه يو بېل مسلک درلود. نوموړی له ۱۹۹۸ ز کال څخه تر ۲۰۰۰ ز کال پورې د بيا رغونې او پرمختګ لپاره د اروپايي بانک مشر او له ۲۰۰۰ ز کال څخه تر ۲۰۰۴  ز کال پورې د پيسو د نړيوال صندوق (IMF) رئيس او مشر و. نوموړي له ۲۰۱۲ ز کال څخه تر ۲۰۱۳ ز کال پورې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي لوړپوړي منصفه پلاوي کې د ۲۰۱۵ ز کال وروسته پرمختيايي موضوع  په برخه کې خدمت وکړ. [۸]

د ژوند لومړني وختونه سمول

کوهلر (Köhler) په Skierbieszów  (چې وروسته يې نوم Heidenstein شو) کې، چې د المان له لورې د نيول شوي پولينډ د عمومي حکومت سيمه ده، د اليزابيت او اډوارډ کوهلر د اووم ماشوم په توګه په روماني Besserbia (Balti ته نږدې، نننی Moldova) کې له Riscani څخه د Bessarbian المانيانو په کورنۍ کې زېږېدلی دی. د هارسټ کوهلر مور او پلار چې توکمي الماني او روماني تبعه وو، په ۱۹۴۰ ز کال کې د نازي او شوروي وګړو د لېږدونو پر مهال Bessarabia کې د خپل کور پرېښودلو ته اړ شول. ياده پېښه د پولينډ له بريد او Molotov-Ribberntrop تړون څخه مخکې وروسته وشوه، چې د تړون له مخې Bessarabia سيمه شوروي اتحاد ته ورکړل شوه. د اوست عمومي پلان (Generalplan Ost) د برخې په توګه دوی په ۱۹۴۲ ز کال د پولينډ (چې وروسته د عمومي حکومت برخه شوه) Zamosc سيمې ته نږدې د Skierbieszow کلي کې مېشت شول. دا چې په ۱۹۴۴ ز کال کې د نازي المان متحده ځواک (Wehrmacht) شاتګ وکړ او د پولينډ لومړنۍ برخې بايد پرېښودل شوی وی، د Köhler کورنۍ ليپزيګ (Leipzig) ته وتښتېده. په ۱۹۵۳ز کال کې له کمونيستي نظام څخه د تښتېدنې په موخه يې د لويديځ برلين له لارې شوروي سيمه پرېښوده. ياده کورنۍ د ۱۹۵۷ ز کال تر هغې مودې پورې د کډوالو په پنډغالو کې ژوند وکړ، چې په پای کې په Ludwigsburg کې مېشت شول. Horst Köhler له همدې امله خپل لومړني ۱۴ کلونه په کډوالۍ کې تېر کړل.

زده کړې او پوځي خدمت سمول

يوه ښوونکي سپارښتنه وکړه چې کډوال هلک (Köhler) بايد د ښوونځي لپاره غوښتنه وکړي او Köhler په ۱۹۶۳ ز کال کې د خپلو منځنيو زده کړو سند (Abitur) تر لاسه کړ. په Ellwnagen کې د Panzergreandier په نوم لښ (لېوا) کې له دوه کاله پوځي خدمت څخه وروسته يې د زېرمه پوځونو د دويم بريدمن په توګه Bundeswehr پرېښود. نوموړي په Tubingen پوهنتون کې زده کړې وکړې او په اقتصاد او سياسي پوهو کې يې دوکتورا تر لاسه کړه. نوموړی له ۱۹۶۹ ز کال څخه تر ۱۹۷۶ ز کال  پورې د ياد پوهنتون په Institut für Angewandte Wirtschaftsforschung کې د څېړنې د برخې علمي مرستيال و.

