اليزابيت کوکران سيمېن (Elizabeth Cochran Seaman) د اليزابيت جېن کوکران په نوم د ۱۸۶۴ ز کال د می پر ۵ نېټه وزېږېده او د ۱۹۲۲ ز کال د جنوري پر ۲۷ نېټه مړه شوه. نوموړې چې د خپل قلمي نيلي بلي “Nellie Bly” په نوم پېژندل کېږي، چې يوه امريکايۍ ژورنالېسته، صنعتکاره، نوښتګره او مرستندويه کارکوونکې وه. بلي په ۷۲ ورځو کې د جوليس ويرني “Jules Verne” د افسانوي ځانګړتيا (Phileas Fogg) سره په سيالۍ او يو تر اغېزې لاندې راوستلو کې د نړۍ ګردچاپېر ريکارډ ماتونکي سفر له امله خورا پېژندل شوې وه، چې نوموړې په کې له دننه څخه د رواني تعامل په اړه د راپور ورکولو په موخه په پټ ډول کار وکړ. هغه په خپله برخه يا کاري ساحه کې مخکښه وه او د څېړنيز ژورنالېزم يو نوی ډول يې پيل کړ. [۱۱][۱۲]

نيلي بلي
نيلي بلي
نيلي بلي

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت ۵ مې ۱۸۶۴[۴][۵][۶][۷]
مړینه 27 جنوري 1922 (58 کاله)[۴][۵][۶][۷]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
نيويارک   ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
د مړینې لامل سینه بغل [۸]  ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
استوګنځای نيويارک [۸]  ويکيډاټا کې (P551) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ليکوال [۹]،  خبريال   ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه انګرېزي ژبه [۱۰]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
نيلي بلي
نيلي بلي

د ژوند لومړي وختونه

سمول

اليزابيت جېن کوکران د ۱۸۶۴ ز کال د می پر ۵ نېټه د کوکران کارخانه “Cochran’s Mills” کې وزېږېده، چې اوس د پنسلوانيا د ارمسټرونګ سيمې د بوريل ښارګوټي د پېټسبرغ “Pittsburgh” په نوم کليوالي سيمې برخه ده. د نوموړې پلار مايکل کوکران نږدې ۱۸۱۰ ز کال کې وزېږېد او د ځايي کارخانې او د خپلې کورنۍ سره د نږدې ډېری ځمکو له پېرلو څخه مخکې يې د يو کارګر او د کارخانې د کارکوونکي په توګه کار پيل کړ. نوموړی وروسته د پنسلوانيا په کوکران کارخانه سيمه کې (چې د هغه په نوم نومول شوې ده) يو سوداګر، د ډاګخانې مشر او د عدالت مرستيال شو. مايکل دوه ځلې واده وکړ. له لومړۍ مېرمنې کترين مورفي “Catherine Murphy” څخه يې لس ماشومان درلودل او د ديارلسمې لور اليزابيت کوکران په ګډون يې پينځه نور ماشومان له خپلې دويمې مېرمنې ماري جېن کينيډي “Mary Jane Kennedy” څخه وو. د مايکل کوکران پلار په ۱۷۹۰ ز لسسيزه کې د ايرلېنډ له “Country Londonderry” څخه کډوال شوي وو. نوموړی په ۱۸۷۱ ز کال هغه مهال مړ شو، چې اليزابيت شپږ کلنه وه. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

اليزابيت ته د يوې ځوانې نجلۍ په توګه زياتره وخت ځکه «ګلابي» ويل کېده، چې ډېره وختونه يې ګلابي رنګ کالي اغوستل. کله چې نوموړې پېغله شوه، ويې غوښتل ځان د يو څه زياتې ساده يا کليوالې په ډول انځور کړي او د همدې له امله يې خپل وړ نوم پرېښود او خپل تخلص يې کوکران ته بدل کړ. نوموړې په ۱۸۷۹ ز کال د يوې دورې لپاره په “Indiana Normal School” کې شامله شوه (چې اوس د پنسلوانيا د انډيانا پوهنتون دی)، مګر د مالي سرچينو د نه شتون له امله يې پرېښودلو ته اړ شوه. د کوکران مور په ۱۸۸۰ ز کال کې خپله کورنۍ “Allegheny City” ته وېوړه، چې وروسته د پيټسبرګ ښار “City of Pittsburgh” له لورې په ځان پورې وتړل شو. [۱۸][۱۹][۲۰]

