ډاکټر محمد امین واکمن (۱۹۳۹ زېږديز کال، ميدان وردک ولايت ) د افغان ملتپال ولسواک گوند سياسي پېژندل شوی غړی او ليکوال دی.

محمد امين واکمن

مخینه

ډاکټر محمد امین واکمن پر ۱۹۳۹ ز کال په میدان وردگ ولایت کې د ميا خان صاحب په کور کې زېږېدلی دی. د هغه پلار يو پوځي ډگرمن دی. ويل کېږي چې دی د افغان ملت گوند د باندنيو چارو نړېوال استازی او همدارنگه د افغان ملت گوند د جرگې مشر غړی دی.

زده کړې

محمد امین واکمن خپلې لومړنۍ زده کړې په خپل ولایت وردگ کې ترسره کړې دي. د دوهمې دورې زده کړې ېې د سوداگرۍ په برخه کې په کابل کې ترسره کړې دي. لوړې زده کړې ېې هم پر ۱۹۶۴ ز کال د کابل پوهنتون د ژورنالیزم په پوهنځي کې سر ته رسولې دي. وروسته د نورو لوړو زده کړو لپاره هند ته تللی او هلته ېې د ټولنیزو علومو په برخه کې خپله لومړۍ ماسټري ترلاسه کړې ده. دويمه ماسټري ېې د فلسفې په څانگه کې ترلاسه کړې. هغه د ډاکټرۍ بری لیک له جواهر لال نهرو پوهنتون څخه د سياسي علومو له څانگې څخه اخيستی دی.

دندې

ډاکټر محمد امین واکمن له دوهمې دورې زده کړو څخه وروسته پر ۱۹۶۵ ز کال په کابل کې د ملگرو ملتو سازمان په يوه اداره کې کار پیل کړ. همدارنگه ېې پوځي دوره د سرتېري په توگه په کابل کې ترسره کړې ده. د پوځي خدمت تر دورې وروسته د هغه وخت د حکومت له خوا د مخابراتو په رياست کې د پروتوکول د آمر په توگه په دنده وگومارل شو.

محمد امین څه موده د جوزجان ولایت په مرکز کې د ډيوه ورځينۍ خپرونې پازوال او د مخابراتو مالوماتي استازی هم پاتې شوی دی. هغه په تورکيه کې د انقرې راډيو په پښتو څانگه کې د ویاند او پروډيوسرۍ کارونه ترسره کړي. نوموړی تر دې وروسته د ال انډيا راډيو (راډيو ډيلی) د خبريال او وياند په توگه دنده ترسره کړې ده. امین د کمونسټانو د مخالفت له کبله خپلو رسمي کارونو ته په کال ۱۹۷۸ ز کې پایټکی کښېښود. هغه د سياست تر څنگ د لیکوالۍ استعداد هم لري. د همدې وړتيا له کبله ېې د امریکا غږ راډيو پښتو څانگه کې د وياندۍ او لیکوال په توگه دندې ترسره کړې دي.

سياست ته ورتگ

ژباړې اولیکنې

چاپ شوي اثار

  1. د افغانستان ملي نهضتونه، د ۱۳۸۴ لېږديز لمريز کال چاپ.
  2. افغانستان ناپېيلتوب او ستر ځواکونه، د ۱۳۸۲ ل ل کال چاپ.
  3. افغانستان د څلور لاري پر سر، د ۱۳۸۱ ل ل کال چاپ.
  4. زما د ژوند سياسي يون، د ۱۳۸۷ ل ل کال چاپ.

سرچینې

  1. http://afghandata.org:8080/xmlui/handle/azu/17171 Archived 2019-10-12 at the Wayback Machine.
  2. https://shahmbookco.com/product/%D8%AF-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D9%85%D9%84%DB%8C-%D9%86%D9%87%D8%B6%D8%AA%D9%88%D9%86%D9%87/?wmc_current_currency=USD&add_to_wishlist=8146
  3. https://shahmbookco.com/product/%D8%B2%D9%85%D8%A7-%D8%AF-%DA%98%D9%88%D9%86%D8%AF-%D8%B3%DB%8C%D8%A7%D8%B3%DB%8C-%DB%8C%D9%88%D9%86/
  4. http://puka.cs.waikato.ac.nz/cgi-bin/library.cgi?e=d-00000-00---off-0areu--00-0----0-10-0---0---0direct-10---4-------0-1l--11-en-Zz-1---20-about---00-0-1-00-0-0-11-0-0utfZz-8-00&a=d&c=areu&cl=CL5.38&d=HASH9ee5bcd65d754636a27c35 Archived 2021-01-26 at the Wayback Machine.