مارک زاکربرګ

ماردک الیوټ زاکربرګ چې د ۱۹۸۴ ز کال د مې میاشتې په ۱۴مه نېټه زېږېدلی، یو امریکایی رسنیز مخور، انټرنېټي کار پنځوونکی او بشرپال دی. دی د مېټا فلټفارمز شرکت (چې مخکې فېسبوک نومېده) د جوړولو په خاطر مشهور دی او د همدغه شرکت د رئیس، اجرائیوي مدیر او همګټې په توګه فعالیت کوي. همدا راز دی د لمرین بادبان د فضايي بېړۍ د پروژې (Breakthrough Starshot) له بنسټګرانو څخه دی او د همدغې پروژې د مدیره پلاوي د یوه غړي په توګه خدمت کوي.[۸][۹][۱۰]

زاربرګ
مارک
(انګلیسي: Mark Elliot Zuckerberg د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د فیسبوک بنسټګر او تر ۲۰۰۸م کال پوري ترټولو ځوان میلیادر
د فیسبوک بنسټګر او تر ۲۰۰۸م کال پوري ترټولو ځوان میلیادر
د فیسبوک بنسټګر او تر ۲۰۰۸م کال پوري ترټولو ځوان میلیادر

د شخص معلومات
اصلي نوم مارک
پيدايښت ۱۴ مې ۱۹۸۴
امریکا
استوګنځای پالو التو  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت امریکا
نسل یہودی [۱]  د (P172) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 170 سانتي متره  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب یهودیت
ښځه پریسیلا چان (۱۹ مې ۲۰۱۲–)[۲]  د (P26) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ژوند ملګری پریسیلا چان
عملي ژوند
تعلیم هروارد پوهنتون (۳۱ اگسټ ۲۰۰۲–)  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تخصص تعلیم ساپوهنه او سولګرپوهنه  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک د فسبوک ریس
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۳][۴]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه انټرنټ[۵]
فېسبوک[۵]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی مېتا پلټفارمز (۴ فبروري ۲۰۰۴–)[۶]  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کل دولت 69800000000 امريکايي ډالر (۵ اکتوبر ۲۰۱۹)[۷]  د (P2218) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
مارک زاکربرګ
مارک زاکربرګ

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

زاکربرګ په هاروارډ پوهنتون کې زده‌کړې پیل کړې او د ۲۰۰۴ زکال په فبرورۍ میاشت کې یې د خپلې خونې( اتاق )له ملګرو «اډوارډو ساورین»، «انډریو ملک‌کلوم»، «ډاسټین موسکویټز» او «کریس هویوز» سره یوځای، د خپل خوب له اتاق څخه د فېسبوک ټولنیزه شبکه پرلیکه کړه. دغه سایټ په لومړیو کې د پوهنځي په کچه جوړ شو، خو وروسته ډېر ژر د پوهنځیو تر کچې ډېر پراخ شو او په ۲۰۱۲ ز دکال کې یې کاروونکي یو میلیارد کسانو ته ورسېدل. زاکربرګ د ۲۰۱۲ کال په مې میاشت کې، دغه شرکت له اکثریتو سهامو سره پر عام سهامي شرکت بدل کړ. په ۲۰۰۷ز کال کې د ۲۳ کلنۍ په عمر د نړۍ تر ټولو ځوان میلیاردر شو چې ټوله شتمني یې په خپله ګټلې ده. د ۲۰۲۱ ز کال تر نومبر میاشتې پورې د زاکربرګ خالصه شتمني، ۱۲۶ میلیارده ډالره وه چې د نړۍ اووم تر ټولو شتمن شخص کېږي.[۱۱]

له ۲۰۰۸ ز کال راهیسې ټایم (مجلې )«د کال شخص» جایزې د برخې په توګه زاکربرګ د نړۍ په ۱۰۰ اغېزناکو شخصیتونو کې شامل کړی چې، دغه جایزه په ۲۰۱۰ ز کال کې ورکړل شوه. د ۲۰۱۶ ز کال په دسمبر میاشت کې زاکربرګ، د فوربس (مجلې) «د نړۍ د تر ټولو ځواکمنو اشخاصو» په نوملړ کې لسم مقام خپل کړ.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د ژوند لومړي وختونه سمول

