لومړی لوئي فیلیپ

لومړی لوئي فیلیپ (۶ اکتوبر ۱۷۷۳ – ۲۶ اګست ۱۸۵۰ زکال) له ۱۸۳۰ زکال څخه تر ۱۸۴۸ زکال پورې د فرانسې پاچا و.

لومړی لوئي فیلیپ
لومړی لوئي فیلیپ

د شخص مالومات
پيدايښت
پاريس   ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
مړینه
تابعیت فرانسه [۲]  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه فرانسوي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه فرانسوي ژبه   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
پوځي خدمت
لاسليک
لومړی لوئي فیلیپ

د لوئي فیلیپ په توګه د شارتر ښار دوک د انقلابي جګړو پر مهال د ځواکونو په قوماندانۍ سره ځان څرګند کړ، خو هغه وخت له جمهوریت سره مخالف شو چې هغو د شپاړلسم لوئي د اعدام پرېکړه وکړه. نوموړی په ۱۷۹۳ زکال کې د فرانسې د سلطنت د بیا رامنځته کولو له توطئې سره د اړیکې لرلو له امله سویس ته وتښتېد. پلار یې دویم لوئي فلیپ چې د اورلئان دوک و؛ شک ورباندې شو او اعدام شو. خپله لوئي فیلیپ د ۲۱ کلونو لپاره تر هغه مهاله چې بوربنان بېرته سلطنت ته ورسېدل په تبعید کې پاتې شو. نوموړی په ۱۸۳۰ زکال کې وروسته له هغه واک ته ورسېد چې د تره زوی یې لسم شارل د جولای د انقلاب له امله اړ شو واک پرېږدي.

د لوئي فیلیپ پاچاهي د جولای د پاچاهۍ په نوم پېژندل کېږي چې په کې صنعت کارانو او بډایه بانکوالو واک درلود. هغه له ۱۸۴۰ زکال څخه تر ۱۸۴۸ زکال پورې تر ډېره له دې امله چې د فرانسوي سیاستوال فرانسوا ګیزو تر اغېز لاندې و؛ د محافظه کارو سیاستونو پیروي کوله. هغه همدارنګه له بریتانیا سره د ملګرتیا اړیکې پراخې کړې او د الجزایر په نیولو سره یې د فرانسې له استعماري پراختیا ملاتړ کاوه. د ۱۸۴۷ زکال پر مهال د اقتصادي ستونزو له امله د هغه محبوبیت راکم شو او په ۱۸۴۸ زکال کې د فرانسې د انقلاب څخه وروسته اړ شو واک پرېږدي.

هغه خپل پاتې ژوند په انګلستان کې په تبعید کې تېر کړ. د هغه پلویان د اورلئانېستانو په نوم پېژندل کېږي چې له سلطنت غوښتونکو (Legitimists) سره مخالف و هغوی چې د بوربن کورنۍ د اصلي سلسلې او بوناپارتېستانو ملاتړي و؛ بوناپارتېستانو له بوناپارت کورنۍ ملاتړ کاوه چې په کې لومړی ناپلیون او دریم ناپلیون شامل دي (یوازې دوی ته نه محدوده کېږي).

د فرانسې پاچا (۱۸۳۰-۱۸۴۸ زکال)

سمول

په ۱۸۳۰ زکال کې د جولای انقلاب لسم شارل له واکه راوپرځاوه؛ هغه د خپل لس کلن لمسي هانري په ګټه چې د بوردو دوک و له واکه لاس واخیست. لسم شارل، لوئي فیلیپ د دو رویوم د برید جنرال په توګه وګماره او له هغه یې وغوښتل چې د خلکو د منتخبو استازو په جرګه کې د هغه د لمسي له ځای ناستوب ملاتړ وکړي. لوئي فیلیپ دغه کار ونکړ څو واک ته یې د رسېدو خپل چانس ډېر شي. په پایله کې له دې امله چې جرګه د لوئي فیلیپ له لیبرال سیاستونو او همدارنګه په وګړو د هغه له محبوبیت کافي معلومات لرل؛ نوموړی یې د فرانسې پاچا وټاکه او د بوربن د لویې کورنۍ ځای ناستی یې کړ.

