قیس سعید
قیس سعید ( (عربي: قَيس سَعيد) په 22 فبروري 1958 زیږیدلی) د تونس سیاست پوه، فقیه او د قانون متقاعد پروفیسور دی چي له اکتوبر 2019 راهیسي تر دا مهاله د تونس د اووم ولسمشر په توګه دنده ترسره کوي. نوموړی له 1995 څخه تر 2019 پوري د تونس د اساسي قانون د ټولني رییس وو.
زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه |
۲۲ فبروري ۱۹۵۸[۲] |
زدکړنځی | |
ژبې | |
دنده |
عمومي مالومات | |
---|---|
دین |
جایزې |
|
---|
د 1980 لسیزي راهیسي په بېلابیلو حقوقي او اکاډمیکو رولونو کي په کار کولو سره سعید د 2019 ولسمشریزو ټاکنو کې د خپلواک ټولنیز محافظه کار په توګه ګډون وکړ چي د النهدا او نورو لخوا یې په سیاسي ډګر کي ملاتړ کیږي. په یادو ټاکنو کي سعید د لږ کمپاین په ترسره کولو سره د ځوانو رای ورکوونکو د جذبولو هڅه وکړه، او له فساد سره د مبارزې او د ټاکنیز نظام د اصلاح ژمنه یې هم له خلکو سره ترسره کړه. سعید د ټاکنو په دوهم پړاو کي د 72.71٪ رایو په ګټلو سره نبیل کرووي ته ماته ورکړه، او د 23 اکتوبر 2019 را وروسته ولسمشرۍ ته ورسېد.
- ↑ سرچينې تړی: http://kais2019.com/kais-saied/.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.facebook.com/votez.Kais/videos/537648333668627/.
- ↑ ذکر کېدنه: CONOR.SI. CONOR.SI ID: 216418147.
- ↑ سرچينې تړی: https://ultratunisia.ultrasawt.com/الإسلام-دينها-قيس-سعيّد-يغوص-ويحفر-في-العلاقة-بين-الدين-والدولة/الترا-تونس/سیاسة/تحلیلات.
- ↑ سرچينې تړی: http://www.aps.dz/ar/algerie/83174-2020-02-03-08-58-20.