د نر له آلت څخه يا دښځې  له فرج څخه د شهوت په اثر  په غورځنګ سره د مني راوتل كه په خوب كښى وى كه په ويښه كه په بى هوښى سره وى كه د هوښ په حال كښى وى كه د جماع په ذريعه وى اوكه غير د جماع، كه د تصور يا چرت په ذريعه وى يا په كوم بله ذريعه وى فرض دى چې غسل به كوى، په بل عبارت سره كه يو څوک دروند شى پورته كړى او مني ورنه راووزى نو غسل پرې نشته ځكه چې اثر د شهوت نشته، همدارنګه كه د نر او ښځى دسنتۍ ځايونه سره يوځاى شى او د نر د آلت سر تر سنت شوى ځاى پورى د ښځې په آلت كښى پټ شى يا د نارينه د خاص اندام سر د ژوندى بنى آدم كه نر وى كه ښځه د لو يو بولو په ځاى كښى ننوځي كه مني ورڅه راووځى او كه راونوزى، كه دوى دواړه بالغ وى نو پر دواړو غسل فرض دى كه يو بالغ وى نو پر بالغ باندى غسل فرض او پر نا بالغه غسل فرض نه دى، دغه رنګه د حيض او نفاس ترختميدلو وروسته هم غسل فرض دى چې د حيض كمه موده درې ورځې او شپې او زياته موده ئې لس ورځې او شپې ده، كه د ښځى نه د وينو تويدل تر درو ورځو او شپو كم وه يا تر لسو ورځو او شپو زياد وه نو دا حيض نه دى بلكه استحاضه (مريضى) ده، د حيض په ورځو او شپو كښى ښځى ته حكم دى چه لمونځ به نه كوى، روژه به نه نيسى، قرآئت د قرآن كريم به نه كوى او د ميړه سره به جماع نكوى مګرمستحاضه (مريضى) ښځى ته ددې هر څه اجازت شته خو اودس به تازه كوى.

دا هم وګورئ سمول

یاداښتونه او سرچینې سمول