په چين کې واکمنې کورنې

د چین په تاریخ کې واکمنې کورنۍ، يا د چین واکمنې کورنۍ، ميراثي ټولواکمني (سلطنتي/شاهي) دولتونه وو، کومو چې د چين د تاريخ په ډېره برخه کې په دې هېواد واکمنۍ کړي. د 2070 مخزېږديز په شا اوخوا کې د «لوی يو» له خوا د ميراثي واکمنۍ له افسانوي پيل راهيسې، د 1912ز کال د فبرورۍ په دولسمه نېټه د «شينهای» انقلاب په پاله کې، د سترواک «شوانټانګ» تر ګوښه کېدو پورې، په چين يو پر بل پسې واکمنو کورنیو حکومت کړی. د چين واکمنې کورنۍ تر هغو نه وې محدودې چې د توکميزو هان – کومه چې اغلبه چينايي توکميزه ډله ده – او د هغوی د ځای ناستو، د «هواشا» قبايلي کنفدراسيون (اتحاد) له خوا جوړې شوې، بلکې هغه هم پکې شاملې دي، چې له هان پرته منورو وګړو له خوا يې بنسټ اېښودل شوی و.[۱]

د واکمنو کورنيو تر حکومت لاندې پړاونو باندې وېشل، په پړاونو چينايي تاریخ د وېشلو يوه اسانه طريقه ده. په همدې ډول، شونې ده يوه واکمنه کورنۍ د هغه پړاو د محدودولو لپاره وکارول شي، په کوم پړاو کې چې يوې کورنۍ واکمني کړې وي، يا د دې لپاره چې د دې پړاو پېښې، دودونه، شخصيتونه، هنري جوړښتونه او لاسي صنايع تشریح کړای شي. د بېلګې په ډول، شونې ده چې د «منګ» واکمنې کورنۍ پر مهال د خاورو جوړ شوي لوښو ته د «منګ د خاورو لوښو» په توګه اشاره وشي. د واکمنې کورنۍ ټکی عموماً د دا ډول صفتي اشارو پر مهال له منځه غورځول شوي دي.[۲][۳][۴]

د «چو» واکمنه کورنۍ په چين کې هغه دوديزه واکمنه کورنۍ وه چې تر ټولو اوږدې مودې لپاره يې حکومت کړی، او په ټوليز ډول د 789 کلونو لپاره په واک کې وه، خو دا د چين په تاریخ لیکنه کې په لوېديځ «چو» او ختيځ «چو» وېشل شوې وه، او د دې واکمنې کورنۍ واک د واکمنۍ په وروستۍ برخه کې تر ډېره بريده راکم کړای شوی و. د ځمکنۍ پراختيا له اړخه تر ټولو ستره دوديزه چينايي واکمنه کورنۍ يا خو د «يوان» واکمنه کورنۍ وه يا د «چنګ» واکمنه کورنۍ وه، چې پرېکړه يې د تاریخي سرچينو پورې اړه لري.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

چينايي واکمنې کورنۍ عموماً خپل ځانونه د "Tiāncháo" (اسماني "ملکوتي" واکمنه کورنۍ) په توګه یادوي. د درناوي او لاس لاندېوالي د یو ډول په توګه، چينايي باج ورکونکو دولتونو،  چينايي واکمنو کورنيو ته د "Tiāncháo Shàngguó" (د سرلوړي دولت اسماني واکمنه کورنۍ)، يا "Tiāncháo Dàguó" (د لوی دولت اسماني واکمنه کورنۍ) په نوم اشاره کوله.[۱۱][۱۲]

اصطلاحات

سمول

په چینايي ژبه کې د "cháo" (朝) ټکي (توري) په اصل کې د سهار او نن ورځ معنا درلوده. له سياسي پلوه، دا ټکی د حکومت موجوده واکمن ته د اشارې کولو لپاره اخيستل شوی و.

