په افغانستان کې لوړې زده کړې

لوړې زده کړې په افغانستان کې د افغانستان په پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو د اصلاح لپاره د دولت تګلارې او د همدې اصلاحاتو اغېزو څخه عبارت دي. د لوړو زده کړو اصطلاح له دولسم ټولګي، درېیم پړاو، درېیمې کچې یا د پوهنتون د زده کړو سره مترادف ده.

د اصلاحاتو زمینه سمول

لوړې زده کړې د افغانستان لپاره له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې د ملي پرمختيايي ستراتیژۍ یو له اتو برخو څخه ده. د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د ۲۰۰۹ کال د دیسمبر په میاشت کې د لوړو زده کړو ملي ستراتیژیک پلان: ۲۰۱۰-۲۰۱۴ تدوین کړ. د همدې پلان دوه اصلي موخې دا وي: د کیفیت ښه والی او لوړو زده کړو ته د لاسرسي پراخوالی پر جنسیتي برابري باندې په ټینګار لرلو سره. په افغانستان کې د لوړو زده کړو د سیستم د خرابوالې لپاره یو له تر ټولو مهم غبرګون همدا هڅې وي چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د لوړو زده کړو په ملي ستراتیژیک پلان ۲۰۱۰-۲۰۱۴ کې ورته اشاره شوې ده. د همدې ستراتیژیک پلان موخه یوازې د ۲۰۰۱ کال د وخت د سیستم بیارغاوونه نه وه، بلکې پر یوه عصري او وړتیا له مخې سیستم ته اړول و، تر څو یو ځل بیا په سویلي اسیا کې تر ټولو غوره سیستم وګڼل شی، لکه د روسانو له تېري وړاندې چې و. همداشان باید داسې یو سیستم وي چې نړیوال معیارونه پوره کړي او د سیمې له نورو سیستمونو سره سیالي کړای شي. د لوړو زده کړو ملي ستراتیژيک پلان ۲۰۱۰-۲۰۱۴ د هېواد په کچه له یو شمېر بېلابېلو پوهنتونونو سره د یو لړ مشورتي سیمینارونو پایله وه چې په ۲۰۰۹ ز کال کې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت له خوا د یونیسکو او نړیوال بانک په مرسته تر سره شول. د لوړو زده کړو ستراتیژیک پلان ۲۰۱۰-۲۰۱۴ د لوړو زده کړو د اصلاح د یوه کاري چوکاټ له مخې رامنځته شو، چې پخوا د لوړو زده کړو وزارت له خوا د یونیسکو د نړیوال انستیتوت په همکارۍ د روزنیزې پروګرام جوړونې لپاره په ۲۰۰۴ کې جوړ شوی و. پخوانی د اصلاحاتو کاري چوکاټ یو لړ پراخ مسایل تر خپل پوښښ لاندې راوستي و لکه: د پوهنتونونو بنسټیز جوړښت، د حکومتولۍ مسایل، د کارکوونکو استخدام او د محصلینو جذب او ساتنه، د تدریس او څېړنې تر منځ اړیکې، مدیریت، مالي چارې او د تجهیزاتو تدارک، ځمکه او درسي کتابونه.[۱][۲][۳][۴][۵]

مالي مسایل سمول

د لوړو زده کړو د ملي ستراتیژیک پلان ۲۰۱۰-۲۰۱۴ له مخې په پام کې و چې د لوړو زده کړو برخه تر ۲۰۱۵ کال پورې د روزنیزې بودیجې ۲۰ سلنه ولګوي، چې تر ۲۰۱۴ کال پورې د ۸۰۰ امریکايي ډالرو معادل او تر ۲۰۱۵ کال پورې ۱۰۰۰ امریکايي ډالر د هر محصل لپاره کېږي. په ۲۰۱۲ کال کې د لوړو زده کړو لپاره منل شوې بودیجه ۴۷.۱ میلیون امریکايي ډالر و، یعنې د هر محصل لپاره ۴۷۱ امریکايي ډالر. له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې د لوړو زده کړو وزارت له غوښتل شویو ۵۶۴ میلیون امریکايي ډالرو څخه یوازې ۱۵ سلنه (۴.۱۳ میلیونه امریکايي ډالر) له خپلو مالي ملاتړو څخه تر لاسه کړي وو. د دې وزارت اصلي مالي ملاتړ کوونکي دا دي: نړیوال بانک، USAID، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، ناټو، هند، فرانسه او المان. [۱][۲]

