ادګار آلن پو

ادګار آلن پو (په انګریزي: Edgar Allan Poe؛ کورنی نوم یې ادګار پو؛ زوکړه: د ۱۸۰۹ زکال د جنوري ۱۹مه – مړینه: د ۱۸۴۹ زکال د اکتوبر ۷مه) امریکايي لیکوال، شاعر، اېډېټور او ادبي منتقد و چې تر ډېره د خپلو لنډو اشعارو او کیسو په ځانګړې توګه د اسرارو څخه ډکو او وېرونکو کیسو د لیکلو له امله شهرت لري. نوموړی په پراخه کچه په متحده ایالاتو او امریکايي ادبیاتو کې د رمانتېزم یا خیال پالنې د مرکزي شخصیتونو څخه ګڼل کېږي. نوموړی په دغه هېواد کې د لنډو کیسو له لومړنیو لیکوالانو څخه و چې د تخیلي پولیسي ژانر د اختراع او همدارنګه د نوي رامنځته شوي علمي تخلیي ژانر په رامنځته کولو کې د پام وړ ونډې له امله پېژندل کېږي. نوموړی لومړنی مشهور امریکايي لیکوال دی چې یوازې د لیکوالۍ څخه یې خپل ژوند چلاوه او له همدې امله د ژوندانه په اوږدو کې له مالي ستونزو سره مخ و. [۱][۲]

پو په بوسټون کې وزېږېد؛ هغه د ډېوېډ او الیزابت «الیزا» پو دویم ماشوم و. پلار یې په ۱۸۱۰ زکال کې کورنۍ پرېښوده او راتلونکی کال هغه مهال چې مور یې مړه شوه، د ویرجینیا په ریچمونډ کې جان او فرانسېس آلن د هغه پالنه پر غاړه واخیسته. هغوی هېڅکله په رسمي ډول هغه د خپل زوی په توګه وه نه مانه، خو له دې سره هم تر لویوالي له دوی سره و. هغه د ویرجینیا په پوهنتون کې زده کړې وکړې او له یو کال زده کړو وروسته یې د مالي ستونزو له امله پوهنتون خوشی کړ. هغه له جان آلن سره د خپلو زده کړو پر بودیجه او د خپل قمار په پورونو دعوا وکړه. په ۱۸۲۷ زکال کې وروسته له هغه چې ځان یې د متحده ایالاتو په پوځ کې شامل کړ د اشعارو لومړنۍ ټولګه (Tamerlane and Other Poems) یې په مستعار نامه خپره کړه او د هغو د شاعر نوم یې «یو بوسټوني وګړی» ولیکه. په ۱۸۲۹ زکال کې د آلن د مېرمنې له مړینې وروسته د پو او آلن اړیکې د لنډ مهال لپاره ډېرې نږدې شوې. وروسته له هغه چې پو په ویسټ پاینټ پوځي اکاډمۍ کې ناکام شو، هغه څرګنده کړه چې غواړي شاعر او لیکوال شي او په دې سره یې له آلن څخه خپله لار جلا کړه. [۳]

پو په نثر لیکلو تمرکز وکړ او د څو کلونو لپاره یې ادبي مجلاتو او نشریاتو ته کار وکړ؛ همدا و چې د خپل نقدي ادبي سبک له امله وپېژندل شو. دندې یې اړ کړ چې څو ځایه له دې ډلې بالتیمور، فلادلیفیا او نیویارک ښار ته کډه شي. په ۱۸۳۶ زکال کې هغه د خپلې ۱۳ کلنې تره لور سره د ویرجینیا په کلم کې واده وکړ، خو هغه په ۱۸۴۷ زکال کې د سل ناروغۍ له امله مړه شوه. د ۱۸۴۵ زکال په جنوري میاشت کې هغه د «کارغه» (The Raven) تر عنوان لاندې شعر خپور کړ چې له چټک بریالیتوب سره مخ شو. هغه د کلونو په اوږدو کې پلان جوړ کړی و چې د پېن (The Penn؛ وروسته یې نوم The Stylus کېښود) په نامه خپله مجله چاپ کړي، خو د هغو له چاپ وړاندې د ۱۸۴۹ زکال د اکتوبر په ۷مه د ۴۱ کلونو په عمر د یو لړ ناڅرګندو پیچلو شرایطو له امله په بالتیمور کې ومړ. د هغه د مړینې لامل څرګند نه دی، خو د هغه د مړینې په بیان شوو لاملونو کې ناروغي، په الکولو روږدي توب، د مخدره توکو څخه ګټنه او ځان وژنه شاملېږي. [۴]

پو او آثارو یې په ټوله نړۍ کې په ادبیاتو او همدارنګه د کاینات پوهنې او کوډجوړونې د برخو په څېر په یو شمېر تخصصي برخو پام وړ اغېز درلود. هغه او آثار یې په عامه کلتوري چارو لکه ادبیاتو، موسیقي، فلم او تلویزیون کې څرګندېږي. د هغه یو شمېر کورونه په تخصصي موزیمونو اوښتي. امریکايي معما لیکونکو ټولنه (Mystery Writers of America) د معمایي ژانر په برخه کې د غوره اثر لیکوال ته هر کال د ادګار په نامه جایزه ورکوي.