مسلک

سمول

د پېټسبرګ پيغام ورځپاڼه

سمول

په پېټسبرګ پيغام “Pittsburgh Dispatch” ورځپاڼه کې يو کالم اليزابيت د «يوازينۍ يتېمې نجلۍ» په مستعار نوم د هغه ځواب ليکنې ته وهڅوله. ياد کالم د «نجونې د څه لپاره ښه دي» تر سرليک لاندې و، چې د کالم د راپور له مخې نجونې په اصل کې د زېږون او کور ساتلو لپاره وې. د ورځپاڼې مدير جورج ماددين “George Madden” د اليزابيت له لېوالتيا څخه اغېزمن و او يو اعلان يې خپور کړ، چې په کې يې له ليکوال څخه د ځان ورپېژندنې غوښتنه کړې وه. کله چې کوکران خپل ځان وروپېژانده، نوموړي ورڅخه ورځپاڼې لپاره د يوې مقالې ليکلو د موکې وړانديز وکړ، چې يو ځل بيا يې د «يوازينۍ يتيمه نجلۍ» تر سرليک لاندې وليکي. د “Dispatch” لپاره د نوموړې د لومړۍ مقالې سرليک «د نجلۍ معما» تر سرليک لاندې وه. ياد سرليک استدلال وکړ، چې ټولې ښځې ښايي ودونه ونه کړي او هغه څه چې اړتيا وه، د ښځو لپاره غوره دندې وې. د «لېوني ودونه» تر سرليک لاندې دويمه مقاله يې پر ښځو باندې د طلاق د اغېزو د څرنګوالي په اړه وه. نوموړې په دې مقاله کې د طلاق قوانينو د سمون لپاره استدلال وکړ. لېوني ودونه مقاله د يوازينۍ يتيمه نجلۍ پر ځای د نيلي بلي “Nellie Bly” تر سرليک لاندې خپره شوه. په هغه وخت کې د ښځينه ورځپاڼه ليکونکو لپاره د قلمي نومونو کارول دود وو. د ورځپاڼې مدير د سټيفن فوسټر له لورې د “Nelly Bly” په نوم نامتو سندره کې د افريقايي الاصله امريکايي سرليک د ځانګړتيا په وياړ د “Nellie Bly” نوم غوره کړ. کوکران په اصل کې اراده درلوده چې پټ يا مستعار نوم يې “Nelly Bly” اوسي، مګر مدير يې په تېروتنې سره د “Nelly” پر ځای “Nellie” وليکه او تېروتنه همداسې پاتې شوه. جورج ماددين يو ځل بيا له نوموړې څخه اغېزمن شو او د پوره وخت دندې وړانديز يې ورته وکړ. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

نيلي بلي د يوې ليکوالې ‎په توګه پيټسبرګ ډېسپېچ ورځپاڼې لپاره خپل لومړنی کار د فابريکې يا چارځای د ښځينه کارکوونکو په اړه د څېړنيزو مقالو د يوې لړۍ په ليکلو سره د کارګرو ښځو پر ژوند باندې متمرکز کړ. که څه هم لږه موده وروسته ورځپاڼې د فابريکې د څښتنانو له لورې د نوموړې د ليکنې په اړه شکايتونه تر لاسه کړل او نوموړې دا ځل د سينګار، ټولنې او باغوانۍ ته د پوښښ ورکولو په پار ورځپاڼه کې د ښځو اړوند پاڼو لپاره وګومارل شوه، چې د ښځينه ژورنالېستانو لپاره عادي ونډه ده. نوموړې د دې کار له امله خفه شوه. که څه هم يوازې ۲۱ کلنه وه، مګر د هغه څه د کولو هوډ يې درلود، چې وار له مخه بلې هيڅ نجلۍ نه وي کړي. دا مهال يې د باندنۍ خبريالې په توګه مکسيکو ته سفر وکړ، چې د مکسيکويي وګړو د ژوند او دودونو په اړه يې په کې نږدې يو نيم کال راپور ورکولو سره تېر کړل. د نوموړي پيغامونه وروسته د «مکسيکو کې شپږ مياشتې» په نوم کتاب په بڼه چاپ شول. نوموړې په يو راپور کې د مکسيکو حکومت د هغه وخت د “Porfirio Diaz” تر مشرۍ لاندې ديکتاتورۍ باندې د نيوکې له امله د يو سيمه ييز ژورنالېست د بند په اړه خواشيني څرګنده کړه. کله چې د مکسيکو حکومت د بلي د راپور په اړه وپوهېده، نوموړې ته يې د نيولو ګواښ وکړ او هغه يې د هېواد پرېښودلو ته وهڅوله. نيلي بلي په خوندي ډول بېرته خپل هېواد ته ستنه شوه او “Diaz” يې د ظالم تزار په توګه تورن کړ، چې مکسيکويي وګړي ځپي او مطبوعات په خپل واک اداره کوي. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