په چينايي تاریخ ليکنه کې د واکمنې کورنۍ له تصور سره تړليو اصطلاحاتو لړليک (فهرست) په لاندې ډول دی:

  • cháo (朝): یوه واکمنه کورنۍ
  • Cháodài (朝代): د يوې واکمنۍ کورنۍ له واکمنۍ سره برابر پړاو
  • Wángcháo (王朝): کله چې په تخنيکي ډول يوې شاهي واکمني کورنۍ ته اشاره کېږي، دا اصطلاح په ناکره ډول په ټولو واکمنو کورنیو پلې کېږي، د هغو په ګډون چې واکمنو يې د سترواک په څېر غېر شاهي لقبونه درلودل.[۱۳]
  • Huángcháo (皇朝): عموماً د شاهي واکمنو کورنيو لپاره کارول کېږي.[۱۴]

تاريخ

سمول

د ميراثي واکمنۍ پيل

سمول

د چين د لومړۍ دوديزې واکمنې کورنۍ «شا» د بنسټګر په توګه، په دوديز ډول «لوی يو» په چين کې د واکمنې کورنۍ د پيلونکي په توګه بلل کېږي. د چين د واکمنې کورنۍ په نظام کې، له نظرياتي اړخه خپلواکو واکمنو مطلق العنان قدرت او د قلمرو خصوصي ملکيت په لاس کې درلود، که څه هم  په عملي ډول د دوی اصلي قدرت په ګڼو لاملونو پورې اړه درلوده. د دود تر مخې، د چين تخت ځانګړي ډول نارينه زوزات ته په ميراث کې پاتې کېدو، خو ډېر داسې حالات و، چې تر مخې يې د مېرمنې (د ژوند شريک) خپلوانو د ټولواکانو په قدرت سره واقعي واک په لاس کې اخيست. دا تصور د « jiā tiānxià» (家天下؛ د اسمان لاندې ټول هر څه تر واکمنې کورنۍ پورې اړه لري) په نوم پېژندل کېدو، چې له «شا» څخه مخکې تصور کوم چې د « gōng tiānxià» (公天下؛ د اسمان لاندې هر څه تر ولس پورې اړه لري) پېژندل کېدونکي تصور په خلاف و، په کوم کې چې د مشرتابه ځایناستيتوب ميراثي نه و، او د ګوښه کېدو د نظام پر بنسټ ولاړ و.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د واکمنې کورنې لېږد (اوښتل)

سمول

د واکمنو کورنيو واک ته رسېدل او زوال د چينايي تاريخ يوه څرګنده ځانګړتيا ده. ځينو پوهانو د واکمنو کورنيو برياليتوب او ناکامۍ د واکمنو اخلاقياتو ته په منسوبولو سره، د دې ښکارندې د تشريح کولو هڅه کړې، په داسې حال کې چې نورو د ټولواکمن حکومت محسوسو اړخونو ته زياته پاملرنه کړې. د تشريح دا طريقه د واکمنې کورنۍ د جريان په توګه پېژندل شوې ده. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د چين په تاريخ کې د واکمنو کورنيو د لېږد (改朝換代; gǎi cháo huàn dài) پېښې په بنسټيز ډول له دوه لارو منځ ته راغلي دي: پوځي فتحه او نيواک (غصب/په زور اخيستل). د «جين» واکمنې کورنۍ له خوا د «ليو» واکمنې کورنۍ بدلېدل د یو لړ برياليو پوځي مبارزو په پايله کې منځ ته راغلل، څګه چې وروسته د «يوان» واکمنې کورنۍ تر واک لاندې د چین مرکزي سيمو يوځای کېدل وو؛ له بلې خوا له ختيځې «هان» څخه «کاو» وي ته، او همدا راز له سويلي «کي» څخه «ليانګ» واکمنې کورنۍ ته بدلون، د نيواک د لاملونو پايله وه. ډېر ځله به نيونکو له هغوی څځه د مخکې واکمنو په خپله خوښه واک پرېښودلو په انځورولو سره، خپلې واکمنۍ ته د قانوني حيثيت ورکولو هڅه کوله – کوم چې د ځای ناستي په توګه پر تخت د کېناستلو څخه د تنازل له نظام سره مترادف و.[۲۴][۲۵]

