نيکولای کارامزين

نيکولای کارامزين
(روسي: Николай Михайлович Карамзин د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نيکولای کارامزين
نيکولای کارامزين

د شخص معلومات
پيدايښت ۱ ډيسمبر ۱۷۶۶[۱][۲][۳][۴][۵][۶] او ۱۲ ډيسمبر ۱۷۶۶[۷]
مړینه 22 مې 1826 (60 کاله)[۸][۲][۳][۹] او 3 جون 1826 (60 کاله)[۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سینټ پیټرزبورګ[۱۰][۱۱]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د روسيې سترواکي  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده شاعر
ليکوال[۱۰][۱۲]
خبريال[۱۰]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) روسي[۱۳][۱۴]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

نيکولای ميخالوويچ کارامزين (Nikolay Mikhailovich Karamzin) (روسي: Николай Михайлович Карамзин زوکړه: ۱۷۶۶ ز کال د ډسمبر ۱۲ [زوړ نظام: د ډسمبر ۱]، مړينه: د ۱۸۲۶ ز کال د جون ۳ [زوړ سيستم: د می ۲۲]) د روسيې سترواک تاريخپوه، رومانتيک يا خيالي ليکوال، شاعر او کره کتونکی و. نوموړي (د روسي دولت تاريخ: History of the Russian State) په نوم د خپل بنسټيز ۱۲ ټوکه ملي تاريخ له امله خورا د يادونې وړ دی.

د ژوند لومړني وختونه سمول

کارامزين Simbrisk ته نږدې د Mikhailovka (نن ورځ د روسيې د Ulyanovsk Oblas د Karamzinka کلی) د کوچني کلي په Znamenskoye کورنۍ ملکيت يا پوړ کې زېږېدلی دی. د يوې بلې ژباړې يا تعبير له مخې نوموړي په ۱۷۶۵ ز کال کې د Orenburg Governorate (نن ورځ د روسيې د Orenburg Oblast د Preobrazhenka کلی) په Mikhailovka کلي کې زېږېدلی دی، چې پلار يې په ياده سيمه کې خدمت وکړ او په وروستيو کلونو کې د Orenburg تاريخپوهان د رسمي تعبير يا ژباړې په اړه په فعال ډول بحث کوي. پلار يې Mikhail Yegorovich Karamzin (۱۷۸۳ – ۱۷۲۴) د روسيې د سترواک لښکر يو تقاعد شوی مشر و، چې د معتدلو يا نرمو چارو په يوې روسي شريفې کورنۍ پورې يې اړه لرله. د يادې کورنۍ بنسټ په ۱۶۰۶ز کال کې Semyon Karamzin ايښی و. مخکې له دې چې د نيکولای نيکه Yegor Karamzin له خپلې مېرمنې Ekaterina Aksakova (چې د Segrey Aksakov اړوند له لرغونې Aksakov کورنۍ څخه وه) سره Simbrisk ته لاړ شي، د يادې کورنې غړو د زياتو کالونو لپاره په Nizhny Navgorod کې د لوړ پوړو مامورينو او چارواکو په توګه خدمت وکړ. د نېکولای کارامزين په وينا چې د هغه کورنی نوم له (Kara-mirza) څخه اخيستل شوی دی، چې يو عيسوي تاتار (Tatar) او د هغه لرغوني پېژندل شويو نيکونو ته وايي، چې د روسيې تر واک لاندې د خدمت کولو په موخه مسکو ته راغلل. د هغه هيڅ لاسوندونه نه وو پاتې. د لاسوند له مخې لومړي کارامزين (Karamzin) په ۱۵۳۴ز کال کې ژوند وکړ. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د نوموړي مور Ekaterina Petrovna karamzina (کورنی نوم: Pazukhina) هم د منځني عايد روسي شريفې کورنۍ څخه ده، چې د کورنۍ په ۱۶۲۰ ز کال کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د Ivan Demidovich Pazukhin په نوم اوږد مهاله لوړ رتبه مامور ته د پولينډ او روسيې تر منځ جګړه کې د خپل خدمت په پار ځمکې او لقب ورکړل شول. د نوموړي دوو زامنو د کورنۍ دوه څانګې رامنځته کړې، چې يوه يې په Kostroma او بله يې په Simbirsk کې وه او Ekaterina Karamzina يې په دويمې څانګې پورې اړه لري. د هغې پلار Peter Pazukhin هم يو نامتو او ځلاند نظامي فعاليت وکړ او له Praporshchik څخه Colonel ته لاړه. نوموړي له ۱۷۳۳ ز کال راهيسې د Simbirsk پياده نظام کنډک کې خدمت کاوه. د يادې کورنۍ د آثارو او نښو له څېړلو څخه معلومېږي، چې د نوموړې کورنۍ بنسټګر د ليتوانيا د szlachta اوسېدونکی Fyodor Pazukh و، چې د روسيې د درېيم Ivan تر واکمنۍ لاندې د خدمت کولو په موخه يې په ۱۴۹۶ ز کال کې Mstislavl پرېښود. Ekaterina Petrovna د ۱۷۳۰ او ۱۷۳۵ ز کلونو تر منځ زېږېدلې او په ۱۷۶۹ ز کال کې هغه مهال مړه شوه، چې نيکولای يوازې له دوو کلونو ډېر عمر درلود. Mikhail Karamzin په ۱۷۷۰ ز کال کې د دويم ځل لپاره له Evdokia Gavrilovan Dmitrieva (۱۷۸۳-۱۷۲۴ز کلونه) سره واده وکړ، چې د نيکولای مېرنۍ مور شوه. نيکولای د Vasily، Fyodor او Ekaterina په نومونو درې مورني (سکه) ورونه او خويندې او دوه مورني وروڼه درلودل. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

