كلک څرمنې ژوې
(له كلک پو ستى ژوي نه مخ گرځېدلی)
Crustacea كلک څرمنې ژوې | |
---|---|
مملکه | ژوی |
څانگه | بند پښه لرونکې ژوې |
څېرمه څانگه | كلک پو ستى ژوي |
كلک څرمنې ژوې (په لاتين: Crustacea) د بند پښه لرونکو ژويو څخه یوه لویه ډله (څېرمه شاخه) ده چې په اوبو کې یا اوبو ته نږدې ژوند کوي. د هغو ژويو څخه چنگاښ، كركند، کریل، خرچنگ خاردار او شريمپ تر ټولو پېژندل شوي دي. تر اوسه پورې د دغو ژويو ۵۲ زره ډوله توصيف شوي دي.
توصيف
سمولهر كلک څرمنی ژوی دوه مرکبې سترگې، کرغښې، څلور انتنه (د دي انتنونو پر سر باندي کیمیايي غوږۍ پروت دی چې په اوبو کې کیمیايي توکې تحليلوي) او څو جوړې پښې لري. بدن یې د سر، ټټر یا cephalothorax نس څخه جوړ شوی دی او د كاسو یا كلکې څرمنې په مرسته پوښ شوی دی چې هر كلک څرمنې ژوې باید په خپل ژوند کې څو ځله تبدیل کړي.
د كلک څرمنو ژويو تقسیم
سمولكلک څرمنې ژوې په شپږو طبقو تقسیمېږي:
- Branchiopoda - كونجكه پښې ژوي
- Remipedia - غوږ پښې ژوي
- Maxillopoda
- Ostracoda - صدف ډوله ژوي
- Malacostraca - چنگاښ ډوله ژوي