ملا دادالله اخوند
ملا دادالله اخوند (مړينه؛ ۱۳ مې، ۲۰۰۷) يو طالب پوځي وياند (قومندان) و. په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د واکمنۍ له راپرزېدا وروسته نوموړی تر خپلې مړينې پورې د افغانستان په سوېلي ولايت هلمند کې د طالبانو پوځي بولندوی و.[۲] مخينهداد الله د افغانستان په سويلي سيمه روزگان ولايت، او د ځينو په وينا بيا په کندهار کې زيږيدلی وو . جهادی مخېنه یې د شوروي زبرځواک پوځ پرضد پېلېږي، او په همدې لار کې يې خپله يوه پښه هم په ۱۹۸۰ لسیزه کې کې له لاسه ورکړه.[۳] ملا داد الله د وسله والو طالبانو د لس کسيزې شورا يو مهم غړى و چې په تېرو پینځو کلونو کې يې د نړيوالو او افغان ځواکونو په وړاندې د طالبانو د بريدونو مشري کوله . د راپورونو له مخې هغه د ملا محمد عمر اخوند د نژدې کسانو څخه و. ده د طالبانو لخوا د سيمو د نيولو په زياتره عمليانو کې وڼده درلوده . خو څرنگه چې په پيښور کې د نيوز د ورځپاڼې چلوونکى او د بي بي سي خبريال رحيم الله يوسفزى وايي ملادادالله وروسته له هغه سخت مشهور شوچې طالبانو وکولى شول چې دده په مشرۍ د شمال ډيرى ولايتونو ونيسي . دده په لاس د سيمو د کېوتو لامل په دې کې ليدل کيږي چې دى يو پرېکنده او سخت زړى قوماندان و چې په شمال کې د يو شمېر خلکو په وژنه هم تورن و. [۴] د طالبانو د نسکوريدو پر مهال ، د طالبانو د لوى درستيز ملا فاضل اخوند سره ملادادالله هم د کندوز په ولايت کې د طالبانو د پوځي چارو مسوليت په غاړه لرله. ملافاضل اخوند د زرگونو نورو طالبانوسره جنرال دوستم ته تسليم شو چې اوس گوانتنامو کې بندى دى، خو ملا دادالله وکولى شول چې له کندوزه په پټه، تر کندهاره ځان ورسوي.[۳] سرچینې
|