دا ليکنه نابشپړه ده، تاسې ددې ليکنې په بشپړولو کې د ويکيپېډيا سره مرسته کولای شئ.
فضل محمد فضلي
فضل محمد فضلي

فضل محمد فضلي د افغانستان د تياتر يوه پېژندل شوې څېره ده چې ډېری خلک يې د ف. فضلي په نامه پېژني. نوموړی په هنر کې د ځلاندې مخينې خاوند وه چې د افغانستان په ملي راډيو تلويزون کې يې گڼ شمېر ارزښتناک آثار، د ډرام، داستان، نندارو او تمثيلي ټوټو له ځانه پرې ايښي دي.

مخينه

فضل محمد فضلي اصلاً د کندهار په لومړۍ ناحیه کې د ارواښاد عبدالصمد خان په کورنۍ کې زېږېدلی . کله چې لا د لوی احمدشاه بابا د ښوونځي په لسم ټولگي کې زده کونکی ؤ له تمثیل سره يې علاقه درلوده او همالته یې د تیاتر په برخه کې کار راپیل کړ . وروسته بیا کال ۱۳۳۸ل کې کابل راډیو ته راغی او د ژوند ټوله خوږه دوره یې د لوبگرۍ په برخه کې د افغانستان په راډیو کې تېر ه کړ ه.

زده کړې

ښاغلي فضلي خپلې زده کړې په خپل پلرني ټاټوبي کندهار کې پیل کړي وې او ښايي دوديزې زده کړې يې درلودې او وروسته یې بيا د لوبگرۍ سره ډېره مینه درلوده چې لمخې يې په کندهار کې په جوړ شوي دوديز تياتر کې برخه واخیسته او بيا پلازمېنې کابل ته لاړه .

دندې

ښاغلي فضل محمد فضلي د افغانستان په ملي راډيو ټلویزيون کې له ۱۳۳۸م لريز څخه خپلې دندې په ډېرو نندارو ، لوبگريزو ټوټو او فلمونو کې راپیل کړې . وروسته له ۱۹۹۳م زېږدي د تنظيمي جگړو له کبله پېښور ته کډوال شو او هلته يې هم د بي بي سي روزينيزې خپرونې نوي کور نوي ژوند کې ونډه واخیسته او تر مړينې پورې په هماغه دنده چوپړ ترسره کاؤه. همداراز ښاغلی فضلي پروډيوسر ، فلمي لارښود او د لیکوال ستاينومونه هم خپل کړي ول .

ننداريزې او فلمي ټولگې

هغه په ډېرو تیاترونو او ډرامونو کې برخې اخيستي او نور زيات شمېر کسان يې هڅوبیزو کارونو ته روزلي ؤ : د ښاغلي ځینې هنري نندارې او فلمونه دا نومېږي :

  1. لوی احمد شاه بابا
  2. شهید جادوگر
  3. دشیطان مرگ ،اشتباه
  4. د میوند په یاد
  5. مادر وطن
  6. دډبرې زړه
  7. د کونډې ځوی (لومړنۍ افغاني تلويزوني ډرامه)

دغه راز په سلگونو راډیويي ډرامې ، د راډیو پرلپسې داستانونه او د نورو تفریحي پروگرامونو لوبگريزې ټوټې یې هم چمتو کړي .

ستاينيزې

ښاغلي ف ـ فضلي د افغانستان د وخت د رسنيو او کولتور وزارت څخه ډېرې ستاينيزې ترلاسه کړي او ستاینلیکونه يې هم درلودل . همدارنگه د بي بي سي نوي کور نوي ژوند د راډيويي روزنيزې ډرامې د جبار خان په رول باندې ستايل شوی او ساینلیک يې ترلاسه کړی .

فضل محمد فضلي

مړينه

دښاغلی فضل محمد فضلي د جوت زېږون په هکله يې پرته له کورنۍ او دوستانو څخه نور څوک ندي خبر او نه هم د افغانستان په خلکو کې د زېږدکالیزې نمانځل دود ؤ ، چې له همدې لامله په افغاني رسنيو کې لکه د بي بي سي پښتو خپرونې د ښاغلي ټولټال عمر د مړينې پرمهال ۸۳ کلن ښودلی. خو د هغه نژدې ملکاري او لوبگر ښاغلي يوسف هېواد دوست بيا د ارواښاد عمر ۹۵ کالو ياد کړی . همدارنگه د آزادۍ راډيو په وېبپاڼه کې يې د ښاغلي عمر ۷۷ کلن ښودلی . خو په کال ۲۰۰۵م زېږدي کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله پاتېدونکې نړۍ پرېښې ده . ده خپلې وروستۍ دندې د بي بي سي روزنیزې پروژې کې د راډيويي ډرامې د لارښودگر او لوبگر په توگه لرلې.

سرچینې

  1. http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2005/04/050417_pilwazy-ffazli-im.shtml
  2. http://pa.azadiradio.org/content/article/1719791.html
  3. له ډنمارک څخه خپرېدونکې د خپلواکۍ رسنۍ.