مايکل ريچارډ پنس (د ۱۹۵۹ز کال د جون په اومه زېږېدلی) يو امریکايي سياستوال، د خپرونو چلوونکی او وکيل دی، هغه له ۲۰۱۷ز  څخه تر ۲۰۲۱ز کال پورې د امريکا د اته څلوېښتم مرستيال ولسمشر په توګه دنده تر سره کړې. نوموړی د جمهوري غوښتونکي ګوند غړی دی چې له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۷ز کال پورې يې د انډيانا د پنځوسم والي په توګه کار کړی. پينس له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۳ز کال پورې د متحده ايالاتو د استازو د مجلس غړی هم و چې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۳ پورې يې د انډيانا د دويمې ولسوالۍ استازيتوب کاوه او له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۱۳ز کال پورې يې د شپږمې ولسوالۍ استازولي کوله.

مایک پینس
(انګلیسي: Mike Pence)[۱][۲]  د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مایک پینس
مایک پینس

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Michael Richard Pence)[۳][۱][۲]  د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۷ جون ۱۹۵۹[۳][۱][۲]
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) [۴]  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال [۱][۲]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
مایک پینس
مایک پینس

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي )
د تاييدولو سرچينه (انگليسي )
د تاييدولو سرچينه (انگليسي )
د تاييدولو سرچينه (انگليسي )  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
انټرنیټ فلم ډیټابېس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

پنس په کولمبيا کې زېږېدلی او ستر شوی او د متحده ايالاتو د استازي جورج پنس کشر ورور دی. هغه له هانور کالج فارغ شوی او د انډيانا پوهنتون د رابرټ ايچ. مک کيني د قانون له پوهنځي يې د قانون سند تر لاسه کړی، وروسته يې شخصي دنده پيل کړې. په ۱۹۸۸ او ۱۹۹۰ز کلونو کې د کانګريس چوکۍ ته د دوه ځل نومانديدو له ناکامۍ وروسته، نوموړی له ۱۹۹۴ او ۱۹۹۹ز کلونو کې د راډيو او تلويزيون د دوه پروګرامونو چلوونکی شو. پنس په ۲۰۰۰ز کال کې د متحده ايالاتو د استازو مجلس ته وټاکل شو او له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۳ز کال  يې د انډيانا د دويمې او شپږمې کانګريسي حوزو استازولي وکړه. هغه له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۰۷ز کال پورې د جمهوري غوښتونکو د مطالعاتو د کميټې مشر و او له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۱ز کال پورې د جمهوري غوښتونکو د مجلس د کنفرانس رئيس و، کوم چې د جمهوري غوښتونکو مجلس په مشرتابه کې درېيمه تر ټولو لوړه دنده ده. پنس خپل ځان (اصولي محافظه کار) او د ټي پارټي د خوځښت ملاتړی بولي، نوموړی وايي چې هغه په دې ډول مسيحي، محافظه کار او جمهوري غوښتونکی دی. [۵][۶][۷]

کله چې د لنډې مودې والي «ميچ ډانيالز» تقاعد شو، پينس د ۲۰۱۲ز کال د انډيانا د ايالتي والي په توګه د جمهوري غوښتونکو د نوماند په توګه بريالی شو. هغه په تر ټولو نژدې ټاکنو کې په وروستيو پنځوسو کلونو کې د انډيايانا د مجلس پخواني مشر جان ار. ګريګ ته ماتې ورکړه. د ۲۰۱۳ز کال په جنورۍ کې د والي په توګه له ټاکل کېدو سره سم، پنس د انډيانا په تاریخ کې د مالياتو تر ټولو ستر کمښت پيل کړ او د شخصي تعليمي طرحو لپاره يې د زياتې بوديجې هڅې پيل کړې. پنس په هغه لايحو لاسليک وکړ چې د ماشوم ضايع کول محدودوي، که څه هم د سقط جنين لامل توکم، جنسيت يا معلوليت وي. کله چې پنس د مذهبي ازادۍ بيا پر ځای کولو پر قانون لاسليک وکړ، نوموړی د خپل ګوند د اعتدال خوښوونکو غړيو، سوداګريزو ټولنو او همجنسبازانو د ملاتړو له سخت مقاومت سره مخ شو. د RFRA  په وړاندې د سخت غبرګون له امله پنس اړ شو چې د جنسي ميلان، جنسيتي پېژندګلو او نورو برخو پر بنسټ د توپيري چلند په لايحه کې بدلون راولي. [۸][۹][۱۰]

