لورا باسي
(اطالوی: Laura Maria Caterina Bassi د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لورا باسي
لورا باسي

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۹ اکتوبر ۱۷۱۱[۱][۲][۳]
مړینه 20 فبروري 1778 (67 کاله)[۴][۵][۶][۷][۲][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیمی اسناد د فلسفې ډاکتر  د (P512) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دنده فزيک پوه
فیلسوف
بيالوژي پوه (د ژونديو موجوداتو د علومو پوهان)[۹]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) لاتين ژبه
ایټالیایي ژبه[۱۰][۱۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه پنځپوهنه[۱۲]
ژونپوهنه[۱۲]
اناتومى[۱۲]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

لورا ماریا کاترینا باسی ویراټي (۲۹ اکتوبر ۱۷۱۱ – ۲۰ فبروري ۱۷۷۸ز کلونه) یوه ايټالوۍ فزیکپوهه او د زده کړه یيزو چارو ماهره وه. د «مينيريوا» (د حکمت الهه) په نوم پېژندل شوې او انځور شوې ده، هغه لومړۍ ښځه وه چې په ساينس کې يې دوکتورا تر لاسه کړه، او په ټوله نړۍ کې دويمه ښځه وه چې په فلسفه کې يې سند تر لاس کړی و. په بلونيا پوهنتون کې يې دنده تر سره کړې، هغه په دې پوهنتون کې لومړۍ ښځينه ښوونکې وه چې معاش ورکول کېده. يو مهال يې د پوهنتون تر ټولو لوړ معاش اخيست، د ژوند په پای کې باسي د پروفيسرۍ دوه نورې دندې هم تر لاسه کړې. کله چې نوموړې د ۱۷۳۲ز کال کې د شل کلنۍ په عمر کې د بلونيا د ساينس انستيتيوت اکاډمۍ ته وټاکل شوه، نو په دې ډول د يوې ساينسي ادارې لومړۍ ښځينه غړې هم وګرځېده.[۱۳][۱۴][۱۵]

باسي رسمي زده کړې نه وې کړې، له پنځه کلنۍ څخه تر شل کلنۍ يې شخصي زده کړې کړې وې. تر هغه وخته نوموړې د ساينس او رياضياتو په ګډون په ګڼو علومو کې پوهه تر لاس کړې وه. د وړتیاوو په کتنې سره د بلونيا «ارچ بشپ» (وروسته پاب بينيډکټ XIV شو) «پروسپيرو لمبرټيني» د هغې سرپرست شو. د «لمبرټيني» په سمبالښت سره، هغې د ۱۷۳۲ز کال د اپريل په اولسمه نېټه د بلونيا پوهنتون د پروفيسرانو په وړاندې له نهه څلوېښتو رسالو څخه دفاع وکړه، د کومو له امله چې هغې ته د مۍ مياشتې په دولسمه نېټه د دوکتورا سند ورکړل شو. یوه مياشت وروسته، پوهنتون نوموړې د لومړۍ ښوونکې په توګه وټاکله، خو د دې محدوديتونو سره چې هغې ته اجازه نه وه ورکړل شوې، څو ټولو نارینه ټولګيو ته درس ورکړي. لمبرټيني چې هغه مهال پاپ و، له هغې سره مرسته وکړه چې د شخصي ټولګیو او تجربو لپاره اجازه تر لاسه کړي چې په ۱۷۴۰ز کال کې پوهنتون دا اجازې ورکړې.

باسي په ايټاليا کې د نيوټن د ميخانيک تر ټولو مهمه مشهورونکې وګرځېده. پاپ هغه په ۱۷۴۵ز کال کې د «بينډيټيني» (د اوسني وخت د ساينس د پاپايي اکاډمۍ سره برابره ده)  د يوې اضافي غړې په توګه وټاکله. هغې په ۱۷۷۶ز کال کې د تجربويفزیکد مشرې په توګه دنده پيل کړه چې تر مړينې په همدې دندې پاتې شوه. هغه د «کارپس ډوميني، بلوګنا» په کليسا کې خاورو ته سپارل شوې.[۱۶]

ژوند سمول

باسي په بلونیا کې په ۱۷۱۱ز کال کې زېږېلې وه، پلار يې يو بريالی وکيل «جوسيپي باسي» او مور يې «ماريا روسا سيسري» نومېده. د هغې د زېږېدو کره نېټه د اکتوبر شمل، اکتوبر نهه ويشتم، د اکتوبر يو دېرشم، د نومبر نهه ويشتم په توګه په مختلف ډول روايت شوې. خو د بلوګنا پوهنتون او علمي آثارو د اکتوبر په نهه ويشتمه نېټه موافقه کړې.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

