امير محمد عالم خان (۱۸۸۰-۱۹۴۴ز) كې د مغولي واكمنۍ وروستې امير ؤ، چې په بخارا يې واكمني كوله. كه څه هم بخارا د تزاري روسيې تر واك لاندې وه، خو دې امير وكړاى شول، چې له ۱۹۱۱ز د جنورۍ له درېيمې تر ۱۹۲۰ز ۳۰ اگست پورې خپل امارات پدې ښار كې نه يواځې وساتي، بلكه خپله خپلواكي هم ترلاسه كړي. دا امير د چنگېز خان له نسل څخه ؤ.

محمد عالم خان
محمد عالم خان
محمد عالم خان

د شخص مالومات
پيدايښت ۳ جنوري ۱۸۸۰
بخارا   ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
مړینه 28 اپرېل 1944 (64 کاله)  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
کابل   ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
هديره کابل   ويکيډاټا کې (P119) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
پوځي خدمت
مقام ډگر جنرال

ډګروال تورن جنرال   ويکيډاټا کې (P410) ځانګړنې بدلې کړئ

جګړه/جګړې باسماچي خوځښت   ويکيډاټا کې (P607) ځانګړنې بدلې کړئ
عالم خان, انځور كښنه د سرگي مېخاېلوف پروكودين گورسكي لخوا په ۱۹۱۱ز كال كې

امير عالم خان په ۱۳ كلنۍ كې د خپل پلار امير عبدالاحد خان لخوا د سان پيټرزبورگ ښار ته د يوه درې كلنې ښوونيزې دورې لپاره ولېږه ترڅو هورې په جنگي او دولتي چارو كې خپلې زده كړې وكړي. په ۱۸۹۶ز كال د روسي واكمنۍ لخوا ورته بخارا د واكمنۍ وليعهدۍ تاج ورپه سر كړ. لدې كار سره سم دې د بخارا په لور وخوځېد. هورې يې له پلار سره د ملك چارې سمبالولې، پس له دوه كاله د ناسف سيمې د والي په توگه وگومارل شو، او پوره دولس كاله په نوموړي دنده پاتې شو. لدې ځاى څخه بيا شمالي ولايت كرمينا ته ولېږل شو، او د دوه كالو لپاره يې هلته ولايت چارې ترسره كړې، تردې چې په ۱۹۱۰ز كال يې د پلار د مرگ خبر ترلاسه كړه.