مدهوبالا

د هندي فلمونو لوبغاړې
مدهوبالا
(پښتو: مدهوبالا)[۱]  د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مدهوبالا
مدهوبالا

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۴ فبروري ۱۹۳۳(1933-02-14)
نوي دهلي   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه ۲۳ فبروري ۱۹۶۹ (۳۶ کال کلنۍ کي)
ممبای، هند
د مړینې لامل د زړه ناروغي
استوګنځای ممبای   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت هند
ميړه کشور کومار (۱۹۶۰–۱۹۶۹)
خويندي
  • خچل
  • الطاف
عملي ژوند
کار/مسلک فلم لوبګر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)
د فعالیت وخت ۱۹۴۲–۱۹۶۴
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

مدهو بالا (۱۴ فبروري ۱۹۳۳ - ۲۳ فبروري ۱۹۶۹) (اصلي نوم: ممتاز جهان) د هندي ژبې فلمونو لوبغاړې وه، هغه د ١٩۴۲ څخه تر ١٩۶۰ پورې د هندي سينما په کلاسيک (پخواني) فلمونو کي راښکاره سوه. هغه اوس هم د هندي سينما د مشهورو شخصیتونو څخه ګڼل کېږي. مدهو بالا د اوږدې مودې د زړه د ناروغۍ له امله په ٢٣ فبروري ۱۹۶۹ کي خپله ساه ورکړه. هغې ته ښکلا د ټراډيجي سره او د هندۍ سېنما وينس هم ويل کيدل.

شخصي ژوند

دبالیووډ دغه ستورې او اداکاره او په یوه روایت آپریدۍ پښتنه وه. دپلار نوم یې عطاءالله خان او او دمور نوم یې بیګم عایشه وه. پلار یې په ډهلي کې د امپیریال توباکو په کمپنۍ کې دیوه مزور او کارګر په توګه دنده سرته رسوله، اوکله یې چې په دغه کمپنۍ کې خپل کار له لاسه ورکړ نو مجبور سو چې دخوارۍ مزدورۍ دپیداکولو په هڅه کې د بمبئي (مو مبایی) ښار ته چې دهند لوی صنعتی ښار وو ولاړ سي. د مدهوبالا درې خویندې او دوه وروڼه په کوچنيوالي کې مړه سول. د ۱۹۴۴ زیږدیز کال داپریل دمیاشتې په چاودنې او اور کې یې کور وسوځيد اونهه کلنه مدهوبالا مجبوره سوه چې خپلې کورنۍ ته دیوې ګولې ډودۍ دپیداکولو لپاره فلمي نړۍ ته ولاړه سي. لومړنی فلم چې مدهوبالا پکې کار وکړ بسنت و او دا (۱۹۴۲ زیږدیز کال) و. مدهوبالا په خپلو هنري فلمونو کې دهندوستان دمشهورو فلمي ستورو لکه: آشوک کمار، راج کپور، پرتهوي راج، پردیپ کمار، شمي کپور، دلیپ کمار. سنیلدت او دیو آنند سره کارکړی دی.

داسې ویل کیږي چې مدهوبالا ددلیپ کمار (یوسف خان) سره مینه درلودله خو هغه ورسره واده ونکړ چې په دې کار سره د مدهوبالا زړه مات سو. مدهوبالا بیا په ۱۹۶۰ زیږدیزکال کې دهند دمشهور سندر غاړی اوفلمي ستوري کشور کمار سره واده وکړ. مدهوبالا په خپل هنري ژوند کې ډیره بریالۍ وه.ددې فلمونه ډیر مینه وال درلودل په تیره بیا د مغول اعظم، نیل کمل، ساقي اوشیرین او فرهاد فلمونه یې ډیر مشهور سول. د مدهوبالا ښایسته مسکا لا تر اوسه د ټولې فلمی او غیر فلمي نړۍ په خلکو کې شهرت لري. مدهوبالا په ۱۹۶۰ کال کې دیره سخته ناروغه سوه او دهغې علت داو چې بدن یې ډیره وینه جوړوله. همداراز دپېپړو او ځیګر ناروغی هم ورته پیدا سوه او ټوخی هم ورته پیداسو.که څه هم دعلاج لپاره لندن ته ولاړه، خو له دې کبله چې ناروغي یې ډیر پر مختګ کړی و نو ډاکټرانو یې هم علاج ونه سو کړای او بیرته بمبئي ته راستنه سوه. د ژوند په پای کې دغه بریالۍ فلمي اداکاره د ۱۹۶۹ زیږدیز کال دفبرورۍ دمیاشتې په ۲۳مه نیټه په بمبئي کې د۳۶ کلونو په عمر له دې نړۍ څخه سترګې بټې کړې او د سنټا کروز د مسلمانانو په هدیره کې خاوروته وسپارل سوه.

