لوډیګ وون مېزس

لوډېک هېنرېک اېډلر وون مېزس (په جرمني ژبه: [ˈluːtvɪç fɔn ˈmiːzəs]؛ زېږېدنه د ۱۸۸۱ کال د سپټمبر په ۲۱مه مړینه د ۱۹۷۳ کال د اکتوبر ۱۰مه) د اتریشي ښوونځي (په  اقتصادي تفکر کې یو هېتروډوکس ښوونځی، ژباړن) اقتصاد پوه، تاریخ پوه، منطق پوه او ټولن‌پوه و. مېزس د کلاسیک لېبرالیزم د ټولنیزو مشارکتونو په اړه پراخې لیکنې او ویناوې وکړې. هغه تر ډېره له کمونیزم او کپیتالیزم سره د پراګزیولوژۍ (د انسان د چلند مطالعه، ژباړن.) د پرتله ییزې څېړنې له امله پېژندل شوی. هغه د شلمې پېړۍ تر ټولو  اغېزناکه اقتصادي څېره او سیاسي متفکر بلل کېږي.[۱۲][۱۳]

لوډیګ وون مېزس
(الماني: Ludwig Heinrich Edler von Mises د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوډیګ وون مېزس
لوډیګ وون مېزس

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۹ سپټمبر ۱۸۸۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
مړینه 10 اکتوبر 1973 (92 کاله)[۱][۲][۵][۶][۷][۸][۹]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نيويارک [۱۰][۱۱]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات
اتريش   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
ڈاکٹری شاگرد فريدريک هايک
مورې راثبارډ   د (P185) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نامتو زده کونکي فريدريک هايک
مورې راثبارډ   د (P802) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک فیلسوف
ليکوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه وټپوهنه
فلسفه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی د نيويارک پوهنتون (۱۹۴۵–۱۹۶۹)  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
لوډیګ وون مېزس
لوډیګ وون مېزس

مېزس په ۱۹۴۰ کال کې له اتریش څخه متحده ایالاتو ته کډه شو. د شلمې پېړۍ له منځنۍ برخې څخه ازادي غوښتونکي غورځنګونه په شدید ډول د مېزس له لیکنو څخه اغېزمن شوي. د مېزس زده کوونکی فرېدرېک هایک مېزس تر جګړې وروسته دوره کې د کلاسیک لېبرالیزم د رغونې له اصلي څېرو څخه یادوي هایک د "ازادۍ د اېډيالو هيلو لېږد" په نوم اثر کې چې په ۱۹۵۱ کال کې خپور شوی د شلمې پېړۍ د ازادۍ غوښتونکو پرغورځنګ د مېزس اغېزه په ډېر درناوي ستایي.[۱۴][۱۵]

د مېزس خصوصي سمینار د یوې ډلې  اقتصاد پوهانو  مشري کوله. د فرېد رېک هایک او اوسکار مونګېنسټړن په ګډون يې ډېری علمي غړو له اتریش څخه متحده ایالاتو او بریتانیا ته سفر وکړ. مېزس په اتریش کې شاوخوا ۷۰ نږدې زده کوونکي لرل.[۱۶][۱۷]

ژوندلیک سمول

د ژوند لومړي کلونه سمول

لوډيک وون مېزس د اتریش-هنګري (اوس مهال لیوېو او اوکراین) د ګالیسیا په لېمبورګ ښار کې نړۍ ته راغی. د هغه د پلار ارتور اېډلر وون مېزس عیسوي کورنۍ په ۱۹مه پېړۍ کې اتریشي اشرافي کورنۍ ته ارتقاع وکړه (اېډلر د یو بې ځمکې اشرافي کورنۍ ښودونه کوله) او هغوی د رېل پټلۍ په جوړونه او مالي تامین کې برخه لرله. د هغه یهودۍ مور عادل (کورنی نوم یې لانډو) د اتریش په پارلمان کې د لېبرال ګوند د استازي ډاکتر یواکیم لانډو خور وه. ارتور وون مېزس په لېمبورګ کې د چېرنوېټ د رېل جوړونې له  شرکت سره د ساختماني انجنیر په توګه مېشت و.[۱۸]

مېزس په ۱۲ کلنی کې په جرمني، روسي، پولنډي او فرانسوي ژبو راونې خبرې کولې لاتیني ژبه یې لوستلی شوی او په اوکرایني ژبه پوهېده. مېزس د ریچارډ وون مېزس په نوم یو کشری ورور درلود چې یو ریاضي پوه، د وېن کړۍ غړی او د احتمالاتو نظریه ورکوونکی شو. هغه مهال چې لوډيګ او ریچارد لا ماشومان وو کورنۍ يې بېرته ویانا ته کډه شوه.[۱۹][۲۰]

مېزس په ۱۹۰۰ کال کې ویانا پوهنتون ته شامل شو، د کارل مېنګر د اثارو تر اغېز لاندې راغی. د مېزس پلار په ۱۹۰۳ کال کې ومړ. درې کاله وروسته په ۱۹۰۶ کال کې مېزس خپله دوکتورا درجه د حقوقو له پوهنځي څخه ترلاسه کړه.[۲۱][۲۲]

په اروپا کې ژوند سمول

له ۱۹۰۴ تر ۱۹۱۴ کال پورې مېزس د اتریشي اقتصاد پوه ایوګېن وون بوم - باروک له خوا په وړاندې کېدونکو ویناوالیو کې ګډون وکړ. هغه د ۱۹۰۶ کال په فېبرورۍ کې (د حقوقو د څانګې ډاکتر) فارغ شو او د اتریش په مالي اداره کې يې د ملکي کارمند په توګه دنده پیل کړه.[۲۳]

څو میاشتې وروسته یې پرېښوده تر څو د وین په حقوقي مرکز کې د کار زده کوونکي په توګه کار وکړي. مېزس هغه مهال د اقتصاد په اړه ویناوالي پیل کړه او د ۱۹۰۹ کال په لومړیو کې د ویانا د سوداګرۍ او صنعت له خونې سره یوځای شو. مېزس د لومړۍ نړیوالې جګړې په بهیر کې د جګړې څانګې د اقتصادي مشاور او د لومړۍ کرښې د پوځي افسر په توګه د اتریش هنګري په توپخونه کې خدمت وکړ.[۲۴]

مېزس د اتریش د سوداګرۍ خونې تجربه کار اقتصاد پوه و د فاشیست اتریش د رییس انګلبرټ ډولفوس اقتصادي سلاکار و. مېزس وروسته د عیسوي دیموکرات سیاستوال او د اتریش د تاج تخت مدعي  (چې په قانوني توګه په ۱۹۱۸ کال کې تر لویې جګړې وروسته له منځته تللی و) اوټو وون هابسبورګ اقتصادي سلاکار و. مېزس په ۱۹۳۴ کال کې سویزرلنډ د جینوا په موخه پرېښود، هلته هغه تر ۱۹۴۰ کال پورې د نړیوالو څېړونو د بشپړونکو زده کړو په مؤسسه کې استاد و.[۲۵]

کله چې مېزس په سویس کې و د پخوانۍ اداکارې او د فېردیناند سېرني له کونډې مارګاریت هېرزفېلډ سره یې واده وکړ. هغه د ګېتا سېرني (تاریخ‌پوهه، څېړونکې ژورنالیسته، ژباړن) مور وه.

په متحده ایالاتو کې کار سمول

مېزس او د هغه مېرمن په ۱۹۴۰ کال کې په اروپا کې د جرمني له وړاندې تګ څخه وتښتېدل او د متحده ایالاتو نیویارک ښار ته کډوال شول، هغه د راکفېلر بنسټ په مالي مرسته متحده ایالاتو ته راغلی و. لکه د نورو کلاسیکو لېبرال پوهانو په څېر هغه هم متحده ایالاتو ته وتښتېد او د وېلیم وېلکر د بنسټ په ملاتړ یې په امریکایي پوهنتونو کې یو بست ترلاسه کړ. مېزس په نیویارک پوهنتون کې قراردادي استاد شو او له ۱۹۴۵ کال څخه یې په ۱۹۶۹ کال کې د خپل تقاعد تر مهال په دې بست کې کار وکړ، که څه هم له پوهنتون څخه يې کوم امتیاز نه ترلاسه کاوه.  د نیویارک پوهنتون د اداري پلاوي غړي سوداګر او د ازادۍ غوښتنې مبصرلارینس فرتیګ د مېزس او د هغه د کارونو مالي ملاتړ کاوه.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

