مايا انجيلو

مايا انجيلو (پيدايښتي نوم يې مارګوريټ اينی جانسن دی، ۱۹۲۸ اپريل ۴ – ۲۰۱۴ مۍ ۲۸) يوه امريکايۍ ژوند لېکونکې، مشهوره شاعره او مدني حقوقو فعاله وه. هغې اوه ژوند لیکونه، د مقالو درې کتابونه، د شاعرۍ ګڼ کتابونه  خپاره کړي او له پنځوس کلونو څخه په زيات خپاره عمر کې د ګڼو ډرامو، فلمونو او تلويزیني پروګرامونو امتياز هغې ته ورکول کېږي. نوموړې لسګونه جايزې او له پنځوسو زيات افتخاري سندونه تر لاسه کړي دي. انجيلو د اوو خپل ژوند لیکلو د لړۍ له امله زيات شهرت موندلی، کوم چې د هغې په ماشومتوب او د ځوانۍ د لومړيو کلونو پر تجربو تمرکز لري. لومړی يې چې د «زه پوهېږم چې ولې د پنجرې مرغۍ سندره وايي» (۱۹۶۹) په نوم و، د نوموړې تر اولس کلنۍ پورې د هغې د  ژوند په اړه دی چې نوموړې ته يې په نړيواله کچه پېژندګلو او ستاينه ورکړل.[۱۶][۱۷][۱۸]

مايا انجيلو
(انګلیسي: Maya Angelou د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مايا انجيلو
مايا انجيلو

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Marguerite Annie Johnson د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۴ اپرېل ۱۹۲۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
سنت لویز   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 28 مې 2014 (86 کاله)[۲][۴][۵][۶][۷][۸][۱۰]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل ناروغي   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نسل امریکی افریقی [۱۱][۱۲]  د (P172) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
فلم پروډیوسر
سکرين ليکوال
ليکوال [۱۳]
سندرغاړي
تلویزیون ستوري
خبريال
د بشري حقوقو فعال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۴]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه شعر   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر شخصیات چارلېز ډيکېنز
ادګار آلن پو
وېليم شېکسپيير
زورا نيل هرسټن   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
مايا انجيلو
مايا انجيلو

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي )  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو[۱۵]  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

نوموړې د ځوانۍ پر مهال د يو لړ عجيبه کارونو څخه وروسته شاعره او ليکواله شوه. په دې کارونو کې په پخلنځي کې کار کول، جنسي دنده، د نايټ کلب کار کوونکې، د «پورګي او بس» (يو ډرامايي کار دی چې موسيقي او سندرغاړي پکې وي) د لوبغاړو غړيتوب، د سويلي مسيحي مشرتابه کنفرانس همغږې کوونکې او له نېواک څخه د افريقا د ازادولو پر مهال په مصر او ګانا کې خبريالۍ دندې شاملې وې. هغه همدا راز يوه هنرمنده، لیکواله، د ډرامو، فلمونو او عامو تلويزيوني پروګرامونو لارښوده او توليدونکې وه. په ۱۹۸۲ز کال کې نوموړې د شمالي کارولينا د «وينسټن-ساليم» د «ويک فارسټ» پوهنتون له خوا په امريکايي مطالعاتو کې د لومړۍ «رينالډز» پروفيسرې په توګه ونومول شوه. نوموړې د مدني حقوقو په خوځښت کې فعاله وه او په ۱۹۹۰ز لسيزه کې يې له کشر مارتين لودر کينګ او ميلکم ايکس. سره ګډ کار وکړ. د ۱۹۹۰ز لسيزې په پيل کې، نوموړې په يو کال کې د ويناوالۍ په حلقو کې نژدې اتیا ځلې راڅرګنده شوه، هغه څه چې نوموړې تر خپلې اتيا کلنۍ پورې دوام ورکړ. په ۱۹۹۳ز کال کې، انجيلو د بل کلنټن د کار پيلولو په لومړيو مراسمو کې د « On the Pulse of Morning» (۱۹۹۳) په عنوان خپل شعر ووايه او په دې سره نوموړې په ۱۹۶۱ز کال کې د جان ايف کينډي د ولسمشرۍ د پيل په مراسمو کې د «رابرټ فراسټ» څخه وروسته لومړۍ شاعره شوه چې د پرانيستې مراسمو کې يې يو شعر ووايه.

