موزامبيک

سوېل ختيځې افريقا هېواد
(له موزمبيق نه مخ گرځېدلی)

موزمبېق په پرتکالي República de Moçambique) چې رسمي نوم یې د موزمبېق جمهوریت دی. پلازمینه یې د ماپوتو ښار او رسمي ژبه یې پرتګالي ده، موزمبیق ۵۹۰'۸۰۱ کیلومتره مساحت او ۰۰۰'۳۹۷'۲۱ وګړي لري. نوموړی هیواد په ۲۵ د جون ۱۹۷۵م کال له پرتګال نه خپلواکی ترلاسه کړه. د یاد هیواد د پیسو واحد د موزامبیق متیکال (MZN) دی.

  
موزامبيک
موزامبيکبیرغ موزامبيکنښان

Location of  موزامبيک  (تیز آسماني) in افریقایي ټولنه  (روښانه آسماني)
Location of  موزامبيک  (تیز آسماني)

in افریقایي ټولنه  (روښانه آسماني)


شعار
ملي ترانه:
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۱۹°سویل ۳۵°ختیځ / 19°سويل 35°ختيځ / -19; 35   ويکيډاټا کې (P625) ځانګړنې بدلې کړئ[۱]
پراخوالی 801590 کیلومتره مربع   ويکيډاټا کې (P2046) ځانګړنې بدلې کړئ
رسمي ژبې پرتګالي ژبه [۲]  ويکيډاټا کې (P37) ځانګړنې بدلې کړئ
مشرتابه
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
خپلواکۍ نېټه ۲۵ جون ۱۹۷۵  ويکيډاټا کې (P571) ځانګړنې بدلې کړئ
د عمر محدودیتونه
د واده عمر 18 کلن   ويکيډاټا کې (P3000) ځانګړنې بدلې کړئ
بې کارۍ کچه 23 سلنه (۲۰۱۴)[۳]  ويکيډاټا کې (P1198) ځانګړنې بدلې کړئ
نور مالومات
پیسې د موزامبیق متیکال   ويکيډاټا کې (P38) ځانګړنې بدلې کړئ
تګلوری کيڼ [۴]  ويکيډاټا کې (P1622) ځانګړنې بدلې کړئ
رسمي وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
هېواد کوډ MZ  ويکيډاټا کې (P297) ځانګړنې بدلې کړئ
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +258  ويکيډاټا کې (P474) ځانګړنې بدلې کړئ
Map


موزمبيق (/ˌmoʊzæmˈbiːk/) چې په رسمي ډول د موزمبيق جمهوريت دی، پرتګالي ژبه کې (Moçambique or República de Moçambique)، پرتګالي تلفظ يې ([ʁɛˈpuβlikɐ ðɨ musɐ̃ˈbikɨ])، چيچيوا ژبه کې (Mozambiki)، سواهيلي ژبه کې (Msumbiji) او په Tsonga ژبه کې (Muzambhiki) ليکل کېږي. موزمبيق په سويل ختيځه افريقا کې پروت هېواد دی، چې په ختيځ کې له هند سمندر، شمال کې له تانزانيا، شمال لويديځ کې له مالاوي او زمبيا، لويديځ کې له زيمبابوی او سويل لويديځ ته له ايسواټيني (سوازيلېنډ) او سويلي افريقا سره ګډه پوله لري. ياد خپلواک دولت ختيځ ته د موزمبيق کانال په واسطه له کومروس (Comoros)، مايوټي (Mayotte) او ماډاګاسکر (Madagascar) څخه بېل شوی دی. پلازمېنه او ستر ښار يې ماپيوټو (Maputo) دی، چې له ۱۸۷۶ څخه تر ۱۹۷۶ ز کال پورې د (Lourenco Marques) په نوم پېژندل کېږي.

