میر محمدنصیر خان احمدزای بلوڅ د بلوچستان (کلات) شاهی دولت یو ولسمشر (خان) ؤ، چي دا مهال یاده سیمه د پاکستان، بلوچستان اړوند کېږي.[۱] نوموړی له 1749 میلادي څخه بیا تر 1794 پوري د بلوچستان ولسمشر یا خان پاته شوی دی.

نصير خان بلوڅ د افغانستان د ستر ملي مشر اعليحضرت احمد شاه بابا يو له نږدې ملگرو او پوځي قوماندانانو څخه ؤ . دى له احمد شاه بابا سره په درېيم پوځي سفر كې هم ملگرى ؤ . نصير خان بلوڅ د نيشاپور په جگړه كې له درې زره سپرو سره حاضر ؤ او خپل جگړه ييز مهارت يې په ثبوت ورساوه . ددې لپاره ، چې دا ځل د نيشاپور كار خلاص شي ، احمد شاه بابا سردار جهان خان او نصير خان بلوڅ دواړه له ځان سره بوولي وه . او همداسې وشول ، يانې د نيشاپور كار پاى ته ورسېد . د ملي تاريخ په اوږدو كې نصير خان بلوڅ يو ځل د احمد شاه بابا په وړاندې ښورښ وكړ ، خو كله چې نصير خان بلوڅ پوخلاشو ، نه يوازې پخپله نصير خان بلوڅ پر خپل قول صادق ؤ ، بلكې دده اولاد هم وفادار پاتې شو . نه يوازې وفادرا پاتې شول ، بلكې نصير خان د هند په جگړه ييز سفر كې داسې كارنامې وكړې ، چې كه دى نه واى پوخلا شوى ، يا احمد شاه بابا دده پوخلاتوب نه واى منلى ، لوى تاوان به په ملي تاريخ كې پېښ شوى واى .

نصير خان بلوڅ او د خپلواکۍ اعلان

وروسته له هغې چې د جلندر پوځدار ادينه بيګ له سکانو او مرېټيانو سره لاس يو کړ او افغاني سرتېرو د هغوی په وړاندې ماته وخوړه، شهزاده تيمور شاه له پنجاب نه تېښتې ته اړ شو، خانجهان خان ځان ناتوانه وليد، او د هغه لوړ رتبه افسران لکه عبدالصمد خان او جنګ باز خان د مرهټانو په لاس کې د زندانيانو په توګه ولوېدل او مرهټيان او سکان د د ده (احمدشاه بابا) د هند امپراتوارۍ خپلواک څښتنان شول، نو په دغه وخت کې نصير خان بلوڅ هم کولی شول چې د دورانيانو د واکمنۍ جغ له اوږدو لېرې کړي او خپل داستقلال نفغارې وډنګوي يا دا چې د خپل ازادۍ دعوا وکړي.[۲] نصيرخان د خپلې ازادۍ اعلان وکړ، احمدشاه د هند پروړاندې د يرغل چمتووالی د لنډې مودې لپاره ودراوه، د نصيرخان خپلواکۍ اعلان د ده لپاره يوه مهمه ستونزه وه، خو ده نه غوښتل چې د نصير خان په وړاندې خپل پوځونه ولېږي، ځکه ده غه ته د يوه ښه ملګري او فداکار، متحد او زړور سرتېري په حيث کتل، نو د روغې جوړې له لارې ورته رامخې ته شو، نصير خان د احمدشاه دې پېشامد ته په سپکه وکتل او په ځواب ې يې د بلوڅي پوځ يو ثبت نام ورولېږه، چې د احمدشاه په خلاف يې جمعاً د (۲۵۰۰۰۰) بلوڅانو زرو بلوڅانو له خوا د وسلو په لاس اخيستلو تياری څرګنداوه.[۳] احمدشاه د خپل لومړي وزير شاه وليخان په مشرۍ يو پوځ د نصيرخان مقابلې ته ولېږه، خو ماتې يې وخوړه. د شاه ولي خان د ماتې د خبر په اورېدو احمدشاه ژر تر ژره ځان د جګړې ډګر ته راورساوه، د شاه له رارسېدو سره سملاسي د جګړې حالت بدل شو او له مستونګ سره نږدې جګړه کې چې د لومړۍ جګړې له ډګر څخه درېنيم ميله لرې وه، نصيرخان ماتې وخوړه او په بيړه يې په کلات کې ځان خپل پاخه سنګر ته ورساوه، دغه ځای ده په ډېره ښه توګه د دفاع لپاره منظم کړی و، خو سره له دې هم يې د افغاني پوځونو مخه ونشو نيولی، نصيرخان په کلات کې کلابند شو.[۴]