مارک الیوټ زاکربرګ د ۱۹۸۴ ز کال د مې میاشتې په ۱۴مه نېټه د نیویارک په وایټ پلینز کې وزېږېد. مور یې «کارن (کمپنز)» رواني ډاکتره وه او پلار یې «اډوارډ زاکربرګ» د غاښونو ډاکتر و. دی او درې خویندې یې «اریل»، تجاره «رنډي» او لیکواله «دونا» د نیویارک په ډابز فیري کې په یوه اصلاحي یهودي کورنۍ کې لوی شول. د ده نیکونه له استرلیا، جرمني او پولنډ څخه را کډوال شوي یهودان وو. دی د نیویاک په ارډسلي سیمه کې د «ارډسلي عالي ښوونځي» یو تکړه زده‌کوونکی و. دوه کاله وروسته، «فیلیپس اکسټر» خصوصي اکاډمۍ ته ولاړ او هلته یې په نجومو، کلاسیکو زده‌کړو، ریاضیاتو او فزیک کې جایزې وګټلې. همدا راز په ځوانۍ کې یې د جان هاپکینز پوهنتون د لایقو ځوانانو مرکز په اوړني کمپ کې برخه واخیسته. ده د خپل کالج په غوښتنلیک کې ویلي وو چې: په لرغونې یوناني، فرانسوي، عبري او لاتیني ژبو لیکل او لوستل کولی شي. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

سافټویر جوړوونکی سمول

لومړي کلونه سمول

زاکربرګ د کمپیوتر کارول او د سافټوریونو لیکل، د منځني ښوونځي له وخته پیل کړل. پلار یې په ۱۹۹۰یمو ز کلونو کې پروګرامینګ (Atari BASIC Programming) ور زده کړ او وروسته یې د خصوصي زده‌کړې لپاره یو سافټوریر جوړوونکی «ډېوېډ نیومن» ورته وټاکه. په داسې حال کې چې زاکربرګ لا د ښوونځي په دوره کې و، په دې برخه کې یې د تکمیلي زده‌کړو یو کورس خپل کور ته نږدې په «مرسي کالج» کې بشپړ کړ. دا چې د پلار د غاښونو کتنځي(معاینه‌خانه) یې له کور څخه اداره کېده، ده د « ZuckNet» په نامه یو داسې سافټویر جوړ کړ چې، د کور او کارځای ټول کمپیوترونه یې سره تړل. دا د AOL بېړني پیغام‌رسوونکي "لومړنۍ" بڼه بلل کېږي چې په ورپسې کال خپور شو.[۲۶][۲۷]

نیویارکر مجلې لیکلي دي چې: کله په ۲۰۰۲ ز کال کې زاکربرګ په هاروارډ پوهنتون کې زده‌کړې پیل کړې، تر هغه وړاندې «د یوه بې‌ساري پروګرامر په توګه» مشهور و. په پوهنتون کې یې د زده‌کړو په دویم کال یو پروګرام ولیکه، چې CourseMatch یې باله. دغه پروګرام محصلانو ته دا موکه ورکوله چې، د نورو محصلانو انتخابونو ته په کتو سره د ټولګیو د غوراوي  پریکړه وکړي. هم یې له دوی سره مرسته کوله، چې د زده‌کړې لپاره ګروپونه جوړ کړي. لږه موده وروسته یې یو بل متفاوت پروګرام جوړ کړ، چې په لومړیو کې یې Facemash ونوماوه، په دغه پروګرام کې محصلانو کولای شوای چې، په څو منتخبو(غورچاڼ شوو) عکسونو کې، هغه شخص انتخاب کړي، چې تر ټولو ښه ښکاري. د زاکربرګ د هغه مهال د اتاق ملګری اري هاسيټ وايي: "زاکربرګ دغه سایټ د سات‌تېرۍ( ساعت تېري) لپاره جوړ کړی و". هاسیټ زیاتوي:[۲۸][۲۹][۳۰]