د لومړۍ او پينځمې ميلادي پېړيو تر منځ د “Bantu” [ژبې] ويونکي وګړي له لرې شمال او لويديځ څخه نني موزمبيق ته کډه وکړه. شمالي موزمبيق د هند سمندر په مونسون يا موسمي سوداګريزو بادونو کې پروت دی. د ۷ او ۱۱ پېړيو تر منځ د سواهيلي بندر ښارګوټو يو لړۍ په کې اباده شوه، چې د يو ځانګړي سواهيلي کلتور او ژبې په پرمختګ کې يې مرسته وکړه. د منځنيو دورو په وروستيو کې ياد ښارګوتي يو ځل بيا د سوماليا، ايتوپيا، مصر، عربستان، ايران او هند د سوداګرو له لورې ودان شول. [۵]

په ۱۴۹۸ ز کال کې د (Vasco da Gama) سفر سيمې ته د پرتګاليانو رسېدنه په نښه کړه، چې په ۱۵۰۵ ز کال کې يې د استعمار او مېښت کېدنې يو پرله پسې بهير پيل کړ. د پرتګاليانو له څلور پېړۍ واکمنۍ څخه وروسته موزمبيق په ۱۹۷۵ز کال کې خپلواکي تر لاسه کړه او له يادې نېټې څخه لږه موده وروسته د موزمبيق د خلکو جمهوريت (People’s Republic of Mozambique) شو. له خپلواکۍ څخه يوازې دوه کلونه وروسته هېواد يوې سختې او پراخه کورنۍ جګړې ته دننه شو، چې له ۱۹۷۷ څخه تر ۱۹۹۴ز کلونو پورې يې دوام وکړ. موزمبيق خپلې لومړنۍ ګڼ ګوندي ټاکنې وکړې او له همغه وخت راهيسې يو څه ثابت ولسمشريز جمهوريت پاتې شوی دی، که څه هم اوس هم له کوچنيو سرکښيو سره مخامخ کېږي.

موزمبيق بډايه او پراخه  طبيعي سرچينې لري. د هېواد اقتصاد زياتره د کرنې پر بنسټ دی، مګر په ځانګړي ډول د خوړو او څښاکو، کيمياوي جوړښت او د المونيم او نفتو د توليد صنعت په کې ورځ تر بلې وده کوي. د چکر او سياهت برخه يې هم پراختيا کوي. سويلي افريقا د دې هېواد اصلي سوداګريز ملګری او د باندنۍ سيده پانګه اچونې سرچينه ده، په داسې حال کې چې بلجيم، برازيل، پرتګال او هسپانيه هم د موزمبيق تر ټولو مهم اقتصادي ملګري هېوادونه دي. د ۲۰۰۱ ز کال راهيسې د هېواد د کلني ناخالص کورني محصول منځنۍ وده د نړۍ د لوړو [ودو يا پرمختګونو] له ډلې څخه ده. که څه هم ياد هېواد د نړۍ له تر ټولو بې وسه او وروسته پاتې هېوادونو څخه دی، د سړي سر ناخالص کورني محصول، انساني پرمختګ، د نابرابرۍ معيارونو او د منځني ژوند اټکل کې ښکته ځای لري. [۶][۷]

د دې هېواد يوازينۍ رسمي ژبه پرتګالي ده، چې د نږدې نيمايي نفوس له لورې پرې زياتره د دويمې ژبې په توګه خبرې کېږي. په عامې هېوادنۍ ژبې Tsonga، Makhuwa، Sena او Swahili دي. د هېواد نږدې ۲۹ ميليونه نفوس زياتره له بانټو (Bantu) توکم وګړو څخه جوړ شوی دی. تر ټولو ستر مذهب په کې عيسويت دی، چې د پام وړ لږه کي په کې د اسلام او افريقايي دوديزو مذهبونو پيروي کوي. موزمبيق د ملګرو ملتونو، افريقايي ټولنې، د ملتونو د ګډو ګټو، د اسلامي مرستې سازمان، د پرتګالي ژبې هېوادونو ټولنې، د ناپييلي خوځښت او د سويلي افريقا د پرمختګ ټولنې غړی او په (La Francophonie) کې ناظر هېواد دی.

رېښه

ياد هېواد د موزمبيق له ټاپو څخه وروسته د پرتګاليانو له لورې (Moçambique) ونومول شو، چې له “Mussa Bin Bique” يا “Musa Al Big” يا “Mossa Al Bique” يا “Mussa Ben Mbiki” يا “Mussa Ibn Malik” څخه اخيستل شوی دی، چې يو عرب سوداګر و چې په لومړي ځل يې له ياد ټاپو څخه کتنه وکړه او وروسته په کې واوسېده. د ټاپو ښارګوټی تر ۱۸۹۸ پورې د پرتګالي مستعمرې پلازمېنه و. په همدې کال کې د هېواد پلازمېنه کې “Lourenco Marques” (نني Maputo) ته ولېږدول شوه. [۸]

