فرعوني مېږی
Monomorium pharaonis فرعوني مېږی | |
---|---|
مملکه | ژوی |
شاخه | بند پښه لرونکی ژوي |
طایفه | پرده وزری خوځندکې |
ډله | حشره |
تیره | مېږيان |
فرعوني مېږی (په لاتين: Monomorium pharaonis) د مېږیانو څخه یوه مضره حشره ده چی د آفريقا څخه اروپا ته پراخه شوه او په اوس وخت کی د نړی په بیلا بیلو سيمو کی ژوند کوي. نوموړي مېږی د گرمو ځایونو سره مينه لري او د دي لپاره په ځانگړی ډول د انسانانو په کورونو کی ژوند کوي.
توصیف
سمولفرعونی ميږی ژيړ رنگ لري. اوږدوالي یی ۲ میلیمټر دي. د مېږو ځاله کولای سی ۱۰۰،۰۰۰ ميږيان او ۲ – ۲۰۰ د ميږیانو ملکې ولري. فرعوني مېږي معمولا خطرناک رنځونه سرايت کوي. نوموړي مېږي په ځانگړي ډول غوښه خوري.