نور ولولئ

مدهو بالا هغه هنرمنده ده چې تراوسه پر لکونو زړونو راج چلوي. له دلیپ کومار سره هغې په ترانه، ډبر زړی (سنګ دل)، امر او لوی مغول (مغول اغظم) فېلمونو کې کار کړی دی.

پر دې سربېره یې په چلېدونکی نامي موټر (چلتي کا نام ګاړي)، مسټر اېڼد مسېز، ۵۵، تورې اوبه (کالا پاني) او نورو یادګاري فلمونو کې رول لوبولی دی.

مدهو بالا په نړیواله کچه هغه مهال مشهوره سوه چې کله وتلي او منلي امریکايي مجلې (تیاتر او هنر) په ۱۹۵۲ کال کې د هغې انځورونه خپاره کړل. پر کومو چې ليکلي وه; (The Biggest Star in The World; د نړۍ ترټولو لویه ستورې)

د ٢٠٠٨م کال د پوسټ ټيکټ د مدهو بالا په نامه

همداراز د هند پوستي څانګې د مدهو بالا په یاد په ۲۰۰۸ کال د هغې په نوم یو پوستي ټيکټ (ټاپه) جوړه کړه.[۲]

د فېلم فییر مجلې پخوانی مدیر بي کې کرنجیا په یوه لیکنه کې ویلي وه؛ چې مدهو بالا په خپل قرارداد کې دا لیکل هم پیل کړي و، چې له هغې سره په فېلم کې د اتل رول څوک لري. د اتل ټاکلو پرېکړه هغې په خپل واک کې اخیستې وه. اوس ډېر فېلمي ستوري له ځان سره ساتونکي لري، باليووډ کې د دې کار پیل هم مدهو بالا کړی و. مدهوبالا ته منسوبې نږدې ټولې کیسې حقیقت بلل کېږي. د بي کې کرنجیا په خبره؛ کله چې اول ځل له مدهوبالا سره مخ سوم، نو احساس مې وکړ چې پر فېلمي پرده د مدهوبالا نیمايي ښکلا وړاندې کیږې، په حقیقت کې هغه له دې ډېره ښکلې وه. د باليووډ ځینې هنرمنې اوس هالیووډ کې هم کار کوي او پیسې ګټي، خو کلونه مخکې د هاليووډ نامي صنعتکار فرینک کوپر له مدهوبالا غوښتي و، چې کار ور سره وکړي.

د مدهوبالا لومړنی فېلم بسنت پر ۱۹۴۲ کال خپور سو و. د هغه مهال مشهوره هنرمنه دیویکا راني په دې فېلم کې د مدهوبالا له رول ډېره اغېزمنه سوې وه، ځکه یې د دې نوم (ممتاز) پر مدهوبالا بدل کړ. د حیدر اباد اوسېدونکې خدیجه اکبر پر مدهوبالا کتاب لیکلی، چې نوم یې دی ای وانټ ټو لیو. د هغې په خبره، مدهو بالا له شهرت سره سره داسې هنرمنه وه چې وخت ته ډېره ژمنه وه او تل به په خپل وخت سټوډیو ته رسېدله.

