فرانسیسکو آی ماډېرو

د مکسیکو ولسمشر (د ۱۹۱۱ تر ۱۹۱۳)

فرانسیسکو ایکناسیو ماډېرو ګونزالز (اسپانیوي تلفظ کې: [fɾanˈsisko iɣˈnasjo maˈðeɾo ɣonˈsales]؛ زوکړه د ۱۸۷۳م کال د اکټوبر ۳۰مه – مړینه د ۱۹۱۳م کال د فبرورۍ ۲۲مه) یو مکسیکویي سوداګر، انقلابي، لیکوال او د مکسیکو ولسمشر وو چې په ۱۹۱۱م کال کې د مکسیکو ۳۷م ولسمشر په توګه وټاکل شو او د ۱۹۱۳م کال په فبرورۍ کې د یوې کودتا په ترڅ کې له واکه لرې او ترور کړای شو. هغه په مکسیکو کې د یوې پیاوړې کورنۍ غړی وو. د هغه د شتمنۍ سربېره، هغه د ټولنیز عدالت او ډیموکراسۍ مدافع وو. ماډېرو د ۱۹۱۰ کال کې د ولسمشرۍ لپاره د اوږدمهالي ولسمشر پورفیریو ډیاز ننګولو او د مکسیکو انقلاب کې د مهم رول لوبولو له امله نامتو وو. د هغه له زنداني کېدو وروسته، د ۱۹۱۰م کال په اوړي کې له درغلۍ ډکې ټاکنې ترسره شوې، چې د همدې لپاره هغه د ۱۹۱۰م کال په خپل سن لویس پوتوسي په پلان کې د وروستۍ چارې په توګه له تاوتریخوالي ډکه توګه د ډیاز دولت ړنګولو غوښتونکی شو، کوم چې د مکسیکو انقلاب ناڅاپه پیل ګڼل کېږي.[۷][۸][۹][۱۰]

فرانسیسکو آی ماډېرو
فرانسیسکو آی ماډېرو
فرانسیسکو آی ماډېرو

د شخص معلومات
پيدايښت ۳۰ اکتوبر ۱۸۷۳[۱][۲][۳][۴][۵]
مړینه 22 فبروري 1913 (40 کاله)[۱][۲][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مکسیکو ښار   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل مرمۍ زخم   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت مکسيکو   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
ليکوال
ميوزيشن
پوځي ځواک
سوداگر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) هسپاني [۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د مکسیکو انقلاب   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

په ۱۹۱۰م کال کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره له نوماند کېدو د مخه، هغه هیڅ کومه رسمي دنده نه درلودله، خو په ۱۹۱۰م کال ولسمشرۍ کې د بریالیتوب (۱۹۰۸) تر سرلیک لاندې یې یو کتاب ولیکه. ماډېرو له رای ورکوونکو څخه وغوښتل چې په شپږم ځل د پورفیریو ډیاز له بیا ټاکنې، چې هغه یې د ډیموکراسۍ ضد ګاڼه، څخه ډده وکړي. د هغه لیدلوری په شلمه پېړۍ کې د یوې ډیموکراټیکې مکسیکو په رغونه کې مرسته کوي چې د ټولنیزو طبقاتو له دوه قطبي کېدو پرته دا کار ترسره کوي. هغه د بیاځلې ټاکنو ضد مخالف ګوند‌ څخه مالي ملاتړ وکړ او له رای ورکوونکو څخه یې وغوښتل چې ډیاز د ۱۹۱۰م کال په ټاکنو کې له واکه وغورځوي. د ډیاز په وړاندې د ماډېرو نوماند کېدل په مکسیکو کې ډېر پراخ ملاتړ ترلاسه کړ. هغه له خپلواک مالي وړتیا، آیډیولوژیکې موخې او ډیاز سره د مخالف وړتیا لرله، چې په هغه وخت کې دا کار ډېر ګواښوونکی وو. دیاز له ټاکنو مخکې ماډېرو نیولی وو، کومې ټاکنې چې له هغه وروسته غیرقانوني ګڼل کېږي. ماډېرو له زندان څخه وتښتېد او له متحده ایالتونو څخه یې د سن لویس پوتوسي پلان صادر کړ. هغه په لومړي ځل په غیر قانوني توګه ټاکل شوي دیاز په وړاندې د وسله وال پاڅون غوښتنه وکړه او یوه اصلاحي برنامه یې جوړه کړه.[۱۱][۱۲]

