نیوجی مسجد د چین په پلازمېنه بېجینگ کې ډېر لرغونې جومات دى، چې په ۹۹۶ز كال جوړ شوې. دا جومات د بېجينگ په مسلمان مېشتې ژوان وو په سيمه كې واقع دى، د اټكل له مخې ۱۰۰۰۰ مسلمانان په دې ځاى كې اوسېږي.

نیوجی جومات

دا جومات په شپږ زره متر مربع ساحه كې جوړ شوې، او په چين كې د اسلامي او چيني كولتور ښكارندويي كوي، هغه داسې چې دا جومات له بهر څخه د چين د نورو ودانيو په څېر د چين د كولتور او تمدن نمونه ښكاري، مگر كله چې دنننه ورشې، نو بيا د اسلامي تمدن او كولتور ښكارندويي كوي.

په ۹۹۶ز كال جوړ شوې دا جومات د منگ كورنۍ لخوا په ۱۴۴۲ز كال يو ځل بيا له سره جوړ شو، او د چنگ كورنۍ په پير كې (۱۶۹۶ز) يو ځل بيا ددې جومات ساحه يوځل بيا پراخه كړاى شوه.

په ۱۹۴۹ز كال د چين ولسي جمهوريت له جوړېدو څخه وروسته دا جومات درې ځلې له بيا جوړونې او سېنگار څخه تېر شوې، چې دا كلونه عبارت دي له: ۱۹۵۵ز، ۱۹۷۹ز، او ۱۹۹۹ز څخه.

د بېجين بلدياتي حكومت په دې سيمه كې د استوگنې لپاره يو پلان پيل كړې، چې د نيوجي چارچاپېره ۳۵.۹ اېكړه زمكه كې به ۷زره او پينځه سوه كورنيو ته استوگنځايونه جوړ كړي، چې لدې ټولو كورنيو څخه ۵۸سلنه مسلمانان جوړوي. داسې ښكاري، چې د چين حكومت له دې پلان څخه به د نيوجي مسلمانه سيمه په يوه سوداگريزه سيمه بدله شي، او ددې سوداگريزه سيمې مركز بۀ ارومرو د نيوجي جومات وي.

تړلي ليكنې

عید گاہ مسجد، کاشغر

د ژیان جامع جومات