نجیب‌الله خواجه عمری

سیاستوال

نجیب‌الله خواجه عمری هغه یو سیاستوال دی او په افغانستان کې له 22 نومبر 2017 څخه تر 22 می 2019 پورې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په توګه دنده ترسره کړي ده. نجیب الله خواجه عمر په میخانیکي انجینرۍ کې دوکتورا لري او له 35 کلونو راهیسې درس ورکوي او په نورو دولتي پوستونو کې یې هم کار کړی دی.

وختي ژوند سمول

هغه په ​​1955 کی د غزني ولايت په خواجه عمري ولسوالۍ کی په افغانستان کی زیږیدلی دی. نجیب الله خواجه عمري د هزاره توکم دی. خپلې لومړنۍ زده کړې یې د سید جمال الدین افغان په لېسه ، د حبیبیه عالي لېسې د لیسې په دوره او ثانوي زده کړې یې د کابل ثانوي ښوونځي کابل کې بشپړې کړې. نجيب الله خواجه عمري د انجينرۍ په برخه کې د ماسټرۍ, میخانیکی انجینرۍ له 2009 څخه تر 2011 پورې, د کابل پوهنتون د لیسانس سند ، میخانیک انجنیری له 1997 څخه تر 2002 پورې، فوق لیسانس فناوری از دهلی ، انستیتوی فناوری هند او دکتری د کردی نہ, دا سندونہ لري.

دندی سمول

د کابل پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي غړی شو او په عین پوهنتون کې درس ووایه. په مشورتي بورډ کې د کار او ټولنیزو چارو ، عامه ګټو ، پوهنې وزارتونو سره همکاري, د افغانستان د تخنیکي انستیتوت مشر, هغه له 2003 څخه تر 2005 پورې د USAID د برنامې معاون په توګه, د افغان باختر انجینري او ساختماني شرکت مرستیال له 2005 څخه تر 2008 پورې, د پروژې مدیر د "ONYX ساختماني" 2011 څخه تر 2013 پورې, د انجینرۍ رئیس او مشر میخانیک انجینر ، د خپل کار ګمارونکي قراردادي له 2013 څخه تر 2015 پورې, د سینیر پروژه او میخانیک انجینر نړیوال بانک 2015 څخه تر 2017 پورې ، د ملي امنيت شورا 2017 کې سلاکار ، د لوړو زده کړو وزیر 2017( په 2019 کې تایید شوی) دندی ترسره کړې.

دا هم وګورئ سمول

په افغانستان کې لوړې زده کړې