د ماډېرو ملاتړ د مکسیکو په شمال کې وو او مالي سرچینو او آسانتیاوو ته په لاسرسۍ په متحده ایالتونو کې ورسره مرسته کېده. انقلاب «د متحده ایالتونو پرته بریا ته نشو رسېدلی». په چي‌هواهوا کې یې د خپل خوځښت لپاره، د چي‌هواهوا شتمن د ځمکې خاوند، ابراهام ګونزالز، وګوماره او هغه یې د دې ایالت لنډمهاله والي په توګه وټاکه. ګونزالز په چي‌هواهوا کې د انقلابیانو رهبرانو په توګه فرانسیسکو «پانچو» ویلا او پاسکا اوروزکو وټاکل. ماډېرو له ټګزاس څخه مکسیکو ته لاړ او د انقلابیانو یوې ډلې مشري یې په غاړه واخیسته، خو هغوی په کازاس ګرانډس کې د فډرال پوځ لخوا ماتې وخوړه او ماډېرو په جګړه مخکې کسان هغو کسانو ته پرېښودل چې لا پیاوړي وو. ماډېرو ویره لرله چې د سیوداد خوارز نیولو جګړه به په متحده ایالتونو کې د ال پاسو ښار او بلې خوا ریوګرانډ کې د تلفاتو لامل شي، او متحده ایالتونه به مداخلې ته اړ کړي. هغه اوروزکو ته د شاتګ امر وکړ، خو اوروزکو د هغه له امر څخه سرغړونه وکړه او خوارز یې ونیوه. دیاز د ۱۹۱۱م کال د مې په ۲۵مه د سیوداد خوارز تړون له لاسلیک وروسته استعفا ورکړه. ماډېرو فډرال پوځ وساته او انقلابي مبارزین چې د دیاز یې استعفا ته اړ کړی وو، ګوښه کړل.[۱۳][۱۴][۱۵]

ماډېرو د ډېرو سکټورونو په منځ کې له ډېر محبوبیت څخه برخمن وو، خو هغه سمدستي ولسمشري په غاړه وانخیسته. لنډمهاله ولسمشر وټاکل شو او ټاکنې د ۱۹۱۱م کال مني ته پلان شوې. ماډېرو د ۱۹۱۱م کال د اکټوبر په ۱۵مه کابو ۹۰ سلنه رایو سره د ولسمشر په توګه وټاکل شو او د ۱۹۱۱م کال د نومبر په ۶مه یې قسم وخوړ. د هغه دولت ډېر ژر د لا راډیکال انقلابیانو او مخالفینو له مخالفت سره مخ شو. د هغه محافظه کارانو د ځمکې په اصلاحاتو کې چې د هغه د ډېری پلویانو اصلي غوښتنه وه، په چټکۍ سره حرکت ونکړ. امیلیانو زاپاتا د هغه پخواني ملاتړي د ۱۹۱۱م کال په آیالا پلان کې، د ماډېرو په وړاندې د بغاوت اعلان وکړ. په ورته توګه، د هېواد په شمال کې، د پخواني وفادار، پاسکال اوروزکو له شورش سره مخامخ شو. دا کارونه د ماډېرو د ولسمشرۍ لپاره مهمې ننګونې وې. د کارګر ګوند هم د هغه له منځنیو پالیسي ګانو څخه ناهیلی شو. بهرني متشبثینو هم اندیښنه لرله چې ماډېرو به ونشي کړای هغه سیاسي ثبات وساتي چې د هغوی پانګه اچونې خوندي وساتي، په داسې حال کې چې بهرني دولتونو اندیښنه لرله چې بې ثباته شوې مکسیکو به نړیوال نظم له ګواښ سره مخ کړي.

د ۱۹۱۳م کال په فبروري کې، د مکسیکو په پایتخت کې د جنرال فلیکس دیاز، د پورفریو دیاز وراره او جنرال برناردو ریس لخوا یوه نظامي کودتا ترسره شوه او د ښار نظامي قومندان، جنرال ویکتوریا هوېرتا، چې ولسمشري یې ونیوله هم له هغه سره یوځای شو. د متحده ایالتونو سفیر له دې کار څخه ملاتړ وکړ. ماډېرو له خپل مرستیال خوزه ماریا پینو سوارز سره ونیول شو او ترور شو، د دې پېښو له لړۍ وروسته اوس ورته د لسو تراژیدي ورځو نوم ورکړل شوی، چېرته چې د هغه ورور ګوستاوو شکنجه شو او په وحشي ډول ووژل شو.

د هغه له ترور وروسته، ماډېرو په مکسیکو کې د متفاوتو عنصرونو لپاره په یوې متحد کوونکي ځواک بدل شو چې د جنرال هوېرتا د رژیم مخالف وو. د هېواد په شمال کې، ونوستیانو کارانزا، په هغه وخت کې د کواهویلا والي، د هوېرټا په وړاندې د مشروطه غوښتونکو پوځ رهبري کړ. په همدې حال کې د فډرال دولت په وړاندې د آیالا پلان په مطابق خپل بغاوت ته دوام ورکړ. کله چې د ۱۹۱۴م کال په جولای کې راوپرځېد، د مخالفانو ایتلاف له منځه لاړ او مکسیکو د کورنۍ جګړې نوې مرحلې ته د ننه شو.