په ملکي يا کورني خدمت کې مسلک سمول

Köhler په ۱۹۷۶ ز کال کې هغه مهال له کورني خدمت برخې سره يو ځای شو، چې نوموړي د اقتصاد فدرالي وزارت کې ګومارل شوی (مامور) و. نوموړي په ۱۹۸۱ ز کال کې د لومړي وزير Gerhard Stolternberg تر مشرۍ لاندې په Schleswig-Holstein کې د دولتي حکومت په سفارت کې وګومارل شو. نوموړی په راتلونکي کال کې د Stoltenberg د سپارښتنې له مخې، د ماليې په فدرالي وزارت کې د وزيرانو د دفتر د مشر په توګه وټاکل شو. هغه په ۱۹۸۷ ز کال کې د مالي سياست يا تګلارې او فدرالي صنعتي ګټو لپاره د عمومي رئيس تر کچې پورته شو. نوموړی په ۱۹۸۹ ز کال کې د پولي واحد او کرېدت عمومي رئيس شو.

په ماليې وزارت کې د دولت منشي سمول

Köhler چې له ۱۹۸۱ ز کال راهيسې د CDU غړی و، له ۱۹۹۰ زکال څخه تر ۱۹۹۳ ز کال پورې د ماليې په فدرالي وزارت کې د دولت منشي او په همدې ډول د ياد وزارت اداري رئيس او د ماليې د وزير (Theodor Waigel) مرستيال و. نوموړي په ياده دنده کې لومړي وزير Helmut Kohl لپاره د يوه شخصي استازي (Sherpa) په توګه د اووه سترو صنعتي هېوادونو د ناستو او نورو نړيوالو اقتصادي کنفرانسونو په برابرولو سره خدمت وکړ. د دولت د منشي په توګه يې د المان [ختيځ المان او لويديځ المان] پولي اتحاديې او په ۱۹۹۴ ز کال کې له GDR څخه د شوروي ځواکونو د وروستنۍ بېرته ستنېدنې دواړو په برخه کې خبرې اترې وکړې. د دې تر څنګ کوهلر د اروپايي پولي اتحاديې په اړه د Masstricht تړون لپاره مشر خبرې کوونکی و. د ياد تړون په پايله کې يورو د اروپايي اتحاديې يوازينی پولي واحد شو. [۹][۱۰]

Köhler په ختيځ المان کې د دولتي سوداګريو په ستر ډول د لوړ بيه خصوصي کوونې په جوړولو کې هم مرکزي ونډه ولوبوله. نوموړي Treuhand استازولي (نماينده ګي)  یې ورغوله، چې د ۱۱۰۰۰ شډلو او مړ ژوانو شرکتونو په خرڅلاو تورنه وه. [۱۱]

نوموړي له ۱۹۹۳ ز کال څخه تر ۱۹۹۸ سمول

نوموړي له ۱۹۹۳ ز کال څخه تر ۱۹۹۸ ز کال پورې په جرمني کې د سپما بانکونو د ټولنې د مشر (Deutscher Sparkassen- und Giroverband) په توګه خدمت وکړ.

کوهلر په ۱۹۹۸ ز کال کې د بيارغونې او پرمختګ لپاره د اروپايي بانک (European Bank for Reconstruction and Development) د رئيس په توګه وټاکل شو او په لندن کې مېشت شو، چې په همدې ځای کې د بانک مرکزي اداره پرته ده. نوموړي د ۱۹۹۸ ز کال په سپټمبر کې هغه مهال په ياد بانک (EBRD) کې واک تر لاسه کړ، چې بانک د ۳۰۵ ميليون ډالرو کلني زيان سره مخامخ و او د زيان ډېره برخه يې د روسيې د مالي ماتې له امله وه. نوموړي د حالت ارزونه وکړه، بيا يې د EBRD په بدنومه کمزورې پانګه اچونې پر تګلارو باندې بيا ځلي تمرکز وکړ او په خپله په بانک کې يې شتمني پياوړې کړه. په ورته وخت کې نوموړی له خپل امريکايي ولسمشر Charles Frank سره د ټکر له امله خورا پېژندل شوی و او د راپور له مخې د بيارغونې او پرمختګ لپاره د اروپايي بانک نورو چارواکو د کوهلر د صبر او مديريتي سبک په اړه ګيله کړې ده. [۱۲][۱۳]