د پناه غوښتل

سمول

بلي ته يو ځل بيا د تياتر او هنرونو په اړه د راپور ورکولو چارې وروسپارل شوې، چې نوموړې يې له امله په ۱۸۸۷ ز کال کې د ورځپاڼې اداره پرېښوده او نيويارک ښار ته لاړه. نوموړې د دې له امله په پرله پسې ډول له رد سره مخامخ شوه، چې د خبرونو مديرانو به د ښځې ګومارنې ته زړه نه ښه کاوه. له څلور مياشتو تش لاسۍ څخه وروسته د نيويارک نړۍ “New York World” په نوم د جوزف پولېټزر ورځپاڼې دفتر ته لاړه او يوه پټه دنده يې تر لاسه کړه. نوموړې د يادې دندې لپاره د بلېکوېل “Blackwell” ټاپو (چې اوس روزوېلټ ټاپو “Roosevelt Island” نومول شوی دی) باندې د ښځو د ليوني پناه ځای “Women’s Lunatic Asylum” کې د ظلم او بې پروايۍ راپورونو د څېړلو په موخه د باندني لېونتوب هوکړه وکړه. [۳۲][۳۳]

پناه ځای ته دننه کېدل بلي لپاره اسانه کار نه و او لومړی يې پرېکړه وکړه، چې خپل ځان د «ښځينه وو لپاره د لنډمهالي کورونو» په نوم يوه ليليه کې شامل کړي. نوموړې ځان د ګډ وډې او حېرانې ښکاره کېدلو په موخه ټوله شپه ويښه پاتې شوه او تورونه لګول يې پيل کړل، چې د ليليې نور اوسېدونکي ټول لېوني دي. بلي ځايي مرستيال مشرې ته وويل: «دلته ډېر لېوني خلک دي او هيڅوک نه شي ويلی، چې دوی به څه وکړي». نوموړې بستر ته له تګ څخه ډډه وکړه او په پای کې يې د ليليې څو نور اوسېدونکي هم وډار کړل، چې له امله يې له پوليسو څخه وغوښتل شول چې نوموړې نږدې محکمې ته يوسي. بلي يو ځل د پوليس افسر، قاضي او ډاکتر له لورې له پلټلو څخه وروسته د بلېکوېل “Blackwell” ټاپو ته وېوړل شوه. [۳۴]

پناه ځای ته ژمنې بلي په لومړي سر کې ناوړه حالتونه وازمايل. له لس ورځو څخه وروسته پناه ځای د “The World” په امر خوشې کړه. وروسته يې د «په يو لېوني کور کې لس ورځې» په نوم د کتاب په بڼه راپور خپور شو، چې يو حساسيت يې رامنځته کړ، پناه ځای يې د سمونونو پلي کولو ته وهڅاوه او خپل تل پاتې نامتووالی يې تر لاسه کړ. نوموړې پر امريکايي کلتور باندې د پام وړ اغېز درلود او لکه څرنګه يې چې د حېرانوونکې نجلې ژورنالېزم په دوره کې لارښوونه وکړه، د پناه ځای د پولو تر شا د ګوښه شويو ښځو پر تجربو يې رڼا واچوله. [۳۵][۳۶]

بلي په ۱۸۹۳ ز کال کې له ادعا شوي لېوني پرله پسې وژونکي “Lizzie Halliday” سره د ځانګړې مرکې د مهال کولو په موخه له هغه نامتو دريځ څخه کار واخيست، چې نوموړې د پناه ځای د راپور ورکولو له مهارتونو څخه تر لاسه کړی و. [۳۷]