کورنی پس منظر سمول

ماډېرو په ۱۸۷۳م کال کې د مکسیکو په یوه لویه او ډېره شتمنه کورنۍ کې د کواهویلا په پاراس دې لا فوینټ په ال روزاریو سیمه کې وزېږېد. د هغه نیکه ایواریسټو ماډېرو په ځوانۍ کې لویه او متنوع شتمني جوړه کړې وه او د لنډمهال لپاره، په هغو څلورو کلونو کې چې پورفوریو ډیاز په واک کې نه وو (۱۸۸۰-۱۸۸۴)، او د دیاز ښي لاس سړي جنرال مانول ګونزالز د ولسمشر په توګه خدمت کاوه، هغه له ۱۸۸۰ تر ۱۸۸۴م کاله پورې یې د کواهویلا د والي په توګه خدمت وکړ، چې د دیاز له نظره یې ضعیفه کار ترسره کاوه. دیاز په ۱۸۸۴م کال کې بېرته ولسمشرۍ ته راوګرځېد او تر ۱۹۱۱م کاله چې د فرانسیسکو ماډېرو انقلابي خوځښت هغه استعفا ته اړ کړ، دا څوکۍ یې پرې نښوده. دیاز ایواریستو ماډېرو د تل لپاره له لا ډېر سیاسي فعالیت څخه ګوښه کړی وو.[۱۶]

ایواریسټو د سوداګریز ټرانسپورټ تجارت بنسټ ایښودونکی وو چې له اقتصادي فرصتونو څخه یې ګټه واخیسته او د متحده ایالتونو کورنۍ جګړې په اوږدو کې (۱۸۶۵ – ۱۸۶۱) یې د کنفډراسیون له ایالتونو څخه پنبه د مکسیکو بندرونو ته ولېږدوله.

ایواریسټو دوه ځلې واده وکړ، لومړی واده یې مخکې له دې چې خپله شتمني لاس ته راوړي، له شپاړس کلنې ماریا رافایلا هرنادز لومبارانا (۱۸۴۷ کې واده – ۱۸۷۰ کې مړه) سره، چې د بانفوذه ځمکې خاوند لور وه، وکړ چې یوځای د اووه اولادونو خاوندان شول. هغه د پیاوړي کان کیندونکي او بانکدار آنټونیو وي هرناندز نیمه خور وه، چې د مالیې وزیر، خوزه یوس لیمانتور نږدې ملګری وو. اواریستو له خپل اوښي سره یوځای او خپلو نورو نویو سیاسي کورنیزو اړیکو سره، د Compañía Industrial de Parras تاسیس کړه چې په لومړیو کې یې د سوداګریزو انګورو باغونو، پنبې او ټوکر او وروسته د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې یې د کانونو، پنبې کارخونو، مالدارۍ، بانکدارۍ، سکرو ډبرو، ګوایولر چرم او فاونډریز برخو کې فعالیت درلود. په ۳۸ کلنۍ کې د رافایلا هرناندز له مړینې وروسته، ایواریستو بیا له مانوېلا فاریاس وای بناویدس (۱۸۷۰ کې واده – ۱۸۹۳ کې مړه) سره واده وکړ چې د دې واده حاصل یوولس اولاده وو. هغه د مکسیکو د شمال یو له ډېرو اغیزمنو کورنیو غړې، د ریو ګرانډ جمهوریت بنسټ ایښودونکي، خوان فرانسیسکو فاریاس لور وه. د ایواریسټو له دواړو ودونو څخه پاتې اولادونو هم په لویو کورنیو کې ودونه وکړل او د ماډېرو کورنۍ شتمني او قدرت ته یې پراختیا ورکړه.[۱۷][۱۸]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Francisco-Madero — subject named as: Francisco Madero — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w63j3njf — subject named as: Francisco I. Madero — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. انسايکلوپېډيا نړيوال پېژند: https://www.universalis.fr/encyclopedie/francisco-madero/ — subject named as: MADERO FRANCISCO — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — خپرونکی: Encyclopædia Britannica Inc.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/madero-francisco-indalecio — subject named as: Francisco Indalecio Madero — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=37921 — subject named as: Francisco Indalecio Madero — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  6. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb135722645 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  7. Krauze, Enrique, Mexico: Biography of Power, 250
  8. Flores Rangel, Juan José. Historia de Mexico 2, p. 86. Cengage Learning Editores, 2003, کينډۍ:ISBN
  9. Schneider, Ronald M. Latin American Political History, p. 168. Westview Press, 2006, کينډۍ:ISBN
  10. "Francisco I. Madero – 38° Presidente de México". presidentes.mx. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Cumberland, Charles C. Mexican Revolution: Genesis Under Madero. Austin: University of Texas Press 1952, p. 70.
  12. "Modern History Sourcebook: Francisco Madero: The Plan of San Luis Potosi, November 20, 1910". Internet History Sourcebooks Project. Fordham University. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Harris, Charles H, III and Louis R. Sadler, The Secret War in El Paso, 1906–1920. Albuquerque: University of New Mexico Press 2009, ix
  14. Harris and Sadler, The Secret War in El Paso, 30
  15. Harris and Sadler, The Secret War in El Paso, 40–41
  16. Ross, Francisco I. Madero, p. 4.
  17. Ross, Stanley R. Francisco I. Madero, Apostle of Democracy. New York: Columbia University Press 1955, 3.
  18. Knight, Alan (1990). The Mexican Revolution Volume 1. Porfirians, Liberals and Peasants. د کتاب پاڼې 110. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8032-7770-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)