لطف الله مشعل د افغانستان د ملي امنيت د ادارې يو کارکوونکی او وياند دی.

لطف الله مشعل

مخينه

هغه په ۱۳۵۰ ل. کې د کابل په شاه شهید کی زېږېدلی

زده کړې

نوموړي په ۱۹۹۴ ز. کې د پېښور له پوهنتون نه په انگلیسی ادبیاتو کې ماسټري اخیستې.

دندې

د 2003 نه 2005 پوری د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند او مرستیال وو. وروسته د انگلستان د شیوننگ سکالرشپ ته کامیاب شو او د انگلستان د کینت پوهنتون نه یی د سیاست او بین المللی بحرانونو په تحلیل کی ماسټري واخیسته او یوه موده یې د لندن په کرسټ کالج کې د تروریزم او بنستپالنې په هکله تدریس کولو. د مشعل د ماسټرۍ تیزس "د افغانستان په بحران کې د مخدره موادو ونډه" د بحران د بین المللی ډلې لخوا د 2006 کال لومرۍ درجه جایزه وگتله.

نن سبا د افغانستان د ملی امنیت په شورا کې د افغانستان د جمهور ریس د ستراتیژیکو ارتباطاتو مشاور او مسول دی.

په انگلیسی او پشتو ژبه یی يو شمېر ليکنې کښلي او د دنیا په ډېرو تلویزونونو او ورځپاڼو کې یې مرکې کړي. هغه شعر هم ليکي او "د لمر لټون" په نامه یې شعري ټولگه هم خپره شوې.

مشعل د علی احمد جلالي نژدې سلاکار او همکار هم پاتې شوی او له ډاکټر زلمي خلیلزاد سره یې په کابل کی د هغه دسفارت په دوران کې یوه موده د کلتوري سلاکار په توگه هم کار کړی.

د دولتی دندو سره سره د انگلستان په برادفورد پوهنتون کې د دوکتورا لپاره کاندید محقق هم دی.د مشعل د دوکتورا د تیزس موضوع "جرگې او د بحران په حل کې یې ونډې" دی چې د خپل ډول يوه نوې موضوع ده.

مشعل ډېره موده د امریکا د معتبرې او مشهورې ورځپاڼې د کرسچين ساینس مانیټور سره د خبریال او لیکوال په توگه هم کار کړی. په مانیټور کې دده چاپ شوې مقالو ده ته نړېوال شهرت ور په برخه کړی.

باندنۍ تړنې

دده لیکنی په دغو لینکونو کی موندای شی: