محمد صادق فطرت ناشناس

افغان سندرغاړی (زیږیدنه ۱۹۳۵)

ډاکټر محمد صادق فطرت ناشناس (۲۸ د دېسمبر، ۱۹۳۵ زېږیدلی دی. - ) (په انگرېزي: Sadiq Fitrat Nashenas) د گوتو په شمار نوميالیو پخوانیو افغان غزلبولانو څخه دی او لومړنی هنرمند او غږپوهاند دی چې لوړې زده کړې يې په پښتو ادبياتو کې د دوکتورا تر کچې بشپړې کړي .د ده د نوښتگرۍ له کبله ورته په هند او پاکستان کې د افغان سیگل لقب ورکړل شوی او په افغانستان او سیمه کې د خلکو تر منځ د ناشناس په نامه يادېږي . دی نه يوازې چې سندارا پوهنې کې يو مسلکي غزلبول دی بلکې له ۱۹۵۶ زېږدي کالونو راپدېخوا يې د پښتو، دري او اردو ژبو ادبياتو کې بې شمېره غږیزه پنځونې کړي.

صادق فطرت ناشناس

شاليد
زېږون نوم صادق فطرت ناشناس
زېږېدنه ډيسمبر 28, 1935(1935-12-28)
کندهار, افغانستان
دندې سندرغاړی
د موسيقۍ آلات تبله, باجه
د فعاليت کالونه 2004– تر اوسه

مخينه سمول

ناشناس په کندهار کې يوې روڼ اندې نوموتې کورنۍ کې نړۍ ته سترگې پرانیستي . د پلار نوم يې محمد رفيق حبيبي دی.هغه د خپل د ژوند لويه برخه د افغانستان په پلازمېنه کابل کې تېره کړې. نوموړی په خټه کاکړ پښتون دی. د ډېرو کالونو نه راپدېخوا د پښتو او دري سندرو ترڅنگ په اردو ژبه هم سندرې وايي. ډاکټر ناشناس دم مهال د انگلستان په لندن کې مېشت دی. ناشناس په يوه روحاني کورنۍ کې زېږېدلی دی، خو څنگه چې قسمت يې غوښتل د ديني زده کړو د ترلاسه کولو سره سره يې د هنر او موسيقۍ سره هم ځښته علاقه پيدا کېده، او د خپلې کورنۍ نه په پټه يې د خپل شوق او علاقې په ډگر کې ورښکېل شو چې تر اوسه يې د افغانستان د وتلو سندرغاړو نوم ځانته خپل کړی.

زده کړې سمول

ډاکټر صادق فطرت ناشناس خپلې زده کړې په هند کې د جامعيه مليه اسلاميه څخه په ډيلي کې پیل کړي .د همدې ښوونځي بنسټگر او د هند درېيم ولسمشر ذاکر حسين د ښاغلي صادق فطرت استاد هم و. وروسته یې د هند په پونه ښار کې يو کال زده کړې وکړې بیا بېرته چمن او بلوچستان سیمې ژوب ته خپلې پلرنۍ سیمې ته ورغی او هلته یې نورې زده کړې وکړې . .نوموړي د ۱۲ ټولگي زده کړې په کابل کې سر ته رسولي بيا يې په کابل پوهنتون کې د حقوقو او اقتصادو د پوهنځي نه بريليکونه ترلاسه کړي. په ۱۹۷۰ کال کې د زده کړو لپاره روسيې ته ولاړ او هلته يې د مسکو په دولتي پوهنتون کې د پښتو او روسي ژبې او ادبياتو په برخه کې لومړی ماسټري او بيا يې خپله دوکتورا ترلاسه کړې. دې سره څنگ کې یې په لنډن کې د غږپوهنې تر کچې زده کړې ترسره کړي .

رسمي دندې سمول

دندې يې د افغانستان د ملي راډيو څخه پیل تر ټلویزيونه او بيا د کولتور وزارت لخوا يې د کمپوز او ښه شعر غوراوي او غږآزموینې څارونکی پورې ترسره کړي. همدارنگه د بیهقي چاپي ټولنې مدیر هم پاتې شوی .

باندنۍ تړنې سمول

‍ستاينيزې سمول

ښاغلی ناشناس د افغانستان د گوتو په شمار سندرغاړو او غزلبولانو څخه دی چې کورنۍ او بهرنۍ ستاينيزې يې ترلاسه کړي .

سرچینې سمول

  1. په يوټيوب کې د ښاغلي صادق فطرت ناشناس شخصي ژوند او هنر مخينه
  2. په يوټيوب کې د ښاغلي صادق فطرت ناشناس شخصي ژوند او هنر مخينه
  3. په يوټيوب کې د ښاغلي صادق فطرت ناشناس شخصي ژوند او هنر مخينه
  4. په يوټيوب کې د ښاغلي صادق فطرت ناشناس شخصي ژوند او هنر مخينه

نندارتون سمول