صدف ډوله ژوي

Ostracoda
صدف ډوله ژوي
مملکه ژوی
شاخه بند پښه لرونکی ژوي
لاندي شاخه كلک څرمنې ژوې
طبقه صدف ډوله ژوي

صدف ډوله ژوي (علمي نوم: Ostracoda) د کوچنيو كلک پو ستى ژويو څخه دي چې ۵۰۰ میلیونه کاله مخکې د کامبرين په دوره کې رامنځ ته شوي ول. د دي ژويو په هکله معلوم دي چې په انټارکټيکا کې يې هم ژوند کول. صدف ډوله ژوي کوچنی ژوي دي چې په خوږو اوبو یا سمندرونو کې ژوند کوي. اوږدوالي یې څو میلیمتره دي او اووه جوړې پښې لري. بدن يې د کاسو لخوا پوښ شوي دي. د دي ژويو څو ډوله د کوچنيو انتنونو په مرسته لمبلای سي.