تاريخچه

موزمبيق ته د بېنټو (Bantu) ويونکو وګړو د کډوالۍ نېټه له ميلاد څخه مخکې څلورمې پېړۍ ته ورګرځي. د لومړۍ او پينځمې ميلادي پېړيو تر منځ باور کېږي، چې د زمبيزي سيند (Zambezi River) د درې له لارې د کډوالۍ څپې له لويديځ او شمال څخه تېرې او بيا په پرله پسې ډول د سويلي افريقا لوړو [غرنيو] او ساحلي سيمو ته ننوتې. دوی د اهلي ژوو د ساتنې پر بنسټ کرنيزې ټولنې يا ډلې رامنځته کړې او له ځانونو سره يې د اوسپنې د ويلې کولو پښ کولو صنعت يا تخنيک پوهنه راوړله. [۹][۱۰]

سواهيلي ساحل

له ميلاد څخه د مخکې لومړۍ زريزې له وروستيو څخه د هند سمندر د سوداګرۍ پراخه شبکې د سويل پر لور موزمبيق ته دومره پراخه وغځېدې، چې د “Chibuene” لرغونی بندري ښارګوټی يې هم شاهد و. د هند سمندر په سوداګرۍ کې مخ پر وده پانګه اچونه، چې په نهمه پېړۍ کې پيل شوه؛ د معاصر يا نني موزمبيق په ګډون د ټول ختيځ افريقايي ساحل په اوږدو کې د ګڼو بندري ښارګوټو د ودې لامل شوه. ياد ښارګوټي چې زياتره يې خپلواک وو، په لومړني سواهيلي کلتور کې په پراخه ډول ګډون وکړ. اسلام په کې زياتره د هغو ښاري روڼ اندو له لورې ومنل شو، چې د سوداګرۍ چارې يې اسانولې. په موزمبيق کې “Sofala”، “Angoche” او د موزمبيق ټاپو تر ۱۵ پېړۍ پورې سيمه ايز قدرتونه وو. [۱۱]

يادو ښارګوټو د افريقا له کورنيو او د هند له سمندر څه د باندې سوداګرو سره سوداګري وکړي. په ځانګړي ډول مهم يې د سرو زرو او د عاج [د فيل غاښ] کاروان لارې وې. دنني دولتونه لکه د زيمبابوی پاچاهۍ او د ميوټاپا پاچاهۍ غوښتل شوي سره زر او د فيل غاښونه چمتو کړل، چې وروسته له ساحل څخه پورته پراخه بندري ښارونو لکه کيلوا “Kilwa” او مومباسا “Mombasa” ته يې راکړه ورکړه تر سره شوه. [۱۲]

پرتګالي موزمبيق (۱۹۷۵-۱۴۹۸)

کله چې په ۱۴۹۸ کې موزمبيق ته پرتګالي سپړونکي ورسېدل، وار له مخه په کې عرب سوداګريز استوګن د څو پېړيو لپاره د ساحل په اوږدو او له ټاپوګانو څخه لرې مېشت وو. له نږدې ۱۵۰۰ څخه پرتګالي سوداګريزو پوسټونو او کلا ګانو د عرب د سوداګريز او پوځي واک او لومړيتوب ځای ونيو او په ختيځ کې پر نوي اروپايي سيند باندې د غوښتنې منظم بندرونه شول، چې دا د مستعمرې کېدنې بهير جوړېدلو لپاره لومړني ګامونه وو. [۱۳][۱۴]

په ۱۴۹۸ کې “Cape of Good Hope” ته نږدې د “Vasco da Gama” يون د سيمې په سوداګرۍ، سياست او ټولنه کې پرتګالي ننوت په نښه کړ. پرتګاليانو د ۱۶ پېړۍ په لومړيو کې د موزمبيق ټاپو او د “Sofala” بندري ښار واک تر لاسه کړ او تر ۱۵۳۰ لسيزې پورې د پرتګالي سوداګرو او کان پېژندونکو کوچنيو ډلو، چې د سرو زرو په لټه کې وو؛ دننۍ سيمو کې يې نفوذ وکړ. يادو ډلو د “Zambezi” پر سيند باندې په Sena او “Tete” کې لښکرکوټونه او سوداګريزې پايې جوړې کړې او د سرو زرو پر سوداګرۍ باندې د پراخه واک تر لاسه کولو هڅه يې وکړه. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

ایداري وېش

موزامبیق هیواد په ټوله کې په ۱۰ ولایتونو او ۱۲۹ ولسوالیو وېشل شوی دی. ر این کشور تشکیل شده‌است.

