ميانمار

(له ماينامار(برما) نه مخ گرځېدلی)
  

ميانمار يا برما چې په رسمي توګه د ميانمار د جمهوري اتحاديه په نوم یاديږي په سوېل ختيځه آسيا کې پروت یو هېواد دی. د برنا پلازمینه د نایپیداو ښار دی او رسمی ژبه یې برمایي ژبه ده، یاد هیواد ۵۷۸'۶۷۶ کیلومتره مربع او ۸۵۵'۵۸۲'۵۳ میلیونه وګړي لري.

ميانمار
ميانمار
ميانمار
بیرغ
ميانمار
ميانمار
نښان

Location of  ميانمار  (green) in ASEAN  (dark grey)  —  [Legend]
Location of  ميانمار  (green)

in ASEAN  (dark grey)  —  [Legend]

Location of  ميانمار  (green)

in ASEAN  (dark grey)  —  [Legend]


شعار
ملي ترانه:
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۲۲°شمال ۹۶°ختیځ / 22°شمال 96°ختيځ / 22; 96   ويکيډاټا کې (P625) ځانګړنې بدلې کړئ[۱]
ټيټه سيمه هندي سمندر (0 متر )  ويکيډاټا کې (P1589) ځانګړنې بدلې کړئ
پراخوالی 676577.2 کیلومتره مربع   ويکيډاټا کې (P2046) ځانګړنې بدلې کړئ
پلازمېنه نایپیداو   ويکيډاټا کې (P36) ځانګړنې بدلې کړئ
رسمي ژبې برمايي ژبه [۲]  ويکيډاټا کې (P37) ځانګړنې بدلې کړئ
مشرتابه
حکومت ډول ولسمشريزه   ويکيډاټا کې (P122) ځانګړنې بدلې کړئ
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
خپلواکۍ نېټه ۴ جنوري ۱۹۴۸  ويکيډاټا کې (P571) ځانګړنې بدلې کړئ
د عمر محدودیتونه
د واده عمر 20 کلن   ويکيډاټا کې (P3000) ځانګړنې بدلې کړئ
بې کارۍ کچه 3 سلنه (۲۰۱۴)[۳]  ويکيډاټا کې (P1198) ځانګړنې بدلې کړئ
اوسط عاید
2037600 kyat (۳۱ اکتوبر ۲۰۲۲)[۴]  ويکيډاټا کې (P3529) ځانګړنې بدلې کړئ
نور مالومات
بېړنۍ ټليفون
شمېره
١٩٩ (ساتونکی )  ويکيډاټا کې (P2852) ځانګړنې بدلې کړئ
تګلوری
رسمي وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
هېواد کوډ MM
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +95  ويکيډاټا کې (P474) ځانګړنې بدلې کړئ
Map

میانمار، په رسمي توګه د میانمار د اتحادیې جمهوریت چې برما هم ورته ویل کېږي، د سویل ختیځې اسیا یو هېواد دی. دا په اصلي سویل ختیځه اسیا کې تر ټولو لوی هېواد دی او تر 2017ز کال پورې یې شاوخوا 54 میلیونه نفوس درلود. میانمار په شمال لوېدیځ کې له بنګله دیش او هند، شمال ختیځ کې له چین، ختیځ او سویل ختیځ کې له لاوس او تایلینډ، او سویل او سویل لوېدیځ کې له اندامان سمندر او بنګال خلیج سره ګډه پوله لري. د هېواد پلازمېنه نیپیداو ښار دی او تر ټولو لوی ښار یې یانګون (رنګون) دی.[۵]

په دې سیمه کې په لومړیو تمدنونو کې د میانمار په پورتنۍ برخه کې د تبت - برمن ژبو پیو ښاري ایالتونه او په ټیټ میانمار کې د مون سلطنتونه شامل وو. په ۹مه پېړۍ کې، د بامر وګړي پورتنۍ ایراودي درې ته ننوتل، او په 1050 لسیزه کې د بت پرست سلطنت له تاسیس وروسته، د برما ژبه، کلتور، او تراودا بودیزم دین ورو ورو پر هېواد واکمن شول. د بت پرستو سلطنت د منگول تر یرغلونو لاندې راغی، چې له دې سره څو جنګیالي دولتونه راڅرګند شول. دغه هېواد په ۱۶مه پېړۍ کې، د تانګو د سلطنت له خوا متحد شو، چې د لنډې مودې لپاره د سویل ختیځې اسیا په تاریخ کې تر ټولو لویه سترواکي شوه.[۶][۷]

