كركند
Nephropidae كركندان | |
---|---|
مملکه | ژوی |
څانگه | بند پښه لرونکی ژوي |
لاندي شاخه | كلک څرمنې ژوې |
طابقه | Malacostraca |
طایفه | لس پښې لرونکی ژوي |
کورنۍ | كركندان |
كركندان (په لاتين:Nephropidae ) د لویو کلک پوستی ژويو څخه دي چې په سمندرونو کې ژوند کوي. اوږدوالی یې ۲۰ – ۷۰ سانتيمتره او عمر یې ۳۰ – ۷۰ کالو ته رسېدلای شي. كركندان کوچني سمندري ژوې ښکار کوي. بدن يې د cephalothorax او نس څخه خوړ شوی دی او لس پښې لري. مخکينۍ پښې یې په دوو لویو نوسو تبديل شوي دي.