عضوي ماده، عضوي مواد یا طبیعي عضوي ماده د کاربني ترکیباتو هغې لویې سرچینې ته ویل کېږي چې په طبیعي او جوړو شویو، ځمکنیو او سمندري چاپېریالونو کې پیدا کېږي. عضوي ماده د نباتاتو او حیواناتو د مدفوع او پاتې‌شونو له ترکیباتو څخه جوړه شوې ده. عضوي مالیکولونه هم د غیر ژوندیو کیمیاوي تعاملاتو په مرسته جوړېدای شي. بنسټیز جوړښتونه د سلولوز، تانین، کوټین او لیګنین تر څنګ له نورو پروتینونو، لیپيډونو او کاربوهایدرېتونو څخه جوړېږي. عضوي مواد په چاپېریال کې د غذايي موادو په خوځښت کې ډېر اهمیت لري او د سیارې په کچه د اوبو په خوندي کولو کې رول لري.[۱][۲][۳]

جوړښت سمول

ژوندي موجودات له عضوي ترکیباتو څخه جوړ شوي دي. دغه موجودات د ژوند په جریان کې عضوي مواد خپلو چاپېریالونو ته ور دفع کوي یا ترشح کوي، د پاڼو او ریښو په څېر د بدن غړي تویوي او کله چې مړه شي بدن یې د باکټریايي او فنجي فعالیتونو په پایله کې تجزیه کېږي. لوی مالیکولونه د مخکې پاشل شویو موادو د بېلابېلو برخو له پولمرایز کولو (polymerization) څخه جوړېدای شي. د طبیعي عضوي موادو جوړښت له منشا، تبدیلي حالت، سن او شته چاپېریال سره تړلی، له دې امله یې بیوفزیکوکیمیايي دندې په بېلابېلو چاپېریالونو کې بېلابېلې دي.[۴]

د طبیعي ایکوسیستم دندې سمول

عضوي مواد په ټول ایکوسیستم کې عام دي او د تجزیې د پروسو له لارې د خاورې د میکروبي ټولنو له‌خوا جریان ته لوېږي. تر تجزیې وروسته د اوبو د جریان له لارې خاورې او اصلي اوبو ته انتقالېږي. عضوي مواد د ژوندیو موجوداتو تغذیه برابروي. عضوي مواد د اوبو په محلول کې د یوه بافر په توګه عمل کوي تر څو په چاپېریال کې خنثی pH وساتي. د اسیدي باران د خنثی کولو لپاره بافري عناصر وړاندیز شوي دي.[۵][۶]

د خاورې عضوي مواد سمول

په خاوره کې موجود عضوي مواد له نباتاتو، حیواناتو او مایکرو ارګانېزمونو څخه ترلاسه کېږي. د بېلګې په توګه په یوه ځنګل کې خاوره، پاڼې او لرګین توکي د ځنګل پر غولي لوېږي. کله چې دومره تجزیه شي چې نور د تشخیص وړ نه وي، د خاورې عضوي مواد بلل کېږي. کله چې عضوي مواد په یوه داسې پایداره ماده تجزیه کېږي چې د تجزیې په مقابل کې ډېر مقاومت لري، هغه ماده هوموس نومول کېږي. پر دې بنسټ د خاورې په عضوي موادو کې ټول عضوي مواد شاملېږي، پرته له هغو چې خراب شوي نه وي.[۷][۸]

د خاورې د عضوي موادو یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې د اوبو او تغذیوي توکو د خوندي کولو لپاره د خاورې وړتیا ډېروي او دا امکان برابروي چې دغه توکي په اسانۍ سره ازاد شي، په دې توګه د نبات له ودې سره مرسته کوي. د هوموس بله ځانګړنه دا ده چې له خاورې سره مرسته کوي تر څو سره وچسپېږي، دغه کار نماټډونو او مایکروسکوپي باکټریاوو ته د دې وړتیا ورکوي چې په خاوره کې موجود تغذیوي توکي په اسانۍ سره تجزیه کړي.[۹]

د هوموس د چټک ډېروالي لپاره بېلابېلې لارې شته. د کمپوسټ ترکیب، د نباتاتو یا حیواناتو توکي/ضایعات او شین کوډ په خاوره کې د هوموس د زیاتېدو لامل کېږي.

  1. کمپوسټ: تجزیه شوي عضوي مواد.
  2. د حیواناتو او نباتاتو توکي/ضایعات: مړه شوي نباتات یا د نباتاتو ضایعات لکه پاڼې، بوټي او ونې او حیواني کوډ.
  3. شین کوډ: نباتات یا هغه نباتي مواد چې یوازې له خاورې سره په ګډېدو وده کوي.

