نیاز محمد مجاهد

نیاز محمد مجاهد د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې زېږېدلی او هلته لوي سوي دی. هغه د کندهار ولايت د تکړه قومي مشر او پخواني امنیه قومندان خان محمد مجاهد ورور، او د ارغنداب ولسوالۍ اوسنی امنيه قومندان دی.

نياز محمد مجاهد
د نياز محمد مجاهد فکري انځور
د نياز محمد مجاهد فکري انځور
د نياز محمد مجاهد فکري انځور

د شخص معلومات
اصلي نوم نياز محمد
پيدايښت ارغنداب ولسوالۍ، کندهار ولایت
تابعیت  افغانستان
پلار خان محمد مجاهد
واک
د ارغنداب ولسوالۍ امنيه قومندان   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۲۰۱۱  – ۳۰ اپرېل ۲۰۲۱ 
خان محمد مجاهد  
 
عملي ژوند
کار/مسلک د ارغنداب ولسوالۍ امنيه قومندان

واکمن کېدنه سمول

 
د خاکرېز سيمييزه شوﺭا چي د ګاونډي ولسواليو سره د همغږۍ په موخه جوړه سوې وه؛ په دې کي د وسله والو پوځ لوی درستیز درستیزوال ډګرجنرال محمد حبیب (حصاري) او نياز محمد مجاهد هم ونډه لرل

هغه پخپله د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي دی، او د پلار او نيکه د وختونو څخه يي د ارغنداب مشري ورپر غاړه وه. خو نياز محمد مجاهد هغه وخت نور هم واکمن سو، کله چې د ارغنداب او ژړۍ ولسوالۍ تکړه مشر عبدالحکيم جان ووژل سو. د عبدالحکيم جان تر وژل کېدو وروسته نياز محمد مجاهد تر  بابا صاحب، کوهک او بستانزو پسې ورتير سو، او د ناګهان او دېسوزي د پوستو مشري هم ورپاته سوه.

ځای پر ځای پاته کيدنه سمول

هغوی چې نياز محمد مجاهد پېژني وايي چې ښاغلی نياز محمد ډير تکړه او احساساتي شخص دی، نو کيدای سي همدا لامل وي چي تراوسه پورې پرخپله وظيفه پاته دی. يوه بله مهمه خبره دا ده چې کله جنرال عبدالرازق اڅکزی واک ته ورسیدئ نو ده هم د هغه تر شهادته پورې ډيره ښه رابطه ورسره وساتله. جنرال عبدالرازق اڅکزي به د سياسيونو په پرتله د خپلو همسنګرو يا ملګرو طرفداري ډيره کوله.

سرچینې سمول