باکټريا
![]() | ||
---|---|---|
![]() Escherichia coli image is 8 micrometres wide.
| ||
ساينسي ډلبندۍ | ||
| ||
Actinobacteria (high-G+C)
آکويفيسې
اسيدوباکټېريا |
باکټريا (په انگرېزي: Bacteria) د يوسلولي مايکرواورگانيزمونو د يوې لويې ډلې نوم دی. په عادي توگه د باکټريا اوږدوالی له يو څو مايکروميټرو نه زيات نه دی او دغه يوسلولي ډله د کروي، تاوراتاو او استواني بڼو نه نيولې گڼ شمېر بڼې لري. د باکټريا نوم د يوناني ژبې βακτήριον نه اخيستل شوی چې د همدې نوم مانا واړه توکي دي. باکټريا د زمکې په هر ډول چاپېريال کې موندل کېږي، همداسې دغه مايکرواورگانيزم په هر ډول چاپېريال، لکه خاوره، د اسيدو تاوده لښتي، راډيواکټيف فضلې موادو، په اوبو، د زمکې په ژوره برخه او همدا شان په عضوي توکو، په ژونديو بوټو او ژويو کې ژوند، برار او وده کولای شي. په يوه گرام خاوره کې د باکټريا ۴۰ ميليونه سلولونه موندل ژوند کوي او په تازه اوبو کې د دغه مايکرواورگانيزم يو ميليون سلولونه اوسېږي، د زمکې پر سر نژدې پينځه نونيليون (۵×۱۰۳۰) باکټريا شته چې همدوی د نړۍ د ژونکتلې ډېرۍ برخه جوړوي. باکټريا د تغذيوي توکو په بياجوړېدنه کې حياتي دنده ترسره کوي، د تغذيوي څرخونو اهم پړاوونه همدغه اورگانيزمونو ته اړ دي د ساري په توگه له اتموسفير او د پروټينو د خوساکېدنې په کړنه کې د نايټروجن جوړېدنه.
سرچينې
- ↑ . Bacteria (eubacteria). Taxonomy Browser. NCBI