د ۲۰۱۶ز کال په جولای کې پنس د والي د دفتر لپاره د بيا ټاکنو له مبارزو په شا شو، ټر څو د ولسمشرۍ لپاره د جمهوري غوښتونکي نوماند ډونالډ ټرمپ د مرستيال په ټاکنو کې برخه واخلي، چا چې د ۲۰۱۶ز کال د ولسمشرۍ ټولټاکنې وګټلې. هغه د ۲۰۱۷ز کال د جنورۍ په شلمه نېټه د متحده ايالاتو د مرستيال ولسمشر په توګه په کار پيل وکړ. د ۲۰۱۷ز کال د جون په مياشت کې ملي فضايي شورا بيا پرانيستل شوې وه او د مرستيال ولسمشر په توګه پنس د دې شورا مشري وکړه. د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ په مياشت کې، پنس د سپينې ماڼۍ د کروناوايرس د ځانګړې ډلې د مشر په توګه وټاکل شو، کومه چې په متحده ايالاتو کې د کوويډ-۱۹ په غبرګون کې جوړه شوې وه.

پنس او ټرمپ د ۲۰۲۰ز کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د جوبايډن او کاميلا هارس په وړاندې ماتې وخوړه، خو د ټرمپ مبارزاتي ډلې د دې پايلو له منلو انکار وکړ، د ټاکنو د درغلۍ ناسمې ادعاوې يې وکړې او په ډېرو ايالاتونو کې يې شپږ اتيا ناکام قانوني شکايتونه ثبت کړل. که څه هم ټرمپ هڅه وکړه چې د ټاکنو پايلې لغوه کړي، پنس بايډن او هارس د ټاکنو د برياليو په توګه تاييد کړل. د ټاکنو د پايلو د لغوه کولو لپاره د هڅو نه کولو له امله ټرمپ هغه ته بد رد وويل او د ټرمپ د ځينو پلويانو له خوا په تاوتريخوالي  وګواښول شو، په ځانګړي ډول د امريکا د ملي شورا پر ماڼۍ د بريد پر مهال.[۱۱][۱۲]

د ژوند لومړي کلونه او زده کړې سمول

مايکل ريچارډ پنس د انډيانا په کولمبس کې د ۱۹۵۹ز کال د جون په مياشت کې زېږېدلی دی، د ان جين نانسي کاولي او ايډوارډ جوزف پنس له شپږو بچيانو يو دی، چې پلار يې د تيلو د مرکزونو يوه ټولګه اداره کوله. پلار يې د کوريا د جګړې پر مهال د متحده ايالاتو په پوځ کې دنده تر سره کړې او په ۱۹۵۳ز کال کې يې د برونز ستوری (د ستاينې نښان) تر لاسه کړی چې پنس همدا ستوری د يو ستاينليک په ملتيا او د هرکلي له يو انځور سره په خپل دفتر کې ايښی دی. پلار يې د الماني او ايرلينډي توکم څخه و او مور يې ايرلنډي الاصله وه. پلرنی نيکه يې ايډوارډ جوزف پنس د شيکاګو په زېرمځايونو کې کار کړی دی. د هغه نوم د هغه مورني نيکه ريچارډ مايکل کاولي څخه اخستل شوی، چا چې د ايرلينډ د مايو ولسوالۍ له دوکاسل څخه د ايليس د ټاپو له لارې متحده ايالاتو ته د يوې ترور او د هغه د ورور جيمز په تعقيب کوچ کړی و او د شيکاګو په ايلينوی کې د بس چلوونکی شو. د هغه د مورنۍ نيا مور او پلار د ايرلينډ د کلار د ولسوالۍ د دونبګ اوسېدونکي وو.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

پنس په ۱۹۷۷ز کال کې د کولمبس شمالي عالي ليسې څخه فارغ شو. نوموړي په ۱۹۸۱ز کال کې د هانور کالج څخه په تاريخ کې د لسانس سند تر لاسه کړ، د اينډيانا پوهنتون –په انډيانا پولس کې د پروډو اينډيانا پولس پوهنتون د رابرټ ايچ. مک کيني د حقوقو له پوهنځي څخه يې په ۱۹۸۶ز کال کې د حقوقو برخه کې ډاکټري تر لاسه کړه. په هانور کې د زده کړو پر مهال هغه د ګاما ډلټا د وروګلوۍ (يو مسلک څښتانانو) د ټولنې غړيتوب تر لاسه کړ او د دې برخې رئيس وټاکل شو. له هانور څخه تر فراغت وروسته، هغه په همدې کالج کې له ۱۹۸۱ څخه تر ۱۹۸۳ز کال پورې د داخلې سلاکار و. [۲۶][۲۷][۲۸]