سرچينې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ https://www.womenshistory.org/education-resources/biographies/nellie-bly
  2. ليکوال: Virginia Blain ، Isobel Grundy او Patricia Clements — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. — پاڼه: 220
  3. Script error: The function "Lang" does not exist. — خپروونکی: National Women's History Museum
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Nellie-Bly — subject named as: Nellie Bly — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6b56pf1 — subject named as: Nellie Bly — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/106 — subject named as: Nellie Bly — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb16913437x — subject named as: Nellie Bly — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist. او Script error: The function "Lang" does not exist. — منښتلیک: Open License
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ https://www.radiofrance.fr/franceinter/qui-etait-nellie-bly-premiere-femme-grand-reporter-et-aventuriere-1849375
  9. سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.
  10. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0231621 — خپرېدونېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  11. Bernard, Diane (July 28, 2019). "She went undercover to expose an insane asylum's horrors. Now Nellie Bly is getting her due". The Washington Post.{{cite news}}: CS1 maint: url-status (link)
  12. "American Experience". PBS. خوندي شوی له اصلي څخه په March 5, 2017. بياځلي په September 6, 2017.
  13. "Nellie Bly" (PDF). Pittsburgh Civic Light Opera. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په November 1, 2013. بياځلي په July 20, 2013.
  14. "Nellie Bly Historical Marker". Explore PA History. WITF-TV. خوندي شوی له اصلي څخه په April 15, 2016. بياځلي په July 20, 2013.
  15. Cridlebaugh, Bruce S. "Cochran's Mill Rd over Licks Run". Bridges and Tunnels of Allegheny County and Pittsburgh, PA. خوندي شوی له اصلي څخه په August 28, 2017. بياځلي په July 20, 2013.
  16. "Nellie Bly Biography". Biography.com. A&E Television Networks. بياځلي په Jan 27, 2021.{{cite web}}: CS1 maint: url-status (link)
  17. Kroeger 1994، م. 3.
  18. Englert, John; Houser, Regan (1994). "The New American Girl". IUP Magazine. 12 (4). Indiana University of Pennsylvania: 4–7. خوندي شوی له اصلي څخه په May 1, 2010. بياځلي په April 8, 2020.
  19. Fritz, Arthur. "Nellie Bly, (1864–1922)". Nellie Bly Online. خوندي شوی له اصلي څخه په March 23, 2016. بياځلي په April 7, 2014.
  20. Kroeger 1994، م. 25.
  21. "Young and Brave: Girls Changing History". National Woman's History Museum. خوندي شوی له اصلي څخه په September 6, 2015. بياځلي په April 7, 2014.
  22. Fritz, Arthur. "Nellie Bly, (1864–1922)". Nellie Bly Online. خوندي شوی له اصلي څخه په March 23, 2016. بياځلي په April 7, 2014.
  23. Jone Johnson Lewis. "Nellie Bly". About.com. خوندي شوی له the original on February 11, 2017. بياځلي په April 7, 2014.
  24. Todd, Kim (2021). Sensational : the hidden history of America's "girl stunt reporters". New York, NY. p. 17. ISBN 978-0-06-284361-6. OCLC 1244546167.{{cite book}}: CS1 maint: location missing publisher (link)
  25. Simkin, John (September 1997). "Nellie Bly". Spartacus Educational. خوندي شوی له اصلي څخه په April 3, 2019. بياځلي په January 24, 2018.
  26. Adrian Room (2010). Dictionary of Pseudonyms: 13,000 Assumed Names and Their Origins, 5th ed. McFarland. p. 182. ISBN 978-0-7864-5763-2.
  27. Kroeger 1994، مم. 43-44.
  28. "Nellie on the Fly". The Attic. خوندي شوی له اصلي څخه په April 23, 2019. بياځلي په February 1, 2019.
  29. Fritz, Arthur. "Nellie Bly, (1864–1922)". Nellie Bly Online. خوندي شوی له اصلي څخه په March 23, 2016. بياځلي په April 7, 2014.
  30. کينډۍ:Cite wikisource
  31. Simkin, John (September 1997). "Nellie Bly". Spartacus Educational. خوندي شوی له اصلي څخه په April 3, 2019. بياځلي په January 24, 2018.
  32. Gregory, Alice (May 14, 2014). "Nellie Bly's Lessons in Writing What You Want To". The New Yorker. خوندي شوی له اصلي څخه په July 19, 2019. بياځلي په August 23, 2017.
  33. Lutes, Jean Marie (2002). "Into the Madhouse with Nellie Bly: Girl Stunt Reporting in Late Nineteenth-Century America". American Quarterly. 54 (2): 217–253. doi:10.1353/aq.2002.0017. ISSN 1080-6490. S2CID 143667078.
  34. Bly, Nellie (1887). Ten Days in a Mad-House. New York: Ian L. Munro, Publisher. خوندي شوی له the original on February 16, 2004. بياځلي په October 13, 2018. {{cite book}}: |work= ignored (help)
  35. Lutes, Jean Marie (2002). "Into the Madhouse with Nellie Bly: Girl Stunt Reporting in Late Nineteenth-Century America". American Quarterly. 54 (2): 217–253. doi:10.1353/aq.2002.0017. ISSN 1080-6490. S2CID 143667078.
  36. DeMain, Bill. "Ten Days in a Madhouse: The Woman Who Got Herself Committed". mental floss. خوندي شوی له اصلي څخه په May 14, 2019. بياځلي په May 10, 2010.
  37. Telfer, Tori (2017). Lady Killers: Deadly Women Throughout History. New York: HarperCollins Publishers. p. 69.