موږ د (Face Books) په نامه کتابونه لرل او د هغو کسانو نوم او عکس به په کې وو چې، د پوهنتون په لیلیه کې اوسېدل. ده په لومړیو کې یو سایټ جوړ کړ او دوه دوه عکسونه یا د دوو نارینه‌وو او دوو ښځو عکسونه یې په کې کېښودل. د سایټ کتونکو باید رایه ورکړې وای، چې کوم یو «ښکلی» دی او بیا د رایو له مخې درجه‌بندي کېدل.[۳۱]

دغه وېب‌سایټ د یوې اونۍ د پای په رخصتۍ کې پورته شو (انلاین شو) [په لوېدیځ کې د اونۍ د پای رخصتي یکشنبه ده]، خو د دوشنبې پر سهار پوهنتون بېرته هغه وتاړه، ځکه د ډېر شهرت له امله یې د هاروارډ د شبکې یو سویچ خراب کړی و او پر محصلانو یې انټرنېټ قطع و. پر دې سربېره، ډېرو محصلانو شکایت وکړ چې، عکسونه یې له اجازې پرته په دغه سایټ کې کارول کېږي. زاکربرګ له ټولو بښنه وغوښته، خو د محصلانو ورځپاڼې داسې مقالې خپرې کړې، چې ویل یې:  د ده وېب‌سایټ «په بشپړه توګه ناوړه( نامناسب)» دی.[۳۲]

په بل سمستر کې چې د ۲۰۰۴ ز کال د جنوري میاشت وه، زاکربرګ د بل وېب‌سايټ لپاره پر کودونو لیکلو پیل وکړ. د ۲۰۰۴ ز کال په فبرورۍ میاشت کې یې«فېسبوک» پرلیکه کړ، چې په لومړیو کې په (thefacebook.com) کې ځای پر ځای و.[۳۳][۳۴]

شخصي ژوند سمول

زاکربرګ چې د یوه اصلاحي یهودي په توګه لوی شو، وروسته اتیست شو، خو بیا یې بېرته خپل نظرونه بدل کړل. ده په ۲۰۱۶ ز کال کې وویل: "زه یهودي را لوی شوم، خو وروسته مې داسې دوره تېره کړه چې، هر څه مې تر پوښتنې لاندې راوستل، اوس په دې باور یم چې، دین ډېر مهم دی".[۳۵][۳۶][۳۷]

زاکربرګ خپله راتلونکې مېرمن «پریسیلا چان» چې هغه هم د هاروارډ پوهنتون محصله وه، د زده‌کړو په دویم کال په یوه مېلمستیا کې ولیدله. دوی له ۲۰۰۳ ز کال را وروسته لیدنې پیل کړې. د ۲۰۱۰ ز کال په سپتمبر میاشت کې چان چې هغه مهال د سن‌فرانسیسکو په کلیفورنیا پوهنتون کې د طب محصله وه، د کلیفورنیا په پالو التو کې د زاکربرګ کرايي کور ته ولېږدېده. تر دې وړاندې چې زاکربرګ د چان د مور او پلار ټاټوبي چین ته ولاړ شي، د هماغه کال په وروستیو کې یې ماندارین ژبه ولوسته. دوی د ۲۰۱۲ ز کال د مې میاشتې په ۱۹مه نېټه واده وکړ. د همدغه کال د جولای میاشتې په ۳۱مه نېټه زاکربرګ وویل چې، دوی د خپلې لور زیږېدو ته انتظار باسي او چان تر دې وړاندې ۳ ځله بچیان لرې کړي دي. د دوی لور «مکسیما چان زاکربرګ»، د ۲۰۱۵ ز کال د دسمبر په لومړۍ نېټه وزېږېده. دوی د چین د نوي کال په یوه ویډیو کې وویل چې: د لور چینايي نوم یې «چن منګیو» (په چینايي: 陈明宇) دی. د دوی دویمه لور د ۲۰۱۷ ز کال په اګسټ میاشت کې وزېږېده. دوی دواړه د (Beast) په نامه یو پولي سپی هم لري، چې په فېسبوک کې تر دوه میلیونه ډېر پلویان لري.[۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲]