د ۱۹مې پېړۍ په پیل کې د کونبونګ کورنۍ په یوه سیمه کې واکمني کوله، چې په کې نننی میانمار شامل و او په لنډه موده کې یې مني پور او آسام هم کنټرول کړل. د برتانیې د ختیځ هند شرکت په ۱۹مه پېړۍ کې تر دریو انګلیس-برما جنګونو وروسته د میانمار د ادارې کنټرول ترلاسه کړ او هېواد د برتانوي استعمار په توګه بدل شو. د جاپان تر لنډ اشغال وروسته، میانمار د متحدینو له خوا بېرته ونیول شو او په 1948ز کال کې یې خپلواکي ترلاسه کړه. په 1962ز کال کې تر کودتا وروسته، دا هېواد د برما تر سوسیالیست پروګرام ګوند لاندې یو پوځي دیکتاتور هېواد شو.

میانمار د خپلواکۍ په ډېرو کلونو کې په توکمیزو شخړو کې ښکیل و او بې شمېره توکمیزې ډلې یې د نړۍ په تر ټولو اوږد مهالو کورنیو جګړو کې ښکېلې دي. په دې موده کې ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو سازمانونو په هېواد کې له بشري حقونو نه په دوامداره توګه د سرغړونو راپور ورکړی دی. په 2011ز کال کې، پوځي حکومت په رسمي توګه له 2010ز کال ټولټاکنو وروسته منحل شو او یو ملکي حکومت تاسیس شو. دا د آنګ سان سوچي او سیاسي بندیانو د خوشې کېدو او په 2015ز کال کې له بریاليو ټاکنو سره سره؛ د هېواد د بشري حقونو لرغونوالی، د بهرنیو اړیکو ښه والی او د سوداګرۍ او نورو اقتصادي بندیزونو د کمولو لامل شو. د دغه هېواد چلند د توکمیزو لږکیو، په ځانګړې توګه د روهینګیا د شخړې په تړاو، د نړیوالو سازمانونو او زیاترو هېوادونو له خوا غندل شوی دی.[۸][۹][۱۰]

د میانمار د 2020ز کال تر ټاکنو وروسته، چې د آنګ سان سوچي ګوند په دواړو مجلسونو کې قاطع اکثریت وګاټه، د برما پوځ یو ځل بیا د کودتا پر مټ واک ترلاسه کړ. کودتا په پراخه کچه وغندل شوه او په میانمار کې د پراخو لاریونونو لامل شوه همدارنګه د پوځ له خوا له تاوتریخجن غبرګون سره مخ شوه. پوځ هم آنګ سان سوچي ونیوله او پر هغې یې له فساده نیولې د کوویډ پروتوکولونو نه تر سرغړونې پورې د جرمونو تورونه ولګول، چې ټول یې د خپلواکو څارونکو له خوا «سیاسي انګېزه» په نښه شوي دي.[۱۱][۱۲][۱۳]

میانمار د ختیځې اسیا د سرمشریزې، د نامتعهد خوځښت، د ASEAN او BIMSTEC غړیتوب لري، که څه هم یو مهال د بریتانیا د سترواکۍ برخه و، خو لا هم د مشترک المنافع هېوادونو غړی نه دی. دا د جواهراتو، تیلو، طبیعي ګازو او نورو معدني زېرمو له پلوه بډایه هېواد دی. میانمار هم د تجدید وړ انرژۍ نه برخمن دی. د میکانګ د لویې سیمې په پرتله د لمریزې بریښنا تر ټولو لوړ ظرفیت لري. په 2013ز کال کې، د هغه GDP 56.7 میلیارده ډالر اوGDP (PPP)  یې 221.5 میلیارده ډالر وو. په میانمار کې د عاید تشه په نړیواله کچه پراخه ده؛ ځکه چې د اقتصاد لویه برخه د پوځي حکومت د ملاتړو له خوا کنټرول کېږي. تر 2020ز کال پورې، میانمار د بشري پراختیا د شاخص له مخې، د بشري پراختیا په برخه کې په 189 هېوادونو کې 147 ځای لري.[۱۴][۱۵][۱۶]

ریښه پېژندنه

د میانمار هېواد د نوم په اړه اختلافات شته دي، په ځانګړې توګه د 21مې پېړۍ په لومړیو کې، د هغو وګړو پر مشروعي سیاست تمرکز کوي، چې له میانماره یې د برما پر وړاندې ترې کار اخیست.