په ماشومتوب او نوې ځوانۍ کې، د کورنۍ د نورو غړو په څېر پنس هم رومي کاتوليک او ديموکرات و. هغه په ۱۹۷۶ز کال کې د بارتولوميو ولسوالۍ د ډيموکراتيک ګوند رضاکار و او د ۱۹۸۰ز کال د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې يې جيمي کارټر ته رايه ورکړه، هغه ويلي چې د جان ايف. کينيډي او مارتر لوتر کينګ په څېر اشخاصو څخه په اغېزمن کېدو سره هغه غوښتل چې به سياست کې ښکېل شي. په پوهنځي کې د زده کړې پر مهال هغه کاتوليکه کليسا پرېښوده او په داسې حال کې چې مور يې ډېره ناهيلي شوې وه انجيلي مسيحيت ته واوښت، يعنې بيا زېږېدلی مسيحي. د ژوند په همدې پړاو کې د هغه سياسي اندونو ښي لور ته بدلون وموند، د کوم لامل چې پنس «د رونالډ ريګن عام فهمه  محافظه کاري» بولي او په همدې پېژندل کېدو.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

د مسلک لومړي وختونه او د کانګريس لپاره مبارزه سمول

په ۱۹۸۶ز کال کې د حقوقو له پوهنځي څخه تر فراغت وروسته، پنس په خصوصي دنده کې څارنوال شو. په ۱۹۸۸ز کال کې، پنس د برحاله ديموکرات فلپ شارپ په وړاندې د کانګريس په ټاکنو کې ګډون وکړ، خو ناکام شو. هغه په ۱۹۹۰ز کال کې د شارپ په وړاندې بيا په ټاکنو کې ګډون وکړ، خپله دنده يې له دې امله پرېښوده چې سياليو ته بشپړ وخت ورکړي، خو يو ځل بيا بريالی نه شو. د دې سيالیو پر مهال پنس «د کور د ګروۍ د تادياتو، د شخصي اعتباري کارت د صورت حساب، خوراک څښاک، ګالف لوبې سياليو لګښتونو او د هغه د مېرمنې د موټر د تادياتو لپاره سياسي بسپنې وکارولې». په داسې حال چې دا لګښتونه هغه مهال ناقانونه نه و، بيا هم دې چارې د هغه ټاکنيزې مبارزې تر سيوري لاندې راوستې.[۳۴][۳۵][۳۶]

