جین لړۍ (۱۱۱۵ – ۱۲۳۴ زکال)
د جین لړۍ چې په رسمي ډول د لوی جین (大金; Dà Jīn) په توګه پېژندل کېږي د چین سترواکه لړۍ وه چې له ۱۱۱۵ زکال څخه یې تر ۱۲۳۴ زکال پورې واک وچلاوه. له دې امله چې دغه لړۍ د جورچن خټې لرونکې وانیاني قیبلې له خوا تاسیس شوه، ځینې مهالونه یې یورچن لړۍ او یا هم جورچن لړۍ بولي. [۱]
پلازمېنه |
---|
عمومي مالومات | |
---|---|
پکي شاملې اداري سیمې | |
قومي ډلې | |
ځایناستی د | |
ځایناستی |
د ړنګېدو وخت |
---|
برخه د |
---|
بنسټګر |
---|
جین لړۍ د لیائو لړۍ (۹۱۶ – ۱۱۲۵ زکال) پر وړاندې د وانیان اګودا له پاڅون وروسته راښکاره شوه، دوی د چین پر شمال واک درلود تر دې چې لویدیځو سیمو ته وشړل شول او هلته یې بیا د لویدیځ لیائو په توګه شهرت وموند. د لیائو د قلمرو له فتحې وروسته دوی د یوې پېړۍ لپاره د چین په سوېل کې د استوګنې سونګ لړۍ (۹۶۰ – ۱۲۷۹ زکال) او د هغو د هان قوم لرونکو حاکمانو پر وړاندې مبارزه وکړه. د جین د حکومتولۍ پر مهال د هغو سترواکانو ځانونه په هان دودونو سمبال کړي و؛ آن تر دې چې د چین دېوال یې د مغولو د سترواکۍ پر وړاندې پیاوړی کړ. ورته مهال یې د کنفوسیوس د آئین د بېرته را ژوندي کولو په څېر په یو شمېر داخلي کلتوري پرمختګونو هم څارنه وکړه.
د جین لړۍ له پېړیو واکمنۍ وروسته په ۱۲۱۱ زکال کې د چنګېز خان تر قوماندې لاندې مغولو تر برید لاندې راغله او جین ځواکونو ته یې سختې ماتې ورکړې. د نږدې ۲۳ کلونو په اوږدو کې له یوې لړۍ ماتو، پاڅونونو او کودتاه ګانو وروسته مغولانو بالاخره د ۱۲۳۴ زکال پر مهال د دغې لړۍ واکمنۍ ته پای ټکی کېښود.
نوم
سمولد جین لړۍ د خپلې واکمنۍ پر مهال په رسمي ډول د «لوی جین» په نامه پېژندل کېده. سربېره پر دې جین سترواکانو ځانونه په بشپړه توګه د نورو غیر هان لړیو په څېر د چین، ژونګګو (中國) ایالت ته اړوند بلل. له هان لړۍ بهر حاکمانو هغه مهال چې په چین به یې حکومت کاوه، د «چین» تعریف ته یې په داسې توګه پراختیا ورکوله چې له هان وګړو سربېره غیر هان وګړي هم په کې شامل شي. جین اسناد ښيي چې ځانته د اشاره کولو په موخه د دغې لړۍ له خوا د «چین» د کلمې کارونه له هغه مهال څخه ژر پیل شوه چې وړاندې یې فکر کېده. [۲][۳][۴]
تاریخچه
سمولریښه
سمولموهي وګړي د جین وګړو له اجدادو څخه وو. موهیان ووجي بلل کېدل او ووجیانو د سوشن وګړو په ځمکه ژوند کاوه. دغه مهال اوو ووجي قبیلو شتون درلود: سومو، بودو، انچیګو، فوني، هاوشي، هیشوی، بایشان.