شونې ده چې تاریخي لړيو ته په کتنې، يو څوک ناسم اټکل وکړي، چې د واکمنو کورنيو تر منځ لېږدېدنې په ناڅاپي او تقريبي ډول منځ ته راغلي دي. خو داسې نه ده، نوې واکمنې کورنۍ عموماً د شته حکومت د بشپړ نسکورېدو څخه مخکې جوړېدې. د بېلګې په ډول، 1644ز کال عموماً د هغه کال په توګه يادېږي، په کوم کې چې «منګ» واکمنې کورنۍ د اسماني واک په تر لاسه کولو سره د «شينګ» واکمنې کورنۍ ځای ونيو. په هر حال، د «شينګ» واکمنې کورنۍ په رسمي ډول اعلان په 1636ز کال کې د «شينګ» د سترواک «تايزونګ» له خوا په 1616ز کال کې د رامنځ ته شوې واکمنۍ په توسط شوی و، چې وروسته په «جين» بدله شوه، په داسې حال کې چې «منګ» شاهي کورنۍ په سويلي «منګ» کې تر 1662ز کال پورې واکمني وکړه. په تايوان کې موقعت لرونکې د «منګ» وفادارې پاچايۍ «ټانګنګ» تر 1683ز کال پورې د «شينګ» مخالفت ته دوام ورکړ. په ورته وخت کې، نورو ډلو هم د منګ-شينګ د لېږد پر مهال د مرکزي چين د واک تر لاسه کولو لپاره جګړې وکړې، په ځانګړي ډول د «شوان» او «شي» واکمنې کورنۍ چې په ترتيب سره يې د «لي وایچانګ» او «چانګ شيانګ چونګ» له خوا اعلان شوی و. د واکمنو کورنيو دا بدلون يوه پېچلې او اوږدمهاله چاره وه، او په ټول چين کې د خپلې واکمنۍ په سم ډول خپرولو له «چنګ» څخه نږدې دوه لسيزې وخت واخيست. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

په ورته توګه، د «سويي-تانګ» د ابتدايي لېږد پر مهال، د باغي قدرتونو له خوا جوړو شويو ګڼو حکمتونو د واکمن «سويي» واکمنې کورنۍ د ځواک له کمزورۍ وروسته د واک او قانوني حيثيت خپلولو هڅه وکړه. هغه خپلواک حکومتونه چې د بغاوت په دې پړاو کې يې شتون درلود، په هغوی کې دا واکمنۍ شاملې وې، خو تر دوی محدودې نه وي چې هغه، Wei (د Li Mi په مشرۍ)، Qin (د Xue Ju په مشرۍ)، Qi (د Gao Tancheng په مشرۍ)، Xu (د Yuwen Huaji په مشرۍ)، Liang (د Shen Faxing په مشرۍ)، Liang (د Liang Shidu په مشرۍ)، Xia (د Dou Jiande په مشرۍ)، Zheng (د Wang Shichong په مشرۍ)، Chu (د Zhu Can په مشرۍ)، Chu (د Lin Shihong په مشرۍ)، Wu (د Li Zitong په مشرۍ)، Yan (د Gao Kaidao په مشرۍ)، او Song (د Fu Gongshi په مشرۍ) وې. د «تانګ» کورنۍ چې له «سويي» څخه وروسته راغله، د چين د مرکزي سیمو د بيا يوځای کولو لپاره د يوې لسيزې اوږدې پوځي مبارزې پر لار واچولې.[۳۳]