لسم شارل او د لمسي په ګډون یې کورنۍ بریتانیا ته تبعید شوه. ځوان پخوانی پاچا، د بوردو دوک، چې په تبعید کې یې ځانته د شامبورډ د کنټ عنوان ځانګړی کړی و، وروسته د فرانسې د واک مدعي شو او د لژیتمیستانو له خوا یې ملاتړ وشو.

لوئي فیلیپ د ۱۸۳۰ زکال د اګست په ۹ مه د پاچا لومړي لوئي فیلپ په توګه لوړه وکړه. واک ته له رسېدو سره هغه ځان ته د فرانسویانو د پاچا لقب وټاکه – هغه چې وړاندې د ۱۷۹۱ زکال د لنډمهالي اساسي قانون له مخې شپاړلسم لوئي ته ورکړل شوی و. دغه لقب د قلمرو پر ځای خلکو ته له پاچاهي سره اړیکه ورکوله چې موخه یې هم د سلطنت غوښتونکي لسم شارل او د هغه د کورنۍ د ادعاو کمزوري کول و. [۳]

هغه د ۱۸۳۰ زکال د اګست په ۱۳ مه د یو فرمان په لاسلیک کولو یوه نوې کړنلار تعریف کړه چې له مخې یې د هغه اولادونه او همدارنګه یې پرې ګرانې خور کولای شول د اورلئان د مټ په توګه د اورلئان تخلص ځانته وټاکي؛ د دغه فرمان له مخې د هغه مشر زوی شاهزاده رویال (نه دوفین) ته د اورلئان د دوک لقب ورکړل شو خو نور زامن یې باید خپل پخواني القاب وکاروي. همدارنګه خور او لوڼو یې کولای شول یوازې د اورلئان د شهزادګیو لقب ځانته وکاروي نه د فرانسې.

د فرانسې پاچاهۍ ته د هغه د رسېدو ډول د روسیې د سترواک لومړي نیکولاس له خوا خیانت وګڼل شو او د دوی ترمنځ اړیکه له منځه لاړه.

په ۱۸۳۲ زکال کې د هغه لور، شهزادګۍ لوئیز ماري، د بلجیم له پاچا لومړي لئوپولډ سره واده کړ. له همدې امله د ده په لمسیانو کې د بلجیم راتلونکي پاچاهان او همدارنګه د مکسیکو ملکه کارلوټا هم شاملېدله.

واکمني

سمول

لوئي فیلیپ په ساده ډول حکومت کاوه او د وړاندې پاچاهانو په پرتله یې له ډېرو لګښتونو او تجملاتي چارو ډډه کوله. له دغې ظاهري سادګۍ سره بیا هم بډایه بورژوازي د هغه ملاتړ کاوه. په پیل کې د هغه ډېره دا خوښېده چې د «وګړو پاچا» او یا هم د «بورژوازي پاچا» ورته وویل شي، خو د هغه محبوبیت له دې امله چې اداره یې په مخ پر زیاتېدونکي ډول محافظه کاره او سلطنتي بلل کېده او غوښتل یې چې د ناپلیون پاتې شوني بېرته فرانسې ته راوګرځوي، له منځه لاړ. د هغه تر مدیریت لاندې د کارګري طبقې وضعیت خراب شو او د وګړو د عوایدو ترمنځ پام وړ فاصله رامنځته شوه. د بهرني سیاست په برخه کې یې آرامه اړیکه لرلې او له لویې بریتانیا سره یې د ملګرتیا لاس ورکړ.[۴]