 

  1. نیاسا
  2. کابو دلګادو
  3. نامپولا
  4. تته
  5. زامبزیا
  6. مانیکا
  7. سوفالا
  8. ګازا
  9. اینهامبانه
  10. ماپوتو (ښار)
  11. ماپوتو
 

تاریخ

کلتور

جغرافیه

اقتصاد

  1.     {{cite web}}: Empty citation (help)
  2. https://www.cplp.org/id-2775.aspx — د نشر نېټه: ۲۵ اگسټ ۲۰۲۰
  3. http://data.worldbank.org/indicator/SL.UEM.TOTL.ZS
  4. https://books.google.com/books?id=W2oaAAAAMAAJ&dq=mozambique+drive+on+left&q=%22Mozambique+one+drives+on+the+the+left%22
  5. Newitt, M.D.D. "A Short History of Mozambique." Oxford University Press, 2017
  6. Investing in rural people in Mozambique Archived 27 April 2015 at the Wayback Machine.. ifad.org
  7. "Mozambique". Archived 4 February 2021 at the Wayback Machine. The World Factbook. Retrieved 22 May 2007.
  8. History. ilhademo.net
  9. Lander, Faye; Russell, Thembi (2018). "The archaeological evidence for the appearance of pastoralism and farming in southern Africa". PLOS ONE (په انګليسي). 13 (6): e0198941. Bibcode:2018PLoSO..1398941L. doi:10.1371/journal.pone.0198941. PMC 6002040. PMID 29902271.
  10. "Mozambique (07/02)". U.S. Bilateral Relations Fact Sheets/Background Notes. U.S. Department of State. Archived from the original on 2 July 2018. نه اخيستل شوی 1 July 2018. کينډۍ:PD-notice
  11. Sinclair, Paul; Ekblom, Anneli; Wood, Marilee (2012). "Trade and Society on the Southeast African Coast in the Later First Millennium AD: the Case of Chibuene". Antiquity. 86 (333): 723–737. doi:10.1017/S0003598X00047876. S2CID 160887653.
  12. Newitt, Malyn. "Mozambique Island: The Rise and Decline of an East African Coastal City" 2004.
  13. Gupta, Pamila (2019). Portuguese decolonization in the Indian Ocean world: History and ethnography. London: Bloomsbury Academic. ISBN 9781350043657.:{{{1}}}
  14. Isaacman, Allen; Peterson, Derek (2006). "Making the Chikunda: Military Slavery and Ethnicity in Southern Africa, 1750–1900". In Brown, Christopher Leslie; Morgan, Philip D. (eds.). Arming Slaves: From Classical Times to the Modern Age. Yale University Press. pp. 95–119. doi:10.12987/yale/9780300109009.003.0005. ISBN 978-0-300-13485-8.
  15. "Mozambique (07/02)". U.S. Bilateral Relations Fact Sheets/Background Notes. U.S. Department of State. Archived from the original on 2 July 2018. نه اخيستل شوی 1 July 2018. کينډۍ:PD-notice
  16. Sheldon, Kathleen Eddy; Penvenne, Jeanne Marie. "Mozambique: Arrival of the Portuguese". Encyclopedia Britannica (په انګليسي). نه اخيستل شوی 7 June 2021.
  17. Sheldon, Kathleen Eddy; Penvenne, Jeanne Marie. "Mozambique: Arrival of the Portuguese". Encyclopedia Britannica (په انګليسي). نه اخيستل شوی 7 June 2021.
  18. Newitt, Malyn (2004). "Mozambique Island: The Rise and Decline of an East African Coastal City, 1500–1700". Portuguese Studies. 20: 21–37. doi:10.1353/port.2004.0001. ISSN 0267-5315. JSTOR 41105216. S2CID 245842110. نه اخيستل شوی 7 June 2021.
  19. Isaacman, Allen; Peterson, Derek (2006). "Making the Chikunda: Military Slavery and Ethnicity in Southern Africa, 1750–1900". In Brown, Christopher Leslie; Morgan, Philip D. (eds.). Arming Slaves: From Classical Times to the Modern Age. Yale University Press. pp. 95–119. doi:10.12987/yale/9780300109009.003.0005. ISBN 978-0-300-13485-8.