لال شهباز قلندر

سید عثمان مروندي (انګليسي ژبه: Syed Muhammad Usman Marwandi‎)، مشهور افغان صوفي وو چې د لال شهباز قلندر په نوم هم پېژندل کېږي. دی دنورو سترو صوفیانو شیخ بهاء الدین زکریا ملتاني، شیخ فریدالدین ګنجشکر، شیخ جلال الدین بخاري او معین الدین چشتي اجمیري له معاصرینو څخه وو. دی د افغانستان په میوند ولسوالۍ کې زیږېدلی او د لال شهباز قلندر په نامه شهرت لري. قلندر په سوېلي اسیا کې د افغانستان څخه ریښه لرونکی صوفي او د هند په نیمه لویه وچه کې د صوفیانو په نظم کی قطب و. ده په تصوف او سیر او سلوک کې مخکښ و او همدارنګه یې په صرف او نحوه کې ډیر کتابونه لیکلي دي او فارسي اشعار لري . داسې ویل کیږي چې ده ته ځکه لال شهباز قلندر ویل کیدل چې سره څیره یې لرله او ډېری مهال به یې سرې جامې اغوستلې . د افغانستان، هند، بنګلادیش او پاکستان ډیرو مشهورو ښځینه او نارینه سندرغاړو د ده له اشعارو څخه قوالي سندرې ویلي او د ده یادونه یې کړې ده؛ په دغو سندرغاړوکې د نورجهان، نصرت فتح علي خان، عابده پروین، صابري ورونه، شنکر احسان، میکا سینګ، ریشمن او رونا لیلا نومونه دیادونې وړدي. لال شهباز قلندر په ۱۲۷۴ زیږدیز کال دپاکستان په سند کې وفات شو او زیارت یې دسند په سیهون ښارکې دی چې هرکال دشعبان په میاشت کې دده عرس ترسره کیږي او ډیر شمیر خلک دده مزارته راځي.

سید عثمان مروندي
د سید عثمان مروندي انځور
د سید عثمان مروندي انځور

د شخص معلومات
پيدايښت 1176
ميوند ولسوالۍ، کندهاﺭ
مړینه ۱٬۲۷۵ فبروري ۱۰ میلادی
سهوڼ، سند (اوسنی پاکستان)
مذهب اسلام
مور او پلار سید کبیر
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي) پارسي ژبه [۱]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ

د هغه شعرونه

سمول

داهم دده دپارسي ژبې دیوه شعربیلګه : ز عشق دوست هر ساعت درون نار می رقصم، گهی بر خاك مي غلطم گهی بر خار مي رقصم، شدم بدنام در عشق اش بيا اي پارسا اكنون، نمی ترسم ز رسوايی به هر بازار می رقصم، بيا جانا تماشا كن كه در انبوه جانبازان، به صد سامان رسوايی سر بازار می رقصم، خلايق گر كند برمن ملامت زين سبب هر دم، مگر نازم بر اين ذوق كه پيش يار می رقصم، مرا مخلوق می ګوید گدا چندان چه ميرقصی، به دل داريم اسراری از آن اسرار مي رقصم، منم عثمان مروندي كه يار خواجه منصورم،  نلرزم ازملامت آن که من بر دار میرقصم

یادونه

سمول

د لال شهباز قلندر په زیارت ځانمرګي برید کې چې هلته شاوخوا اتیا تنه مړه او شاوخوا ۲۵۰ تنه نور ټپیان شول، پړه يي داعش پرغاړه واخیسته خو تر دي مخکې د دې برید پړه پر افغانستان واچول شوه او له امله یې ګڼ شمېر افغانان د پاکستاني دولت له خوا بندیان او سوداګریزې لارې یې وتړلې.

دا هم وګورئ

سمول

سرچينې

سمول
  1. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo2015897166 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