مېزس د دې دورې په یوه برخه کې د اروپا د پان غورځنګ لپاره د ارزي موضوعاتو څېړنه وکړه چې مشري يې د اتریشي شړل شوي او د نیویارک پوهنتون د علمي پلاوي د یو غړي ریچارد کودنهو - کالرګي  پر غاړه وه. مېزس په ۱۹۴۷ کال کې د مونټ پلېرین ټولنې بنسټ اېښودونکی غړی و.[۳۱]

مېزس په ۱۹۶۲ کال کې په واشنګټن کې د اتریش په سفارت کې د اقتصاد لپاره د پوهې او هنر په برخه کې د اتریش نښان ترلاسه کړ.  [۳۲]

مېزس په ۸۷ کلنۍ کې له تدریس څخه تقاعد شو او په ۹۲ کلنۍ کې په نیویارک ومړ. هغه د نیویارک په هارټسډېل کې د فرنکلیف په هديره کې خاورو ته وسپارل شو. د ګرو سیټي کالج د مېزس د نه‌خپرو شویو ليکنو ۲۰۰۰۰ پانې ارشیف په‌خپل ځان کې ځای کړی. د مېزس کتابتون د مېزس له وصیت‌پاڼې سره سم د هېلزډېل کالج ته ورکړل شو. [۳۳][۳۴][۳۵]

مېزس یو وخت د ليکوال اني‌رانډ د اثارو ستاینه وکړه او عموماً يې د هغه کارونو ته د مينې په نظر کتل، خو د دوی اړيکه ناپایداره وه، د مثال په ډول د سرمایه‌دارۍ پر اخلاقي بنست د دواړو تر منځ شدید اختلاف شته و. [۳۶]

په اقتصاد کې يې ونډه او اغېزې سمول

مېزس د کلاسیک لېبرالیزم په استازولۍ په پراخ ډول ليکنې او ويناوې وکړې. مېزس د انساني عمل په نوم په خپل لوی اثر کې د انسان‌ د چلند پوهنه د ټولنیزو علومو د ټولیز مفهوم په توګه ومنله او په اقتصاد کې يې خپله ميتودولوژيکي کړنلاړه رامنځته کړه. [۳۷]