باسي ته شخصي زده کې ورکړل شوې وې. د هغې د تره زوی «فادر لورينزو سټيګاني» هغې ته له پنځه کلنۍ څخه د لاتيني، فرانسوي او رياضياتو درسونه ورکړل. له ديارلس کلنۍ څخه تر شل کلنۍ پورې «ګيټانو ټاکوني» څوک چې د کورنۍ ډاکټر او د بلونيا د پوهنتون د طب پروفيسر و، هغې ته فلسفه، ماوراء الطبيعت، منطق او طبيعي فلسفه وويل. هغه او ټاکوني هغه مهال يو له بله جلا شول، کله چې باسي د نیوټن په ساينس کې لېوالتيا پیدا کړه، که څه هم تاکوني د هغې لپاره په کمو لانجمنو ديکارټي ښوونو تمرکز غوره باله.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د باسي زده کړه او ځيرکتيا «پراسپيرو لورينزيني لمبرټيني» ولیده، څوک چې به ۱۷۳۱ز کال کې د بولينيا «ارچي بيشيپ» (د راهبانو مشر) شو (وروسته پاب بينيډيکټ XIV شو). لمبرټيني د باسي رسمي سرپرست شو. نوموړي د ۱۷۳۲ز کال د اپريل په اولسمه نېټه د بولينيا د پوهنتون د څلورو پروفيسرانو او د باسي ترمنځ يوه عام مناظره جوړه کړه. به ۱۷۳۲ز کال کې، شل کلنې باسي د «پلازو پبليکو» په « Sala degli Anziani» د « Philosophica Studia» په اړوند له خپلو نهه څلوېښتو لیکلنو څخه عامه دفاع وکړه. د مۍ په دولسمه نېټه د بلونيا پوهنتون هغې ته د دوکتورا سند ورکړ. هغه لومړۍ ښځه شوه چې په ساینس کې دوکتورا سند تر لاسه کوي، او له «الينا کورنارو پيسکوپيا» څخه وروسته دويمه ښځه وه چې په فلسفه کې د دوکتورا سند تر لاسه کړي، «الينا» دا سند څلور څلوېښت کاله مخکې په ۱۶۷۸ز کال کې تر لاسه کړي و. تر هغه وخته نوموړې په عام ډول د « Bolognese Minerva» په نوم پېژندل کېده. نوموړي د ۱۷۳۲ز کال د مارچ د مياشتې په شلمه نېټه د بلونيا انستيتيوت د ساينس اکاډمۍ ته تاکل شوې لمړئ ښځه وګرځېده.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

د ۱۷۳۸ز کال د فبرورۍ په اوومه نېټه، باسي له «جوسيپ ويراټي» سره واده وکړ، څوک چې د بلونيا په پوهنتون کې د اناتومي همکار ښوونکی و. دوی دواړو د لوړې کچې پېچلې کاري اړيکه درلوده؛ ويل شوي چې د دوی د واده له لارې، باسي د تجربوي فزیک مطالعې ته هڅول شوې وه. د دوی د بچيانو کره شمېره نه ده معلومه، ځينې راپورنه وايي چې اته و، خو ځينې نور بيا وايي چې دولس بچيان يې درلودل. په مذهبي تعميدي ثبوتونو کې یواځې د اتو يادونه شوې. کاترينا (په ۱۷۳۹ کې زېږېدلې)، کاترينا (په ۱۷۴۲ کې زېږېدلې) او فلامينو (په ۱۷۵۱ کې زېږېدلی) په کوچنيوالي کې مړه شوي دي. خو پنځه بچيان يې پاتې شول: جيواني (۱۷۳۸-۱۸۰۰)، څوک چې د «سن پيټرونيو» راهب او د « Collegio Montalto» کې د الاهياتو پروفيسر شو؛ سيرو (۱۷۴۴-۱۸۲۷ز کلونه)؛و کاترينا (۱۷۴۵-۱۷۶۸ز کلونه)، چې راهبه شوه، جياکومو (۱۷۴۹-۱۸۱۸ز کلونه)، څوک چې مذهبي مشر شو او پاولو (۱۷۵۳-۱۸۳۱ز کلونه) څوک چې ډاکټر او د ساينس په انستيتيوت کې د تجربوي فزیک پروفيسر شو، دا يې يواځينی اولاد و چې وارث ولري.[۳۴]

