فرانسوا هولانډ
فرانسوا جېرارد نیکولاس هولانډ (په فرانسوي: fʁɑ̃swa ʒeʁaʁ ʒɔʁʒ nikɔla ɔlɑ̃d، چې د ۱۹۵۴ ز کال د اګست په ۱۲ مه زېږېدلی) یو فرانسوي سیاستوال دی، چې له ۲۰۱۲ نه تر ۲۰۱۷ ز کال پورې یې د فرانسې د ولسمشر په توګه خدمت وکړ. نوموړی له دې وړاندنې له ۱۹۹۷ ز تر ۲۰۰۸ ز پورې د سوسیالیست ګوند لومړی منشي، له ۲۰۰۱ ز تر ۲۰۰۸ ز پورې د تېله ښار ښاروال او له ۲۰۰۸ ز نه تر ۲۰۱۲ ز کال پورې د کوریزا د عمومي شورا رئیس و. هولانډ د کوریزا د لومړۍ حوزې ټاکنیزې په استازیتوب دوه ځله له ۱۹۸۸ ز کال نه تر ۱۹۹۳ز کال او له ۱۹۹۷ ز کال نه تر ۲۰۱۲ ز کال پورې په ملي شورا کې هم دنده پر مخ وړې ده.
فرانسوا هولانډ | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | ۱۲ اگسټ ۱۹۵۴[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰] |
تابعیت | فرانسه [۱۱][۱۲][۱۳] |
قد | 1.73 متر [۱۴]، 1.74 متر [۱۵] |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | قانونپوه ، سياستوال [۱۶] |
مورنۍ ژبه | فرانسوي ژبه |
کاروونکي ژبه | فرانسوي ژبه [۱۷][۱۸][۱۹] |
د کړنې څانګه | سياست [۲۰] |
لاسليک | |
وېبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
هولانډ چې په روان کې نړۍ ته سترګې پرانستې او په نیويي-سوغ-سېن کې لوی شوی دی، مخکې له دې چې د حکومت د ویاند ماکس ګالو په ډله کې د رسنیو د غړي په توګه دنده ترسره کړي، د تازه ټاکل شوي ولسمشر فرانسوا مېټراند د ځانګړي سلاکار په توګه یې خپل سیاسي ژوند پیل کړ. نوموړي په ۱۹۸۸ ز کال کې ملي شورا ته لاره و مونده او په ۱۹۹۷ ز کال کې د سوسیالیست ګوند لومړی منشي وټاکل شو. کله چې په ۲۰۰۴ ز کال کې سوسیالیت ګوند سیمه ییزې ټاکنې و ګتلې، هولانډ د ولسمشرۍ لپاره احتمالي نوماند په توګه وپېژندل شو، خو د لومړي منشي له چوکۍ یې استعفا ورکړه او په ۲۰۰۸ ز کال کې سمدلاسي د کوریزا د عمومي شورا د رئیس په توګه د ژان پییر دوپانټ ځای نیسي، وټاکل شو. هولانډ په ۲۰۱۱ ز کال کې په ډاګه کړه چې، د سوسیالیست ګوند په استازیتوب به په لومړنیو ټاکنو کې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماند لپاره ډګر ته راځي. نوموړي د مارتین اوبري په وړاندې نوماندي وګټله او د ۲۰۱۲ ز کال د مې په ۶ مه نېټه په دویم پړاو کې د ۵۱.۶ سلنه رایو پر مټ ولسمشر وټاکل شو او برحاله نیکولاس سرکوزي ته یې ماتې ورکړه.