احمد شاه بابا په شپږم پوځي سفر كې له بلوڅستان نه پيل وكړ . دده ملگري نصير خان بلوڅ ، چې دده ملگرتياې پرې اېښې وه ، هغه او نور ملگري يې پوخلا كړل . نصير خان بلوڅ له دې وروسته بيا د خپل عمر تر پايه پورې د بې وفايي نوم وانه خيست . كله چې احمد شاه بابا د نيشاپور پر چارو بوخت ؤ ، د هرات والي په يوه دسيسه لاس پورې كړ ، خو بابا ژر فراغت وموند او بېرته هرات ته راستون شو . د دروېش علي خان قضيه تر بحث لاندې راغله . شهزاده تېمور يې د هرات والي وټاكه او پخپله كندهار ته راغى . دا مهال د نصير خان بلوڅ او سردار جهان خان په همت تون اوتبس ونيول شو او علي مردان خان ووژل شو . دغه جگړه د ايران په تاريخ كې سسخته جگړه وه . څو كاله وروسته په ۱۷۶۳ ز كال كې سيكهان بيا پر پنجاب راغلل . احمد شاه بابا او دده ملگرى نصير خان بلوڅ پسې ورغلل او هغوى يې بيا تارومار كړل . احمد شاه بابا د كويټې يوه برخه نصير خان بلوڅ ته وبښله ، ځكه چې نصير خان بلوڅ د نيشاپور او هند په جگړو كې بې سارى مېړنتوب او زړورتيا ښودلې وه . په ۱۷۹۳ ز كال كې د اعليحضرت شاه زمان د واكمنۍ پر مهال نصير خان بلوڅ مجرب ځوانمرد سپين ږيرى شوى وو . يو مهال شاهزاده همايون هم د محمود سدوزي په څېر د شازمان د واكمنۍ پر مهال د مركزي دولت پرضد راپورته شو او په همدې وجه ړوند شو . كه څه هم نصير خان بلوڅ دده شفاعت وكړ او شاه زمان وباښه ، خو دى بيا هم په بغاوت سر شو .

اخځونه

  1. Baluchistan - Imperial Gazetteer of India, v. 6, p. 277.
  2. درانی احمدشاه، ليکوال:ډاکټر ګنډا سنګ، ژباړن: سرڅېړونکي مرستيال نصرالله سوبمن منګل، چاپ کال: ۱۳۶۶ لمريز، دوهم چاپ: ۱۳۸۸ لمريز کال، چاپځی: اسد دانش چاپځی، خپرندوی:دانش ، ،خپرندويه ټولنه ۳۰۲ - ۳۰۳ مخونه
  3. درانی احمدشاه، ليکوال:ډاکټر ګنډا سنګ، ژباړن: سرڅېړونکي مرستيال نصرالله سوبمن منګل، چاپ کال: ۱۳۶۶ لمريز، دوهم چاپ: ۱۳۸۸ لمريز کال، چاپځی: اسد دانش چاپځی، خپرندوی:دانش ، ،خپرندويه ټولنه ۳۰۳ مخ
  4. درانی احمدشاه، ليکوال:ډاکټر ګنډا سنګ، ژباړن: سرڅېړونکي مرستيال نصرالله سوبمن منګل، چاپ کال: ۱۳۶۶ لمريز، دوهم چاپ: ۱۳۸۸ لمريز کال، چاپځی: اسد دانش چاپځی، خپرندوی:دانش ، ،خپرندويه ټولنه ۳۰۳ مخ
  1. قدرت الله حداد ( فرهاد ) ، د افغان ملي تاريخ ، ۳۸۳ - ۳۸۴ ، ۸۰۶ ، ۸۱۱ ، ۸۱۹ ، ۸۲۱ مخونه . د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مركز د ۱۳۸۳ لمريز كال چاپ .


مخکنۍ:
میر محبت
محمدنصیر خان اول وروستنۍ:
محمود خان اول
 
د کلات خانان

میر احمد خان | میر مهراب | سمندرخان | میر احمد دویم | میر عبدالله | میر محبت | محمدنصیر خان اول | محمود خان اول | میر مهراب خان | میر شهنواز خان |میر نصیر خان دویم| میر خداداد خان | میر شیردل خان | میر محمود خان دویم | محمد عظم جان خان | میر احمد یار خان |