نيکولای د سويسي الاصله الماني ښوونکي Johann Matthias Schaden تر لارښوونې لاندې د زده کړو کولو په موخه مسکو ته ولېږل شو. وروسته سينټ پيټرزبرګ ته لاړه، چې هملته له Ivan Dmitriev سره اشنا شو. Dmitriev يو څه د ستاينې وړ روسي شاعر و او خپلې ژبې ته د باندنيو ليکوالو د مقالو ژباړلو ته يې ځان ځانګړی (وقف) کړی و. نيکولای په سينټ پيټرزبرګ کې له څحه مودې استوګنې څخه وروسته Simbirsk ته لاړه، چې هلته يې متقاعد حالت کې تر هغې ژوند وکړ، چې د مسکو بيا کتنې ته وهڅول شو. هلته يې ځان د پوه خلکو د ټولنې په منځ کې وليد، نو يو ځل بيا يې ادبي کار غوره کړ.

نوموړي په ۱۷۸۹ ز کال کې د المان، فرانسې، سويس او انګليستان د کتنې په موخه د يون هوډ وکړ. په بېرته راستنېدنه کې يې «د يوه روسي مسافر ليکونه» په نوم خپل کتاب چاپ کړ، چې ستره بريا يې تر لاسه کړه. ياد ليکونه وروسته له هغې نمونه شول، چې د ايرلينډي زيږيدلي ناول ليکونکي Laurence Sterne «د فرانسې او ايټاليا يو احساساتي يون» په لومړي ځل د مسکو ژورنال کې چاپ شول، چې نوموړي هغه کره کړل، مګر وروسته (۱۸۰۱-۱۷۹۷ز کلونه) راټول او په شپږو ټوکونو کې خپاره شول.

په ورته وخت کې کارامزين له فرانسوي څخه ژباړې او د «بې وسه Liza او Natalia د Boyar لوڼې (دواړه ۱۷۹۲ ز کال کې) په ګډون ځيني اصلي کیسې چاپ کړې. يادو کیسو روسي لوستونکو ته احساس پالنه وروپېژندله او کارامزېن ته د «روسي Sterne» په توګه هر کلی وشو.