د نوم لیکنې بهیرونه سمول

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وکولای شول چې په پوهنتونونو کې د محصلینو د نوم لیکنې له ټاکلي موخې څخه پورته ولاړ شي، له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې د نوم لیکونکو شمېر دوه برابره شو او ۱۵۳۳۱۴ محصلینو ته ورسېد. په داسې حال کې چې د دولت د اټکل له مخې دا شمېره به تر ۲۰۱۵ کال پورې ۱۱۵۰۰۰ محصلینو ته ورسیږي. خو بیا هم، د مالي سرچینو د کمښت له کبله دې وزارت و نه شو کولای چې د محصلینو په شمېر کې له چټکې زیاتوالې سره په ورته وخت کې اړین تاسیسات جوړ کړي. د دې وزارت زیاتره تاسیسات لا اوس هم رغوونې ته اړتیا لري. د بېلګې په توګه: په ۲۰۱۳ کال کې د کابل پوهنتون د فزیک د رشتې د محصلینو لپاره هېڅ لابراتوار نه و. [۱][۲][۳]

د لوړو زده کړو د وزارت د پرمختګ د رپوټ له مخې، له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې د ښځینه محصلینو شمېر دری برابره شوی او ۳۰۴۶۷ محصلینو ته رسېدلی و، خو بیا هم ښځینه محصلینو د پوهنتون د ټولو محصلینو یو پر پېنځمه برخه جوړوله. [۱][۲]

په پوهنتون کې د محصلینو د جذب د ودې یو علت کولای شو د «شپې ښوونځي» وبولو چې ځوانو مامورینو او مېندو ته یې د دې فرصت برابر کړی تر څو لوړو زه کړو ته لاسرسی ولري. محصلین کولای شي د «شپې» په شفټ کې په نوم لیکنې سره خپل د ماښام اضافي وخت هلته ولګوي. د شپې شفټ په زیاتیدونکي بڼه سره د مشهوریدو په درشل کې ده او په ۲۰۱۴ کال کې ۱۶۱۹۸ محصلینو په کې نوم لیکنه کړې ده، په داسې حال کې چې د تیرو دوو کلونو په پرتله دا شمېره یوازې ۶۶۱۶ محصلین وو. په ۲۰۱۴ کال کې، په ټولو شپې ټولګیو کې ښځو ۱۲ سلنه (۱۹۵۲) برخه جوړوله. [۲]

د جنسیت ستراتیژي سمول

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په خپل د لوړو زده کړو د جنډر په ستراتیژي (۲۰۱۳) کې  د ښځینه محصلینو او ښوونکو د شمېر د زیاتوالې لپاره یو عملیاتي پلان طرحه کړ. د همدې پلان یوه اساسي برخه د نجونو لپاره د لیلیو جوړول دي. په ۲۰۱۴ کال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په مالي مرسته په هرات کې د نجونو یوه لیلیه جوړه شوه او دوه نورې لیلیې په بلخ او کابل کې په پلان کې وي. د پلان له مخې دغو لیلیو باید هرې یوې یې د ۱۲۰۰ ښځینه محصلینو د ځاییدو ظرفیت درلودای. د لوړو زده کړو وزارت همداشان د ملي لومړیتوب له پروګرام څخه بودیجه وغوښته تر څو د ۴۰۰۰ محصلینو د ظرفیت لرونکي ۱۰ لیلیې پرې جوړې کړي؛ چې له هغې ډلې تر ۲۰۱۳ کال پورې شپږ لیلیې بشپړ شوې وي. [۱][۶]

د لوړو زده کړو د جنسیت ستراتیژي (۲۰۱۳) د ذکر شویو موخو له مخې، ښځو باید تر ۲۰۱۴ کال پورې د پوهنتون د ټولو محصلینو ۲۵ سلنه او تر ۲۰۱۵ کال پورې ۳۰ سلنه جوړ کړي. خو، په ۲۰۱۴ کال کې یوازې ۱۹.۹ سلنه ښځینه محصلیني وي، چې دا شمېره د ۲۰۱۰ کال تر ۲۰.۵ سلنه هم ټیټ و. که څه هم په پوهنتونونو کې د نجونو نوم لیکنه له ۲۰۱۰ کال راهیسې زیاته شوې، خو د هلکانو نوم لیکنې بیا چټکه وده درلوده. نجونې لا اوس هم د هلکانو په پرتله د ښوونځي د دورې د بشپړولو په برخه کې له زیاتو ستونزو سره مخ دي او په پوهنتونونو کې د نجونو د لیلیې د نشتوالې له کبله ستونزو سره مخ دي. په ۲۰۱۲ کال کې، ۶۶ سلنه نجونو او ۸۹ سلنه هلکانو په ښوونځیو کې نوم لیکنه کړې وه. تمه کېږي چې هلکان به وکولای شي د ښوونځي د دورې ۱۱ کاله بشپړ کړي او جنکۍ به یوازې اوه کاله. [۱][۶][۷]