مسلک سمول

د بلونيا پوهنتون سمول

د ۱۷۳۲ز کال د جون په اووه وېشتمه نېټه، باسي په «ارچي جينازيو» کې د دوولسو نورو لیکنو څخه دفاع وکړه، ارچي جينازيو د بلونيا پوهنتون مرکزي ودانۍ وه. دا د پوهنتون «سينټ» په وړاندې د استادۍ يوه غوښتنه وه. د هغې په مقالو کې پراخه موضوعات رانغښتل شوي وو، لکه: کيميا، فيزيک، هايدروليک، رياضيات، ميخانيک او تخنیک. د ۱۷۳۲ز کال د اکتوبر په نهه وېشتمه نېټه، سينټ او د بلونيا پوهنتون د باسي نوماندي ومنله او په ديسمبر مياشت کې هغه د طبيعقي فلسفې پروفيسره وټاکل شوه (چې اوس مهال دا له افتخاري دندې سره برابر دی). نوموړې په نړۍ کې لومړۍ ښځینه استاده شوه چې معاش يې ردلود او په دې ډول يې خپل اکاډميک مسلک پيل کړ.[۳۵][۳۶]

د هغې د لومړي درس عنوان « e aqua corpore naturali elemento aliorum corporum parte universi» و، کوم چې له لاتيني څخه نږدې په دې ډول ژباړل کېدای شي، «اوبه د نورو ټولو اجسامو د طبيعي عنصر په توګه». خو پوهنتون بیا هم دا باور درلود چې ښځې بايد شخصي ژوند پر مخ يوسي، په همدې بنسټ د نارينه ښوونکو په پرتله د عامه درسونو د ورکولو په برخه کې په هغې ډېر محدوديتونه لګول شوي وو. له هغې وروسته نوموړې له نارينه وو سره د ښځو لپاره د استادۍ د برابرولو حقوقو لپاره مبارزه وکړه، خو دا مبارزې بې ګټې وې. له ۱۷۴۶ څخه تر ۱۷۷۷ز کال پورې، نوموړې د جاذبې قوې له ستونزې څخه نيولې، تر برېښنا پورې موضوعاتو باندې په کابل کې یواځې يوه رسمي مقاله ورکړه. د راپورونو تر مخې هغې بوهنتون ته ټولې يو دېرش رسالې ورکړې دي. به ۱۷۳۹ز کال کې «لمبرټيني» او «فلامينو سکارسيلي» څوک چې د پاپ په دربار کې د «بلوينز» سکرتر و، د هغې د عادي استادۍ دندې غوښتنې څخه ملاتړ وکړ. يو ځل بیا هغه رد شوه، خو اجازه ورکړل شوه چې شخصي درسونه ولري او په ۱۷۵۹ز کال کې په خپل کور کې د تجربو تر سره کولو لپاره پيسې ورکړل شوې. دې چارې له هغې سره مرسته وکړه چې د پوهنتون له محدوديتونو څخه لرې و اوسي او نوي اندونه ولټوي.[۳۷][۳۸][۳۹]