دغه درې مادې د هوموس د لا ډېرې ودې او تولید لپاره نماټدونه او باکټریاوې برابروي چې نباتاتو ته د ودې او پايښت لپاره کافي تغذیوي مواد ورکوي.[۱۰]

تجزیه سمول

د عضوي موادو یو مناسب تعریف هغه بیولوژيکي مواد دي چې د خرابېدو یا تجزیې په پروسه کې دي، لکه هوموس. که د تجزیې په پروسه کې بیولوژيکي موادو ته دقت وکړو، د عضوي ترکیباتو (بیولوژيکي مالیکولونو) او (تجزیې) اصطلاحات را څرګندېږي.

هغه اصلي پروسه چې په مرسته یې د خاورې مالیکولونه پاشل کېږي، باکټریايي یا فنجي انزایمي تجزیه ده. که د ځمکې پر مخ باکټریاوې یا فنجي نه وای، د تجزیې پروسه به ډېره ټکنۍ وای.

عضوي کیمیا سمول

د عضوي موادو په کچ کولو یا اندازه کولو کې یوازې عضوي ترکیبات یا کاربن راځي نو له دې امله یوازې د یوې داسې مادې مشابهت دی چې یو وخت ژوندۍ یا تجزیه شوې ده. د عضوي مادې ځینې تعریفونه هم یوازې "عضوي مواد" یوازې کاربن یا عضوي ترکیبات ګڼي او د مادې منشا یا تجزیه په پام کې نه نیسي. له دې نظره ټول عضوي ترکیبات د ژوندیو موجوداتو له‌خوا نه جوړېږي او عضوي ترکیبات یوازې له ژوندیو موجوداتو څخه نه پاتې کېږي. د بېلګې په توګه د صدف یا سېپۍ پوست، که څه هم ژوندی نه دی، ډېر عضوي کاربن نه‌لري، له دې امله ښايي د عضوي مادې په توګه په پام کې ونه‌نیول شي. د دې برعکس، اوره (urea) د هغو عضوي ترکیباتو له ډلې ده چې له هر ډول بیولوژيکي فعالیت پرته سنټز کېدای شي.

عضوي ماده ډېره نامتجانسه او پېچلې ده. په ټولیز ډول عضوي مواد د وزن له نظره په دې ډول دي:[۱۱]

  • ۴۵ تر ۵۵ سلنه کاربن
  • ۳۵ تر ۴۵ سلنه اکسیجن
  • ۳ تر ۵ سلنه هایدروجن
  • ۱ تر ۴ سلنه نایتروجن

سرچینې سمول

  1. "Natural Organic Matter". GreenFacts. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "NASA Goddard Instrument Makes First Detection of Organic Matter on Mars". NASA. 16 December 2014. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Sejian, Veerasamy; Gaughan, John; Baumgard, Lance; Prasad, Cadaba. Climate Change Impact on Livestock: Adaptation and Mitigation. Springer. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-322-2265-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Nicola Senesi, Baoshan Xing, and P.M. Huang, Biophysico-Chemical Processes Involving Natural Nonlifiidulfitving Organic Matter in Environmental Systems, New York: IUPAC, 2006.
  5. Ochoa-Hueso, R; Delgado-Baquerizo, M; King, PTA; Benham, M; Arca, V; Power, SA (2019). "Ecosystem type and resource quality are more important than global change drivers in regulating early stages of litter decomposition". Soil Biology and Biochemistry. 129: 144–152. doi:10.1016/j.soilbio.2018.11.009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Steve Cabaniss, Greg Madey, Patricia Maurice, Yingping Zhou, Laura Leff, Olacheesy head Bob Wetzel, Jerry Leenheer, and Bob Wershaw, comps, Stochastic Synthesis of Natural Organic Matter, UNM, ND, KSU, UNC, USGS, 22 Apr 2007.
  7. "Organic Materials". U.S. Environmental Protection Agency. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ سپټمبر ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Soil Health Terms". د اصلي آرشيف څخه پر 8 نومبر 2006 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Crow, W. T. “Organic Matter, Green Manures and Cover Crops For Nematode Management.”[مړه لينکونه] University of Florida. The Institute of Food and Agricultural Sciences Feb. 2009 Web 10 October 2009
  10. Crow, W. T. “Organic Matter, Green Manures and Cover Crops For Nematode Management.”[مړه لينکونه] University of Florida. The Institute of Food and Agricultural Sciences Feb. 2009 Web 10 October 2009
  11. Steve Cabaniss, Greg Madey, Patricia Maurice, Yingping Zhou, Laura Leff, Olacheesy head Bob Wetzel, Jerry Leenheer, and Bob Wershaw, comps, Stochastic Synthesis of Natural Organic Matter, UNM, ND, KSU, UNC, USGS, 22 Apr 2007.