پرمختګ سمول

لاسته راوړني سمول

شخصیت سمول

  1. https://www.haaretz.com/opinion/zuckerbergs-curated-jewish-conscience-is-shallow-and-evasive-1.5455322
  2. Facebook's Mark Zuckerberg marries Priscilla Chan — خپرونکی: CBS News — د خپرولو نیټه: ۲۲ مې ۲۰۱۲ — ارزښت: This photo provided by Facebook shows the social network's co-founder and CEO Mark Zuckerberg and Priscilla Chan at their wedding ceremony in Palo Alto, Calif., Saturday, May 19, 2012.
  3. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb16182911f — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  4. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=hka2010563632 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  5. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=hka2010563632 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  6. https://g.co/kgs/tGoKAD
  7. https://www.bloomberg.com/billionaires/ — د نشر نېټه: ۶ اکتوبر ۲۰۱۹ — خپرونکی: Bloomberg L.P.
  8. (په July 26, 2013 باندې). Facebook Surges and Mark Zuckerberg Pockets $3.8 Billion. Yahoo! Finance.
  9. (په May 20, 2012 باندې). Facebook shareholders are wedded to the whims of Mark Zuckerberg.
  10. Lee, Seung (April 13, 2016). "Mark Zuckerberg just joined a new project to explore the universe faster". Newsweek (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه March 29, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Bloomberg Billionaires Index: Mark Zuckerberg". Bloomberg L.P. د لاسرسي‌نېټه December 3, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite magazine requires |magazine= (مساعدة)
  12. "Mark Zuckerberg". Forbes. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Grossman, Lev (December 15, 2010). "Person of the Year 2010: Mark Zuckerberg". Time. د اصلي آرشيف څخه پر August 17, 2013 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "The All-Time TIME 100 of All Time". Time. April 18, 2012. د اصلي آرشيف څخه پر April 19, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 20, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په December 2016 باندې). The World's Most Powerful People.
  16. (په December 15, 2010 باندې). Mark Zuckerberg wins Time person of the year: profile.
  17. "The Zuckerbergs of Dobbs Ferry", New York, العدد May 14, 2012, د لاسرسي‌نېټه May 21, 2012 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په October 4, 2017 باندې). Mark Zuckerberg's Carefully Curated Jewish Conscience Is Both Shallow and Evasive.
  19. Kaplan, Dana Evan (April 2020). The New Reform Judaism: Challenges and Reflections - Dana Evan Kaplan. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780827614314. د لاسرسي‌نېټه May 21, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Vargas, Jose Antonio (September 20, 2010). "The Face of Facebook". The New Yorker. د لاسرسي‌نېټه September 22, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په January 27, 2017 باندې). My great grandparents came from Germany, Austria, and Poland..
  22. (په July 24, 2010 باندې). Mark Zuckerberg: He's got the whole world on his site. The Independent.
  23. Kirkpatrick, David (2010). The Facebook Effect: The Inside Story of the Company That Is Connecting the World. New York: Simon & Schuster. د کتاب پاڼي 20–21. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4391-0211-4. د لاسرسي‌نېټه November 9, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په March 5, 2010 باندې). What We Learned About Mark Zuckerberg This Week. The Big Money.
  25. (په June 10, 2004 باندې). Mark E. Zuckerberg '06: The whiz behind thefacebook.com.