دواړه نومونه د پخوانۍ برمایي ژبې له مرانما یا مرما نه اخیستل شوي، چې د اکثریت برمن توکمیزې ډلې لپاره یو توکمیز نوم دی او له یوې ناڅرګندې ایتمولوژي نه اخیستل شوی دی. په عام ډول فکر کېږي چې دغه اصطلاحات له براهما دیشا نه اخیستل شوي دي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

په 1989ز کال کې، پوځي حکومت په رسمي توګه د زیاترو هغو نومونو انګلیسي ژباړې بدلې کړې، چې د برما استعماري دورې یا تر هغې دمخه دورې پورې اړوندې وې او پخپله د هېواد د نوم ژباړې یې ته یې هم بدلون ورکړ، یعنې برما پر میانمار بدله شوه. د نوم بدلول یې لاهم یوه جنجالي مسله پاتې ده. ډېری سیاسي او قومي اپوزیسیون ډلې او هېوادونه د برما نوم کاروي؛ ځکه چې دوی د واکمن پوځي حکومت مشروعیت یا د دغه هېواد د نوم بدلولو واک په رسمیت نه پېژني.[۲۱][۲۲]

تاریخ

د لرغون پېژندنې شواهد ښیي، چې هومو ایرکتوس 750,000 کلونه مخکې، په هغه سیمه کې ژوند کاوه چې اوس د میانمار په نوم پېژندل کېږي او تر 75,000 کلونو مخکې وروسته نور هېڅ ایرکتوس نه موندل کېږي. د Homo sapiens لومړني شواهد د میانمار په مرکزي برخه کې د ډبرو د وسیلو له کشف سره نږدې 25,000 کاله مخکې له میلاده پورې اړه لري. په نوي ډبر پېر کې د نباتاتو او حیواناتو د اهلي کولو ​​شواهد او د صیقل شوو ډبرو د وسیلو کارول، چې له 10,000 نه تر 6,000 پورې تاریخ لري د پاد - لین په غارونو کې د غارونو د نقاشیو په بڼه کشف شوي دي.[۲۳][۲۴][۲۵]

د برونزو دوره را ورسېده. 1500 کاله مخکې له میلاده په سیمه کې وګړو مس په برونزو بدلول، د وريجو کښت یې کاوه او چرګان او خنزیران یې اهلي کول؛ نو دوی په نړۍ کې له لومړنیو وګړو نه وو چې دا کارونه یې وکړل. د دې دورې د انسان پاتې شوني او اثار د ساګاینګ سیمې په مونیووا سیمه کې کشف شوي دي. د اوسپنې دوره 500 کاله مخکې له میلاده د اوسنۍ منډالي په سویل کې او د اوسپنې د کار کولو د استوګنځایونو له رامنځته کېدو سره پیل شوه.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

اقتصاد

د میانمار اقتصاد په 2019ز کال کې د 76.09 میلیارد امریکایي ډالرو اسمي GDP سره او د نړیوال بانک په وینا په 2017ز کال کې د متحده ایالاتو د 327.629 میلیارد ډالرو GDP اټکل شوي پیرود ځواک سره د نړۍ تر ټولو ګړندۍ وده کونکی اقتصاد دی. بهرنيان په قانوني توګه د اجاره کولو توان لري، خو ملکیت نه لري. د ۲۰۱۴ز کال په ډسمبر کې، میانمار خپل لومړي اسهام د یانګون اسهامو په نامه جوړ کړل.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

دین

په میانمار کې له ډېرو مذهبونه پیروي کېږي. دیني احادیث او احکام له ډېرو کلونو راهیسې شته دي. په هر حال، عیسویان او مسلمانان له مذهبي ځورونې سره مخ دي او د غیر بودایانو لپاره په پوځ کې شاملېدل یا دولتي دندې ترلاسه کول، چې په هېواد کې د بریالیتوب اصلي لار ده؛ نو د دوی لپاره یې لاسته راوړل ستونزمن نه، بلکې ناشوني دي. د ملکي وګړو دا ډول ځورونه په ځانګړې توګه په ختیځ میانمار کې د پام وړ دي، چې په تېرو لسو کلونو کې له 3,000 نه ډېر کلي ویجاړ شوي دي. په 2007ز کال کې تر 200,000 نه زیات مسلمانان بنګله دېش ته تښتېدلي دي، ترڅو له ظلمه وژغورل شي.[۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