هولانډ د خپل خدمت په اوږدو کې، د ۳۴۴ ګڼې قانون د تصویب پر بنسټ د همجنسبازانو واده ته قانوني بڼه ورکړه، د کار قانون او د مالي اعتبار روزنیز پروګرامونه یې اصلاح کړل، د افغانستان په پوځې یرغل کې یې ښکېل جنګي سرتېري واېستل او د فرانکو-جرمن د تړون له لارې یې په لابراتواري څېړنو کې د څارویو د خوندیتوب په اړه د اروپایي ټولنې لارښود لاسلیک کړ. هولانډ د ۲۰۱۵ ز کال د جنورۍ او نومبر په میاشتو کې د پاریس د بریدونو او د ۲۰۱۶ ز کال کې په نیس کې د لارۍ د بریدونو په اوږدو کې د هېواد مشري وکړه. نوموړي د اروپایي ټولنې د کډوالو د جبري سهمیې او په لیبیا کې د ناټو د ۲۰۱۱ ز کال د پوځې لاس وهنې مخکښ پلوی و. نوموړي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تایید مالي هېواد او د مرکزي افریقا جمهوریت ته د دې هېوادونو د ثبات لپاره سرتېري واستول، چې واړه عملیات یې په پراخه کچه بریالي وو، خو د سعودي عربستان په مشرۍ په یمن کې د پوځي لاس وهنې نه د نوموړي ملاتړ، د هغه د کیڼ اړخې ټاکنیزې ډلې تر منځ بحثونه را پورته کړي دي. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
پاریس د ۲۰۱۵ ز کال د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون د د کنفرانس کوربه و او پاریس ته د ۲۰۲۴ ز کال د اوړي د المپیک لوبو د جذب په برخه کې د نوموړي هڅې بریالۍ وې، خو د دې تر څنګ، د ترهگرۍ له امله تر ۱۰ سلنه پورې وزګارۍ او کورنیو د ستونزو له امله نوموړی د خپلې دورې په اوږدو کې له نارضایتۍ سره مخامخ شو، چې په پایله کې یې د پنځم جمهوري نظام (د فرانسې جمهوري نظام) د ولسمشر په توګه د هغه شهرت په پراخه کچه زیانمن کړ. هولانډ د ۲۰۱۶ ز کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه په ډاګه کړه چې، نوموړی به د ۲۰۱۷ ز کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره، چې ټولپوښتنو په لومړي پړاو کې، د هغه د ماتې وړاندیز کړی، بیا ځان نوماند نه کړي. [۲۶][۲۷][۲۸]
د ژوند لومړي کلونه او زده کړې
سمولفرانسوا هولانډ د ۱۹۵۴ز کال د اګست په ۱۲ مه نېټه په رآن کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. مور يې، نیکول فریډریک مارګوریت ترایبرت (۱۹۲۷ – ۲۰۰۹ز) یوه ټولنیز مرسته کوونکې وه او پلار یې، جورجس ګوستاو هولانډ (۱۹۲۳ – ۲۰۲۰ز)، د ستوني، پوزې او غوږونو یو متقاعد ډاکتر و چې په ۱۹۵۹ ز کال کې د محافظه کاره ډلې لپاره په ټاکنو ګې ډکر ته راغئ. د "هولانډ" نوم د "هالنډ د اوسېدونکي" معنا ورکوي او ډېری د هالنډي نسب په ټاټوبي او-دو-فراسن سیمه کې لیدل کېږي کېږي او اټکل کېږي چې، هالڼډي اصلیت ولري. په پلوان کې د هالنډي د کورنۍ لومړنی پېژندل شوی غړی یو ژندرګړی و چې، د ۱۵۶۹ ز کال شاوخوا يې په دې ځای کې کار کاوه. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]
کله چې هولانډ ديارلس کلن و، کورنۍ يې د پاريس ښار د څنډو یوې ځانګړې سيمې، نیويي-سوغ-سين ته کډه شوه. نوموړی د سینټ-ژان-بابتیست-دی-لا-سال ښوونځي کې چې په روان کې یو شخصي کاتولیک ښوونځي و، زده کړې پیل کړې. وروسته د نیويي-سوغ-سین په سیمه کې د پاستور لېسې ته ولاړ، چې په ۱۹۷۲ ز کال کې یې د بکلوریا سند ترلاسه کړ. ورپسې یې د پانتو اساس پوهنتون نه د حقوقو په برخه کې د لېسانس سند ترلاسه کړ. هولانډ د پاریس د سوداګرۍ په پوهنتون (HEC) کې زده کړې وکړې او په ۱۹۷۵ ز کال کې فارغ شو، وروسته یې د پاریس د سیاسي زده کړو په انستیتوت او د ادارې په ملي پوهنتون کې (ENA) کې زده کړې پر مخ یووړې. په ۱۹۷۷ ز کال کې هغه د فرانسې په پوځ کې خپل عسکري خدمت تر سره کړ او په ۱۹۸۰ز کال کې د ENA نه فارغ شو او غوره یې وګڼله چې د څېړنې په عالي محکمه کې کار وکړي. [۴۰][۴۱][۴۲]
د ۱۹۷۴ ز کال په دوبي کې هولانډ په متحده ایالاتو کې زده کړې وکړې او له فراغت نه سملاسي وروسته یې د څېړنې په محکمه کې د سلاکار په توګه دنده پیل کړه. [۴۳]
سرچینې
سمول- ↑ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb122353562
- ↑ پیوستون : 123636205 — خپرېدونېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ subject named as: François Hollande — Sycomore ID: https://www2.assemblee-nationale.fr/sycomore/fiche/(num_dept)/3853 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: National Assembly
- ↑ https://brockhaus.de/ecs/julex/article/hollande-francois — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/hollande-francois — subject named as: François Hollande — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=François_Hollande — subject named as: François Hollande — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.