په ۱۸۴۶ زکال کې صنعتي او کرنیز کړکېچ د ۱۸۴۸ زکال انقلابونو ته لمن ووهله چې د دې لامل وګرځېدل لوئي فیلیپ له واکه لاس پر سر شي.[۵]

له واکه ګوښه کېدل او مړینه (۱۸۴۸- ۱۸۵۰ زکال)

سمول

د ۱۸۴۸ زکال د فبروري په ۲۴ مه، د ۱۸۴۸ زکال د فبروري د انقلاب پر مهال، پاچا لوئي فیلیف د خپل ۹ کلن لمسي فیلیپ په ګټه چې د پاریس کنټ و؛ واک خوشی کړ. لوئي فیلپ له هغه څه په وېرې چې د شپاړلسم لوئي سره شوي و په چټکۍ سره یې د قیافې په بدلولو پاریس خوشی کړ. د لوئي پر خلاف چې له لګښتمن ټرانسپورټ څخه په ګټنې له پاریس وتښتېد، هغه د «مسټر سمېت» په نامه له یو عادي ټکسي څخه په کار اخیستو انګلستان ته وتښتېد او د خپل ژوند وروستي کلونه یې د «دو نویلي د کنټ» تر عنوان لاندې په نه پېژندل کېدوني ډول تېر کړل. 

د فرانسې ملي شورا په پیل کې هوډ درلود څو ځوان فیلیپ د پاچا په توګه ومني خو د عمومي افکارو قوي جریان د هغو مخه ونیوله. د فبروري په ۲۶ مه دویم جمهوریت اعلان شو. لوئي ناپلیون بوناپارټ د ۱۸۴۸ زکال د ډسمبر په ۱۰ مه د منتخب ولسمشر په توګه واک ته ورسېد؛ هغه ځان د ټول ژوند لپاره د فرانسې ولسمشر او بیا یې په ۱۸۵۲ زکال کې د سترواک دریم ناپلیون په توګه اعلان کړ.

لوئي فیلیپ او کورنۍ یې د لویې بریتانیا د ساري په کلرمونټ کې په تبعید کې پاتې شول، په داسې حال کې چې د باری سنټ اډمونډز په انجل هېل کې د هغه یوه تابلو په دې دلالت کوي چې هغه د یو څه مودې لپاره هلته هم ژوند کړی؛ په ډېر احتمال سره له دې امله چې د هغه ملګري مارکوئز بریسټول همدلته نږدې په ایکورث کور کې ژوند کاوه. دغې شاهي جوړې یو څه موده په سنټ لئونارډ کې سیند ته څېرمه تېره کړه او بیا وروسته په برایټون کې د مارکوئز کورته کډه شول. لوئي فیلیپ د ۱۸۲۵ زکال د اګست په ۲۶ مه په کلرمونټ کې ومړ. نوموړی لومړی د ویبرېج د ساري په سنټ چارلز بورومئو کلیسا کې خښ شو. په ۱۸۷۶ کې د هغه او د مېرمنې پاتې شوني یې فرانسې ته یوړل شول او د اورلئان د کورنۍ هدیرې په Royale de Dreux کلیسا کې چې په ۱۸۱۶ زکال کې یې مور جوړه کړې وه او د هغې له مړینې یې لویه او تزئین کړې وه؛ خښ کړای شول. [۶]

سرچينې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 11864064X  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. https://rkd.nl/explore/artists/427832 — د نشر نېټه: ۷ جون ۲۰۲۰
  3. "Louis-Philippe Biography". The Biography.com Website. نه اخيستل شوی 13 May 2014.
  4. Bastide, Charles (1927). "The Anglo-French Entente under Louis-Philippe". Economica (19): 91–98. doi:10.2307/2548358. JSTOR 2548358.
  5. "Louis-Philippe King of France". www.britannica.com. نه اخيستل شوی 8 June 2019.
  6. Royal Victoria Hotel - Historical Hastings Wiki, accessdate: 22 May 2020