د « I Know Why the Caged Bird Sings» په خپرېدو سره انجليو په عام ډول د خپل ذاتي ژوند په اړه بحثونه پيل کړل. د تور پوستو خلکو او ښځو د وياندې په توګه د هغې درناوی کېدو او د هغې اثار د تور پوستو د کلتور دفاع بلل کېده. د هغې اثار په ټوله نړۍ کې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې کارول کېږي، که څه هم داسې هڅې شوي دي چې د متحده ايالاتو په ځينو کتابتونونو کې د هغې کتابونه بند کړای شي. د انجليو تر ټولو مشهور اثار د خپل ژوندليک افسانو په نوم ياد شوي دي، خو ډيری نيونکي دا ليکنې خپل ژوند لیکونه بولي. نوموړې پر «ژانر» (نوږ) په نيوکې کولو، بدلولو او پراخولو سره په څرګند ډول د خپل ژوند لیک ليکلو عام جوړښت وننګولو. د هغې کتابونه د توکمپالنې، پېژندګلو، کورنۍ او سفر په څېر موضوعاتو باندې متمرکز دي.

د ژوند لومړي کلونه سمول

«مارګوريټ ايني جانسن» د «ميسوري» په «سينټ لويۍ» کې د ۱۹۲۸ز کال د اپريل په څلورمه نېټه زېږېدلې وه، پلار يې «بيلي جانسن» نومېدو، څوک چې يو دروازه ساتونکی او د سمندري قواوو د خوراکونو متخصص و او مور يې «ويوين (بکسټر) جانس» نومېده، څوک چې يوه نرسه او د کارتونو سوداګره وه. د انجليو مشر ورور «کشر بيري» نومېدو چې عرفي نوم يې «مارګوريټ «مايا» و، کوم نوم چې له «مايي» يا «مايي سسټر» څخه اخستل شوی دی. هغه مهال چې انجليو درې کلنه او ورور يې څلو رکلن و، د دوی د مور او پلار «له ناورین څخه ډک» واده پای ته ورسېد او د دوی پلار دوی د خپلې نيا «ايني هينډرسن» سره د استوګنې لپاره يواځې د اورګاډي په سفر کې د «ارکنساس» «سټيمپس» ته واستول. د هغه مهال د افريقايي الاصله امريکايانو سخت اقتصاد ته په کتنې سره د انجليو نيا په «يوه هېښونکیې استثناء» کې، د ستر رکود او دويمې نړيوالې جګړې پر مهال له مالي اړخه نېکمرغي تر لاسه کړه، ځکه په هغه مغازه کې چې نوموړې درلوده لومړني اړين توکي پلورل کېدل او ځکه بريالۍ وه چې «هغې په پوره هوښيارتيا او اخلاص سره هلته پانګونه کړې وه».[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

