میر محمد صدیق فرهنګ

(له مير محمد صديق فرهنگ نه مخ گرځېدلی)

محمد صدیق فرهنګ د سید حبيب مستوفي زوی په ۱۲۹۴ لمریز کال چې د ۱۹۱۵زېږديز کال سره سمون خوري، په کابل کې وزیږیده. مړینه واشنګټن ډي سي، امریکا) نوموړی د د آریانا دائرات المعارف غړی د (بریتانیکا) پوهندغونډ او د (فرانسې لاروس) ته تاریخي لیکنې کولېې. صدیق فرهنګ د افغانستان د تاریخ په اړه د (افغانستان په پنځه وروستیو پیړیو کې) دوه تاریخي کتابونه لیکلي.


فرهنګ
میر محمد صدیق
میر محمد صدیق فرهنګ
میر محمد صدیق فرهنګ

د شخص معلومات
زېږېدنه ۱۹۱۵
کابل
د وفات ځای واشنګټن ډي سي،امریکا
تابعیت  افغانستان
عملي ژوند
کار/مسلک تاریخ پوه

مخينه

میر محمد صدیق فرهنگ یو نوموتی سیاستوال او د پاړسي ژبې نوموتی لیکوال دی . سياست ورته له پلار ه په آر ورپاته دی . محمد صديق فرهنگ په ۱۳۳۱ ل.کال د غویي میاشت په هغه لاريونونو کې برخه درلوده چې د وخت په ولسي جرگه کې د غلام محمد غبار او عبدالرحمان محمودي د نه برياليتوب په هکله ترسره کېده . د وخت د حکومت لخوا د همدې کړنو له شامته جېل ته وغورځېد . د بند څخه خلاسېدو وروسته د زېرمو او صخنايعو په وزارت کې د وزير د مرستيال په توگه او بيا د ډاکټر يوسف د مشاور په توگه وگومارل شو .

د صديق فرهنگ سیاسي مخنيه او آندونه

په افغانستان کې ځنې کسان په دې گروهه دي چې نوموړی د کمونيزم په چوکاټ کې د کیڼ لاسو په خوا ولاړ و او د مسکؤ پاله پلوی دی. همدا رنگه نوموړی د کمونيسټي وټې په گروهو ولاړ هم و چې دغه آندونه ېې د نوموړي په مقالو کې څرگندېږي . صباح الدین کشککي د مير محمد صدیق فرهنگ د آندونو په هکله داسې لیکلي :-

د کاروان مجله دفرهنگ سره تل مرکی کولی . سربیره پر دا چی هغوی د کین لاسو څیړو په حیث پیږندل سوی وو خو د هغوی اقتصادی نظریی د یوه اقتصادی کار پو او ماهر په توگه ډیر د استفادی وړ وو. فرهنگ په هم هغه مرکو کی تل ویل چی د فیوډالانو او نیمه فیوډالانو ترمنځ داړیکو په سبب ټول زمکی د واک وخاوندانو تر کنټرول لاندی بیله کړهڼی او بیله استفادی پاته سوی دی. د بل خوا تر کړهڼی لاندی زمکی هم په پوره توگه محصول نه ورکوی . کرونگرو ټول د خانانو تر استثمار لاندی دی او په ډاده زړه کار نکوی . نو ځکه اقتصادی بڼی ویجاړه کیږی .

زده کړه

مير محمد صديق فرهنگ د کابل ښار له استقلال لېسې څخه خپل د لومړنيو زده کړو بری لیک ترلاسه کړی . نورې لوړې زده کړې ېې ندي ترسره کړي .

دندې

ښاغلي فرهنگ وروسته له دولسمه د افغانستان په ملي بانک کې په کار پیل وکړ. په ۱۳۲۷ل. کال کې ېې د کابل په بلدیه سيمې کې د دولسمې ناحیې د وکیل په توگه وټاکل شو . یو څوموده د کابل د بلدیی د معاونت دندی یی په غاړه درلوده . محمد صدیق فرهنگ په ۱۳۳۰ ل. کال کې د وطن په نوم ونيزې ، مجلې د چلوونکي پازوال په توگه وټاکل شو. څه موده په بند کې و بيا وروسته د زېرمو او صخنايعو په وزارت کې د وزير د مرستيال په توگه او بيا د ډاکټر يوسف د مشاور په توگه وگومارل شو.

چاپي اثار

د نوموړي ډیری مقالې د (روزگار ) په نوم يوې مجلې کې خپرې شوي. نوموړي د اسلام څخه وروسته د افغانستان د پېښلیک د درېيم ټوک ځینې برخو کې گوتې وهلي او د کمونسټانو د واک په موده کې ېې د افغانستان او برتانیې تر واک لاندې د هند ، د اړیکو په باب هم پرله پسې مقالې لیکلي دي چې بيا د نوموړي د ورور په زيار د افغان او انگرېز د دوهمې جگړې په نامه د چاپ په گاڼه پسولل شوي. امریکا کې د کډوالۍ پر مهال نومړي خپل تاريخي اثر د ( افغانستان په ورستیو پنځو پیړیو کې ) په نامه ولیکه . لومړی ځل د حکیم سنایي د چاپخونې له خوا په امریکا کې او دوهم ځل لپاره د انجینير مایار نومي کس په مرستې سر له نوي په پېښور کې چاپ شو او په ۱۳۷۱ لمریز کال کې د اسماعیلیانو له خوا د ایران دقُم په ښار کې چاپ او خپور شو .

سرچينې