لیائو لړۍ چې د خیتان سترواکۍ او په رسمي توګه د لوی لیائو په نوم هم پېژندل کېږي د چین یو له سترواکو لړیو څخه وه چې له ۹۱۶ زکال څخه یې تر ۱۱۲۵ زکال پورې شتون درلود او د خیتان وګړو یلا قبیلې یې مشري کوله. دغه لړۍ چې د ټانګ لړۍ د پاشل کېدو پر مهال تاسیس شوه د خپلې واکمنۍ په اوج کې یې د چین په شمال ختیځ، د مغولستان په فلات، د کوریا د جزیرې په شمالي برخې، د روسیې د لرې ختیځ په سویلي برخو او د چین د شمالي دښتې په شمالي څنډه واکمني وکړه. [۱][۲][۳][۴]

لياو کورنۍ
اړوند
پلازمېنه
Lindong Town (en) ژباړلLiaoyang Fu (en) ژباړلZhongjing (en) ژباړلLiao Nanjing (en) ژباړلDatong Fu (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
پکي شاملې اداري سیمې
Shangjing Dao (en) ژباړلDongjing Dao (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
رسمي ژبه
ځایناستی د
Later Jin dynasty (en) ژباړلBalhae (en) ژباړلJeong-an kingdom (en) ژباړلHeungyo (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ځایناستی
اړين مالومات
د ړنګېدو وخت
۱۱۲۵ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخه د

دغه لړۍ په اتمه پېړۍ کې د خیتاني وګړو لاس ته د واک د لوېدو او همدارنګه د نهمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې د هغو د پراختیا غوښتونکو لښکرکشیو له امله رامنځته شوه. بالاخره د یلا قبیلې مشر ابائوجی د خیتانانو رهبر شو او په ۹۱۶ زکال کې یې د چینايي سبک لرونکې یوې لړۍ دولت اعلان کړ. د لیائو لړۍ د نورو ایالتونو؛ د کوموشي، شیوي، تاتار، زوبو، خونګیراد، بالهای، ګوریو او ټانګ قبایلو او همدارنګه د سونګ لړۍ په ګډون د خپلو ګاونډیانو پر وړاندې ګڼ شمېر لښکرکشۍ وکړې. د دوی په فتوحاتو کې ۱۶ سیمي (د نن ورځې د بېجینګ او همدارنګه د هبي د یوې برخې په ګډون) شاملې وې چې ورپسې یې نیابتي جګړې ته په لمن وهلو د ټانګ د دویمې دورې (۹۲۳ – ۹۳۶ زکال) واکمني هم نسکوره کړه. د لیائو لړۍ په ۱۰۰۴ زکال کې د شمالي سونګ لړۍ پر وړاندې لښکرې ولېږلې؛ د دواړو سترواکیو له پرېمانه تلفاتو وروسته هغوی د چان یوون هوکړې لاسلیک کولو ته اړ شول. د دغې هوکړې پر مټ لیائو لړۍ شمالي سونګ لړۍ اړ کړه څو دوی د خپلو سیالانو په توګه په رسمیت وپېژني؛ د دغې هوکړې پر مټ د دواړو لړیو ترمنځ د سولې او ثبات نږدې ۱۲۰ کلنه دوره رامنځته شوه. په دې سره دا لومړنی دولت و چې ټوله منچوریا یې تر کنټرول لاندې راغله. [۵]

د هان اغېزو او آدبو او همدارنګه د خیتان لړۍ د سنتي ټولنیزو او سیاسي کړنلارو ترمنځ ترینګلتیاوې د دغې لړۍ له پام وړ ځانګړنو څخه وې. دغه ترینګلتیاوې د ځای ناستوب په برخه کې د یو لړ کړکېچونو لامل وګرځېدې. لیائو سترواکانو د هان لړۍ د لومړني ماشوم د لومړیتوب حق په رسمیت پېژانده، په داسې حال کې چې پاتې نورو خیتان مخکښانو د تر ټولو قوي نوماند د ځای ناستوب له سنتي کړنلارې څخه ملاتړ کاوه. سربېره پر دې د هاني نظام د منلو او همدارنګه د خیتاني کړنلارو د اصلاح په موخه هڅو آبائوجي د دوه موازي دولتونو جوړولو ته اړ کړ. ده د خیتان د شمالي سیمو اداره د خیتان د سنتي کړنلارو له مخې کوله، په داسې حال کې چې سویلي برخې یې د هغو غیرخیتاني وګړو پر مټ اداره کولې چې د هان له کړنلارو څخه یې کار اخیست.

د لیائو لړۍ په ۱۱۲۵ زکال کې د جورچن وګړو په مشرۍ د جین لړۍ له خوا د سترواک تیانزوئو په نیولو سره له منځه ولاړه. ورته مهال د لیائو لړۍ پاتې وفاداره کسانو د یلو داشي (سترواک دزونګ لیائو) په مشرۍ د لویدیځ لیائو لړۍ (قره خیتای) تاسیس کړه چې د مغولو له فتحې څخه یې نږدې یوه پېړۍ وړاندې د مرکزي آسیا په یو شمېر برخو حکومت وکړ.