تاریخ

جغرافیه

اقتصاد

کلتور

سرچينې

  1.     {{cite web}}: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link)
  2. موضوع: 450
  3. http://data.worldbank.org/indicator/SL.UEM.TOTL.ZS
  4. https://www.csostat.gov.mm/PublicationAndRelease/QuarterlyBulletin
  5. "Burma". The World Factbook. U.S. Central Intelligence Agency. 27 September 2021.
  6. O'Reilly, Dougald JW (2007). Early civilizations of Southeast Asia. United Kingdom: Altamira Press. ISBN 978-0-7591-0279-8.
  7. Lieberman, p. 152
  8. "Burma". Human Rights Watch. بياځلي په 6 July 2013."Myanmar Human Rights". Amnesty International USA. بياځلي په 6 July 2013."World Report 2012: Burma". Human Rights Watch. 22 January 2012. خوندي شوی له the original on 30 June 2013. بياځلي په 6 July 2013.
  9. Madhani, Aamer (16 November 2012). "Obama administration eases Burma sanctions before visit". USA Today.Fuller, Thomas; Geitner, Paul (23 April 2012). "European Union Suspends Most Myanmar Sanctions". The New York Times. خوندي شوی له اصلي څخه په 2012-04-24.
  10. Greenwood, Faine (27 May 2013). "The 8 Stages of Genocide Against Burma's Rohingya | UN DispatchUN Dispatch". Undispatch.com. بياځلي په 13 April 2014."EU welcomes "measured" Myanmar response to rioting". Reuters. 11 June 2012. خوندي شوی له اصلي څخه په 6 August 2012. بياځلي په 1 July 2017."Q&A: Communal violence in Burma". BBC. بياځلي په 14 October 2013.
  11. "Myanmar military takes control of country after detaining Aung San Suu Kyi" (in بريتانوی انګلیسي). BBC News. 1 February 2021. بياځلي په 1 February 2021.
  12. Ratcliffe, Rebecca (6 December 2021). "Myanmar's junta condemned over guilty verdicts in Aung San Suu Kyi trial". The Guardian.
  13. Wee, Sui-Lee (5 December 2021). "Fatalities Reported After Military Truck Rams Protesters in Myanmar". The New York Times.
  14. "Burma (Myanmar)". World Economic Outlook Database. International Monetary Fund.
  15. Eleven Media (4 September 2013). "Income Gap 'world's widest'". The Nation. خوندي شوی له the original on 15 September 2014. بياځلي په 15 September 2014.McCornac, Dennis (22 اکتوبر 2013). "Income inequality in Burma". Democratic Voice of Burma. خوندي شوی له the original on 15 سپټمبر 2014. بياځلي په 15 سپټمبر 2014.
  16. Vakulchuk, Roman; Kyaw Kyaw Hlaing; Edward Ziwa Naing; Indra Overland; Beni Suryadi and Sanjayan Velautham (2017). Myanmar's Attractiveness for Investment in the Energy Sector. A Comparative International Perspective. Norwegian Institute of International Affairs (NUPI) and Myanmar Institute of Strategic and International Studies (MISIS) Report. p. 8.
  17. Houtman, Gustaaf (1999). Mental Culture in Burmese Crisis Politics: Aung San Suu Kyi and the National League for Democracy. ILCAA. p. 352. ISBN 9784872977486.
  18. Hall, DGE (1960). "Pre-Pagan Burma". Burma (3 ed.). p. 13.
  19. "Should it be Burma or Myanmar?" (in بريتانوی انګلیسي). 26 September 2007. بياځلي په 27 April 2020.
  20. "What's in a Name: Burma or Myanmar?". United States Institute of Peace (in انګليسي). بياځلي په 27 April 2020.
  21. Steinberg, David I. (2002). Burma: The State of Myanmar. Georgetown University Press. p. xi. ISBN 978-1-58901-285-1.
  22. Houtman, Gustaaf (1999). Mental culture in Burmese crisis politics. ILCAA Study of Languages and Cultures of Asia and Africa Monograph Series No. 33. Institute for the Study of Languages and Cultures of Asia and Africa. pp. 43–54. ISBN 978-4-87297-748-6.