د پيسو نړيوال بکس د مشر په توګه، ۲۰۰۴ – ۲۰۰۰ ز کلونه سمول

Köhler په ۲۰۰۰ ز کال کې د پيسو نړيوال صندوق د اجرائيه پلاوي د اداري مشر او رئيس په توګه وګومارل شو. د Gerhard Schroder حکومت نوموړی (Köhler) د متحده ايالتونو له لورې د دوی د لومړني نوماند Caio Koch-Weser له نه منلو څخه وروسته نوماند کړ. که څه هم نوموړی د درناوي وړ و، مګر په نړيواله مالي حلقه کې په ځانګړي ډول پېژندل شوی يا نفوذلرونکی شخص نه و. په ياده موده کې نوموړی د IMF مقام ته يو له درې نوماندانو څخه و، چې جاپان د خپل ماليې وزارت د پخواني مرستيال Eisuke Sakakibara او بېلابېلو افريقايي هېوادونو د Stanely Fischer ملاتړ کاوه. [۱۴][۱۵][۱۶]

د پيسو نړيوال صندوق (IMF) کې نوموړی په لومړي ګام د بریتانيا د خزانې له وزير Gordon Brown سره د بې وزلۍ ضد د يوې غونډې د کوربه توب په موخه يو ځای شو، چې د هغو بېليونونو ډالرو پورونو د بښلو په موخه د نړيوالې مبارزې په اړه بحث وکړي، چې مخ پر وده هېوادونه يې له IMF، نړيوال بانک او نورو حکومتي پور ورکوونکو څخه پوروړي وو. [۱۷][۱۸]

سرچينې سمول

  1. Horst Köhler — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. subject named as: Horst Köhler — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/a9641fe362714ae4b10126fb6793708c — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. https://brockhaus.de/ecs/julex/article/köhler-horst — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  4. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000019607 — subject named as: Horst Köhler — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. GND ID: https://d-nb.info/gnd/129105163 — د نشر نېټه: ۱۷ اگسټ ۲۰۲۳ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  6. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=kn20091026013 — د نشر نېټه: ۲۷ جون ۲۰۲۳
  7. (په 2005-07-04 باندې). Suddenly, in the Limelight, the President of Germany. The New York Times.
  8. UN Secretary-General appoints Horst Köhler to High-level Advisory Panel; News Corner of the Permanent Mission of Germany to the United Nations - New York; from 01. August 2012
  9. Strohmeier, Gerd; Wittlinger, Ruth (2010-03-01). "Parliamentary Heads of State: Players or Figureheads? The Case of Horst Köhler". West European Politics. 33 (2): 237–257. doi:10.1080/01402380903538856. ISSN 0140-2382. S2CID 154522953. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "- Sarrazin: Deutsch-deutsche Währungsunion war alternativlos". Deutschlandfunk Kultur (په الماني ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Edmund L. Andrews (March 15, 2000), Man in the News; In the Midst of Upheaval, Yet Out of Public Sight: Horst Kohler New York Times.
  12. Michael M. Phillips, Cecilie Rohwedder and Erik Portanger (March 15, 2000), IMF Candidate Koehler Brings Solid Experience Wall Street Journal.
  13. Michael M. Phillips, Cecilie Rohwedder and Erik Portanger (March 15, 2000), IMF Candidate Koehler Brings Solid Experience Wall Street Journal.
  14. Geoff Winestock (March 14, 2000), EU Votes Unanimously to Support Germany's Koehler for IMF Post Wall Street Journal.
  15. Edmund L. Andrews (March 8, 2000), New Candidate Proposed for I.M.F. Wall Street Journal.
  16. Geoff Winestock (March 14, 2000), EU Votes Unanimously to Support Germany's Koehler for IMF Post Wall Street Journal.
  17. Alan Beattie (July 19, 2008), Suharto and the crisis of Asian crony capitalism, January 1998 Financial Times.
  18. Michael M. Phillips (September 27, 2000), IMF's Koehler Wins Over Skeptics Amid Tough Time for Global Lender Wall Street Journal.