نومونه

سمول

د خیتان لوی ایالت په ۹۰۷ زکال کې د ابائوجي (سترواک تایزو لیائو) له خوا تاسیس شو. په ۹۴۷ زکال کې د ابائوجي ځای ناستي سترواک تایزونګ لیائو په رسمي ډول د دغې لړۍ نوم «لویې لیائو لړۍ» ته واړوه. دغه چاره په ډېر احتمال سره په دولت کې د غیر خیتاني وګړو د ځای پر ځای کولو په موخه وشوه. له دې وروسته دغه نوم په ۹۸۳ زکال کې د سترواک شنګزونګ لیائو د واکمنۍ پر مهال د خیتاني هویت د تائید کولو په موخه «لویې خیتاني لړۍ» ته واوښت. په ۱۰۶۶ زکال کې سترواک ډایو سونګ، لیائو لړۍ یو ځل بیا د «لویې لیائو» په نامه ونوموله او داځل دغه نوم د یادې لړۍ تر پاشل کېدو پورې په رسمي ډول استفادې وړ پاتې شو. د «لوی خیتان» او «لوی لیائو» دواړه نومونه د شاوخوا ۱۰۰ کلونو لپاره وکارول شول. [۶][۷]

په ۱۱۲۴ زکال کې هغه ځای ناستی دولت چې د یلو داشي له خوا په لویدیځو سیمو کې تاسیس شو، په رسمي ډول یې د «لوی لیائو» د لړۍ نوم ځانته وټاکه. خو په تاریخ لیکنه کې بیا یاد رژیم تر ډېره پورې د «لویدیځ لیائو» یا «قره خیتای» په نومونو پېژندل کېږي. د لیائو لړۍ پر مهال د چین په شمال ختیځ او مغولستان کې د خیتانانو د لړۍ او همدارنګه په مرکزي آسیا کې د قره خیتای واکمنۍ ته په پام چې هغوی ټول چینایان بلل کېدل د «خیتای» اصطلاح په مرکزي آسیا، روسیې او شمال لویدیځ چین کې د «چین» په معنی وه. دغه نوم د منځنیو پېړیو اروپا ته د اسلامي او روسي منابعو له لارې لار ومونده او په «کاتای» واوښت. په معاصره دوره کې خیتای ته اړوند کلمات د چین په سین کیانګ کې د اویغور وګړو په څېر د ترکي وګړو، د قزاقستان او نورو اړوندو برخو د قزاق وګړو او یو شمېر سلواکي قوم لرونکو روسانو او بلغاري وګړو له خوا د چین لپاره کارول کېږي. [۸]

د «لیائو» د ریښې اړوند د تاریخ پوهانو ترمنځ د نظر اتفاق شتون نه لري. یو شمېر په دې باور دي چې «لیائو» په ختاني ژبه کې د وسپنې په معنی دی، په داسې حال کې چې یو شمېر نور بیا هغه د لیائو سیند د اوبو حوضې ته اړوند بولي چې د خیتاني وګړو اصلي وطن ګڼل کېږي.

سرچينې

سمول
  1. "Liao". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  2. Aisin-Gioro Ulhicun (2009). 《愛新覚羅烏拉熙春女真契丹学研究》 [Research into Jurchen and Khitan Studies by Aisin-Gioro Ulhicun] (په چیني). Shōkadō (松香堂). Chapter Archived 13 June 2013 at the Wayback Machine.: 〈遼朝國號非「哈喇契丹(遼契丹)」考:兼擬契丹大字 及契丹小字 的音値〉(The State Name of the Liao dynasty was not “Qara Khitai (Liao Khitai)”: with Presumptions of Phonetic Values of Khitai Large Script   and Khitai Small Script  )
  3. Aisin-Gioro Ulhicun (2009). "〈契丹文dan gur與「東丹國」國號:兼評劉浦江「再談"東丹國"國号問題」〉(Original Meaning of Dan gur in the Khitai Scripts: with a Discussion of the State Name of the Dongdanguo)" (PDF). 《愛新覚羅烏拉熙春女真契丹学研究》 [Research into Jurchen and Khitan Studies by Aisin-Gioro Ulhicun] (په چیني). Shōkadō (松香堂). Archived from the original (PDF) on 19 October 2016. نه اخيستل شوی 13 October 2012.
  4. Ledyard, 1983, 323
  5. Hudson, Mark James (1999). Ruins of Identity: Ethnogenesis in the Japanese Islands. University of Hawaii Press. ISBN 978-0824821562 – via Google Books.
  6. Kane 2009، م. 162.
  7. Kane 2009، م. 4-5.
  8. Starr 2015، م. 43.