د ۱۹۹۰ز کال په مبارزو کې، پنس يو تلويزيوني تبليغاتي پروګرام پر لار واچاوه، په کوم کې چې يو لوبغاړی په شړۍ او د سر په پوښاک کې لېدل کېدو، د منځني ختيځ په ځيږه لهجه غږېدو او د هغه له مخالف شارپ څخه يې له دې امله مننه وکړه، چې د انرژۍ او برېښنا اړوند د مجلس د يوې فرعي کميټې د مشر په توګه يې امريکا ته د واردو شويو تيلو څخه د خلاصون په موخه هېڅ ونه کړل. په دې اړوند د نيوکو په غبرګون کې د پنس مبارزې وويل چې دا اعلان د عربانو په اړه نه و؛ بلکې موخه يې د شارپ د رهبرۍ نيمګړتيا ته اشاره وه.[۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ۱٫۴ Vice President Mike Pence — د نشر نېټه: ۲۰ جنوري ۲۰۱۷ — آرشيف اصل — د خپرولو نیټه: ۲۰ جنوري ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 United States
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ ۲٫۴ ۲٫۵ دوتنه: Library of Congress
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Tim Kaine v Mike Pence: what to know about the vice-presidential candidates — د نشر نېټه: ۷ جنوري ۲۰۱۷ — آرشيف اصل په ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۶ — دوتنه: David Richard Smith — خپرونکی: ګارډيان — د خپرولو نیټه: ۴ اکتوبر ۲۰۱۶
  4. https://www.govtrack.us/congress/members/mike_pence/400315 — د نشر نېټه: ۱۲ مې ۲۰۲۰
  5. (په November 19, 2008 باندې). U.S. Rep. Mike Pence of Indiana to get House GOP's No. 3 leadership job.
  6. (په November 11, 2016 باندې). Mike Pence Emerging as a Commanding Figure in Trump Administration.
  7. (په July 15, 2016 باندې). 5 faith facts on "Mike Pence: A 'born-again, evangelical Catholic. Also published the same date in the National Catholic Reporter.
  8. Stidman, Eric (April 20, 2015). "John Gregg eyes governor's seat for 2016". WTHITV.com. د اصلي آرشيف څخه پر June 13, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 13, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "DOUG ROSS: Gregg gearing up for second gubernatorial run". Nwitimes.com. February 15, 2015. د لاسرسي‌نېټه June 13, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په March 24, 2016 باندې). Indiana Governor Signs Abortion Bill With Added Restrictions.
  11. (په November 5, 2020 باندې). Trump's Election Lawsuits: Where the Court Fights Are Playing Out. Bloomberg.com.
  12. Herb, Jeremy. "As Trump refuses to concede, his agencies awkwardly prepare what they can for a Biden transition". CNN. د لاسرسي‌نېټه November 14, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Groppe, Maureen (September 2, 2019). "Mike Pence has a deep affection for Ireland. It's not completely reciprocated". USA Today. د لاسرسي‌نېټه July 9, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "The Republic from Columbus, Indiana · Page 1". د لاسرسي‌نېټه November 17, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په April 5, 1956 باندې). Wedding Bells Ring Out For 3 S. Side Couples. Chicago Daily Tribune.
  16. de la Cuetara, Ines (July 14, 2016). "Mike Pence: Everything You Need to Know". ABC News. د لاسرسي‌نېټه July 15, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په April 15, 2017 باندې). 5 things to know about US Vice President Mike Pence.
  18. Neal, Andrea (July 11, 2018). Pence: The Path to Power (په انګلیسي ژبه کي). Indiana University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-68435-038-4. د لاسرسي‌نېټه August 5, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Mayer, Jane (October 23, 2017). "The Danger of President Pence; Trump's critics yearn for his exit. But Mike Pence, the corporate right's inside man, poses his own risks". Newyorker.com. د لاسرسي‌نېټه October 26, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په August 29, 2006 باندې). Star of the Right Loses His Base at the Border.
  21. (په March 16, 2017 باندې). Mike Pence tried with extraordinary speech about Irish heritage—but Hillary Clinton wins the biggest cheer of the night.
  22. (په July 20, 2016 باندې). Mike Pence's Journey: Catholic Democrat to Evangelical Republican. The New York Times.
  23. (په January 9, 2018 باندې). How 'chain migration' brought us the Trump White House.
  24. Carswell, Simon (March 21, 2013). "Mike Pence and Donald Trump's Irish connection: Doonbeg". The Irish Times. د لاسرسي‌نېټه July 15, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. McMahon, Páraic (July 15, 2016). "Doonbeg links aplenty in US Presidential race". ClareHerald.com. د لاسرسي‌نېټه October 1, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Biography". Office of U.S. Representative Mike Pence. د اصلي آرشيف څخه پر مارچ 6, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه جولای 2, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په February 10, 2016 باندې). Pence pegs Holcomb for state's No. 2 post.
  28. (په May 31, 2014 باندې). Is Gov. Mike Pence moving to the center amid talk of presidential run?.
  29. Eason, Rrian (November 9, 2016). "Next VP: 10 things to know about Indiana Gov. Mike Pence". IndyStar. د لاسرسي‌نېټه December 4, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Burton, Danielle (November 15, 2006). "What You Didn't Know About Rep. Mike Pence of Indiana". U.S. News & World Report. د اصلي آرشيف څخه پر February 17, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 31, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Eason, Rrian (November 9, 2016). "Next VP: 10 things to know about Indiana Gov. Mike Pence". IndyStar. د لاسرسي‌نېټه December 4, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. (په September 9, 2016 باندې). Mike Pence Explains How Ronald Reagan Made Him a Republican.
  33. (په July 20, 2016 باندې). Mike Pence's Journey: Catholic Democrat to Evangelical Republican. The New York Times.
  34. . Here's what you should know about Mike Pence. Huffington Post.
  35. Sager, R. (2006). The Elephant in the Room: Evangelicals, Libertarians, and the Battle to Control the Republican Party. Wiley. د کتاب پاڼې 82. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-471-79332-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. (په June 15, 2016 باندې). Mike Pence used campaign funds to pay his mortgage—and it cost him an election.
  37. (په June 15, 2016 باندې). Mike Pence used campaign funds to pay his mortgage—and it cost him an election.
  38. (په October 12, 1990 باندې). [{{{url}}} Arab Group Says Pence TV Ad Is Offensive]. Post-Tribune.
  39. "Mike Pence Fast Facts—CNN Politics". CNN (په انګلیسي ژبه کي). 2016-07-14. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. (په July 14, 2016 باندې). 5 Things To Know About Mike Pence. NPR
  41. (په June 15, 2016 باندې). Mike Pence used campaign funds to pay his mortgage—and it cost him an election.
  42. Pence, Mike (Summer 1991). "Confessions of a negative campaigner". Indiana Policy Review. د کتاب پاڼي 5–6. د اصلي آرشيف څخه پر March 5, 2001 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)