لومړنی ژوند سمول

ادګار پو د ۱۸۰۹ زکال د جنوري په ۱۹مه د ماساچوستس په بوسټن کې وزېږېد، هغه د امریکايي لوبغاړي ډیوېډ پو جونیر او انګلیسي الاصله لوبغاړې الیزابت آرنولډ هاپکینز پو دویم ماشوم و. هغه د ویلیام په نامه یوه مشر ورور او د روزالي په نامه کوچنۍ خور لرله. د هغوی نیکه، ډېوېډ پو د ۱۷۵۰ زکال په شاوخوا کې د ایرلنډ له کاوان ښارګوټي څخه متحده ایالاتو ته کډه شوی و. [۵][۶]

پلار یې په ۱۸۱۰ زکال کې کورنۍ پرېښوده او یو کال وروسته یې مور د سل ناروغۍ له امله مړه شوه. له دې وروسته پو د وریجینیا په ریچمونډ کې د بریالي سوداګر جان آلن کور ته یووړل شو چې د ګڼ شمېر توکو له دې ډلې یې د جامو، غنمو، د قبر د ډبرو، تنباکو او غلامانو سوداګري کوله. الن کورنۍ د هغه د روزونکې په توګه خدمت وکړ او د «ادګار آلن پو» نوم یې پرې کېښود، په داسې حال کې چې هغوی هېڅکله هم په رسمي توګه په زوی ګلوۍ وه نه نیو. [۷][۸][۹][۱۰]

د آلن کورنۍ په ۱۸۱۲ زکال کې هغه ته په پروتستانت سقفي کلیسا کې د تعمید غسل ورکړ. له دې سره جان آلن خپل رضاعي زوی په پرله پسې توګه د خرابېدو له لور څخه راګرځاوه او په شدت سره به یې تنبېه کاوه. د دوی کورنۍ په ۱۸۱۵ زکال کې د سمندر له لارې انګلستان ته کډه وکړه او پو د لنډ مهال لپاره د سکاټلنډ د ایرشر په آروین ښارګوټي کې (چېرې چې آلن زېږېدلی و) وړاندې له دې چې په ۱۸۱۶ زکال کې په لندن کې له خپلې کورنۍ سره یوځای شي، ګرامر ښوونځي ته ولاړ. هلته یې د ۱۸۱۷ زکال تر اوړي پورې په چلسي بورډېنګ ښوونځي کې زده کړې وکړې. له دې وروسته په سټوک نیونګټون کې د مانور هاوس په نامه د کشیش جان برانسبي ښوونځي ته ولاړ. [۱۱][۱۲]

پو په ۱۸۲۰ زکال کې له آلن کورنۍ سره بېرته ریچمونډ ته کډه شو. په ۱۸۲۴ زکال کې هغه مهال چې دغه ښار ته د مارکوس دو لافایت سفر لمانځل کېده هغه د ریچمونډ د ځوانانو په افتخاري ګارد کې د بریدمن په توګه خدمت وکړ. د ۱۸۲۵ زکال په مارچ میاشت کې د الن تره او د هغوی د سوداګرۍ شریک ویلیام ګالت ومړ چې ویل کېږي د ریچمونډ له تر ټولو بډایه کسانو څخه و؛ له هغه څخه څو جریبه املاک او کرنیزې ځمکې په میراث پاتې شوې. د هغه میراث ۷۵۰ زره ډالر (په ۲۰۲۱ زکال کې له ۱۸ میلیونو ډارو سره برابرېږي) اټکل شو. د ۱۸۲۵ زکال په اوړي کې آلن د دغه پریمانه شتمنۍ د ترلاسه کولو د لمانځنې په موخه یو دوه پوړیز پوخ کور وپېره چې ورته یې مولداویا ویل. [۱۳][۱۴][۱۵]