مېزس په اقتصاد کې د نه‌لاس‌وهنې پلوی او د امپریالیست ضد و. هغه لویه جګړه د بشر په تاريخ کې د بدلون پېچومی وباله او ويې ليکل چې: «جګړه تر بل هر وخت لاډېره زیان‌رسوونکې او ګواښوونکې شوې ده، ځکه اوس له ټولو هغو پرمختللیو تخنیکونو سره ترسره کېږي چې ازاد اقتصاد رامنځته کړي. د بورژوا تمدن د شتمنۍ موندلو په موخه برېښناکوټونه او رېل پټلۍ جوړې کړې او چاودېدونکي توکي او الوتکې يې اختراع کړي دي. امپريالیزم د سولې وسايل د جګړې/ورانۍ په واک کې ورکړې. له مدرنو وسایلو سره کولی شو بشریت په اسانۍ له یوې ضربې سره محوه کړو.» [۳۸][۳۹][۴۰]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118582747  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6b85wbt — subject named as: Ludwig von Mises — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/mises-ludwig — subject named as: Ludwig Mises — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11928674d — subject named as: Ludwig von Mises — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0042883.xml — subject named as: Ludwig von Mises — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3590 — subject named as: Ludwig Von Mises — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/181804 — subject named as: Ludwig Von Mises
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=41182 — subject named as: Ludwig Edler von Mises — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000005776 — subject named as: Ludwig von Mises — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. پیوستون : 118582747  — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  11. http://muse.jhu.edu/browse/publishers/liberty_fund?items_per_page=10&browse_view_type=default&m=71
  12. کينډۍ:German title
  13. Butler, Eamonn (2010). Ludwig von Mises: a primer. London: Institute of Economic Affairs. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0255366298. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Profiles: Ludwig von Mises". Mises Institutes. 28 July 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Hayek, Friedrich A. (2012). "The Transmission of the Ideals of Economic Freedom". Econ Journal Watch. 9 (2): 163–169. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Mises, Ludwig von (2013). Notes and Recollections (PDF). Liberty Fund. د کتاب پاڼې 69. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0865978539. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Beller, Steven (1989). Vienna and the Jews, 1867–1938: A Cultural History. Cambridge University Press.
  18. Hülsmann, Jörg Guido (2007). Mises: The Last Knight of Liberalism. Ludwig von Mises Institute. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1933550183. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Erik Ritter von Kuehnelt-Leddihn, "The Cultural Background of Ludwig von Mises", The Ludwig von Mises Institute, p. 1
  20. "Richard von Mises". Encyclopædia Britannica. 
  21. Von Mises, Ludwig; Goddard, Arthur (1979). Liberalism: A Socio-Economic Exposition (الطبعة 2). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0836251067. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Biography of Ludwig von Mises (1881–1973) ('Chronology')". Mises.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جولای ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Mises, Ludwig von, The Historical Setting of the Austrian School of Economics, Arlington House, 1969, reprinted by the Ludwig von Mises Institute, 1984, p. 10, Rothbard, Murray, The Essential Ludwig von Mises, 2nd printing, Ludwig von Mises Institute, 1983, p. 30.
  24. Mises in Wartime, Mises Institute
  25. "The Free Market: Meaning of the Mises Papers, The". Mises.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Hülsmann, Jörg Guido (2007). Mises: The Last Knight of Liberalism. Ludwig von Mises Institute. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1933550183. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Kitch, Edmund W. (April 1983). "The Fire of Truth: A Remembrance of Law and Economics at Chicago, 1932–1970". Journal of Law and Economics. 26 (1): 163–234. doi:10.1086/467030. S2CID 153525815. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Biography of Ludwig von Mises (1881–1973) ('Chronology')". Mises.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جولای ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Moss, Laurence S. "Introduction". The Economics of Ludwig von Mises: Toward a Critical Reappraisal. Sheed and Ward, 1976.
  30. North, Gary. "Mises on Money". LewRockwell.com. 21 January 2002
  31. Coudenhove-Kalergi, Richard Nikolaus, Graf von (1953). An idea conquers the world. London: Hutchinson. د کتاب پاڼې 247. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Kurien Society of Science and Art website Archived 2020-10-30 at the Wayback Machine., Listing of recipients of the Austrian Decoration for Science and Art; Google Translated page, accessed June 5, 2013.
  33. Rothbard, Murray, Ludwig von Mises: Scholar, Creator, Hero, the Ludwig von Mises Institute, 1988, p. 61.
  34. "About – Collections – Mossey Library". lib.hillsdale.edu. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. http://www.iea.org.uk/sites/default/files/publications/files/upldbook514pdf.pdf کينډۍ:Bare URL PDF
  36. Jennifer Burns (2009). Goddess of the Market: Ayn Rand and the American Right. Oxford University Press. د کتاب پاڼي 106, 141. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0199740895. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. For example, Murray Rothbard, a leading Austrian school economist, has written that, by the 1920s, "Mises was clearly the outstanding bearer of the great Austrian tradition." Ludwig von Mises: Scholar, Creator, Hero, the Ludwig von Mises Institute, 1988, p. 25.
  38. "The Anti-Imperialism of Mises". 2013-06-24. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. "Why Intervention Persists". 2005-03-16. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "Ludwig von Mises on World War I | Ludwig von Mises". 2017-04-06. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)