سرچينې سمول

  1. دوتنه: Marilyn Bailey Ogilvie — سرليک: The Biographical Dictionary of Women in Science — ورځپاڼه: 1 — پاڼه: 89 — خپرونکی: Routledge — ISBN 978-1-135-96342-2
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://www.treccani.it/enciclopedia/laura-bassi-verati_(Dizionario_Biografico)/ — د نشر نېټه: ۲۷ جون ۲۰۱۸
  3. http://web.archive.org/web/20210419002136/https://www.unibo.it/it/ateneo/chi-siamo/la-nostra-storia/personaggi-celebri-ospiti-e-allievi-illustri/laura-bassi-1/laura-bassi — د نشر نېټه: ۱۸ جون ۲۰۲۱ — آرشيف اصل
  4. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb135103950 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  5. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb135103950 — د نشر نېټه: ۲۲ اگسټ ۲۰۱۷ — پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  6. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Laura-Bassi — subject named as: Laura Bassi — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  7. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6j39cmv — subject named as: Laura Bassi — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. subject named as: Laura Bassi — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=2176 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=mzk2016928734 — د نشر نېټه: ۱۷ ډيسمبر ۲۰۲۲
  10. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb135103950 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  11. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=mzk2016928734 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  12. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=mzk2016928734 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  13. Findlen, Paula (1993). "Science as a career in Enlightenment Italy: The strategies of Laura Bassi". Isis (په انګلیسي ژبه کي). 84 (3): 441–69. doi:10.1086/356547. JSTOR 235642. S2CID 144024298. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Frize, Monique (2013), "Famous Women in Science in Laura Bassi's Epoch", Laura Bassi and Science in 18th Century Europe (په انګلیسي ژبه کي), Springer Berlin Heidelberg, د کتاب پاڼي 137–62, doi:10.1007/978-3-642-38685-5_10, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-642-38684-8, د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مې ۲۰۲۰ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Laura Bassi at Encyclopedia.com
  16. Findlen, Paula (1993). "Science as a career in Enlightenment Italy: The strategies of Laura Bassi". Isis (په انګلیسي ژبه کي). 84 (3): 441–69. doi:10.1086/356547. JSTOR 235642. S2CID 144024298. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Laura Bassi at Encyclopedia.com
  18. "Bassi Verati (Veratti), Laura Maria Caterina". www.encyclopedia.com. 2020. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Laura Bassi (1711 - 1778)". mathshistory.st-andrews.ac.uk. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Laura Bassi | Italian scientist". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Laura Bassi Facts". biography.yourdictionary.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Laura Bassi - University of Bologna". www.unibo.it (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ مې ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Frize, Monique (2013), "Laura Bassi: Her Education and Her Marriage", Laura Bassi and Science in 18th Century Europe (په انګلیسي ژبه کي), Springer Berlin Heidelberg, د کتاب پاڼي 39–46, doi:10.1007/978-3-642-38685-5_4, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-642-38684-8 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Elena, Alberto (1991). ""In lode della filosofessa di Bologna": An Introduction to Laura Bassi". Isis (په انګلیسي ژبه کي). 82 (3): 510–18. doi:10.1086/355839. S2CID 144763731. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Laura Bassi Facts". biography.yourdictionary.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Frize, Monique (2013), "Laura Bassi: Her Education and Her Marriage", Laura Bassi and Science in 18th Century Europe (په انګلیسي ژبه کي), Springer Berlin Heidelberg, د کتاب پاڼي 39–46, doi:10.1007/978-3-642-38685-5_4, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-642-38684-8 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 2016-01-18 باندې). Laura Bassi: Paving the Way for Female Academics.
  28. Logan, Gabriella Berti (2003). "Women and the Practice and Teaching of Medicine in Bologna in the Eighteenth and Early Nineteenth Centuries". Bulletin of the History of Medicine (په انګلیسي ژبه کي). 77 (3): 506–35. doi:10.1353/bhm.2003.0124. JSTOR 44447792. PMID 14523259. S2CID 23807446. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Frize, Monique (2013), "Famous Women in Science in Laura Bassi's Epoch", Laura Bassi and Science in 18th Century Europe (په انګلیسي ژبه کي), Springer Berlin Heidelberg, د کتاب پاڼي 137–62, doi:10.1007/978-3-642-38685-5_10, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-642-38684-8, د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مې ۲۰۲۰ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Laura Bassi at Encyclopedia.com
  31. "Laura Bassi | Italian scientist". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Elena, Alberto (1991). ""In lode della filosofessa di Bologna": An Introduction to Laura Bassi". Isis (په انګلیسي ژبه کي). 82 (3): 510–18. doi:10.1086/355839. S2CID 144763731. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Women In The History Of Philosophy". www.encyclopedia.com. 2020. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Elena, Alberto (1991). ""In lode della filosofessa di Bologna": An Introduction to Laura Bassi". Isis (په انګلیسي ژبه کي). 82 (3): 510–18. doi:10.1086/355839. S2CID 144763731. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Findlen, Paula (2013-08-29). "Laura Bassi and the city of learning". Physics World (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Frize, Monique (2013). "Epilogue". Laura Bassi and Science in 18th Century Europe (په انګلیسي ژبه کي). Berlin, Heidelberg: Springer Berlin Heidelberg. د کتاب پاڼي 173–81. doi:10.1007/978-3-642-38685-5. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-642-38684-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Laura Bassi – University of Bologna". www.unibo.it (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ مې ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Findlen, Paula (1993). "Science as a career in Enlightenment Italy: The strategies of Laura Bassi". Isis (په انګلیسي ژبه کي). 84 (3): 441–69. doi:10.1086/356547. JSTOR 235642. S2CID 144024298. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Logan, Gabriella Berti (2003). "Women and the Practice and Teaching of Medicine in Bologna in the Eighteenth and Early Nineteenth Centuries". Bulletin of the History of Medicine (په انګلیسي ژبه کي). 77 (3): 506–35. doi:10.1353/bhm.2003.0124. JSTOR 44447792. PMID 14523259. S2CID 23807446. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)