ویل کېږي چې کېدای شي پو د ۱۸۲۵ زکال په فبروري میاشت کې وړاندې له دې چې په ویرجینیا پوهنتون کې د لرغونو او معاصرو ژبو د زده کړې په برخه کې نوم ثبت کړي له سارا المیرا رویسټر سره کوژده کړې وي. دغه مهال یاد پوهنتون په خپلو لومړنیو پړاونو کې و او د هغو د بنسټګر توماس جفرسون د ارمانونو پر بنسټ تاسیس شوی و. دغه پوهنتون د قمار، آسونو، وسلو، تنباکو او الکولو اړوند شدید قوانین لرل، خو دغه قوانین تر ډېره پورې له پامه غورځول کېدل. جفرسون د زده کړیالانو د ځاني ادارې یو سیسټم رامنځته کړ چې زده کړیالانو ته یې اجازه ورکوله د خپلو زده کړو ډول په خپله غوره کړي، خو په زده کړو کې یې ګډون تنظیم او د سرغړونو راپور یې پوهنځي ته ورکړي. دغه مهال د دغه ځانګړي سیسټم پلي کېدل له ګډوډیو سره مخ و او د زده کړو د پرېښودو کچه هم لوړه وه. پو دغلته د خپل اقامت پر مهال له رویسټر سره اړیکه له لاسه ورکړه او د قمار د پورونو له امله یې له خپل رضاعي پلار سره هم اړیکه پرې شوه. هغه ادعا کړې چې آلن هغه ته د زده کړو او د استوګنځي د برابرولو په موخه کافي مالي امکانات نه ورکول. آلن هغه ته اضافي پیسې او جامې ولېږلې، خو د هغه د قمار پور مخ پر زیاتېدو و. پو له یو کال وروسته پوهنتون خوشی کړ خو دا یې احساس کړه چې ریچمونډ ته په بېرته ګرځېدو کې به یې هرکلی ونشي؛ په ځانګړې توګه هغه مهال چې وپوهېد معشوقې یې د الکساندر شلټون په نامه له بل چا سره واده کړی. هغه د ۱۸۲۷ زکال په اپرېل میاشت کې بوسټون ته سفر وکړ او ځان یې په بېلابېلو دندو لکه د یو شمېر نشریاتو د اداري مامور او د هغو د مطالبو د لیکونکي په توګه بوخت کړ، دغه مهال هغه د هنري لي رنه (Henri Le Rennet) له مستعار نامه څخه ګټنې ته مخه کړه. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

مړینه سمول

د جوزف ډبلیو. واکر په خبره؛ هغه یې د ۱۸۴۹ زکال د اکتوبر په دریمه په بالتیمور کې د «شدیدې نارامۍ او... چټکې مرستې ته د اړتیا په حالت کې موندلی و. هغه یې د واشنګټن میډیکل کالج ته یووړ او د ۱۸۴۹ زکال د اکتوبر په اوومه د یکشنبې ورځې د سهار په پنځو بجو هلته ومړ. پو په دومره کچه د سم روغتیايي وضعیت څښتن نه و چې توضېح کړی څه ډول له دغه ډول ناسمو شرایطو سره مخ شوی او ولې یې داسې جامې اغوستې چې د ده خپلې نه وې. ویل کېږي چې هغه د خپلې مړینې پر شپه څو ځله د «رینولډز» په نامه غږ کړی، په داسې حال کې چې څرګنده نه ده چې د هغه هدف څوک و. د هغه معالج ډاکټر ویلي چې وروستۍ خبره یې دا وه چې، «خدایه زما له بیچاره ارواه سره مرسته وکړه». ورته مهال د هغه د درملنې سوابق او آن د مړینې سند یې هم ورک شوی دی. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

سرچينې سمول

  1. Meyers 1992, p. 138.
  2. Stableford 2003، صص. 18–19.
  3. Semtner, Christopher P. (2012). Edgar Allan Poe's Richmond: the Raven in the River City. Charleston, SC: History Press. د کتاب پاڼې 15. OCLC 779472206. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-60949-607-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Meyers 1992, p. 256
  5. Allen 1927
  6. Quinn 1998، ص. 13.
  7. Meyers 1992, p. 9
  8. Quinn 1998، ص. 61.
  9. Meyers 1992، ص. 8.
  10. Canada 1997.
  11. Meyers 1992, p. 9
  12. Silverman 1991، صص. 16–18.
  13. Silverman 1991، صص. 27–28.
  14. Meyers 1992، ص. 20.
  15. PoeMuseum.org 2006.
  16. University of Virginia. A Catalogue of the Officers and Students of the University of Virginia. Second Session, Commencing February 1st, 1826. Charlottesville, VA: Chronicle Steam Book Printing House, 1880, p. 10
  17. Meyers 1992, p. 32
  18. Silverman 1991، ص. 41.
  19. Silverman 1991، صص. 32–34.
  20. Meyers 1992، صص. 21–22.
  21. Silverman 1991، صص. 29–30.
  22. Meyers 1992, p. 255
  23. Meyers 1992, p. 255
  24. Bramsback 1970، ص. 40.
  25. Quinn 1998، ص. 638.