ميلاو پول
ميلاو پول (په فرانسوي کې: Le Viaduc de Millau) په نړۍ کې د سړک تر ټولو لوړ پول دی چې 343 متره لوړوالی لري، چې د فرانسې په سوېل کې د ترن سیند باندې پروت دی . [۱] دا پو ل د میشل ویرلوجو (ساختماني انجینر) او نورمن فوسټر (معمار) لخوا ډیزاین شوی او د 2004 په ډېسمبر کې د فرانسې د هغه وخت ولسمشر ژاک شیراک لخوا پرانېستل شو. او اوس دا پول د نړۍ تر ټولو لوړ پول دی. [۲]
مېلاو پول | |
---|---|
رسمي نوم | Millau Viaduct |
ډيزاينر | ميشل ويرلوژو ،نورمن فاستر |
مواد | فلزي |
ټول اوږدوالی | ۲۴۶۰ متره |
پراخوالی | ۳۲ متره |
لوړوالی | ۳۳۲متره |
کوارديناتونه | ۴۴°۰۴′۴۶″شمالي ۳°۰۱′۲۰″ختيځ |
تخنیکي ځانګړتياوې
سمولد دې پول سړک ۲۴۶۰ متره اوږدوالی لري او په ۸ سپينونو کې د اوسپنې برخې لري چې عرض یې ۳۲ متره او د هر کالم ترمنځ اوسط واټن ۳۴۲ متره دی. دا سړک تر 36,000 ټنو ډېر وزن لري او د 4.2 مترو په ژوروالي سره په نړۍ کې ترټولو اوږد کیبلي پول ګڼل کيږي، د پول سړک له سوېل څخه تر شمال پورې 3٪ سلېپ لري او همدارنګه د موټر چلوونکو لپاره د ښه لید له امله په سطحه د 20 کیلومتره قطر سره منحني خط لري.
د پول سړک په 7 کانکریټي ستنو اېښودل شوی چې لوړوالی یې له 77 څخه تر 246 مترو پورې توپیر لري. د ستنو پېړوالی 24.5 متره دی چې په پای کې په 11 مترو کې پای ته رسیږي. هره ستن د 87 متره جول ملاتړ کوي چې 700 ټنه وزن لري.
ساختماني پروسې
سمولد پول د جوړولو اصلي مرحلې په لنډ ډول په لاندې ترتیب دي:
- په ورته وخت کې د اصلي کانکریټي ستنو جوړول او د دواړو اصلي ستنو تر منځ د فلزي تيرانو ايښودل، ترڅو دواړه ستنې سره وتړي.
- په ځمکه کې د پول د فلزي سړک برخو جوړول او راټولول.
- د بشپړ شوي سړک تړل په اصلي او مرستندویه ستنو کې د لوی هیدرولیک جیکونو په کارولو سره (په 4 دقیقو کې 600 ملي میتر).
- د 87 متره مخکې جوړ شوي فلزي ماسټونو جوړول او په فلزي سړک کې نصب کول.
- د کیبل ایښودلو کار ترسره کول او د کیبلونو په اوږدولو سره د دې د ډېر وزن له امله د سړک د خرابېدو له امله رامینځته شوي نابرابرۍ سمول.
- د لنډمهاله مرستندویه فلزاتو ملاتړ له مینځه وړل.
د پروژې د جوړولو کار د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۱۶ پیل شو او د ميلاو پول په رسمي ډول د ۲۰۰۴ کال د ډېسمبر په ۱۶ مه له مهال وېش څخه یوه میاشت مخکې په کار پیل وکړ.
لګښتونه او مقدارونه
سمولد ميلاو پول په جوړولو څه د پاسه ۳۹۴ میلیونه یورو لګښت راغلی چې ټولې يې (اییفیج) فرانسوي شرکت ورکړي دي چې په بدل کې به تر ۷۵ کلونو پورې له ياد پوله د تېرېدونکو موټرو څخه د تېرېدو پيسې (حق العبور ) اخلي.
د پول په جوړولو کې له 127,000 متر مکعب څخه ډېر کانکرېټ، 19,000 ټنه فولاد د تقویت لپاره او 5,000 ټنه د کیبلونو لپاره پری سټریس فولاد کارول شوي دي. د پله جوړونکو په وینا، د میلاو پول به لږ تر لږه 120 کاله ګټور ژوند ولري.
انځورتون
سمول-
لرلید -
د پروژې پرمختګ په 2004 کې -
د عامه نندارې لپاره د پول د یوې برخې مثال
سرچينې
سمولويکيپېډيا ګډونوال،«Millau Viaduct»،انګليسي ويکيپېډيا ۱۵ مۍ ۲۰۱۰.
بهرنۍ لینک
سمولد ایفل ټاور څخه لوړ یو پل [مړه لينکونه] همشهري ورځپاڼه، د فبروري 10، 2005.