محمد داود وفا

محمد داود وفا (۱۹۷۵ د ننگرهار ولايت د کامې ولسوالي) د افغانستان يو پښتو ژبې ليکوال، شاعر، ژباړن او د پوهنتون استاد دی.  

مخينه سمول

پوهنوال دوکتور محمد داود وفا د غلام رسول زوی د ۱۹۷۵ ز کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه د افغانستان د ننگرهار ولایت د کامې ولسوالۍ په شېرگړ کلي کې زېږېدلی. په افغانستان باندې د روسي یرغل له امله په پېنځه کلنۍ کې پښتونخوا ته کډوال شو. هلته یې لومړنۍ زده کړې په شاه عالم لومړني ښوونځي کې وکړې، بیا امام ابوحنیفه مدرسې ته ولاړ، له هغه ځایه امام اعظم مدرسې ته او له هغه ځایه بیا په سید جمال الدین افغان لېسه کې شامل شو او پر ۱۹۹۲ ز کال له همدې لېسې فارغ شو.

په ۱۹۹۳ ز کال کې د ننگرهار پوهنتون په ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګه کې شامل او په ۱۹۹۷ کال ترې فارغ شو. په ۲۰۱۴ ز کال یې د کابل پوهنتون له پښتو ادبیاتو ماسټري واخيسته او په ۲۰۲۲ ز کال یې د پېښور پوهنتون په پښتو اکېډمۍ کې پي ایچ ډي( دکتورا) بشپړه کړه.

دندې سمول

-د افغانستان لپاره د مرستو د مرکز غړی او د تعاون څېړنیزي مجلې مرستیال (۱۹۹۷-۲۰۰۲). 

- د ننگرهار پوهنتون د پښتو ادبیاتو استاد ( ۲۰۰۵-۲۰۲۲).

- د ازادۍ راډيو خبریال ( ۲۰۰۲- ۲۰۱۲).

- د روټير اژانس خبریال ( ۲۰۰۲- ۲۰۰۶).

- د الفت پښتو ادبي مجلې مسوول مدیر ( ۱۹۹۸-۲۰۰۱).

- د کلید ګروپ خبریال ( ۲۰۰۲- ۲۰۰۵).

- د میدیوتیک افغانستان موسسې د ننگرهار رسنیو کور مشر ( ۲۰۰۸-۲۰۲۰).

- د ننگرهار علمي او فرهنگي مرکز مشر ( ۲۰۱۰-۲۰۲۲).

- د کابل پوهنتون استاد ( ۲۰۱۲-۲۰۱۴).

- د ختیځ ادب اکاډمۍ مشر او موسس (۲۰۱۵- ۲۰۲۲).

- د ختیځ اوونیزې موسس او مسوول چلوونکی ( ۲۰۱۸-۲۰۱۹).

لیکلي او خپاره شوي اثار سمول

۱. په ننگرهار کې لرغونې پانگه.

۲. د ننگرهار د ادبي او فرهنگي بهیر لنډ تاریخ.

۳. د ننگرهار نومورکي شاعران ( تذکره).

۴. د ننگرهار فرهنگي بهیر ته یوه کتنه.

۵. ستوري د ادب په اسمان کې (تذکره).

۶. کره کتنه څه ده؟

۷. د افغانستان کالنۍ لنډ تاریخي بهیر.

۸. د فولکلور پېژندنې لارښود.

۹. د فولکلوري ادب بنسټونه.

۱۰. د پښتو معاصر ادب تاریخ (څلورم پړاو).

۱۱. د پښتو معاصر ادب تاریخ (اوښتون پړاو).

۱۲. تلمه تلمه (د امریکا سفرنامه).

۱۳. د نړېدلي دېوال خوا کې (د جرمني سفرنامه).

۱۴. د رڼاگانو ښار کې (د دوبۍ سفرنامه).

۱۵. پښتو ولسي کیسې.

۱۶. د پښتو ولسي کیسو اروايي څېړنه (د ماسټرۍ تیزس).

۱۷. پاکستان، هند، که پښتونستان؟ (کره کتنه).

۲۶. سل ولسي کیسې.

۱۸. د پښتو اوسنۍ تذکرې.

۱۹. د تاریخ پاڼې (کره کتنه).

۲۰. پښتو هنري نثر ته یوه کتنه.

۲۱. یوه نیمه لسیزه پښتو هنري نثري ادب.

۲۲. پښتو قرات (د ادبیاتو پوهنځي د ناپښتو څانگو درسي کتاب).

۲۳. د مدني ټولنو مخکښان.

۲۴. پښتو فولکلوري قاموس.

۲۵. پښتو ادبي اصطلاحات.

۲۶. پښتانه تذکره لیکوال.

۲۷. د پښتو شاعرانو او لیکوالو نومښود.

۲۸. د ختیزو سیمو کرونولوژي (۲۰۰۱- ۲۰۱۲).

۲۹. جهادي خپرونې.

۳۰. په پښتو کې سفرنامه لیکنه.

۳۱. په پښتو کې چاپي دیوانونه.

۳۲. پښتو چاربیتې.

۳۳. د ننگرهار ولسي ادب.

۳۴. د نوي ژورنالېزم بنسټونه.

۳۵. لیکوالي.

۳۶. ژورنالېستي ژبه.

۳۷. د ژورنالېزم او ادبیاتو په باره کې.

۳۸. د مراد علي صاحبزاده ژوند او هڅې.

۳۹. پښتو خاطره لیکنې ته کره کتنه.

۴۰. ملنگ جان د عصر نابغه.

۴۱. پښتونستاني ادبیات.

۴۲. د پښتو غزل پيل او پرمختگ.

۴۳. له نښترو سره لارې ( شاعري).

۴۴. پښتو اوسنۍ ژباړې.

۴۵. د پښتو انلاین ادبیاتو تحقیقي او تنقیدي جایزه (د ډاکټرۍ ډيزرټېشن).

۴۶. د پښتو ادبي نثرونو ژبنۍ څېړنه.

۴۷. ادبي مقالې.

۴۸. د پښتو فولکلور نوي ژانرونه.

۴۹. تاریخي سمونې.

۵۰. زموږ په لرغوني فرهنگ کې انساني ارزښتونه.

۵۱. د ماشومانو ادبیات.

۵۲. د ننگرهار تاریخي شخصیتونه.

۵۳. د ننگرهار زیارتونه.

۵۴. شلکلنې اندېښنې. او نور.                  ‍

ژباړې:

۵۵. د شاه ولایت ماب روضه (ژباړه).

۵۶. معیوبین او ټولنه (ژباړه).

۵۷. د افغانستان لنډ تاریخ (ژباړه).

۵۸. د افغانستان لرغوني ډبرلیکونه (ژباړه).

۵۹. په افغانستان کې د لیک تاریخچه (ژباړه).

۶۰. مدني ټولنو ته د رسنیزو اړیکو لارښود (ژباړه).

۶۱. انتخاباتي ژورنالېزم (ژباړه).

۶۲. د سولې ژورنالېزم (ژباړه).

سرچينې سمول

۱. د محمد داود وفا اند و ژوند ته لنډه کتنه، د ننگرهار ادب پوهنځي مونوگراف، لیکوال، دیدار احمد مایار. ‎