نامتو روسى جنرال كنستانتين پيتروويچ فون كاوفمن د ۱۸۱۸ ز كال د فبرورۍ په ۱۹ ( د مارچ ۲ ) نېټه زېږېدلى دى . فون كاوفمن پوځي پوهنتون پاى ته ورساوه . له ۱۸۴۴ ز كال نه راهيسې يې په قفقاز كې دنده ترسره كوله . په ۱۸۵۳ - ۱۸۵۶ كلونو كې يې له توركيې سره په جگړه كې ، چې د ختيځې جگړې په نامه هم يادېده ، برخه واخيسته . دغه مهال دى كنډكمشر وو او د (( كرس )) پر كلا باندې د بريد گډونوال وو . په ۱۸۶۱ ز كال كې د روسيې د پوځي وزارت د ليكڅانگې مشر شو . په ۱۸۶۵ ز كال كې د روسيې د شمال لوېديزې سيمې ، چې د بېلاروسيې او ليتوا ځينې سيمې پكې شاملې وې ، د والي او د (( ويلن)) د پوځي حوزې د قوماندان په توگه وټاكل شو . په ۱۸۶۷ ز كال كې د توركيستان د پوځي حوزې د قوماندان او والي په توگه په كار پيل وكړ . ده د روسي امپراتورۍ له خوا د منځنۍ اسيا په ښكېلولو كې كارنده ونډه واخيسته . په منځنۍ اسيا باندې دده تر قوماندې لاندې د پوځونو د بريد پر مهال ده خېوه ( ۱۸۷۳ ) ، بخارا ، سمرقند ( ۱۸۶۸ ) ، خوقند ( ۱۸۷۵ )، او تاشكند ونيول . جنرال كاوفمن د توركيستان د پوځي حوزې د لوى قوماندان او د توركيستان د والي په توگه تر ۱۸۸۲ كاله پورې كار وكړ . دده د والي توب په پېر كې ، له افغانستان سره د روسيې اړيكي دده له لارې ټينگېدل او د افغان امير شېر علي خان دربار ته د روسي سفير جنرال ستولېتوف پلاوى هم دده له لوري په ۱۸۷۸ ز كال كې كابل ته استول شوى وو . كاوفمن د ۱۸۸۲ ز كال د مى په ۴ ( ۱۷ ) ومړ .

اخځونه

  1. http://ru.wikipedia.org/wiki/Кауфман_К[مړه لينکونه].