محمد صادق ژړک
مخينه
محمد صادق ژړک د پښتو ژبې یو شاعر او لیکوال دی . دی د کوزې سویلي پښتونخوا په کوټه کې اوسي او هلته فرهنگي فعاليتونه کوي .
دندې
د محمد صادق ژړک په مشرۍ پر ۲۰۰۲ ز کال د جنوري پر شلمه په کوټه کې د پښتو ادبي غورځنگ په نامه د يو فرهنگي او ادبي بهیر بنسټ کېښودل شو . دغه غورځنگ د خپلو فرهنگي چارو په ترځ کې تر اوسه ۳۵ عنوانه پښتو کتابونه چاپ کړي دي . غورځنگ ادبي غونډې ، سمینارونه او مشاعرې هم جوړوي . ددې غورځنگ له خوا د «لمبه» په نامه دوه مياشتنۍ مجله هم خپريږي .
د ژړک چاپ شوي اثار
- کاکړۍ غاړې ( څېړنيز اثر)
- نه وې ستاښايستې سترگې (شعري ټولگه)
- مجبوري (د لنډو کیسو ټولگه)