څلور کاله وروسته، کله چې انجليو اوه کلنه وه او د هغې ورور اته کلن و، د دوی پلار «له خبرتيا پرته سټمپس ته راغلو» او دوی يې د خپلې مور پاملرنې لپاره «سينټ لويس» ته ستانه کړل. په اته کلنۍ کې، کله چې هغه له خپلې مور سره اوسېده، د هغې د مور هلک ملګري (بوای فرينډ) له هغې سره ناوړه چلند او په هغې جنسي تيری وکړ، د دې سړي نوم «فريمن» و. هغې خپل ورور ته دا خبره وکړه، نوموړی بیا نوره کرنۍ خبره کړه. فريمن مجرم وبلل شو، خو يواځې د يوې ورځې لپاره بندي شو. له خوشې کېدو څلور ورځې وروسته، هغه ووژل شو، شونې ده چې د انجليو د کاکاګانو له خوا وژل شوی وي. انجنليو د نژدې پنځو کلونو لپاره چوپه خوله وه، د هغې په وينا باور يې درلود چې «ما فکر کاوه زما اواز هغه وژلی دی، ما هغه سړی وژلی دی، ځکه ما د هغه نوم واخيست. او بيا ما فکر وکړ چې زه به کله هم بيا خبرې ونه کړم، ځکه چې زما اواز هر څوک وژلای شي».د «مارسيا اين ګليسپي» او د هغې د ملګرو په وينا، چا چې د انجليو ژوند لیکلی دی، دا د انجليو د چوپتيا پړاو و، کله چې هغې د غېر معمولي يادښت، د کتابونو او ادب سره مينه او دا وړتيا پیدا کړل چې په خپل شا اوخوا کې نړۍ ته غوږ کېږدي او ویې ګوري.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د فريمن له وژنې لږ وخت وروسته، کله چې انجليو اته کنله او ورور يې نهه کلن و، انجليو او د هغې ورور بېرته خپلې نیا ته واستول شول. نوموړې په «سټمپس» کې د «لافايټي» ولسوالۍ روزنيز ښوونځي کې داخله شوه، کوم چې د «روسانوالډ» يو ښوونځی و. انجليو وايي چې د هغې يو ښوونکي او د هغې د کورنۍ یو غړي «اغلې برتا فلورز» له هغې سره مرسته وکړه چې بيا خبرې پيل کړي، هغه يې په دې ويلو سره ننګولې وه چې «ته له شاعرۍ سره مينه نه لرې، تر هغه وخته چې شاعري ونه وايې». «فلاورز» هغه د «چارلس ډکنز، وليام شکسپير، ايډګر ايلن پو، جارجيا ډګلس جانس» او «جيمز ويلډن جانسن» په څېر لیکوالانو سره بلده کړه، دا هغه ليکوالان وو چې د هغې په ژوند او مسلک يې اغېز پرېښود، تر څنګ يې تور پوستو ښځينه هنرمندانو پر هغې اغېز کړی و لکه «فرانسس هارپر، اين سپينسر» او «جيسي-فوسيټ».[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

کله چې انجليو څوارلس کلنه او ورور يې پنځلس کلن و، هغه او ورر يې يو خل بيا له مور سره يو ځای شول، څوک چې له هغه وروسته د کلفورنيا اوکلينډ ته تللې وه. د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال، انجليو د کلفورنيا ليبر ښوونځي کې زده کړې وکړې. په شپاړس کلنې کې په «سان فرانسسکو» کې د ښاري بسونو لومړۍ تور پوستې ښځينه کلنډره شوه. هغې دا کار سخت غوښت او د دې برخې د کار کونکو د لباس ستاينه به يې کوله – دومره زيات چې د هغې مور دا د هغې «د خوبونو دنده» بللې وه. د هغې مور نوموړې وهڅوله چې دا کار تر لاسه کړي، خو هغې ته يې خبرداری ورکړ چې هغه بايد ژر ورسېږي او له نورو څخه زيات کار ته به اړتيا ولري. په ۲۰۱۴ز کال کې، انجليو د «هغه ښځې چې ملت يې په خوځښت راوست» د ناستو د برخې په توګه د لږکیو د لېږد مسئولينو د کنفرانس څخه د ټول ژوند لاسته راوړنو جايزه تر لاسه کړه. [۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

د ښوونځي له بشپړولو درې اونۍ وروسته، د اولس کلنۍ په عمر کې، د هغې زوی «کلايډي» وزېږېد (چا چې وروسته خپل نوم په ګايي جانسن بدل کړ).[۳۹][۴۰]

مسلک سمول

بلوغ او د مسلکي ژوند لومړي کلونه ۱۹۵۱-۶۱ سمول

په ۱۹۵۱ز کال کې، انجليو له «توش انجليوس» سره واده وکړ، څوک چې يونانی او د برېښنا په برخه کې يې کار کاوه، پخوانی ماڼو و او شوقي موسيقار و، دا واده داسې مهال تر سره شو چې هغه مهال د نسلي توپير لرونکو تر منځ اړيکې بدې بلل کېدې (د تور او سپین پوستو ودونه اړيکې) او مور يې له دې واده سره مخالفت کړی و. دا مهال هغې د نڅا په ټولګیو کې برخه اخسته او د نڅاګرو او د نڅا له لارښودونکو «ايلون ايلي» او «روت بيک فورډ» سره يې وليدل. ايل او انجليو د نڅا يوه ډلګۍ جوړه کړه او خپلو ځانونو ته يې د « Al and Rita» نوم ورکړ، دوی په ټوله سان فرانسيسکو کې د تور پوستو د ورورګلوۍ سازمانونو کې عصري نوڅاوې وړاندې کولې، خو کله هم بريالي نه شول. انجليو او د هغې نوي مېړه او د دوی زوی د نیويارک ښار ته ولاړل، څو هلته وکولای شي له «ترينډاډي» نڅاګر «پيرل پرايمس» سره افريقايي نڅا ولولي، خو يو کال وروسته بېرته سان فرانسيسکو ته ستنه شوه.[۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

