دبخارى شريف په يو حديث کښې دى چې دنبى عليه السلام داعادت ؤ چې دسحر مانځه نه پس به ئې دصحابه کرامو نه پوښتنه وکړه چې که چاڅه خوب ليدلی وى هغه دې ووائى ؟ چاچې به خوب ليدلی ؤ بيان به ئې کړو يوځلى نبى عليه السلام دخپل معمول مطابق پوښتنه وکړه بيائې ارشاد وفرمائيلو چې مايو خوب ليدلی دی چې دوه کسان راغلل او زۀ ئې ځان سره بوتلم دې نه پس ئې ډير اوږد خوب بيان کړو چې په هغې کښې ئې جنت دوزخ او مختلف قسم عذابونو کښې خلق وليدل دهغې ټولونه ئې په هغې کښې يوکس وليدو چې دهغې سر په کاڼى داسې په زور سره ويشتلی شو چې سربه ئې دزمکې سره اوار شو اوکاڼى به واپس لرى پريوتو بيابه ئې هغه کاڼى راوچت کړو نوددۀ سر به بيا روغ شوی ؤ بيا به ئې وويشتلو حتى چې بار بار به ئې ويشتلو اوسربه ئې بيا روغيدو او دغسې هغه سره دامعامله کيدله . نبى عليه السلام دخپلو دواړو ملگرونه تپوس وکړو چې داسړی څوک دی ؟ هغوى جواب کښې وويل چې دې کس قران شريف وئيلی ؤ اوبيا ئې پريښی ؤ او فرض مونځ به ئې پريښودو اوده به شو په يوبل حديث کښې داقسم قيصه راغلې ده په هغې کښې دى چې نبى عليه السلام يوې ډلې سره دامعامله وليده نو خپلو ملگرو نه ئې تپوس وکړو چې داڅوک دى هغوى ورته وويل چې داهغه خلق دى چې په مانځه کښې به ئې سستى کوله ( ترغيب) مجاهد ليکى چې کوم خلق دمونځونو دوختونو معلومولو کوشش کوى په هغوى کښې به داسې برکت وى څنگه چې په ابراهيم عليه السلام اودهغه اولاد کښې ؤ ( درمنشور)

حضرت انس (رض) نه نقل شوى دى چې دنبى عليه سلام ارشاد دی چې څوک دنيا نه په داسې حالت کښې لاړو چې په اخلاص سره ايمان لرى ، عبادت کوى مونځ زکات اداکوى نوهغه به په داسې حالات کښې دنيانه رخصتيږى چې الله تعالى به دۀ نه راضى وى

حضرت انس (رض) نه دنبى اکرم صلى الله عليه وسلم دالله تعالى دا ارشاد نقل کوى چې زۀ يوځاىٍ ته دعذاب ليږلو اراده وکړم خو هلته داسې خلق ووينم چې هغوى جوماتونه ( مسجدونه) ابادوى دالله تعالى رضا دپاره خپل منځ کښې محبت ساتى او دشپې په اخره کښې استغفار کوى بخښنه غواړى نو عذاب بند کړم (درمنشور)

حضرت ابودرداء (رض) حضرت سليمان (رض) ته يو خط وليکلو په هغې کښې ئې ورته وليکل چې په جومات کښې اکثروخت تيروه مادنبى عليه السلام نه اوريدلى دى چې جومات دمتقى کور دی اوالله ددې وعده کړې ده چې څوک په جومات کښې ډير وسيږى په هغه به رحم کوم هغه ته به ارام ورکوم اوپه قيامت کښې به ورته دپل صراط لاره اسانه کړم اوخپله رضا به ورته نصيب کړم

حضرت عبدالله بن مسعود (رض) وائى چې مادنبي عليه السلام نه اوريدلى دى چې جوماتونه دالله تعالى کورونه دى اوکورته دراتلونکو اکرام خوضرور کولی شى نوپه الله تعالى باندې ددوى اکرام ضرورى دی څوک چې جوماتونو کښې حاضريږى حضرت ابوسعيد خدرى (رض) نبى عليه السلام نه نقل کوى چې څوک جومات سره محبت ساتى الله تعالى (ج) هغه سره محبت ساتى

حضرت ابوهريره (رض) دنبى عليه السلام نه نقل کوى چې کله مړى په قبرکښې کيښودلی شى نوکوم خلق چې قبر پورې ورسره تلى وو هغوى لا واپس شوى نه وى چې فرښتې دهغه دامتحان دپاره راشى دغه وخت که چيرې هغه مٶمن وى نو مونځ دهغه سرته ودريږى او زکات ښى طرفته او روژه گس طرفته اوباقى چې څومره دنيکئ کارونه وى هغه پښو طرف ته شى او دهرطرف نه ددۀ نه چاپيره شى چې هغه ته نزدې څوک نه شى راغلى فرښتې لرى ودريږى اوسوال ترى کوې (درمنشور)