د يوه ليکوال په توګه سمول

کارامزين په ۱۷۹۴ ز کال کې له خپل ادبي ژورنال څخه تېر شو او د “Aglai” تر سرليک لاندې د ليکنو يوه ټولګه يې په دوو ټوکو کې چاپ کړه، چې د نورو کیسو له منځه «د Bornlolg ټاپو او Ilya Muromets» کیسې په لړ کې راڅرګندې شوې. لومړنۍ کیسه د لومړني روسي Gothic ناول و او دويمه هغه يې په غوره ډول د يوه روسي پېژندل شوي اتل د پېښې پر بنسټ کیسه وه. نوموړي له ۱۷۹۷ څخه تر ۱۷۹۹ ز کال پورې له Derzhavin او Dmitriev سره په ورته وخت، د Aonides په نوم يوه بله ټولګه يا شعري کالمۍ (جنتري) خپره کړه. په ۱۷۹۸ ز کال کې يې “The Pantheon” کتاب وليکه، چې د لرغونو او معاصرو تر ټولو زيات نمانځل شويو ليکوالانو د ادبي ټوټو روسي ژبې ته ژباړل شوې ټولګه وه. د نوموړي زيات روښانه تولیدات په وروستيو کې د هغه له لورې د “My Trifles” په نوم يو ټوک کې چاپ شول. د نوموړي د ليکنې سبک چې د Alexander Pushkin او Vladimir Nabokov له لورې ستايل شوی و، خوږ ژبی او روان سبک دی، چې د پخواني Slavonic مکتب د اوږدې دورې پراګرافونو په پرتله د فرانسې د ساده ژبې ليکوالانو د مقالې پر غونډلو باندې نمونه او موډل شو. د نوموړي بېلګې د روسي ادبې ژبې د رامنځته کېدنې لپاره ګټورتوب ثابت کړ، چې دا د روسي ادبياتو د تاريخ لپاره يوه ستره مرسته وه.

کارامزين په ۱۸۰۲  و ۱۸۰۳ زکلونو کې «د اروپا استازی (Vestnik Evropy)» په نوم ژورنال [ورځنی يادښت] کره او سم کړ. ياده چاره وروسته له هغې تر سره شوه، چې نوموړي د خپلې پياوړتيا پته درک کړه او «د روسي دولت تاريخ:History of the Russian State » تر سرليک لاندې يې خپل ۱۲ ټوکه کتاب پيل کړ. د يادې دندې د بشپړولو په موخه يې خپل ځان د دوو کلونو لپاره په Simbirk کې ګوښه او ځانله کړ.

هغه وخت چې سترواک الکساندر د نوموړی د تقاعد په لامل وپوهېده، کارامزين يې Tver ته راوباله، چې هملته يې سترواک ته د خپل تاريخ [کتاب] لومړي اته ټوکونه ولوستل. کارامزين د روسي سترواکۍ د پولینډ ضد تګلارو پياوړی ملاتړ کوونکی و او دا هيله يې څرګنده کړه، چې:«تر هيڅ بڼې يا نوم لاندې به هيڅ پولينډ نه وي». نوموړی په ۱۸۱۶ ز کال کې بېرته سينت پيټرزبرګ ته ستون شو، چې د خپل ژوند او کار تر ټولو خوږې ورځې يې په کې تېرې کړې. د يادو ورځو په اړه د Tsarskoye Selo د ماڼۍ په باغچو کې سترواک له کارامزين سره تر پايه ولوستل. [۲۶]

نوموړي که څه هم هڅه وکړه، مګر خپل کتاب يې له يوولس ټوکونو څخه زيات نه شول کړای او په ۱۶۱۳ ز کال کې د Michael Romanov واک ته په رسېدنه يې پای ته ورساوه. کارامزين د لرغوني دود له مخې د ۱۸۲۶ ز کال د می پر ۲۲ مه نېټه په Tauride ماڼۍ کې وفات شو. د نوموړي په ياد په ۱۸۴۵ ز کال په Simbirsk کې يو څلی اباد شو.

د يوه ژبپوه او ژبپوهاند په توګه سمول

له ۱۷۹۵ ز کال څخه يو څه وروسته، د روسي ژبې الفبا ته د (Ë/ë) توري د ورپېژندلو امتياز کارامزين ته ورکول کېږي، چې د هغې پخوانۍ بڼې ځايناستی شو، چې  له شته يا نامتو توري (Ю/ю) څخه وروسته نمونه شوې وه. په تاريخي ډول د يادې بڼې کارونه په عمومي ډول بده ګڼل کېږي، چې په نمونه يي ډول د قاموسونو او د روسي ښوونځيو د زده کوونکو د لوست لومړنيو کتابونو په پرتله،په  نورو کتابونو کې يوازې د (E/e) په توګه راڅرګندېږي. [۲۷][۲۸][۲۹]