  26. "4-thing-mark-zuckerberg". د اصلي آرشيف څخه پر April 22, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 21, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "facebook-founder-mark-zuckerberg-child-prodigy". د لاسرسي‌نېټه April 21, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Grossman, Lev (December 15, 2010). "Person of the Year 2010: Mark Zuckerberg". Time. د اصلي آرشيف څخه پر August 17, 2013 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Vargas, Jose Antonio (September 20, 2010). "The Face of Facebook". The New Yorker. د لاسرسي‌نېټه September 22, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Larson, Chase (March 25, 2011), "Mark Zuckerberg speaks at BYU, calls Facebook "as much psychology and sociology as it is technology"", Deseret News, د لاسرسي‌نېټه May 21, 2012 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Grimland, Guy (October 5, 2009). "Facebook founder's roommate recounts creation of Internet giant". Haaretz. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Grimland, Guy (October 5, 2009). "Facebook founder's roommate recounts creation of Internet giant". Haaretz. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Hoffman, Claire (June 28, 2008). "The Battle for Facebook". Rolling Stone. New York City. د اصلي آرشيف څخه پر July 3, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 5, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Seward, Zachary M. (په July 25, 2007 باندې). Judge Expresses Skepticism About Facebook Lawsuit.
  35. Kirkpatrick, David (2010). The Facebook Effect: The Inside Story of the Company That Is Connecting the World. New York: Simon & Schuster. د کتاب پاڼي 20–21. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4391-0211-4. د لاسرسي‌نېټه November 9, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. (په November 28, 2007 باندې). Just How Much Do We Want to Share On Social Networks?. The Wall Street Journal.
  37. Zauzmer, Julie (December 30, 2016). "Mark Zuckerberg says he's no longer an atheist, believes 'religion is very important'". The Washington Post (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه October 31, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. O'Connor, Clare (May 20, 2012), "Mark Zuckerberg's Wife Priscilla Chan: A New Brand of Billionaire Bride", Forbes, د لاسرسي‌نېټه May 21, 2012 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Status Update: Mark Zuckerberg is married to Priscilla Chan, Techstroke, May 20, 2012, د اصلي آرشيف څخه پر January 19, 2018 باندې, د لاسرسي‌نېټه May 21, 2012 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "White Coats on a Rainbow of Students" Archived January 12, 2013, at the Wayback Machine., Spotlight, UCSF School of Medicine. Cf. Priscilla Chan, 23.
  41. (په December 20, 2010 باندې). Zuckerberg Goes Searching in China.
  42. "Facebook founder Mark Zuckerberg learn chinese every morning". ChineseTime.cn. September 29, 2010. د اصلي آرشيف څخه پر November 24, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 7, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. . Facebook's Mark Zuckerberg marries sweetheart.
  44. . Facebook's Mark Zuckerberg marries Priscilla Chan. CBS News
  45. (په May 19, 2012 باندې). Facebook's Mark Zuckerberg marries longtime girlfriend, Priscilla Chan: Palo Alto, Calif., ceremony caps busy week after company goes public. NBC News
  46. (په July 31, 2015 باندې). Facebook founder Mark Zuckerberg to become a father. BBC News.
  47. Frankel, Todd C.; Fung, Brian; Layton, Lyndsey. "Mark Zuckerberg and Priscilla Chan to give away 99 percent of their Facebook stock, worth $45 billion". د لاسرسي‌نېټه October 24, 2020 – عبر www.washingtonpost.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. "A letter to our daughter". facebook.com. د لاسرسي‌نېټه December 1, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. (په August 28, 2017 باندې). Mark Zuckerberg and his wife just unveiled their new baby girl to the world. Fox News Channel
  50. "Meet Beast Zuckerberg, your new favorite dog rug". CBS News. 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. King, Hope (September 22, 2016). "Mark Zuckerberg's dog Beast is 'moping' over new baby". CNN. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  52. Kell, John (February 8, 2016). "Mark Zuckerberg Reveals Daughter's Chinese Name". Fortune. د لاسرسي‌نېټه February 29, 2016. In a pretty adorable video shared by the tech executive over the weekend, Zuckerberg and his wife Priscilla Chan said their daughter Max's Chinese name is Chen Mingyu. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)