سرچينې

سمول
  1. Skutsch, Carl (2013). Encyclopedia of the World's Minorities. p. 287. ISBN 9781135193881.
  2. Keay, John (2010). China: A History. ISBN 9780007372089.
  3. Wang, Yeyang; Zhao, Qingyun (2016). 当代中国近代史理论研究. ISBN 9787516188231.
  4. Atwell, William (1978). "Ming China and the Emerging World Economy". In Twitchett, Denis; Fairbank, John; Mote, Frederick (eds.). The Cambridge History of China. pp. 394–395. ISBN 9780521243339.
  5. Sadow, Lauren; Peeters, Bert; Mullan, Kerry (2019). Studies in Ethnopragmatics, Cultural Semantics, and Intercultural Communication: Minimal English (and Beyond). p. 100. ISBN 9789813299795.
  6. Bauch, Martin; Schenk, Gerrit (2019). The Crisis of the 14th Century: Teleconnections between Environmental and Societal Change?. p. 153. ISBN 9783110660784.
  7. Ruan, Jiening; Zhang, Jie; Leung, Cynthia (2015). Chinese Language Education in the United States. p. 9. ISBN 9783319213088.
  8. Wei, Chao-hsin (1988). The General Themes of the Ocean Culture World. p. 17.
  9. Adler, Philip; Pouwels, Randall (2011). World Civilizations: Volume I: To 1700. p. 373. ISBN 9781133171065.
  10. Rowe, William (2010). China's Last Empire: The Great Qing. p. 1. ISBN 9780674054554.
  11. Nevius, John (1869). China and the Chinese. p. 22. ISBN 9788120606906.
  12. Wang, Hongsheng (2007). 历史的瀑布与峡谷:中华文明的文化结构和现代转型. p. 139. ISBN 9787300081830.
  13. "陆大鹏谈翻译:历史上的"王朝"与"皇朝"". نه اخيستل شوی 4 August 2020.
  14. "陆大鹏谈翻译:历史上的"王朝"与"皇朝"". نه اخيستل شوی 4 August 2020.
  15. Ebrey, Patricia; Liu, Kwang-Ching (2010). The Cambridge Illustrated History of China. p. 10. ISBN 9780521124331.
  16. Chan, Joseph (2013). Confucian Perfectionism: A Political Philosophy for Modern Times. p. 213. ISBN 9781400848690.
  17. Whitaker, Donald; Shinn, Rinn-Sup (1972). Area Handbook for the People's Republic of China. p. 37.
  18. Chan, Joseph (2013). Confucian Perfectionism: A Political Philosophy for Modern Times. p. 213. ISBN 9781400848690.
  19. Qi, Zhixiang (2016). 中國現當代人學史:思想演變的時代特徵及其歷史軌跡. p. 21. ISBN 9789869244923.
  20. Perdue, Peter (2009). China Marches West: The Qing Conquest of Central Eurasia. p. 6. ISBN 9780674042025.
  21. Perdue, Peter (2009). China Marches West: The Qing Conquest of Central Eurasia. p. 6. ISBN 9780674042025.
  22. Elleman, Bruce; Paine, Sarah (2019). Modern China: Continuity and Change, 1644 to the Present. p. 19. ISBN 9781538103876.
  23. Zheng, Yongnian; Huang, Yanjie (2018). Market in State: The Political Economy of Domination in China. p. 83. ISBN 9781108473446.
  24. "我国古代改朝换代的方式不外乎两种,哪种才是主流?". نه اخيستل شوی 18 November 2019.
  25. Fan, Shuzhi (2007). 国史精讲. p. 99. ISBN 9787309055634.
  26. Wilkinson, Endymion (2000). Chinese History: A Manual. p. 14. ISBN 9780674002494.
  27. Perkins, Dorothy (2013). Encyclopedia of China: History and Culture. p. 1. ISBN 9781135935627.
  28. Di Cosmo, Nicola (2007). The Diary of a Manchu Soldier in Seventeenth-Century China: "My Service in the Army", by Dzengseo. p. 1. ISBN 9781135789558.
  29. Elman, Benjamin (2006). A Cultural History of Modern Science in China. p. 46. ISBN 9780674023062.
  30. Tanner, Harold (2009). China: A History. p. 335. ISBN 978-0872209152.
  31. Pines, Yuri (2012). The Everlasting Empire: The Political Culture of Ancient China and Its Imperial Legacy. p. 157. ISBN 978-0691134956.
  32. Mote, Frederick (2003). Imperial China 900-1800. p. 798. ISBN 9780674012127.
  33. Skaff, Jonathan (2012). Sui-Tang China and Its Turko-Mongol Neighbors: Culture, Power, and Connections, 580-800. p. 80. ISBN 9780199734139.