نظيف الله تکل (۱۳۴۰ لېږديز لمريز کال د کونړ ولايت) د افغانستان يو پښتو ژبی شاعر دی.

نظيف تکل
نظيف تکل

مخينه سمول

نظيف الله تکل په ۱۳۴۰ ل ل کال کې د کونړ ولايت د څوکۍ په ولسوالۍ کې زيږيدلی دی. لومړنۍ زده کړې يې د کونړ ولايت د څوکۍ په ليسه کې کړې دي. تر دې وروسته د کابل په پولي تخنيک انستيتوت کې شامل شوی او د ماسترۍ درجې په اخيستلو سره يې پای ته رسولی دی.

دندې سمول

ښاغلي تکل د ډاکتر نجيب الله د واکمنۍ پر مهال انجنري دندې درلودې او په افغانستان کې د ټول گټو چارو وزارت د پروژو جوړولو په مرکزي اسټيټيوټ (پما) کې يې کار کاوه. د دې دندې تر څنگ ېې د وخت په فرهنگي چارو کې هم فعاله ونډه اخيسته. د کډوالۍ پر مهال ېې په هالنډ يا نيدرلينډ هېواد کې د ۲۰۰۳ زېږديز کال او بيا تر ۲۰۰۵ کال پورې يې د مېشتو کډوالو ليکوالو او فرهنگيالو د ټولنې ((افغاني کلتوري ټولنې)) د مشرتوب دنده په غاړه درلوده.

د ښاغلي تکل شعرونه او ليکنې په بېلابېلو رسنيزو خپرونو کې خپرې شوې او خپرېږي. نوموړی اوسهال له خپل ټاټوبي افغانستان څخه لرې د هالنډ (نيدرلينډ) په هېواد کې ژوند کوي.

چاپي آثار سمول

  1. او پاڼې مړې شوې (شعري ټولگه) د ۱۳۷۱ ل ل کال د افغانستان د ليکوالو ټولنې له خوا چاپ.
دا اثر يې دويم ځل په ۱۳۸۵ لمريز کال کې چاپ شوی دی. 
  1. شبنم په پاڼه (شعري ټولگه)، د ۱۳۷۱ ل کال چاپ.
  2. پاڼې د لونگو (شعري ټولگه)، د ۱۳۷۱ ل ل کال چاپ.


د شعر بېلگې سمول

د ښاغلي تکل دازاد شعر شعر يوه بېلگه
کينه دا ستا د زلفو ټال دا ستاد څڼو امېل چي کله ځانگي د سينو په څوکو اوښکلوي هغه نورسه غوټۍ هغه د تيو څوکي ماله کينه پرې راځي

سرچينې سمول

  1. https://www.bbc.com/pashto/news/story/2007/01/070117_im-nazefullah-takal-studio7.shtml
  2. http://baheer.com/baher/modules.php?name=News&file=print&sid=147