د جورچن وګړو قوم هم موهي وګړو ته اړوند و، دوی د اوسني چین په شمال ختیځه برخه کې ژوند کاوه. موهي وګړي تر ډېره پورې لږ تحرک لرونکي وګړي و چې په ښکار او د خوګانو په روزنې او همدارنګه یې د سویا، غنمو، وربشو او وریجو په څېر د محصولاتو په کرلو لاس پورې کاوه. په دغه سیمه کې تر ټانګ دورې پورې اسپ چا ډېر نه پېژانده او همدارنګه د لسمې پېړۍ پر مهال د خیتانانو تر واکمنۍ پورې مالداري هم په کې دود نه وه. موهي وګړو د شمالي ګوزو څخه ترلاسه کېدوني محصولات صادرول او کېدای شي په هغو یې سورلي هم کړې وي. هغوی د ټولیزې غلامۍ څخه ګټنه کوله او له غلامانو څخه یې په ښکار او کرنیزو چارو کې کار اخیست. ټانګ لړۍ بیا موهیان د هغه غصه ناکو او بې کلتوره وګړو په توګه توصیف کړي چې په زهرو باندې یې له ککړو کړای شوو غشو څخه ګټنه کوله. [۵][۶][۷]
د موهي وګړو دوه پیاوړې ډلې په شمالي اړخ کې هیشوی موهیان چې د هیلونګ سیند او په سویل کې سومو موهیان وو چې دوی بیا د سونګهوا سیند څخه خپل نوم اخیستی و. له هیشوی موهیانو څخه د ختیځې منچوریا په ځنګلي غرنیو سیمو او د روسیې په پریمورسکي کرای سیمه کې جورچن وګړي پیدا شول. د ووجو («پنځه ملتونو») فدراسیون چې د معاصر جیلین په شمال ختیځه برخه کې یې شتون درلود هم د جورچن وګړو د اجدادو په توګه په پام کې نیول کېږي. په تاریخي اسنادو کې د دوی لومړۍ ځل یادونه د لسمې میلادي پېړۍ پر مهال لیائو، لاتر تانګ او سونګ دربارونو ته د خراج راوړونکو په توګه شوې ده. دوی په ښکار، کب نیونې او د اهلي غویانو په ساتنې لاس پورې کاوه په داسې حال کې چې اصلي صادرات یې آسونه وو. ورته مهال یې د یوولسمې پېړۍ تر نیمايي پورې نه کوم خط، نه کومه کالیزه او نه هم کوم دفتر درلود. دوی د هغه مهال په نړیوال نظام کې ډېر کوچني سیاسي لوبغاړي و. جورچنان د لسمې پېړۍ پر مهال د لیائو لړۍ لاس پوڅي شوي وو، خو له دې سره یې هم د سونګ پلازمېنې کایفنګ ته یو شمېر خراج ورکوونکي او سوداګر ولېږل چې لیائو یې د مخنیوي په موخه ناکامه هڅه وکړه. یو شمېر جورچنانو بیا ګوریو ته درناوی کاوه او د خیتان – ګوریو جګړې پر مهال یې له هغه ملاتړ وکړ. دوی د سیاسي اړتیاوو او مادي ګټو په موخه دواړو دربارونو ته خراج ورکاوه. [۸][۹][۱۰]
د یوولسمې پېړۍ پر مهال د جورچن وګړو ترمنځ د خیتان حکومت پر وړاندې پراخه ناخوښیو شتون درلود، ځکه چې لیائو له تاوتریخوالو سره په ډکو لارو چارو له جورچن قبایلو څخه کلنی باج هم اخیست. د وانیان قبیلې مشر وګونای (۱۰۲۱ – ۱۰۷۴ زکال) له خپل نفوذ څخه په کار اخیستو له خیتانیانو څخه د جورچن وګړو د خپلواکۍ غوښتنې له امله شهرت ته ورسېد او د چانګ بای له غره څخه یې تر ووګو قبایلو پورې په ټول ختیځ منچوري واک وموند. د دوی د سنتونو له مخې وګونای د هانپو له شپږم نسل څخه و، په داسې حال کې چې پلار یې د لیائو له دربار څخه پوځي عنوان درلود، خو دغه عنوان ورته هېڅ واقعي واک نه و ورکړی یا یې هم نه درلود. هماغه ډول چې بیان شوې ده؛ وګونای لوی جنګیالی، خېټور، شراب څښونکی او د ښځو شوقي و. د هغه لمسي اګودا بیا د جین لړۍ تاسیس کړه. [۱۱]
سرچينې
سمول- ↑ "Jin". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
- ↑ Zhao 2006، م. 6.
- ↑ Zhao 2006، م. 7.
- ↑ Zhao 2006، م. 24.
- ↑ Crossley 1997، م. 124.
- ↑ Crossley 1997، م. 17.
- ↑ Gorelova 2002، مم. 13–14.
- ↑ Crossley 1997، م. 18–20.
- ↑ Franke 1994b، م. 217–220.
- ↑ Breuker 2010، مم. 220–221.
- ↑ Franke 1994b، م. 220.