نورزي

د پښتون ټبر څانگه

نورزي یا نورزائ ده پښتنو ده ابدالی یا درانی ده پنجپائ په څانگی پوری تړلئ یو ټبر دئ چی په سویل لویدیځ ولایاتو کی یی شمیر تر 1.2 میلیون وگړو پوری رسیږی . ده افغانستان ده هرات،فراه،ارزگان،هلمند،کندهار او نیمروز په ولایاتو کی ده نورو سربڼی قومونو سره یو ځائ میشته دی .ددی تر څنگ نورزئ ده پاکستان ده سویلی پښتونخوا سیمو لکه کوټه،چمن او پنجپائ کی هم استوگنه کوی.په هرات کی ده نورزو مشری ده تور غنډئ امان الله خان او ده شینډنډ خان امیر حمزه کوی .په فراه کی دا مشری ده سلطان محمد خان کورنئ په غاړه لری.په ارزگان کی ده ټبر مشرتابه ده خان عبدالحکیم خان په ذمه ده.په هلمند کی ده ټبر چاری خان عبدالرحمان خان او ده هغه کورنئ پر مخ بیایی.په نیمروز کی ده ټبر چوپړ ده قومندان هاشم خان ذمه ده .په کندهار کی ده ټبر مشری په سویلی ولسوالئ سپین بولدک کی نعمت خان شیردلئ او وکیل صمد خان او په لویدیځو ولسوالیو کی خان عارف خان په غاړه لری .پهپاکستان کی مشر تابه ده سردار عارف ،مولوی نیازمحمد او قاری احمدالله سره ده .

نورزي سړبني پښتانه دي چي د درانيو د پنج پای يو ښاخ ګڼل کيږي. نورزي هم د بارکزيو په څير په شمير کي ډير دي او د دوي يو زيات شمير کوچيان دي. د کوچيانو څخه پرته ډير شمير نورزي د کندهار نه ترهراته پوري په بېلا بېلو سيمو کي استوګنه لري. د نورزيو ډيره سيمه په فراه او شين ډندکي ترهراته پوري او پاتي د کندهار جنوب ته پرته ده. د هغوي کوچيان په دوبي کي د غورڅړ ځايونوته چي د سياه بند په نامه ياديږي ليږد کوي. په ژمي کي د نيمروز، هلمند او فراه د کوچيانو په نامه سره ياديږي. نورزي ډير ميلمه پال خلک دي د دوي ځيني خلک په مالداري او د کرني په چارو هم بوخت دي. اوس د دوي د استوګني سيمي او شمير په لاندي ډول ښيو: 1. د زابل په ولايت کي: هغه نورزي چي د زابل په ولايت کي استوګنه لري نو دوي د زابل د مرکز په کلات، د ميزان په علاقه داري او د ترنک او جلدک په اولسوالي کي استوګنه لري چي په نوموړي ولايت کي يي ټول شمير(۱۰۸۳) تنه ښودل شوي دي. 2. د ارزګان په ولايت کي: نورزيان د ارزګان د ولايت په لانديني ځايونو کي استوګنه لري: د زابل په مرکز ترين کوټ او د چوره، خاص اورزګان، ګزاب، کجران، شهيدحساس او د دهراود په اولسواليو او د نيش په علاقه داري کي چي په اورزګان کي د دوي ټول شمير (٦۹۹۸۹) تنو ته رسيږي: 3. د کندهار په ولايت کي: نورزي په کندهار کي په لاندنيو سيمو کي ميشته دي: د کندهار په مرکز، د دامان، ميوند، پنجوايي او سپين بولدک په اولسواليو او دريګ په علاقه داري کي. په کندهار کي د دوي ټول شمير (۷٦۸۸۸) تنه ښودل شوي دي. همداراز دوي د ارغنداب د سيند په ختيځه غاړه په سپيروان نومي ځای کي هم استوګنه لري: 4. د هلمند په ولايت کي: په دغه ولايت کي نورزي په لاندنيو اولسواليو کي استوګنه لري: د هلمند په مرکز لښکرګاه، دنادعلي، موسی کلا، ګرمسير، ناوه بار کزايي، نوزاد او نهر سراج په اولسواليو او د ريګستان په علاقه داريو کي. په دغه ولايت کي د دوي ټول شمير (۸۴۵۰۷) تنه ښودل شوي دي. 5. د نيمروز په ولايت کي: په نوموړي ولايت کي دوي د نيمروز د ولايت په مرکز او د خاش رود په علاقه داري کي استوګنه لري چي مجموعي شمير يي (۸۱۸۱) تنه دي. 6. د فراه په ولايت کي: نورزي د نوموړي ولايت په مرکز د قلعه کا، بالابلوک، بکوا، ګلستان او په اولسواليو او د خاک سفيد په علاقه داري کي استوګنه لري. د فراه په ولايت کي د دوي شمير (۴۹۷۷۴) تـنه دي. لنډه دا چي د افغانستان په لويديځو او جنوب لويديځو ولايتونو کي د دوي شمير(۴۸۴۴۹۳) تنه اټکل شوي دي.