نوی-بابل سترواکي

نوی-بابل سترواکي چې د بابل د دویمې سترواکۍ په نوم هم پیژندل کیږي او په تاریخي لحاظ د کلداني سترواکۍ په نوم یادېږي، د بین النهرین وروستۍ سترواکي وه چې د بین النهرین اصلي پاچاهانو له خوا اداره کېده. په ۶۲۶ مخکې له میلاد کې د بابل د پاچا په توګه د نابوپولاسار له تاج ایښودنې سره پیل او په ۶۱۲ مخکې له میلاد کې د نوې-اشوري سترواکۍ له سقوط سره په ټینګه تاسیس شو، د نوی-بابل سترواکي او د هغه واکمن کلداني سلطنت لنډ مهاله و، په ۵۳۹ مخکې له میلاد کې د فارس هخامنشي سترواکي له خوا له یوې پېړۍ وروسته فتح شو.[۱][۲][۳]

د اشوریانو له ماتې او بابل ته د سترواکۍ له لېږد وروسته، د لومړي ځل لپاره دې ښار، په ځانګړې توګه سویلي بین النهرین نږدې زر کاله دمخه د لرغوني بین النهرین حمورابي سترواکۍ له ړنګېدو وروسته په لرغوني نږدې ختیځ باندې خپلې واکمنۍ ته دوام ورکړ. د نوي-بابل واکمنۍ دوره په دې توګه په ټول بابل کې د بې ساري اقتصادي او نفوس ودې او د کلتور او هنري کارونو بیا رغاونې شاهد و، د نوي-بابل پاچاهانو په ځانګړې توګه په بابل کې د لویو ودانیو پروژې ترسره کړې.

مخینه سمول

بابل د یو خپلواک دولت په توګه د اموريت مشر سومو-ابوم سي له خوا په ۱۸۹۴ وروسته له میلاد کې تاسیس شو او له تاسیس نه یوه پیړۍ وروسته، دا یو کوچنی او نسبتا ضعیف دولت و، چې د پخوانیو او ډیرو ځواکمنو دولتونو لکه اسین، لارسا، اسیر او ایلام  تر نفوذ لاندې و. خو حمورابي (د ۱۷۹۲-۱۷۵۰ مخکې له میلاد کلونو په شاوخوا کې) بابل په یو لوی ځواک بدل کړ او په پای کې یې بین النهرین او تر هغه هاخوا سیمې یې فتحه کړې، او زړه یا لومړنۍ بابل سترواکۍ یې تاسیس کړه.[۴][۵]

د هغه له مړینې وروسته، د هغه کورنۍ یوه نیمه پیړۍ دوام وکړ، خو د بابل سترواکي په چټکۍ سره سقوط وکړ او بابل یو ځل بیا یو کوچنی دولت شو. بابل د لومړي هیتي مرسیلي پاچا په وخت کې د ۱۵۹۵ مخکې له میلاد کلونو شاوخوا کې سقوط وکړ. وروسته له هغه کاسیتانو واک ترلاسه کړ او شاوخوا پنځه پیړۍ یې واکمني وکړه ترڅو چې د بابلیانو د اصلي واکمنانو له خوا له منځه یوړل شول. [۶][۷]

وروستی تاریخ سمول

د دویم نبوکدنزار له واکمنۍ وروسته، سترواکي د سیاسي ګډوډۍ او بې ثباتۍ سره مخ شوه. د نبوکدنزار زوی او ځای ناستی امیل مردوک یوازې دوه کاله حکومت وکړ او د نفوذ لرونکي درباري نیریګلیسار له خوا په کودتا کې ووژل شو. نیریګلیسار سیماګیر و، د ختیځو ولایتونو څخه یو والي، او د نبوکدنزار په څو جګړو کې یې شتون درلود. په مهمه توګه، نیریګلیسار هم د نبوکدنزار له لور سره واده کړی و او په دې توګه یې له شاهي کورنۍ سره تړاو درلود. احتمالا د زوړ عمر له امله، د نیریګلیسار واکمني هم لنډه وه، د هغې ځینې ثبت شوي فعالیتونه په بابل کې د ځینو یادګارونو بیا رغونه او په کیلیکیه کې جګړه وه. نیریګلیسار په ۵۵۶ مخکې له میلاد کې مړ شو او د هغه د کم عمر زوی لباشي مردوک ځای ناستی شو. د لباشي – مردوک واکمني نوره هم لنډه وه. هغه یوازې له نهه میاشتې واکمنۍ وروسته ووژل شو.[۸][۹]

د بابل سقوط سمول

په ۵۴۹ مخکې له میلاد کې د پارس هخامنشي پاچا لوی کوروش، په اکباتانا کې د خپل بادار استیاګ د ماد پاچا، پر وړاندې پاڅون وکړ. د استیاګ پوځ له هغه سره خیانت وکړ او کوروش ځان د ټولو ایراني خلکو او همدارنګه د ایران څخه دمخه د ایلامیانو او ګوتیانو د واکمن په توګه څرګند کړ، د ماد سترواکۍ پای ته ورسیده او د هخامنشۍ سترواکۍ تاسیس شوه. د مادیانو پر وړاندې د هغه د بریا لس کاله وروسته، کوروش پر بابل برید وکړ.[۸]

نابونایډس، بیلشازار د لوی فارس د لښکرو د ځپلو لپاره واستاوه، خو د اوپیس په جګړه کې د بابلیانو ځواکونو ماتې وخوړه. د اکتوبر په ۱۲، وروسته له هغه چې د کوروش انجینرانو د فرات سیند اوبه وګرځولې، د کوروش سرتیري پرته له دې چې جګړې ته اړتیا ولري بابل ته ننوتل. نابونایډس تسلیم او تبعید شو. ګوتي ساتونکي د مردوک د لوی معبد په دروازو کې ځای پر ځای شوي وو.[۸]