د ۲۰۱۷ کال تر اکټوبر پورې، د افغانستان په پوهنتونونو کې ۱۱۷ ښځې (له ټولټال شمېر څخه ۲۳سلنه) د ماسټرۍ په کچه په زده کړو بوختې وي، چې دلته د نارینه وو شمېر بیا ۵۰۸ تنو ته رسېده. [۱][۶]

د لوړو زده کړو د جنسیت ستراتیژي د ښځینه ښوونکو لپاره موخه ټاکلې وه، چې له مخې یې تر ۲۰۱۴ کال پورې د ښځینه ښوونکو شمېر باید ۲۰ سلنې ته رسېدلای وای. د ۲۰۱۴ کال تر اکټوبر میاشت پورې په پوهنتونونو کې د ښځینه ښوونکو شمېر ۶۹۰ تنو ته رسېده (۱۴ سلنه). دغې ستراتیژې همداشان هڅه کوله تر څو د هغو ښځینه ښوونکو په شمېر کې زیاتوالی راولي کومې چې د ماسټرۍ یا ډکتورا تر کچې پورې لوړې زده کړې لري. د ۲۰۱۴ کال تر اکټوبر میاشتې پورې ۲۰۳ ښځینه ښوونکو د ماسټرۍ په کچه لوړې زده کړې درلودې، چې د نارینه وو شمېر بیا ۱۲۷۷ تنو ته رسېده او یوازې ۱۰ ښځینه ښوونکو د ډکتورا تر کچې پورې لوړې زده کړې درلودي. [۱][۶]

د لوړو زده کړو کیفیت سمول

د درسي نصاب کمېسیون چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا جوړ شوی و، تر ۲۰۱۴ کال پورې یې وکولای شول چې د افغانستان د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د یو ثلث درسي نصاب بیاکتنه او سموونه وکړي. د ټاکل شویو ښوونکو د شمېر لپاره پرمختګ ښه پر مخ روان دی، ځکه چې د مامورینو لګښتونه له عادي بودیجې څخه ورکول کېږي. د وزارت یو لومړیتوب، د ماسټرۍ د پروګرام د شمېر زیاتوالی و. دې کار د ښځو لپاره دا زمینه برابروله تر څو د ماسټرۍ په کچه لوړې زده کړې وکړي، په تېره بیا کله چې هغوی بهرنیو هېوادونو ته د ماسټرۍ او ډکتورا په تر لاسه کولو کې له ستونزو سره مخ دي. د بېلګې په توګه، په ۲۰۱۳ کال کې د زده کړو او عامه مدیریت په برخه کې په دوو بېلابېلو د ماسټرۍ د زده کړې په پروګرامونو کې شامل کسان سم نیمايي یې ښځې وي. د کابل پوهنتون له خوا د ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۲ کال پورې له ورکړل شویو د ماسټرۍ پروګرامونو کې له هرو اتو تنو څخه یې پېنځه یې ښځې وي. تر ۲۰۱۵ کال پورې، ټولټال د ماسټرۍ ټولټال ۲۵ پروګرامونه موجود و.[۱][۲][۳]:

هم وګوره سمول

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت

باندنۍ تړنې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ۱٫۴ ۱٫۵ ۱٫۶ ۱٫۷ ۱٫۸ UNESCO (2015). UNESCO Science Report: towards 2030 (PDF). Paris: UNESCO Publishing. د کتاب پاڼي 578–580. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-3-100129-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ ۲٫۴ ۲٫۵ Ministry of Higher Education (2013). Higher Education Review for 2012: an Update on the Current State of Implementation of the National Higher Education Strategic Plan: 2010-2014. Kabul: Government of Afghanistan. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ Ministry of Higher Education (2010). National Higher Education Strategy. Kabul: Government of Afghanistan. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Babury, M. Osman; Fred, M. Hayward (2014). Afghanistan Higher Education: The Struggle for Quality, Merit, and Transformation, Planning for Higher Education Journal, SCUP, v. 42. no.2
  5. UNESCO Science Report 2010: the Current Status of Science around the World. Paris: UNESCO. 2010. د کتاب پاڼي 334. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-3-104132-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ ۶٫۳ Ministry of Higher Education (2013). Higher Education Gender Strategy. Kabul: Government of Afghanistan. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Education for All Global Monitoring Report, 2000-2015: Achievements and Challenges. Paris: UNESCO. 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)

بهرنۍ اړیکې سمول