سرچينې سمول

  1. پیوستون : 118640089  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ پیوستون : 118640089  — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ پیوستون : biography/Nikolay-Mikhaylovich-Karamzin  — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. د ټولټال کار کتنه په: http://feb-web.ru/feb/kle/ — سرليک: Краткая литературная энциклопедия — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia — ارزښت: 1(12).XII.1766
  5. د ټولټال کار کتنه په: http://feb-web.ru/feb/kle/ — دوتنه: Konstantin Bestuzhev-Ryumin — سرليک: Карамзин, Николай Михайлович — نشرونه لخوا د: Russian Biographical Dictionary, Volume 8 — ارزښت: ... род. 1 декабря 1766 г.
  6. CTHS person ID: https://cths.fr/an/savant.php?id=121823 — subject named as: Nikolaï Mikhaïlovitch KARAMZINE — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Annuaire prosopographique : la France savante
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ CTHS person ID: https://cths.fr/an/savant.php?id=121823 — subject named as: Nikolaï Mikhaïlovitch KARAMZINE — سمونګر: Aleksandr Panchenko — سرليک: Словарь русских писателей XVIII века. Выпуск 2: К—П — خپرونکی: Nauka — ISBN 5-02-028095-X
  8. د ټولټال کار کتنه په: http://feb-web.ru/feb/kle/ — سرليک: Краткая литературная энциклопедия — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia — ارزښت: 22.V(3.VI).1826
  9. پیوستون : biography/Nikolay-Mikhaylovich-Karamzin  — دوتنه: Konstantin Bestuzhev-Ryumin — سرليک: Карамзин, Николай Михайлович — نشرونه لخوا د: Russian Biographical Dictionary, Volume 8 — ارزښت: ... ум. 22 мая 1826 г.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ د ټولټال کار کتنه په: http://feb-web.ru/feb/kle/ — سرليک: Краткая литературная энциклопедия — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  11. د ټولټال کار کتنه په: http://feb-web.ru/feb/kle/ — د نشر نېټه: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Карамзин Николай Михайлович — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  12. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  13. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12204456g — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  14. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/79193955
  15. Mikhail Pogodin (1866). Nikolai Mikhailovich Karamzin. Based on Writings, Letters and Opinions. — Moscow: A. I. Mamontov Publishing, p. 1-3
  16. Albert Starchevsky (1849). Nikolai Mikhailovich Karamzin. — Saint Petersgurg: Karl Kray Publishing, p. 7—10
  17. Maria Andrianova. Where Was Karamzin Born? article by Komsomolskaya Pravda — Ulyanovsk, 14 April 2015 (in Russian)
  18. The Karamzins article from the Brockhaus and Efron Encyclopedic Dictionary, 1890–1907 (in Russian)
  19. Vitold Rummel, Vladimir Golubtsov (1886). Genealogical Collection of Russian Noble Families in 2 Volumes. Volume 1. — Saint Petersburg: A. S. Suvorin Publishing House, p. 363-367
  20. Chapter 18. The Aksakov (Oksakov) family from the Velvet Book, p. 181 (in Russian)
  21. Karamzin coat of arms by All-Russian Armorials of Noble Houses of the Russian Empire. Part 5, 22 October 1800 (in Russian)
  22. The Pazukhins article from the Brockhaus and Efron Encyclopedic Dictionary, 1890–1907 (in Russian)
  23. Pazukhin coat of arms by All-Russian Armorials of Noble Houses of the Russian Empire. Part 9, 5 August 1816 (in Russian)
  24. Pazukhin A. A. (1914). The Pazukhins Genealogy and Genealogical Materials from the Pazukhin Archive Archived 2022-06-12 at the Wayback Machine.. — Saint Petersburg: Imperial Nicholas Military Academy Publishing, p. 3-11 (Russian pdf at the Scientific Library of the Ulyanovsk Oblast website)
  25. Vitold Rummel, Vladimir Golubtsov (1886). Genealogical Collection of Russian Noble Families in 2 Volumes. Volume 1. — Saint Petersburg: A. S. Suvorin Publishing House, p. 363-367
  26. Russia and Ukraine: Literature and the Discourse of Empire from Napoleonic to Postcolonial times McGill-Queen's Press 2001, page 68.
  27. Еськова, Н. (2000). "ПРО БУКВУ Ё". Nauka i Zhizn (4). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Еськова, Н. (2008). "И ЕЩЁ РАЗ О БУКВЕ Ё". Nauka i Zhizn (7). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Hans Jensen, Sign, Symbol and Script (London: George Allen and Unwin Ltd, 1970), p. 499