مېترونيدازول
مېترونيدازول ( /mɛtrəˈnaɪdəzoʊl/) (په انگرېزي: Metronidazole)يو نيترواميدازول انتيبيوتيک درمل دی چې په ځانگړې توگه د انېروب باکټريا او پروټوزوا په سبب د رامېنځ ته شوو انتاني ناروغيو درملنې کې کارېږي. مېترونيدازول د پروټوزوا ضد، باکټريا ضد او امېب وژونکی ځانتياوو نه برخمن دی.[۱] دا گولۍ د کلوسټرېډيم ډيفيشايل باکټېريا په معتدلو انتانونو کې د لومړۍ خوښې درمل گڼل کېږي.[۲] په امريکا کې دغه گولۍ د فېزر درمل جوړونکې کارخانې لخوا د فلاجېل په نوم جوړېږي. د سانوفي اوېنتيس د درمل جوړونکو لخوا د ټولې نړۍ لپاره د فلاجېل په نوم صادرېږي، په پاکستان او بنگله دېش کې، دا درمل د نيداجيل په نامه د سټار ازمېنتونونو لخوا بازار ته راوځي. په تايلنډ کې همدا درمل د مېپاجېل په نامه، د تاي ناخورن پاټانا فابريکې لخوا جوړېږي. په برتانيه کې د مېلفارم او الموس د فارمسي کارخانو لخوا هم دا انتيبيوتيک بازار ته راوځي. د مېترونيدازول درمل د لومړي ځل لپاره په ۱۹۶۰ ز. کال کې جوړ شول.
همداراز د فنگېټنگ تومورونو (اناباکټ، کېمبرېج روغتياساتنې اسانتياوې) او روزاسيا (روزېکس او مېتروجېل د گالدرما کارخانې لخوا) د جلدي ناروغيو په درملنه کې د مېترونيدازول جېل نه گټه اخيستل کېږي.
سرچينې
- ↑ د مېرک د څانگپوهانو لارښود
- ↑ The Society for Healthcare Epidemiology of America and the Infectiouslogy. Accessed Mar. 22, 2010 9:00am.