- ↑ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=hollandef — subject named as: François Hollande
- ↑ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=francois;n=hollande — subject named as: François Hollande
- ↑ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/133492 — subject named as: François Hollande
- ↑ Script error: The function "Lang" does not exist. — خپرېدونېټه: ۸ جولای ۲۰۲۴
- ↑ http://www.nytimes.com/2012/05/31/business/global/daily-euro-zone-watch.html
- ↑ http://www.nytimes.com/aponline/2015/02/06/world/africa/ap-af-boko-haram.html
- ↑ http://www.nytimes.com/aponline/2015/01/05/world/europe/ap-eu-france-libya.html
- ↑ د ټولټال کار کتنه په: http://www.telestar.fr/article/presidentsde-la-republique-de-gaulle-hollande-sarkozy-combien-mesurent-ils-photos-79269 — خپرېدونېټه: ۲۰ نومبر ۲۰۱۶ — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. — خپور کړی: Télé Star
- ↑ http://www.linternaute.com/actualite/politique/comparatif-hollande-sarkozy/curriculum-vitae.shtml — خپرېدونېټه: ۲۰ نومبر ۲۰۱۶
- ↑ https://www.workwithdata.com/person/francois-hollande-1954 — خپرېدونېټه: ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۴
- ↑ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb122353562 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist. او Script error: The function "Lang" does not exist. — منښتلیک: Open License
- ↑ NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=osa2016923052 — خپرېدونېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/266492259
- ↑ NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=osa2016923052 — خپرېدونېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
- ↑ Chrisafis, Angélique (13 January 2013). "Mali: high stakes in 'Hollande's war'". The Guardian. London. بياځلي په 2 February 2013.
- ↑ Fouquet, Helene (26 January 2012). "Socialist Hollande Pledges Tax Breaks End, Eased Pension Measure". Bloomberg. بياځلي په 6 May 2012.کينډۍ:Subscription required
- ↑ "EU must be firm on 'hard' Brexit, says Hollande" (in بريتانوی انګلیسي). Sky News. بياځلي په 2016-12-04.
- ↑ Chrisafis, Angelique (2016-10-07). "UK must pay price for Brexit, says François Hollande". The Guardian (in بريتانوی انګلیسي). ISSN 0261-3077. بياځلي په 2016-12-04.
- ↑ Horobin, William (2016-12-01). "French President François Hollande Says He Won't Run for Re-Election". The Wall Street Journal. ISSN 0099-9660. بياځلي په 2016-12-04.
- ↑ "Why is François Hollande so unpopular in France?" (in بريتانوی انګلیسي). RFI. 2013-05-06. بياځلي په 2016-12-04.
- ↑ Chrisafis, Angelique (2013-10-29). "François Hollande becomes most unpopular French president ever". The Guardian (in بريتانوی انګلیسي). ISSN 0261-3077. بياځلي په 2016-12-04.
- ↑ "Nearly 90 percent of the French now disapprove of their president". The Washington Post. بياځلي په 2016-12-04.
- ↑ "François HOLLANDE | History of parliamentary service | MEPs | European Parliament". www.europarl.europa.eu (in انګليسي). بياځلي په 13 April 2017.
- ↑ "Nicole Tribert, sa mère - François Hollande et les femmes de sa vie - Elle". www.elle.fr (in فرانسوي). بياځلي په 13 April 2017.
- ↑ "Georges Hollande: "Sarkozy a fait un cadeau empoisonné à mon fils"". Charente libre (in فرانسوي). AFP. 8 May 2012. بياځلي په 1 July 2016.
- ↑ Angelique Chrisafis in Le Bourget (22 January 2012). "Francois Hollande stages first major rally in 2012 French presidential race | World news". The Guardian. London. بياځلي په 6 May 2012.
- ↑ Willsher, Kim (16 October 2011). "French presidential election: Nicolas Sarkozy v François Hollande". The Guardian. London.
- ↑ "EN IMAGES. François Hollande, une carrière au parti socialiste – Presidentielle 2012". Le Parisien (in French). 17 October 2011. بياځلي په 3 January 2012.
{{cite web}}
: CS1 maint: unrecognized language (link) - ↑ "We all know Sarko, but who's the other guy?". The Irish Times. 21 April 2012. بياځلي په 6 May 2012.
- ↑ "The NS Profile: François Hollande". New Statesman. بياځلي په 6 May 2012.
- ↑ Chrisafis, Angelique (18 April 2012). "François Hollande: from marshmallow man to Sarkozy's nemesis?". The Guardian. بياځلي په 1 July 2016.
- ↑ Luc Antonini, L'ascendance des candidats, dans Généalogie Magazine Hors-série no 318-319, octobre-novembre 2011, p. 13
- ↑ Serge Raffy, Le Président, François Hollande, itinéraire secret, nouvelle édition revue et augmentée, A. Fayard/Pluriel, 2012
- ↑ "Global Players: Francois Hollande | Thomas White International". Thomaswhite.com. بياځلي په 15 May 2012.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "Francois Hollande Fast Facts". CNN.com. CNN. بياځلي په 14 July 2017.
- ↑ "The French elite: Old school ties". The Economist. 10 March 2012. بياځلي په 6 May 2012.
- ↑ Erlanger, Steven (15 April 2012). "The Soft Middle of François Hollande". The New York Times. p. 50. بياځلي په 7 May 2012.