حضرت اسما (رض) فرمائى مادنبى عليه السلام نه اوريدلى دى چې دقيامت په ورځ به ټول خلق يوځائې کښې جمع وى او فرښته چې کوم اواز کوى ټول خلق به اورى هغه وخت به اعلان وشى کوم دى هغه خلق چې خوشحالۍاو تکليف کښې په هرحال ئې دالله حمد وثنا کوله دا چې واورى يوه ډله به راپاسى اوبې حسابه کتابه به جنت کښې داخل شى بيابه اعلان وشى کوم دى هغه خلق چې په شپو کښې به عبادت کښې مشغول وسيدل اودهغوى اړخونه به دبسترونه لرى وو بيا به يوه ډله راپاسى اوبې حسابه کتابه به جنت کښې داخل کړئ شى بيابه اعلان وشى کوم دى هغه خلق چې هغوى به تجارت ( اخستو خرڅولو) دالله تعالى ذکر نه غافله کول بيابه يوه ډله راپاسى اوبې حسابه کتاب به جنت کښې داخله کړئ شى

شيخ نضرسمرقندى رح تنبيةالغافلين کښې داحديث ليکلی دی دې نه پس ئې ليکلى دى چې کله داخلق بې حسابه کتابه جنت کښې داخل کړئ شى نودوزخ به يوه اوږده غړانگه راښکاره شى او دخلقو دپاسه به راشى په هغه کښې به دوه ځليدونکى سترگې وى اوډيره فصيحه ژبه به ئې وى يعنى صفا واضحه خبرې به کوى هغه به وائى چې زۀ هرهغه چاباندې مقرريم چې څوک کبرژن اوبدمزاجه وى او دمجمعې نه به داخلق داسې راټول کړى لکه مارغه چې دانې راټولوى دا ټول چې راغونډ کړى نو دوزخ کښې به ئې وغورځوى دې نه پس به بيا راشى او وائى به اوس زۀ په هرهغه چاباندې مقرريم چې چا الله تعالى اودهغه رسول (ص) ته تکليف رسولی وى دغه خلق به هم مجمعې نه راټول کړى او دوزخ کښې به ئې وغورځوى دې نه پس به دريم وارې بيا راشى اوداځلې به تصويرونو والا راټول کړى اودوزخ کښې به ئې وغورځوى دې نه پس به نور حساب کتاب شروع شى

وائى چې پخوازمانې کښې به شيطان خلقو ليدو يوسړى ورته وويل چې څه داسې طريقه راته وښايه چې زۀ هم ستا په شان شم شيطان وويل چې داسې غوښتنه خو تراوسه پورې مانه هيچا نه ده کړې تاته ددې څه ضرورت پيښ شو هغه وويل چې زما زړۀ غواړى شيطان وويل ددې طريقه داده چې په لمانځه کښې سستى کوه اوقسم خوړلو کښې هيڅ قسمه پرواه مۀ کوه د درغو ريښتياو هرقسم قسمونه کوه هغه سړى ووئېل چې زۀ الله تعالى سره وعده کوم چې هيڅکله به مونځ نه پريږدم اوهيڅکله به قسم ونه خورم شيطان وويل چې تانه سيوا مانه په چل سره چاڅه نه دى اخستى ماهم وعده وکړه چې چاته به هيڅکله نصيحت نه کوم

حضرت ابى (رض) وائى چې نبى عليه السلام ارشاد دی چې دې امت ته داوچتوالى اوعزت اوددين دترقۍ زيرى ورکړه خو چې څوک ددين څۀ کار ددنيا دپاره وکړى اخرت کښې دهغه هيڅ نشته ( ترغيب) تنبية الغافلين کښې يو حديث ليکلی چې مونځ دالله تعالى درضا سبب دی دفرښتو محبوب څيز دی دانبياء عليهم السلام سنت دی دې سره دالله تعالى دپيژندگلو رڼا پيدا کيږى دعا پرې قبليږى په رزق کښې پرې برکت کيږى داد ايمان جرړه ده دبدن راحت دی ددښمن خلاف وسله ده دمونځ گزار دپاره سفارشى دى قبرکښې ډيوه ده اودقبر په ويره کښې زړۀ مشغولونکی دی دمنکير نکير دسوال جواب دى اودقيامت په غرموکښې سوری دی اوپه تياره کښې رڼاده د دوزخ داور دپاره پرده ده دعملونو دتلى دروندوالی دی پل صراط باندې په جلتى سره تيرونکی دی دجنت کنجى ده