  23. Cooler, Richard M. (2002). "The Art and Culture of Burma (Chapter 1)". DeKalb: Northern Illinois University. بياځلي په 2022-05-23.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  24. Schaarschmidt, Maria; Fu, Xiao; Li, Bo; Marwick, Ben; Khaing, Kyaw; Douka, Katerina; Roberts, Richard G. (January 2018). "pIRIR and IR-RF dating of archaeological deposits at Badahlin and Gu Myaung Caves – First luminescence ages for Myanmar". Quaternary Geochronology. 49: 262–270. doi:10.1016/j.quageo.2018.01.001. S2CID 133664286.
  25. Win Naing Tun (24 July 2015). "Prehistory to Protohistory of Myanmar: A Perspective of Historical Geography" (PDF). Myanmar Environment Institute. p. 1. بياځلي په 22 November 2016. Homo erectus had lived in Myanmar 750,000 years agoBowman, John Stewart Bowman (2013). Columbia Chronologies of Asian History and Culture. Columbia University Press. p. 476. ISBN 978-0-231-50004-3.
  26. Coupey, A. S. (2008). Infant and child burials in the Samon valley, Myanmar. In Archaeology in Southeast Asia, from Homo Erectus to the living traditions: choice of papers from the 11th International Conference of the European Association of Southeast Asian Archaeologists, 25–29 September 2006, Bougon, France
  27. Hudson, Bob (March 2005). "A Pyu Homeland in the Samon Valley: a new theory of the origins of Myanmar's early urban system" (PDF). Myanmar Historical Commission Golden Jubilee International Conference: 1. خوندي شوی له the original (PDF) on 26 November 2013.
  28. Myint-U, p. 45
  29. Yee Yee Aung. "Skeletal Remains of Nyaunggan, Budalin Township, Monywa District, Sagaing Division". Perspective July 2002. خوندي شوی له the original on 28 December 2008. بياځلي په 7 October 2008.
  30. Myint-U, p. 37
  31. "world bank indicator". World Bank.
  32. Aung Hla Htun (16 March 2012). "Exclusive: Myanmar drafts new foreign investment rules". Reuters. خوندي شوی له اصلي څخه په 16 March 2012. بياځلي په 17 March 2012.
  33. "Yangon Stock Exchange Formally Opens for Business". The New York Times. 25 March 2016. بياځلي په 25 March 2016.
  34. "Challenges to Democratization in Burma" (PDF). International IDEA. November 2001. خوندي شوی له the original (PDF) on 23 July 2006. بياځلي په 12 July 2006.
  35. Stokke, Kristian; Vakulchuk, Roman and Indra Overland (2018) Myanmar: A Political Economy Analysis. Norwegian Institute of International Affairs (NUPI). Report commissioned by the Norwegian Ministry of Foreign Affairs.
  36. Brown, Ian (2005). A Colonial Economy in Crisis. Routledge. ISBN 978-0-415-30580-8.
  37. Thailand Burma Border Consortium (2007). "Internal Displacement in Eastern Burma 2006 Survey". خوندي شوی له the original on 15 May 2007. بياځلي په 4 February 2007.
  38. Priestly, Harry (17 January 2006). "The Outsiders". The Irrawaddy. خوندي شوی له the original on 19 January 2012.
  39. "Ethnic and Religious Diversity: Myanmar's Unfolding Nemesis", Matthews, Bruce, Institute of South East Asian Studies, Visiting Researcher Series, Volume 2001, No. 3. 2001.
  40. Ling, Samuel Ngun (2003). "The Encounter of Missionary Christianity and Resurgent Buddhism in Post-colonial Myanmar" (PDF). Payap University. خوندي شوی له the original (PDF) on 2 March 2006. بياځلي په 14 July 2006.
  41. Zatko, Martin (2015). The Rough Guide to Myanmar. p. 357.
  42. Dummett, Mark (29 September 2007). "Burmese exiles in desperate conditions". BBC News. بياځلي په 20 November 2012.