د فلمونو ليسټ

مدهو بالا په شاوخوا ٧٠ فلمونو کې کار کړی، خو شاوخوا ١۵ فلمونه يې کامیابه سول. د هغې د ٢٢ کالو په کاري دوره کې هغې دوه فلمونه هم پروډيوس (جوړ) کړل، حال دا چې په خپل يو پخواني فلم کې يې يوه سندره هم وويل.د هغې د ټولو فلمونو ليسټ په لاندې توګه دئ:

کال فلم رول نوټ
١٩۴۲ بسنت منجو کرېډيټ: سندره ويل
۱۹۴۵ دهنا بګت مونني ماشومه هنرمنده
۱۹۴۶ پوجاري ماشومه هنرمنده او سندره يې هم ويلې وه
پولواري ماشومه هنرمنده
راجپوتانۍ ماشومه هنرمنده
۱۹۴۷ نيل کمال ګنګا د فلم د لوبګرې دنده يې درلوده. ددې فلم د ترسره کولو په وخت کې يې اصلي نوم ممتاز وو.
چېتور ويجی
مېرۍ باګېوان
خوبصورت دنیا
دل کې راني راج کماري سنګ
۱۹۴٨ پرايي آګ
لال دوپټه
دېش سېوا
آمار پرېم
۱۹۴٩ سيپاهیا
سينګآر
پرس پرينکا
نېکي اور بډۍ
محل کاميني
امتحان
دولاري شوبها/دولاري
دولت
اپرادي شيلا راني
١٩۵۰ پردېس چنده
نيشانه ګريتا
نيرالا پونم
مدهوبالا
هنستې آنسو لومړی هندی فلم چې (A certificate) سند ورکول سو
بې قسور اوشا
١٩۵۱ ترانه ترانه
سيان سيان
نازنين
نادان
خزانه
بدل رتنا
آرام لیلا
١٩۵۲ ساقي رُخسانه
دېش بختان
سنګدل
١٩۵٣ رېل کا ډبه چنده
آرمان
١٩۵۴ بهوت دن هووې چندراکانته
آمار آنجو
١٩۵۵ تيرآنداز
نقاب
نآته تآرا لومړی فلم د پروډيوسر په توګه
ښاغلی. او ښاغلې. '۵۵ آنيتا ورما
١٩۵۶ شيرين فرهاد شيرين
رآج هات راجا بېټۍ/راج کوماري
ډهاکې کي مال مول
١٩۵۷ يهودي کۍ لړکۍ
ګېت وې آف انډيا آنجو
اېک سال اوشا سېنها
١٩۵٨ پوليس
پهاګن باناني
کالا پاني آشا
هاوړه بريج ايډنا
چلتۍ کا نام ګاډۍ رېنو
باغي سپاهي
١٩۵٩ کال همارا هې مدهو/بېله
انسان جهاګ اوټا ګورۍ
دو اوستاد مدهو شرما
١٩۶۰ محلو کې خواب آشا د فلم پروډيوسره هم وه
جالي نوټ رېنو/بېنا
برسات کۍ رات شبنم
مغول اعظم انارکلۍ (نادِرا) نوموړی فلم د — فلمفېر جايزه د ښه لوبګري لپاره هم نوماند وو
١٩۶۱ پاسپورټ رېتا بهاګوانداس
جومرو آنجنا
بوای پرينډ سنګييتا
١٩۶۲ هاف ټيکيټ رجني دېوي/آشه
۱۹۶۴ شرابي کملا
۱۹۷۱ جوالا جووالا د دې ترمرګ وروسته نندارې ته وړاندې سو
يواځينی رنګ لرونکی فلم يې همدا وو

دا هم وګورئ


  1. ۱٫۰ ۱٫۱ https://www.dawn.com/news/1157403
  2. بي بي سي پښتو (٢٧ جولاې ٢٠١٧). ""مدهوبالا اوس هم په لکونو زړونو کې ځای لري"". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)