سرچينې سمول

  1. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6hq4704 — subject named as: Maya Angelou — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/84766 — subject named as: Maya Angelou — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/84767 — subject named as: Marguerite Annie Johnson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/130492881 — subject named as: Maya Angelou — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ subject named as: Maya Angelou — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=929 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/angelou-maya — subject named as: Maya Angelou
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11888860b — subject named as: Maya Angelou — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/11610 — subject named as: Maya Angelou
  9. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/8702 — subject named as: Maya Angelou — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000020667 — subject named as: Maya Angelou — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. خپرونکی: Greenwood Publishing Group — ISBN 978-0-313-33429-0 او 978-0-313-04907-1
  12. دوتنه: Jessie Carney Smith — سرليک: Notable Black American Women
  13. سرليک: American Women Writers
  14. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/26612835
  15. MusicBrainz artist ID: https://musicbrainz.org/artist/80ce4e18-92ca-4079-b07c-11ac454b7755 — د نشر نېټه: ۶ سپټمبر ۲۰۲۱ — خپرونکی: MetaBrainz Foundation
  16. "Maya Angelou". SwissEduc.com. December 17, 2013. د اصلي آرشيف څخه پر December 17, 2013 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Glover, Terry (December 2009). "Dr. Maya Angelou". Ebony. Vol. 65 no. 2. د کتاب پاڼې 67. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په May 17, 1992 باندې). Whose Honor Is It, Anyway. The New York Times.
  19. (په May 29, 2014 باندې). Angelou's optimism overcame hardships. The Star Phoenix.
  20. Lupton, p. 4.
  21. Angelou (1969), p. 67.
  22. Angelou (1969), p. 6.
  23. Johnson, Claudia (2008). "Introduction". In Johnson, Claudia (المحرر). Racism in Maya Angelou's I Know Why the Caged Bird Sings. Detroit, Michigan: Gale Press. د کتاب پاڼې 11. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7377-3905-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Angelou (1969), p. 52.
  25. Braxton, Joanne M. (1999). Maya Angelou's I Know Why the Caged Bird Sings: A Casebook. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 121. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-511607-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Lupton, p. 5.
  27. "Maya Angelou I Know Why the Caged Bird Sings". World Book Club. BBC World Service. October 2005. د لاسرسي‌نېټه December 17, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Gillespie et al., p. 22.
  29. Gillespie et al., pp. 21–22.
  30. Angelou (1969), p. 13.
  31. Gillespie et al., p. 23.
  32. Lupton, p. 15.
  33. (په May 28, 2014 باندې). 'Fresh Air' Remembers Poet And Memoirist Maya Angelou. National Public Radio.
  34. (په December 7, 2017 باندې). The Little Known Story of How a Jewish Sears Exec. Helped His African-American Neighbors. New York Jewish Week
  35. "Maya Angelou | Market Street Railway". Market Street railway. 1 February 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Gillespie et al., p. 28.
  37. Brown, DeNeen L. (March 12, 2014). "Why Maya Angelou wanted to become a street car conductor". She The People [blog]. The Washington Post. د لاسرسي‌نېټه June 26, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. (په May 28, 2014 باندې). Maya Angelou Was 1st Black, Female San Francisco Street Car Conductor. NBC.
  39. Angelou (1969), p. 279.
  40. (په November 1, 2005 باندې). 35 Who Made a Difference: Maya Angelou. Smithsonian Magazine.
  41. Hagen, p. xvi.
  42. Gillespie et al., pp. 29, 31.
  43. Gillespie et al., pp. 36–37.
  44. Angelou (1993), p. 95.