مرجاني ټاپو

د ټاپو يو ډول چې د مرجاني ډبرو د دوې په پايله کې رامنځته کيږي

مرجاني ټاپو(انګليسي ژبه: Coral island‎) د ټاپو يو ډول دی چې د سمندري ايرمونو(مرجانونو) د پاتې شونو او عضوي موادو د يوځای کېدو په پايله کې رامنځته کيږي. [۱]

مرجاني ټاپو
ټوليز مالومات
ځانګړې وېشنيزه
نور اړين مالومات
ساختماني توکي

مرجاني ټاپوګان معمولاً په استوايي او فرعي استوايي سيمو کې د مرجاني ډبرو د ودې په پايله کې رامنځته کيږي چې د سمندر لاندې خورا لويه سيمه پوښي.[۲]

جوړښت

سمول

مرجاني ټاپوګان د ځمکجوړښتونو يا(انګليسي ژبه: Tectonics‎) د رابرسېره کېدو په پايله کې يا هم د بحر په لاندې ساحه کې په پرله پسې ډول د مرجانونو د پاتې شونو او عضوي موادو د پرله پسې رسوبت (ودې بهير) په پايله کې رامنځته کيږي. د ځمکجوړښتونو د رابرسېره کېدو تګلاره کې د مرجاني ډبرو يوه يا ټوله برخه په ځمکه بدليږي او د سمندر د اوبو له سطحې راپورته کيږي. د مرجانونو او عضوي موادو د رسوبت بهير په تګلاره کې بيا ډبرې او شګې د توپانونو په جريان کې په مرجاني ډبرو کې ځای نيسي او يو خای ته راټوليږي د دې ترڅنګ د سمندري څپو او فعاليت له کبله نور جامد مواد په تدريجي ډول مرجاني ډبرو ته راټوليږي او ورسره يوخای کيږي او د يوې ځمکې شکل اختياروي چې وروسته په دغه ځمکه د بوټو او نباتاتو زرغونېدل دا پروسه لاګړندۍ کوي او د ټاپو د پراخېدو سبب ګرځي.

 
اورغورځوونکی چې د ورېښمو له مرجاني ډبرو سره تر يوځای کېدو وروسته يو حلقوي مرجاني ټاپو رامنځته کوي

سرچينې

سمول
  1. "coral island". Encyclopædia Britannica. بياځلي په 2012-12-26.
  2. Murphy, Raymond E. (July 1949). "'High' and 'Low' Islands in the Eastern Carolines". Geographical Review. 39 (3). doi:10.2307/210643. JSTOR 210643.