کلتور او ټولنه سمول

دین سمول

بابل، لکه د لرغوني بین النهرین د نورو برخو په څېر، د لرغوني بین النهرین د مذهب پیروي وکړه، چیرې چې د خدایانو او ځایی خدایانو عمومي منل شوې درجه بندۍ او کورنۍ شاملې وې چې د ځانګړو ښارونو لپاره د حامي خدایانو په توګه یې عمل کاوه. مردوک د بابل د ښار حامي خدای و، چې د بابل په لومړۍ کورنۍ کې د حمورابي (د ۱۸ پیړۍ) له واکمنۍ راهیسې دا مقام درلود. که څه هم د بابلیانو د مردوک عبادت هیڅکله د بین النهرین په پینتیون کې د نورو خدایانو له شتون څخه انکار کولو معنی نه درلوده، خو کله ناکله له توحید سره پرتله شوې ده.[۱۰][۱۱]

عدالت سمول

ژوندۍ پاتې شوې سرچینې دا ښيي چې د نوي بابل سترواکۍ قضایی سیسټم د زوړ بابل د سترواکۍ د قضايي سیسټم په پرتله چې زر کاله دمخه یې فعالیت کاوه لږ بدلون کړی. په ټول بابل کې محلي ټولنو (د پوهرو په نوم) او د ټولنې مشهورو مشرانو شتون درلود چې د نورو محلي برخو په منځ کې د عدالت محلي محکمو په توګه کار کاوه (که څه هم «شاهي» او «د معبد محکمو» ډېر لوی قانوني امتیازات درلودل). په دې محکمو کې به قاضیانو له لیکوالانو سره مرسته کوله او د څو سیمه ییزو محکمو مشري به د شاهي استازو له خوا ترسره کېده، چې معمولا sartennu یا šukallu نومېدې. [۱۲][۱۳]

هنر سمول

د نوي بابل د دورې هنرمندانو د پخوانۍ دورې هنري تمایلاتو ته دوام ورکړ، په ځانګړې توګه د نوې اشوري دورې هنري کارونو سره یې ورته والی ښوده. د دورې استونه يي مهرونه د تیرو وختونو په پرتله لږ تفصيلي دي او په انځور شوي موضوعاتو کې د اشوریانو مشخص نفوذ ښیې. یو له خورا عامو صحنو څخه چې په دې مهرونو کې ښودل شوي اتلان دي، ځینې وختونه د وزرونو سره انځور شوي، چې له خپلو منحني شویو تورو سره پر ژویو برید کوي.[۱۴]

اقتصاد سمول

د نوي بابل سترواکۍ رامنځته کول په دې معنی و چې د لومړي ځل لپاره د اشور له فتحې وروسته ددې پر ځای چې له بابل څخه باج اخیستل شوی وای، بېرته بابل ته ورکول کېده. دې بدلون، د ودانیزو پروژو او د محکومو خلکو ځای پرځای کولو سره یوځای په سیمه کې نفوس او اقتصادي وده دواړه وهڅول. که څه هم په بین النهرین کې خاوره ښېرازه وه، په سیمه کې د اورښت منځنۍ کچه د منظمو فصلونو د ساتلو لپاره کافي نه و. په دې توګه، اوبه باید د اوبو لګولو لپاره د دوو لویو سیندونو، فرات او دجله څخه راویستل شوې وای. دا سیندونه په نامناسبو وختونو کې لکه د غلو د راټولولو په وخت کې د سیلابونو سره مخ وو.[۱۵][۱۶][۱۷]

پوځ سمول

د نوي-بابل پاچاهانو لپاره، جګړه د خراج ترلاسه کولو وسیله وه، لوټ (په ځانګړي توګه د بېلابېلو فلزاتو او کیفیت لرونکو لرګيو په لټه کې وو) او د جګړو اسیران چې په معبدونو کې د غلامانو په توګه کار کولای شي. د خپلو پخوانیو په څیر، اشوریانو، نوی-بابل پاچاهانو هم جلاوطنۍ د کنټرول د یوې وسیلې په توګه کارولې. اشوریانو د خپلې پراخې سترواکۍ په اوږدو کې نفوس بې ځایه کړی و، خو د بابل پاچاهانو لاندې عمل ډیر محدود ښکاري، چې یواځې په خپله په بابل کې د نوي نفوس رامنځته کولو لپاره کارول کیده.[۱۸][۱۹]

سرچينې سمول

  1. Hanish 2008، ص. 32.
  2. Dougherty 2008، ص. 1.
  3. Zara 2008، ص. 4.
  4. Bryce 2005، ص. 99.
  5. Van De Mieroop 2005، صص. 3–16.
  6. Brinkman 1984، ص. 15.
  7. Brinkman 1984، ص. 11.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ Beaulieu 1989.
  9. Sack 1972، صص. 67–69.
  10. Mark 2016.
  11. Leick 2009، ص. 348.
  12. Roth 1995، صص. 143–149.
  13. Oelsner، Wells او Wunsch 2003، صص. 918–920.
  14. André-Salvini 2008، صص. 222–223.
  15. Wunsch 2012، ص. 43.
  16. Wunsch 2012، ص. 42.
  17. Wunsch 2012، ص. 40.
  18. Beaulieu 2005، صص. 57–58.
  19. Stager 1996، صص. 57–69, 76–77.